استبداد؛ د شلمې پېړۍ شل درسه/ کتاب ته کتنه

سنایډر د امریکا د متحده ایالاتو په سیاست نقد کوي او وایي چې په دې هېواد کې سره د دوه، دوه نېمې پېړۍ بنسټیز دولته موږ یوازې دوه او یا درې لسیزې ډیموکراسي درلودلې ده، خو موږ په دې نه پوهېدو او وایي چې موږ اوس هم نه پوهېږو چې موږ یو ډ‌یموکرات دولت نه لرو او فکر کوو چې موږ په یوه ډیموکراتیکه ټولنه کې ژوندکوو.

 | تاریخ او ټولنه, لومړنۍ خبرونه

|

8

لیدنې

لیک: الفت‌الله وردک

شلمه زېږدیزه پېړۍ د بشري تاریخ تر ټولو ډېره وینه څښوونکې پیړۍ وه. په دې پېړۍ کې دوه نړیوالې جګړې پېښې شوې، د لومړي ځل لپاره پکې له اتومي وسلو څخه ګټه واخیستل شوه او ډېرې نورې بې شمېره پېښې وشوې چې د انسانانو لپاره به د تل لپاره یو درس وي.

د دغه پېړۍ تر ټولو مهمه پیښه تقربیاً په یو وخت په نړۍ کې د درېیو لویو ټولواکو مستبدو واکمنیو منځته راتګ وو چې د شلمې پېړۍ په ټولو تراژیدیو کې یې تر ټولو غټه ونډه واخیسته. دغو واکمنیو ولسواکو دولتونو ته په ټیټه سترګه کتل، فردي ازادي ورته بده ښکارېده او سخته نظامي نیشنلیزم برنامه یې درلوده. د دې تر څنګ دغه دولتونو په یوه طبیعي ټولنیزه هرارشۍ باور درلود او په نړۍ کې یې د کارګرو د حکومت، د جرمن نژاد د حکومت او د رومي امپراتورۍ د حکومت خوبونه لیدل.

 لومړۍ مستبده واکمني په ایټالیا کې د مسولیني فاشیستي واکمني وه. دغه واکمني په کال ۱۹۲۳ کې د مسولیني له خوا را منځته شوه، او په ۱۹۴۵ کې یې د وژل کېدو سره واکمني له منځه لاړه. بنیتو مسولیني د ۱۸۸۳ د جولای په ۲۹مه په ایټالیا کې وزیږېد، پلار یې د پښګری کسب پر مخ ووړ. دی له کوچنیوالي یو سخت سری انسان و، تل به يې شخړې وې چې له کبله یې څو ځلې له مکتبه هم بدل شوی و. مسولیني د لومړۍ نړیوالې جګړې خلاف و چې له کبله یې له هېواده هم تبعید شو، خو وروسته یې بیا خپل نظر ته تغیر ورکړ او د مارکس په شان یې ویل چې په ټولنیزو انقلابونو پسې تل جګړې پیښیږي. ده د خپلې دغه نوې فلسفې په باب ډیرې مقالې ولیکلې او په غونډو کې به يې په خپل سختو خبرو د جنګ نه ملاتړ کاوه. ده خپله فلسفه په دې کلمو کې خلاصه کړه:« له نن نه وروسته موږ ټول ایټالویان یو، بل هېڅ نه خو ایټالویان. اوس چې اوسپنه او  اوسپنه سره یو ځای شول نو زموږ له زړو نه همدا یو اواز راپورته کېږي ژوندۍ دې وي ايټالیا.»

په اصل کې همدا اواز د ایټالیايي فاشیسم پیل و. مسولیني په کال ۱۹۲۲ د اکټوبر په ۳۱مه د ایټالیا د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. دی د ایټالیا په تاریخ کې تر ټولو ځوان مشر و، خپل ګوند یې د ایټالیا فاشیست ګوند ونوماوه او ځان ته به یې دوچه‌‌ ویل چې د رهبر مانا لري. مسولیني به ویل چې غواړي ایټالیا ته د روم پخوانی اقتدار بیا را وګرځوي او هر هغه چا به یې چې ددغه کار مخالفت کاوه له سخت چلند سره به مخامخ کېده. د دویم نړیوال جنګ پر مهال مسولیني د المان تر څنګ ودرېد او د متفقو هېوادونو سره جنګېدو ته یې ملا وتړله. خو کله چې په ۱۹۴۳ کې الماني ځواکونه شمالي ایټالیا ته ننوتل او ده هېڅ عکس العمل ښکاره نه کړ نو خلک يې پرې بد ګمانه شول، او کله چې د همدې کال په جولای کې متفقینو د سېسلي جزیره ونیوله نو د ایټالویانو حوصله پای ته ورسېده؛ د ایټالیا لویې جرګې دی له کاره ګوښه کړ او د ایټالیا شاهي پوځونو بندي کړ خو د سپټمبر په ۱۲ جرمني کمانډو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې له بنده را خلاص شو او مونیخ ته واستول شو. وروسته تر دې دی د هټلر لخوا د هغه ایټالیا چې د جرمني ځواکونو تر لاس لاندې وه، مشر وټاکل شو خو کله چه په ۱۹۴۵ کې جرمني ځواکونو ماتې وخوړه مسولیني ونیول شو او د اپرېل د میاشتې په ۲۸ د مرمیو په وسیله ووژل شو او بیا یې جسد د میلان په ښار کې له پښو را وځړول شو. له دې سره په ایټالیا کې وروسته له شلو کلونو یو ډیموکرات دولت واک ته ورسېد.

دویمه واکمني د روسیې د شوروي جماهیرو کمونېستي دولت و. دا دولت د ۱۹۱۷ کال د اکټوبر د انقلاب په ترڅ کې رامنځته شو. انقلاب د روسیې سوشیال دموکرات ګوند ترسره کړ، دغه ګوند له لومړیو په دوو ګروپونو بلشویک(اکثریت) او منشویک ( اقلیت) باندې ویشل شوی و. بلشوېک ډله ولاډیمیر لېنېن په ۱۹۰۳ کال رامنځته کړه، ددغو دوه ډلو تر منځ د انقلاب په ډول او د ترسره کولو په طریقه کې د نظر اختلافونه موجود وو خو بیا هم تر ۱۹۱۷ کاله له یو بل سره ګډ وو، خو په همدې کال بلشویکان له ښي لاسو منشویکانو جلا شول او په ۱۹۱۸ کې يې هم د ګوند نوم د روسیې د سوشیال ډیموکراتیک کارګر ګوند نه د روسيې کمونیست ګوند ته واړاوه. دغه د کارګرو دولت د ټولو کاپیټالیسټي دولتونو او او هغه سوشیال ډیموکراتانو ضد و چې د لومړي نړیوال جنګ پر مهال یې د تزاري روسيې ننګه کړې وه. په ۱۹۲۴ کې لېنین ومړ او له ډېرو جنجالونو وروسته په کال ۱۹۲۷ کې جوزیف سټالین د پخواني شوروي اتحاد مشر وټاکل شو او تر ۱۹۵۳ پورې یې واکمني وکړه. سټالین د خپل تېز صنعتي کولو د پروګرام د عملي کولو په خاطر په میلیونو خلک قرباني او په سلونو زره يې بندیان کړل. دده د واکمنۍ پر مهال دویم نړیوال جنګ هم پېښ شو چې په پای کې یې په بریالی توګه خپل ځواکونه په برلین ور وخېژول. په ۱۹۴۸ کې له دویم نړیوال جنګ نه وروسته د شوروي اتحاد د دولتونو سره د کاپیټالیسټي نړۍ سړه جګړه پیل شوه. د روسیې کمونیست ګوند د شلمې پیړۍ له دویمې لسیزې بیا تر لسمې لسیزې روسیه تر خپلې واکمنۍ لاندې درلوده خو په ۱۹۸۵ کال د میخایل ګورباچوف له واک ته رسېدو سره د روسیې د ډیموکرات کېدلو هڅې پیل شوې، ازاد بازار ته یو څه اجازه ورکړل شوه او بیا په ۱۹۹۱ کې د روسیې د کمونیست ګوند تر څنګ نورو ګوندونو ته هم د فعالیت اجازه ورکړل شوه چې پایله یې په کال ۱۹۹۲ کې د پخواني شوروي د هېوادونو د استقلال غږ پورته کیدل او  پخواني شوروي د اتحاد له منځه تګ وو.

درېیمه مستبده واکمني د المان د نازیانو واکمني وه چې تر دغو دوو نورو یې د بشریت لپاره ډیرې بدمرغۍ پیښې کړې. د المان د نازیانو یا نیشنل سوشیالیستانو واکمني په ۱۹۳۳ کال پیل او په ۱۹۴۶ کال کې د نړیوالې جګړې له پای سره پای ته ورسېده. د المان نیشنل سوشیالېست ګوند یو نژاد پالونکی ګوند و چې په ټوله نړۍ يې د حاکمیت دعوه کوله او دلیل یې هم ورته خپل نژادي لوړوالی ښکارېده. له لومړي نړیوال جنګ نه وروسته د وارسا تړون پر اساس المان بې وسلې شو، اقتصاد خو یې بیا ډېر مخکې له منخه تللی وو، په ټوله کې المان له ډېرو لویو ستونزو سره مخ و. په ۱۹۱۹ کې په المان کې د کارګرو ګوند پرانیستل شو، په همدغه کال هېټلر ددغه ګوند په یوه غونډه کې ګډون وکړ او دومره محبوبیت یې پکې ترلاسه کړ چې  حتا ددغه ګوند رامنځته کوونکي یې هم له ګونده وشړل، او یو کال وروسته يې نوم ورته د المان د کارګرو ګوند نه د جرمني نېشنل سوشیالېست کارګر ګوند ته واړاه. دغه ګوند ددې په هیله چې خلک به یې ملاتړ وکړي په ۱۹۲۳ کال کودتا وکړه خو ناکامه شوه او له کبله يې هېټلر تر ۱۹۲۴ کاله بندي و او چې را خلاص شو نو له دې وعدې سره چې واک ته د رسېدو لپاره به له قانوني لارې ګټه اخلي خپل کار ته دوام ورکړ. په ۱۹۲۹ کال کې په ټوله نړۍ کې اقتصادي بحران خپل اوج ته ورسېد، په میلیونونو کارګران بیکاره شول او لوږې ټوله نړۍ په سر اخیستې وه، دا هغه وضعیت وو چې د المان نازي ګوند ترې ښه پوره ګټه پورته کړه، د المان په میلیونونو ناراضي کارګرانو ته یې هیله ورکړه او د خپل ګوند د غړیو تعداد یې ډېر زیات کړ چې ورسره په پای کې د کال ۱۹۳۳ د جنورۍ په ۳۰مه د المان پاچا، پاول ون هاینډربرګ، ادولف هېټلر د المان چانسلر وټاکه.

د همدغه کال د مارچ په دیارلسمه د المان پارلمان (رایشتاګ) نازي ګوند ته د مطلق حاکمیت حق ورکړ او ویې ویل چې وروسته له دې د هر ډول پرېکړې ترسره کول د نازي ګوند مسولیت دی. له دې نه په ګټه اخیستنې هېټلر د همدې کال د جولای په څوارلسمه په المان کې د ټولو ګوندونو د تړلو پرېکړه وکړه، او په ۱۹۳۴ کې د المان د پاچا له مرګه وروسته یې ځان د المان مشر او د الماني اردو اعلی سر قومندان ونوماوه چې ورسره په المان کې د ظلمونو لړۍ پیل شوه. په میلیونو یهود ووژل شول او همدومره يې بیا بې‌کوره شول.

په ۱۹۳۹ کې یې د ځینو  ځمکنيو پراختیايي عملونو د تر سره کولو له امله نړۍ وډاره کړه چې له کبله یې دویمه نړیواله جګړه پیل شوه. په دې جګړه کې دواړو خواوو ته لوی زیانونه واوښتل، خو په پای کې په کال ۱۹۴۵ بلشوېک پوځونه په بریالۍ توګه په برلین وروختل، هېټلر ځانوژنه وکړه او د نازي ګوند د تل لپاره له فعالیته وغورځول شو.

 دغو دولتونو که څه هم یو شمېر توپیرونه درلودل خو بیا یې هم تر ټولو غټه ځانګړنه د بیروني ګروپ(Outer group) لپاره د هیڅ ډول زغم نه شتون وو. دوی له هر هغه چا سره چه د دوی له ډلې به نه وو له ډېر ظلمه کار اخیست چې د بیلګې په ډول کولای شو په المان کې د نازیانو چلند له یهودو سره او یا په شوروی اتحاد کې د ددولت چلند له هغه چا سره چې د کمونیزم نظریه به یې نه منله، یاد کړو.

دغو واکمنیو په لسګونو میلیونه خلک مړه او په میلیونونو نور یې بې‌کوره کړل، دویم نړیوال جنګ یې پیل کړ او په ټوله کې یې یو نړیوال جنګي حالت(Global warfare) رامنځته کړ. دغو درې ګونو واکمنیو په خپلو منځونو کې هم ښه روابط نه لرل داسې چه نازیانو د دویم نړیوال جنګ پر مهال پر روسيې یرغل وکړ او بیا بیرته د جنګ په پای کې برلین ته لومړی د روسیې ځواکونه ننوتل او د هېټلر واکمنۍ ته یې د پای ټکی کېښود. دغو واکمنیو د بیا رامنځته کېدلو ډار دومره زیات دی چې اوس هم د ددغو ډول واکمنیو د پوټنشیال شتون د له منځه وړلو لپاره د نړۍ په ډېری هېوادنو کې پراخ فکري او سیاسي کار ترسره کېږي.

د فریډم هاوس(Freedom House) د ادارې د څېړنې له مخې یوویشتمه پېړۍ د ډیموکراسۍ له پاره تر ټولو بده پېړۍ بلل شوې ځکه د تېرو دوولسو پرله پسې کلونو په ترڅ کې په نړی کې د ډیموکراسۍ کچه لوېدلې او ټولواکو دولتونو زور اخیستی (FREEDOMHOUSE, 2018). دغه ډول خبرونو د نړۍ یو شمېر مفکرین په فکر کې اچولي او ځینو بیا عملاً ددغه حالت د بدلون لپاره کار شروع کړی چې له ډلې یې د امریکا د متحده ایالاتو د یېل د پوهنتون د تاریخ د څانګې استاد تیموتي سنایډر دی. سنایډر په ۲۰۱۷ کال کې خپل کتاب[استبداد: د شلمې پېړۍ شل درسه،On tyranny: twenty lessons from twentieth century] خپور کړ. په دې کتاب کې دی د نړۍ د خلکو او په ځانګړي ډول د امریکا د متحده ایالاتو د وګړو لپاره خپل هغه شل ټکي وړاندې کوي چې د شلمې پېړۍ له مطالعې  نه یې د درس په ډول اخیستي.

دغه کتاب دا مطالعه کوي چې څنګه کولای شو په یوویشتمه پېړۍ کې یو ډیموکراټیک سیسټم وساتو؟ یو ډيموکراټيک سېسټم څنګه له منځه ځي؟ او ولې نه شو کولای چې یو ډیموکراټيک سېسټم له بل هغه توپير کړو؟ یانې څه علت دی چې له ډېرې پوهې سره سره بیا هم نه شو کولای چې د خپلې ټولنې د ټولنیز او سیاسي جوړښت کیفیت مالوم کړو. تیموتي اسنایدر وايي: «موږ د شلمې پېړۍ د اروپا له خلکو نه یو هوښیار، که چېرې اروپا هغه مهال له خپلې ډیموکراسۍ سره سره د فاشیزم، نازیزم، او کمونیزم غېږ ته ولوېده، دغه څه موږ ته هم پېښېدای شي خو یوازینی څیز چې موږ یې لرو او د هغه مهال اروپایانو نه درلود، هغه درس دی چې موږ یې کولای شو د شلمې پېړۍ له اروپا نه واخلو».

سنایډر د امریکا د متحده ایالاتو په سیاست نقد کوي او وایي چې په دې هېواد کې سره د دوه، دوه نېمې پېړۍ بنسټیز دولته موږ یوازې دوه او یا درې لسیزې ډیموکراسي درلودلې ده، خو موږ په دې نه پوهېدو او وایي چې موږ اوس هم نه پوهېږو چې موږ یو ډ‌یموکرات دولت نه لرو او فکر کوو چې موږ په یوه ډیموکراتیکه ټولنه کې ژوندکوو. دی وایي چې ټیکنالوژي د خپلو ګټو سره سره ډېری ستونزې رامنځته کړي چې یوه ډیره د پام وړ یې داده چې موږ یې په یوه مجازي(Virtual) نړی کې بند کړي یو او هېڅ ددې لپاره چې په نړۍ کې په حقیقتونو پسې وګرځو وخت نه پیدا کوو. موږ خپل ډېری وخت سکرین ته مخامخ تېروو چې کولای شي په ډېره اسانی سره مو تېر باسي داسې چې موږ به پرې پوه هم نه وو.

د یوې سروې له مخې د امریکا په متحده ایالاتونو کې هر شخص د ورځې په اوسط ډول تر یوولسو ساعتونو د سکرین مخې ته وي. سنایډر وايي که دغه یوولس ساعته نهو ته راکم شوي وائ نو په یقیني ډول به د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کې د امریکا ولسمشر بل څوک ټاکل کېده. دا ټکی په اصل کې د دې ښکارندویي کوي چې زموږ ذهنیتونه څومره د ټولنیزو رسنیو او ډیجیټال وسایلو تر تاثیر لاندې راتلی شي چې حتا کېدای شي په ځان‌ناخبري ډول مو دې ته اړ باسي تر څو داسې یو غلط انتخاب وکړو چې له کبله به یې ټول عمر پښیمانه وو.

  د سنایډر د کتاب د شلو درسونو لنډه شوې بڼه په لاندې ډول ده:

  1. مخکې له مخکې مه تسليمېږئ: دغه ټکی د تیموتي سنایډر له نظره تر ټولو مهم دی او وایي که چېرې مو دغه یو تر پښو لاندې کړ نو نور نولس به هېڅ سخت نه وي. ډېرو مستبدو دولتونو ته قدرت په ډېره اسانۍ او په وړیا ډول ورکړل شوی چې ښه بېلګه يې د ۱۹۳۴ المان دی. المانیان د نازیانو له نظریاتو ښه خبر وو، خو د هېټلر د مطلقې واکمنۍ او بیا یې د هغه د کړنو په وړاندې هېڅ عکس‌العمل ونه ښود. تر ټولو مهمه یې لا دا چې دوی ته په مطلق ډول داسې قدرت ورکړل شو چې له مخې یې دوی په هېواد کې د هر ډول عمل حق لري او هېڅوک یې د کار مخالفت نه شي کولای.
  2. له بنسټونو ساتنه وکړئ: هېڅکله باید داسې فکر ونه کړو چې زموږ بنسټونه به له موږه او یا له ډیموکراسۍ ساتنه وکړي. په اصل کې د یوې ټولنې سیاسي، ټولنیز او مسلکي بنسټونه باید د خلکو لخوا وساتل شي. بنسټونه د یوې ټولنې تر ټولو مهمه برخه جوړوي ځکه بنسټونه زموږ ازادي تظمینوي، او تاریخ دا ښیي چې تل په ټولنه کې د بنسټونو له منځه تلو سره ډیموکراسي له منځه تللې.
  3. له یوه ګوندیز هېواده وډار شئ: که چېري موږ د شلمې پېړۍ تاریخ ته پام وکړو نو وبه وینو چې ټولو مستبدو دولتونو یو ګوند درلود، د بېلګې په ډول په روسیه کې کمونېستي ګوند، په المان کې نازي ګوند او په ایټالیا کې د ایټالیا فاشیست ګوند. یو ګوندیز دولت په عمومي ډول د دوه دلیلونو له کبله زیانمنوونکی دی: لومړی، په یو ګوندیز دولت کې په پالیسۍ کار نه کېږي بلکې یوازې په دې کار کېږي چې څه ډول سیسټم په خپله ګټه وکاروي؛ دویم، په یو حزبه دولت کې موږ هېڅکله ريښتیني ډیموکراسۍ نه شو درلودلای او تل ټول کارونه د حاکم ګوند په ګټه ترسره کېږي.
  4. د نړۍ په وړاندې خپل مسولیت ومنئ: موږ ټول د نړۍ په وړاندې مسوولیت لرو او باید سرته یې ورسوو، د نړۍ نننی حالت کولای شي تر ډېره موږ ته د نړۍ د راتلونکي په اړه مالومات راکړي؛ نو موږ باید تل نړۍ وڅېړو او وګورو چې څه پېښېږي او څه باید وکړو. دا باید ومنو چې موږ د خپل هېواد د تابعیت د درلودلو تر څنګ د یوې نړیوالې انساني ټولنې غړي یو چې په وړاندې یې پوره مسولیت لرو او باید سرته یې ورسوو.
  5. مسلکي اخلاق له یاده مه باسئ: هر مسلک خپل اخلاقي اصول لري چې باید په پام کې وساتل شي. تر کومه چې موږ خپلو حرفه‌یي اخلاقي اصولو ته وفادار و اوسو او ځان د یوې مسلکي ټولیزې ډلې غړي وبولو، نو هېڅکله به یوه ټولواک او مستبد دولت ته لاره خلاصه نه شي؛ ځکه، د بېلګې په ډول، یو شخص یوازې هغه وخت ځان ټولواک بللی شي چې حقوقپوهان هغه ته حقوقي استثناات رامنځته کړي او یوازې هغه وخت کولای شي چې هغه څوک چې دده واکمني نه مني له منځه یوسي چې د هیواد امنیتي ځواکونه خپل مسولیت او دنده له یاده وباسي او د حاکمې ډلې د ګټې لپاره غیر انساني کړنې تر سره کړي، په دواړو حالاتونو کې هم حقوقپوهانو او هم پولیسو له حقوقي او نظامي اصولو پښه هاخوا ایښې ده.
  6. ملېشو ته مو پام وي: په هغه دولت کې چې قانون حاکم وي یوازینۍ مرجع چې د نظامي قدرت د قانوني کارولو حق لري حکومت دی؛ خو هر کله چې په یوه دولت کې ملېشه ډلې رامنځته کېږي نو موږ باید په دې پوه وو چې د پردې تر شا داسې څه روان دي، چې موږ ترې نه یو خبر. د ملېشه ډلو د را پیدا کېدو سره تل دوه امکانه وجود لري: لومړی دا چې دولت له ملېشه ډلو ملاتړ کوي؛ دویم، ملېشه ډلې له دولته ملاتړ کوي، چې په دواړو اړخونو کې د ډیموکراسۍ له پاره ضرر دی نو باید هر ډول غیر مسوله وسلوالو ډلو ته مو پام وي.
  7. که مجبوره شوی چې مسلح و اوسئ بیا هم له خپله عقله ګټه واخلئ: ځيني وخت شاید مجبوره و اوسئ تر څو وسله واخلی او له خپلو خلکو مو د دفاع له پاره پورته شئ؛ خو په هر حال تاسې باید دې ته پام وکړئ چې حالات تل یو ډول نه وي او باید هېڅ کومه داسې غلطي ونه کړئ چې وروسته پرې پښیمانه و اوسئ؛ ښه بېلګه يې نازي جرمني ده. په جرمني کې لومړی خلکو چې هولاکاست یې پیل کړ پولیس وو؛ خو دوی له هر ډول فکر کولو پرته یوازې د خپل رهبر په امر د بشري تاریخ یو لوی جرم تر سره کړ.
  8. متمایزه واوسئ: متفاوت او متمایزه اوسېدل په اصل کې په دې پورې اړه لري چه تاسې څومره ازاد یاست؛ متمایزه اوسېدل یانې دا چې تاسې څومره خپل ځان او نظریاتو ته مو اهمیت ورکوئ او د دفاع لپاره یې غږ پورته کوئ؛ متمایزیت یانې دا چه تاسې د خپلو کړنو لپاره د انټرنیټ او یا د کوم کتاب لارښوونې ته حتمي اړتیا نه لرئ. دا ددې ښکارندویي کوي چې تاسې څومره په ځان متکي یاست، څومره له خپلې ازادۍ سره مینه لرئ او تر ټوله مهمه بیا دا چې تاسې د معمولو پروپاګندو ښکار نه ګرځئ.
  9. له ژبې سره مو مهربانه و اوسئ: دا په اصل کې یو سایکالوژیک ټکی دی چې د کلمو قدرت بیانوي. موږ باید پوه و اوسو چې کلمې خپل قدرت لري او د دې لپاره چې د نورو د خبرو تر تاثیر لاندې را نه شو باید له ډېرو کلیشه‌يي کلمو نه چې معمولاً کاریږي مخنیوی وکړو؛ باید تل له خپلو کلمو ګټه واخلو ځکه هر کله چې د نورو د نظریاتو په هکله غږېږو ــ حتا د نقد کولو په حالت کې ــ نو په ځان‌ناخبري ډول یو رنګ لفظي قدرت ته اجازه ورکوو چې زموږ په افکارو حاکم و اوسي. له دې کبله باید هر کله له خپلو ځانګړو الفاظو ګټه واخلو، له انټرنېټه کمه ګټه پورته کړو او ډېر کتاب ولولو.
  10. په حقیقت باور ولرئ: کله چې موږ په حقیقت باور نه لرو، نو موږ په ازادۍ باور نه لرو؛ تر کله چې موږ په حقیقت باور نه لرو، موږ د قدرت د نقد له پاره هېڅ نه لرو. که چېرې موږ په حقیقت باور ونه لرو نو واکمنان به مو دروغ وایي، او هغه څوک به توهینوي چې حقیقت پلټي او په ټوله کې به یو خړ پړ حالت رامنځته شي چې له کبله به یې هېڅوک د عدالت په پلوی غږ نه اوچتوي او هر څه به د حاکمې ډلې به ګټه تر سره کېږي.
  11. پلټنه وکړئ: کوښښ وکړه د ځان لپاره دې زده کړه وکړې، خپل ډېر وخت دې په مطالعه تېروه؛ اوږدې مقالې او پرینټ شوي جورنالونه لوله. په دې باور ولره چې هر څه چې ته د سکرین له لارې لولې، ګورې او یا اورې داسې څه لري چې ستا په زیان دي. هڅه وکړه هغه سایټونه په نښه کړې چې د هغه خلکو لخوا حمایت کېږي چې غواړي تا د حقیقت نه لرې وساتي، غلط مالومات او یا یواځې پروپاګندونه خپروي.
  12. له نورو سره مخ په مخ خبرې وکړئ: په هغه نړۍ کې چې خلک یې خپل اکثریت وخت په مجازي ډول تېروي دا یو ډېر ښه فرصت دی چې د مخامخ خبرو سره د یو څو شېبو له پاره حقیقي نړۍ ته راوګرځو. موږ باید په دې باور ولرو چې نړۍ په هغه شان نه ده چې موږ یې په انټرنېت او یا هم ټلویزیوني خبرونو کې ګورو، له دې کبله باید په دې ځان پوه کړو چې په چا باید باور ولرو او په چا نه. باید خپل وخت له یو بل سره تېر کړو او پرېنږدو چې زموږ انتخابونه د غیر واقعي نړۍ د منابعو په اساس وټاکل شي.
  13. جسماني سیاست په کار واچوئ: د جسماني سیاست نه مطلب دا چې د سکرین نه ګټه اخیستنه بنده کړئ، هغو ځایونو ته ولاړ شئ چې مخکې نه وئ تللي، هغه خلک ووينئ چې مخکې مو نه وو لېدلي او نوي ملګري پیدا کړئ. د قدرت غوښتونکي هېڅکله نه غواړي تاسې داسې کارونه وکړئ، ځکه هر کله چې تاسې د سکرینونو له نړۍ نه بیرون وځئ او حقیقي نړۍ ته دننه کېږئ نو حقیقت ته د رسېدلو چانس مو ډېریږي او هغه توهمات او خیالات چې د انټرنېت له کبله درته پیدا شوي له منځه ځي چې له دې سره د دوی د واک ته رسېدو امکان کمیږي.
  14. د شخصي ژوند د بنسټونو د قوي کولو لپاره کار وکړئ: ټولواک دولتونه نه شي کولای په خلکو ټول هغه څه تحمیل کړي چې دوی یې غواړي. ټولواک دولتونه یوازې ستاسو د شخصي او ټولنیز ژوند تر منځ پولې له منځه وړي. هر څوک د خپل ټولنیز ژوند تر څنګ یو شخصي ژوند هم لري چې نه غواړي حریم يې تر پښو لاندې شي. خو ټولواک دولتونه د شخصي ژوند بنسټونه له منخه وړي، تر څو هېڅ شخص د یو مستقل فرد په ډول ونه شي کړای چې خپل نظر وړاندې کړي او د غیر قانوني کړنو په وړاندې خپل غږ پورته کړي، همدغه یو ټولواک او مستبد دولت منځته راوړي.
  15. د خیر په کارونو کې ګډون وکړئ: تل کوښښ وکړئ له نورو سره مرسته وکړئ، که چېرې تاسې یوه ورځ یوه چا ته یو څه ورکړل نو په اصل کې تاسې په خپلواکۍ سره یو نېک کار ترسره کړ چې په حقیقت کې د یوې ازادې مدني ټولنې د رامنځته کېدو سره مو مرسته بلل کېږي.
  16. د نورو هیوادنو له خلکو زده کړئ او په نورو هیوادنو کې ملګري پیدا کړئ: په نننۍ نړۍ کې هېڅ هېواد هم نه دی مستقل، د نړۍ د یوې برخې بدلونونه په ټوله نړۍ خپله اغېزه ښندي. په داسې حال کې موږ باید د نړۍ له ټولو برخو سره اړیکه ولرو، له خپل هېواده بهر ملګرتیاوې رامنځته کړو او په دې باور ولرو چې د نړۍ د ستونزو حل یوازې یو هېواد نه شي کولای.
  17. د نورو خطرناکو خبرو ته پام ساتئ: تل مو پام ساتئ چې د ځینو خطرناکو خبرو تر تاثیر لاندې رانشئ. کله چې کوم څوک د تروریزم، افراطیت او یا هم خطرناک وضعیت نه غږېږي نو پام مو وي چې دغه خبرې مو ونه ډار کړي. ځکه له دې خبرو نه کېدای شي یوازې د یوې خاصې ډلې د قدرت د زیاتولو په برخه کې ګټه واخیستل شي.
  18. کله چې غیر منتظره څه پېښېدل بیا مو هم خپله ارامتیا وساتئ: کله چې کومه تروریستي پېښه پېښیږي او یا کوم نا پېشبیني شوی وضعیت منځته راځی نو ټولواک مستبد دولتونه غواړي له دې وضعیته د خپل قدرت د زیاتولو له پاره ګټه واخلي. دوی دغه کار په عادي حالت کې نه شي کولای. مستبد دولتونه د همداسې پېښې منتظر وي تر څو د خلکو ذهنونه ورسره مشغول وساتي او دوی په داسې حال کې چې خلک پرې پوه هم نه وي خپله غېږه له هر څه راتاوه کړي او یو ټولواک حکومت رامنځته کړي.
  19. په وطن مین واوسئ: دا مهمه ده چې وطن مو باید درته ګران وي، باید د خپل هېواد لپاره مو ایډیل حالت تعریف کړئ او بیا ورته د رسېدو لپاره کار وکړئ. تل باید په دې باور واوسئ چې: «هیواد مې د خپل ځان او نورو هېوادونو د بربادۍ سبب کېدای شي خو موږ به يې هېڅکله هم پرېنږدو چې داسې څه پېښ شي».
  20. تر کومه چې کولای شی زړور اوسئ: باید تل زړور عمل وکړو او د خپل حق د غوښتلو پر مهال مو پښې ونه لړزي. ټولواک دولتونه په هغه ټولنو کې ريښې کوي چې خلک یې هېڅکله هم نه دي چمتو تر څو د انسانیت او خپل هېواد لپاره قرباني ورکړي. دا خبره مو په ذهن کې وساتئ، که چېرې یو هم اماده ونه اوسئ چې د خپلواکۍ لپاره مړه شئ نو ټول به په بلواکۍ کې مړه شئ.

 د تیموتي سنایډر له انده د تاریخ یوه مهمه دنده داده چې موږ ته ښیي: څه پېښېدای شي او څه نه شي پېښېدای او یا دا چې څه کولای شو او څه نه شو کولای. د سنایډر په نظریاتو کې یوه مهمه برخه ټیکنولوژي جوړوي؛ دی وايي چې په ټیکنولوژۍ هېڅکله باور نه شي کېدای ځکه موږ هېڅکله دا نه شو پېشبیني کولی چې د سکرین نه د مالوماتو د اخیستلو په مهال به موږ ته څه راکول کېږي دا له دې کبله چې دغه مالومات او په ټوله کې ټیکنولوژیکي وسایل د یو شمېر الګوریتمو په وسیله کار کوي چې هر مهال يې د بدلون، او یا د مالوماتو د له منځه تلو امکان شته. له دې کبله موږ باید له ټولنیزو رسنیو او نورو انلاین او ډیجیټال وسایلو خپله استفاده محدوده کړو او هېڅکله یې د وروستني ماخذ په ډول ونه کاروو.

 

د لا ډېرې مطالعې لپاره:

FREEDOMHOUSE. (2018). FREEDOM IN THE WORLD. WASHIGTON D.C AND NEW YORK: FREEDOM HOUSE. Retrieved from https://freedomhouse.org/report/freedom-world/freedom-world-2018

SNIDER, T. (2017). ON TYRANNY: TWENTY LESSONS FROM TWENTIETH CENTURY. New York: Tim duggan books.

ارنت, ه. (۱۳۹۲). توتالیتاریسم. (محسن ثلاثی, ترجمان) انتشارات ارمان شهر.

دلدم, ا. (۱۳۹۲). د شوروي اتحاد د ړنګېدو علتونه. (ن. ا. پوپل, ژباړونکې) کابل: اجتماعي مطبعه.

مبارز, ع. (۱۳۹۶). د نړۍ سیاسي تاریخ (۲ ټوک). جلال اباد: سلام خپروندویه ټولنه.

نهرو, ج. ل. (۱۳۸۶). نگاهی به تاریخ جهان (حجم ۲). (م. تفضلی, ترجمان) تهران: انتشارات امیر کبیر.

نهرو, ج. ل. (۱۳۸۶). نگاهی به تاریخ جهان (حجم ۳). (م. تفضلی, ترجمان) تهران: انتشارات امیر کبیر.

Recent Posts

دلته یې وپلټئ