په اروپا کې د دین و سیاست تاریخي-ټولنپوهنیزه ارزونه/ لومړۍ برخه

د مدیترانې د څنډو ایکالوژیکي ځانګړنو انسان اړ وېسته او هڅاوه چې د ژوند د هوساینې پوهنیزې، هنري او تخنیکي لارې چارې ولټوي. د همدغه لټون په ترڅ کې د ښکار، کب نیونې، څاروي روزنې، کرنې، لاسي صنعت او بېړۍ چلونې غوندې ګڼشمېر اقتصادي فاکټورونو وده وکړه چې یو خوا یې ټولنیز جوړښتونه پیاوړي کړل او بلخوا یې د بېلابېلو ټولنو تر منځ سوداګریز، سیاسي او کلتوري اړیکي رامنځته کړل.

 | تاریخ او ټولنه, لومړنۍ خبرونه

|

4

لیدنې

لیکوال: امین دریځ

 

لرغونی یونان

د مدیترانې د څنډو ایکالوژیکي ځانګړنو انسان اړ وېسته او هڅاوه چې د ژوند د هوساینې پوهنیزې، هنري او تخنیکي لارې چارې ولټوي. د همدغه لټون په ترڅ کې د ښکار، کب نیونې، څاروي روزنې، کرنې، لاسي صنعت او بېړۍ چلونې غوندې ګڼشمېر اقتصادي فاکټورونو وده وکړه چې یو خوا یې ټولنیز جوړښتونه پیاوړي کړل او بلخوا یې د بېلابېلو ټولنو تر منځ سوداګریز، سیاسي او کلتوري اړیکي رامنځته کړل.

لرغونی یونان د همدغو ځانګړنو تر اغېز لاندې داسې مهال یوه نوې کلتوري-مدني زانګو شوه چې د کوشنۍ اسیا او مصر له کلتورونو او تمدنو سره یې د وچې او اوبو له لارې تګ، راتګ درلود. یونانیو وکړای شول چې د همدغو مدني ګاونډیو ګنشمېر کلتوري توکي له خپلو هغو سره وپېیي او تر زېږکالشمېر نېژدې اووه نیمې پېړۍ وړاندې په اروپا کې د تمدن بنسټ کېږدي.

د ژوند و نړۍ په اړه پوښتنو د هرې بلې ټولنې غوندې یوناني تفکر کې هم ځای درلود. هماغسې چې لرغوني انسان دغه راز پوښتنو ته د ځواب موندلو لنډه لار په نالیدلیو میتافیزیک ځواکونو کې لټوله؛ یوناني ټولنو هم خپل فکري اړیکي له میتافیزیک سره تړلي او زرګونه کاله وړاندې یې د فانتازۍ په مرسته د بېلابېلو ښکارندو، پېښو او چارو لپاره بېلابېل خدایان ټاکلي ول.

په ایلیاس و اودېسې کې د «هومېر» اشعار د انسان پر ژوند د دغو خدایانو اغېز او پر هغوی باندې د یوناني ټولنې د ګروهې او باور څرګندونه کوي.

د یونان ګڼخډايیز سیستم زښت ډېر مصر ته ورته دی او داسې ښکاري چې یوناني «زیوس» به په نوي نامه هماغه مصري «امون» وي ځکه چې یونانیو هم د مصریو غوندې زیوس د لمر خدای په نامه پېژانده او تر څنګ یې د بېلابېلو چارو او پېښو لپاره اموني سیستم ته ورته ګڼشمېر نارینه او ښځینه مرستیال خدایان درلودل. په انتیک یوناني ښارونو کې دیني جرړې ډېرې کلکې وې. که څه هم چې دوی کوم ځانګړی دیني کتاب نه درلود او دیني سرچینې یې د خدایانو او اتلانو اسطوره‌یي کیسې وې، خو په ګردو ټولنیزو او ځانګړیو ستونځو او چارو کې یې له هغوی مرسته غوښته. د لرغوني یونان خدايي جوړښت پر مصر سربېره د بین‌النهرین نښې هم لري او داسې پېچلی کورنی جوړښت څرګندوي چې کېدای شي تر ځايي مهالنیو دینپوهانو پرته به عام وګړي بشپړ پرې نه پوهېدل، خو له دې سره یې هم ګروهنیز اړخ ډېر پیاوړی وو. په دغه خدايي کورني جوړښت کې «زیوس» له پېنځو خویندو «دوې یې د (زیوس) ماندینې دي»، اتو مېرمنو او دوولسو لوڼو-زامنو سره ښودل شوی او د ټولو خدایانو شمېر یې تر پنځوسو اوړي.

د یوناني میتولوژۍ له مخې زیوس «د رهېیا او کرونوس» زوی له خپل پلار سره په یوه ستره جګړه کې پر هغه برلاسی شو او خدايي یې ترې ونیوه. سربېره پر دې چې هغه د اسمان، شپې-ورځې، وورښت، تالندې، برېښنا او وړاندوینې د هنر خدای ګڼل کېده، د ټولو خدایانو او انسان پلار هم منل شوی وو.

د انسان د پیدایښت په اړه پوښتنې ته د یوناني میتولوژۍ ځواب دا وو چې  زیوس د تیتانو (د تیتان ډېرګړې بڼه) زوی (پرومیتیوس) ته لارښوونه وکړه چې له خټې انسان وپنځوي او د ژوند کولو ځینې کلتوري چارې هم ور زده کړي. پرومیتیوس دا دنده پر ځای کړه خو د زیوس له وینا او غوښتنې پرته یې اور «چې د زیوس تر ځانګړې څارنه لاندې وو» هم انسان ته ور وړ او کارول یې ور وښودل. زیوس له دې امله سخته غوصه وکړه. هغه پرومیتیوس د کوکاز غره په یوه ستره ډبره کې ویلي کړ او یو مارغه یې ور ولېږه چې بیا، بیا رغېدونکی لړمون یې خوري. پر دې سربېره یې د انسان پر وړاندې هم د کرکې له مخې لومړنۍ «پاندورا» نومې ښځه وپنځوله چې هغه په بدمرغۍ ککړ کړي(۱).

د اولمپ غره سپېڅلتیا هم د زیوس له نامه سره اړیکي لري. داسې منل شوې وه چې زیوس چې له هسکه راکښته کېږي، خپلې پښې د اولمپ غره پر څوکو ږدي او دغه غر د دوولسو خدایانو ځای ګڼل کېده. هغه ورځې چې اولمپ ته د زیوس د راکښته کېدلو لپاره په پام کې نیول شوې وې د هغه د هرکلي په ویاړ د یونانیو مذهبي نڅاوو او سپورتي لوبو لمانځل کېدې. یوناني خدایانو داسې انساني نارینه او ښځینه بڼې درلودې چې زورور ځواک یې تر انسانانو اوچت وو او هغه چارې یې سرته رسولای شوې چې انسان یې وړتیا نه درلوده. په دغه جوړښت کې هر خدای ځانګړې چارې پر مخ بېولې او په هره برخه کې به چې انسان له یوې ستونځې سره مخامخېده هماغه ځانګړي خدای ته یې مخ وراړاوه او مرسته یې ترې غوښته. پر دې سربېره، تر مرګ وروسته د بیا راژوندي کېدلو انساني تنده د خدایانو په بېساري ځواک خړوبېده. همدا هیله وه چې د دنیايي ستونځو د هواري تر څنګ یې انسان د دیني شخصیت خپلولو او پر خدایانو باور ته ورکاږه. د همدغه باور له مخې نړۍ پر درېیو برخو (ځمکه، هسک او کنده) وېشل شوې وه. فزیکي نړۍ ځمکه نومېده. هسک د خدایانو سیمه وه او کنده هغه ځای وو چې انسان تر مرګ وروسته ورتلو او له سره یې نوی ژوند په کې پیلاوه. په کنده کې ډېر سیندونه بهېدل او درې برخې یې درلودې چې هادیس، تارتاروس او ایلیزیو نومېدې. په هادیس کې مړی محکمه کېده او د راتلونکي برخلیک په اړه یې پرېکړه کېده. که منل شوې وای چې د زیوس له غوښتنو سره یې سم ژوند کړی ایلیزیوم ته استول کېده چې ډېر ښکلی، هوسا او زړه راکښونکی انځور شوی وو او د لرغونیو اتلانو او کره ګروهمنو استوګنځی وو. په ایلیزیوم کې د انسان ټولې غوښتنې، هیلې او ارمانونه بشپړېدل او ژوند پای ته نه پکې رسېده. خو که سرغړوونکی به وګڼل شو بیا نو هماغه تارتاروس ته ور اچول کېده چې ډېر بد، ناوړه، دردوونکی او کرکجن ځای وو(۲). تارتاروس دومره ژوره کنده وه چې که یو وسپنیز مارتول ور غورځول شوی وای ایله به یې تل ته نه ورځې او نه شپې وروسته ور رسېدلای وای. د دغه ځای تر شاوخوا درې دېوالونه چاپېر ول او تر منځ یې اورسیندونه بهېدل. د هومېر د شعرونو له مخې په تارتاروس کې د تیتاني زندانیو د ژوندانه څو بېلګې داسې دي:

د ګایا زوی تیتوس پر ځمکه څملول شوی او ټپوسان راځي او ینه یې خوري، خو دی ځان خوځولای نشي. د سیپیلوس پخوانی پاچاه تانتالوس په تنده او ولږه ناپایه ځورول کېږي. دی تر ستوني پورې په اوبو کې تږی ولاړ دی خو چې وغواړي اوبه وڅښي هغه کښته ترې ټیټېږي. همدا راز یې د سر له پاسه مېوې راځوړندې دي او دی چې وغواړي راویې نیسي او ویې خوري، یو ناڅرګند لاس وروغځېږي او پورته یې ترې راکاږي. د کورینت ښار بنسټ اېښوونکی سیسیفوس اړ کړای شوی چې یوه غټه تیږه د غره څوکې ته اوچته کړي. هر ځل چې دی په ډېر ځور دغه تیږه ټاکلي ځای ته ورنېژدې کوي هغه بېرته کښته راولوېږي او دی یې بیا پورته کولو ته اړ وېستل کېږي. اکزیون پاچاه د اور پر څرخ پورې تړل شوی او شپه او ورځ تاوېږي. د داناووس پاچاه پېنځوس لوڼې اړ دي چې سورۍ شوې بېړۍ په یوه ګړي له اوبو تشې کړي.‌ په تارتاروس کې هر څوک خپله سزا ناپایه ګالي او پرلپسې بې پایلې هڅو ته اړوېستل کېږي.

د ورځني ژوندانه له ستونځو او ترخو پېښو کرکه، تر مرګ وروسته د بیا راژوندي کېدلو ډاډ او په هغه کې اپلوزیوم ته د ورتګ هیله او له تارتاروسه کرکه او وېره هغه بنسټیز فاکټورونه ول چې په یوناني ټولنه کې یې دین ته اړتیا رامنځته کوله او انسان یې هڅاوه چې د هغو خدایانو غوښتنې او سپارښتنې پرځای کړي چې دوی په خپل فانتازي ځواک زېږولي ول.

داسې ښکاري چې دین ته د انسان اړتیا د هغه رېښتینولۍ ته تر ژورې پاملرنې ډېره مخکې ده. د یونان سیاسي جوړښت هم د هغه له ګڼخداییز سیستمه رنګ اخیستی وو او د دویم فیلیپ تر واکمنۍ پورې هیڅکله یوازینی منځنی دولت پکې رامنځته نشو. دغو سیاسي جوړښتونو «ښار دولتي» بڼه درلوده او تر منځ یې د واک غځولو پر سر پرلپسې جګړې روانې وې. تر اوږدو جګړو وروسته پر شپږمه مخزېږدې پېړۍ کې د ښاري دولتونو له ډلې «سپارتاښار» تر نورو غښتلی شو او ویې کړایش ول چې د شمالختیزو پېلوپوني ښاري دولتونو تر منځ یو تړون رامنځته کړي. دغه تړون له یونان سره د پوځي پیاوړتیا په برخه کې مرسته وکړه او د سیاسي اغېز د پراختیا لار یې ورپرانیسته.

لومړني ښاري دولتونه د زورورو اشرافي کړیو په لاس کې ول او په بشپړ استبداد و اختناق یې د وسله والو پوځونو په مرسته ساتنه کېده. که یو دولت به له داسې کورني ګواښ سره مخامخېده چې کېدای شوه ړنګ شي؛ بل ګاونډي دولت یې مرسته او ملاتړ کاوه. دا مرسته د دې لپاره کېده چې کورني ځواکونه د دولتونو د نسکورولو زړورتیا ونه مومي او هر دولت د هغوی پر وړاندې واک خوندي په ولکه کې وساتلای شي. تر دې اخوا د دولتونو تر منځ کومه خواخوږي یا بله پېرزوینه نه وه. دوی هره شېبه یو تربله وېره درلوده او ځانساتنې ته پرلپسې چمتو ول.‌د یونانیو تر منځ سیاسي بېلتانه یې د ملي یووالي مخه نیوله. هغه څه چې دوی یې پر دغه بېلتانه سربېره بیا هم سره نېژدې کولای شول، د دوی پان هېلیني غوښتنې، ورته مذهبي دودونه، ګډه ژبه او په ځانګړې توګه اولمپیک لوبې وې. د اشرافي پوړ تر منځ د سیاسي واکمنۍ له امله پرلپسې کړکېچونو او جګړو پر پېنځمه مخزېږدې پېړۍ په اتن ښار کې د «بېریکلیس» په نوښت سیاسي واک ته د رسېدلو یو نوی سیستم رامنځته کړ. دغه سیستم د سیاسي جوړښت زړه استبدادي بڼه واړوله او د دیموکراسۍ په چوکاټ کې د واکمنو د ټاکنې واک د پرګنو لاس ته ورغی (۳). په دغه پرګنواکۍ کې چې نېژدې یوه نیمه پېړۍ پر ځای وه؛ د لومړني سیاسي ازمېښت په توګه ښځو، مریانو او بل هر هغه چا ته د ګډون برخه نه ورکول کېده چې له اتني مور و پلاره زېږېدلي نه ول. تر دېموکراتیک پړاوه راوروسته اتن پر سیاسي ارزښت سربېره د فلسفې، پوهې، او هنر په برخو کې ډېرې بریاوې وګټلې او ستر تاریخي ځای یې وموند. له دې سره، په یونان کې د دودیزو خدایانو اغېز خپل ځانګړی ځای درلود. دغه ټکي د یونان په میتافیزیک فلسفه کې څرګندېږي. دلته د هېراکلیت دا څرګندونه ډېره منل شوې وه چې ویل یې «هر څه خدای دي». دا وینا داسې مانا کېده چې نړۍ د خدای وجود دی او یا دا چې نړۍ په خپله خدایي ده. اریستو هم د هراکلیت غوندې د میتافیزیک پر کرښه روان وو؛ خدای یې مانه او هغه یې «ناخوځنده خوځندوی» ګاڼه (۴). د میتافیزیک تر څنګ ماتریالیستي او اګنوستیک فیلوسوفۍ هم خپل پلوي درلودل. خو داسې ښکاري چې له سیاسي او ټولنیز ملاتړه بې برخې وه او څرګندولو یې سخت ګواښ هم پېښولای شو.

په دغه ټکي د پوهېدو لپاره به همدا بس وي چې د «سوکرات ۳۰۰-۴۷۰ مخزېږد» برخلیک ته ځیر شو. هغه په اتن کې یو کاریزماتیک شخصیت ګڼل کېده. همدغه ځانګړی شخصیت پر ده پورې سور اور شو او د یو شمېر هغو کړیو رخه او کرکه ورنېغه شوه چې د ده د سیالۍ جوګه نه ول. دوی د دیني لمنې په نیولو او سوکرات د له منځه وړلو اسانه لار ومونده او دا یې ورپلمه کړه چې هغه د دوی خدایان نه مني او په خپلو ښوونو ځلمی کول له دینه بېلارې کوي. د دغه تور سزا مرګ وه. سوکرات مرګ ومانه او د سڼکیا کټوری یې په ستوني کې تش کړ خو له خپله انده وانه ووښت. که د دغه فیلووسوف شاګردانو (اپلاتون، کسینوفون و اریستوفان) یې د فیلوسوفیک لیدلوري یادونه کړې نه وای، کېدای شوه چې موږ به نن نه پېژانده (۵). دا ځکه چې له دغه فیلوسوفه هیڅډول لیکنه راپاتې نه ده. له دې سره هم په یونان کې دین و خدایان د ټولو لپاره د منلو او نمانځنې وړ نه ول. «اویهېمېروس» له همدې ډلې څخه هغه فیلوسوف وو چې ویل یې خدایان له آره هغه لرغوني پاچاهان و اتلان ول چې ځینې ځانګړې چارې یې سر ته رسولي او په اساطیري سیستم کې یې د خدایانو بڼې موندلې دي.

د سیاسي واک پر سر پرلپسې شخړې او د ښاري دولتونو تر منځ اوږدې جګړې د منځني دولت له جوړېدلو سره پای ته ورسېدې او یونان د یوه پوځي زبرځواک په بڼه راڅرګند شو. د دغه تاریخي پړاو پیل پر ۳۵۹ مخزېږدي کال په ماکېدونیا کې د دویم فیلیپ له واکمنۍ سره تړاو لري. هغه د یوناني ښارونو له هغو خپلمنځي جګړو ګټه واخیسته چې له اوږدې مودې راهیسې روانې وې. د ده سیاسي تاکتیک دا وو چې د واک هیله‌منې سیاسي سیالې اشرافي کورنۍ یې له ځان سره یو ځای کړې او ډېر ژر یې داسې غښتلی پوځ پر پښو ودراوه چې په زور یې ماکېدونیا پر ټول یونان واکمنه شوه. له دې سره، په «تراکین» کې د سرو زرو کان لاسته ورغی او له مالي پلوه غښتلی شو. فیلیپ د یوې لویې امپراتورۍ د جوړولو ستراتیژي درلوده او د هغې د پلي کولو اړوند پوځي-لوژیستیکي تابیا یې نیولې وه خو کورنیو پټو لاسونو د مرګ په څپېړو وواهه او هر څه یې ترې پاتې کړل.

د فیلیپ زوی الېکساندر چې د پلار ځایناستی شو؛ د هغه د ارمان پوره کولو لار پر مخ بوتله او د مدیترانې له کڅو یې د هېند تر بریده او منځنۍ اسیا د یونان تر ولکه لاندې راوستل. له دې سره په نیول شویو سیمو کې د هیلینیستي کلتور پراختیا ته لار هواره شوه او یونان د یوه ستر تمدن په نامه وپېژندل شو.

د الېکساندر له بیړني مرګ سره نه یوازې د هغه ستراتیژي بشپړه نشوه چې لا هماغه جوړه کړې امپراتوري امپراتوري یې هم وشنل شوه او یوناني واکمن ډېر ژر د هماغو سیمو له اوسېدونکیو سره وپیوند شول چې د دوی تر ولکه لاندې ول.

د الېکساندر تر مرګ وروسته یونان په هیلیني پېر کې د خپلمنځي جګړو ډګر شو. د انتیګونوس (د الېکساندر ستر جنرال) پلویانو هڅه کوله چې ماکېدوني امپراتوري بېرته ټینګه کړي او د اتن اوسېدونکیو هلېځلې کولې چې اتن د یوه خپلواک ښار په توګه پاتې شي. دغه راز غوښتنو جګړو ته لار پرانیسته او د هېواد سیاسي او پوځي ټیکاو یې کمزوری کړ. دا مهال په شمال لوېدیځ کې رومي ځواکونو له دغه کړکېچه ګټه واخیسته او د ماکېدونیا تر ټکولو وروسته مخ پر اتن ورشېوه شول او ګرد یونان یې د رومي پاچاهۍ یو ولایت کړ.

د یونان لرغوني سیاسي تاریخ کې دولتونه د دین ساتندوی ښکاري. «د سوکرات مرګ یې یوه بېلګه ده.» تر ټولو ستره ګټه چې سیاسي واکمنو له دینه تر لاسه کوله دا وه چې خپلو پرېکړو ته یې د روحاني کړیو په مرسته دیني مشروعیت ورکولای شو. په لرغوني یونان کې دا باور ډېر کلک وو چې د «اوراکل» و «مانتیک» په مرسته یو شمېر ځانګړي انسانان او ځینې نښې په ورځنیو چارو کې د خدایانو خوښه او پرېکړه څرګندولای شي. د وړاندوینې دغو دواړو هنرونو پر لمرخدای زیوس پورې اړه درلوده چې هغه یې وروسته واک اپولون ته هم ورکړی وو. اوراکل سپېڅلي ځایونه، ټاکلې ورځې، او ځانګړي روحانیون (پېتیا) درلودل. په دیلفي کې د اپولون اوراکل د ګرد یونان لپاره تر ټولو اوچت ارزښت درلود. هر چا به چې غوښتل د خپل راتلونکي په اړه د خدایانو په خوښه وپوهېږي، یو لړ مذهبي مراسم به یې پر ځای کول او له پېتیا څخه یې غوښتل چې پایله یې ورته ووايي. پېتیا تر اړوندو مذهبي مراسمو وروسته ځان بېسده کاوه او داسې ګډې‌وډې او اپلتې یې ویلې چې څه مانا یې نه درلوده. د دوی تر منځ به یو درېیمګړی ناست وو چې ګوندې د خدای خبرې ژباړي. سیاسي واکمنو هم له همدغه کلک منل شوي دوده ګټه اخیسته او د دې لپاره چې ټولنیز-دیني ملاتړ تر لاسه کړي او هوډ یې خدايي بڼه ومومي؛ اوراکل ته یې لاس اچاوه. ښکاره ده چې روحانیون د سیاسي واکمنو په غوښتنو پوهېدل او له هغوی سره سمې څرګندونې یې ورته کولې. واکمنو دغه څرګندونې ټولو ته پر ډاګه کولې او په ټولنه کې دا ډاډ بشپړېده چې ګوندې زیوس د واکمن له پرېکړې سره همغږی دی. دغه هنر د واکمنو د کړنو د خدايي ملاتړ په توګه کارول کېده او ژور سایکالوژیک اغېز یې مونده. دا چې اوراکل و مانتیک په سیاست کې ډېره مرسته کوله او ولۍ یې پر دین پورې نښتې وې، منطقي ده چې سیاسي واکمنو یې د ژوندي ساتلو لپاره په‌ ټولنه کې د دیني باورونو د کلک ساتلو هڅه کوله.

Recent Posts

دلته یې وپلټئ