له مذهبي اقلیتونو سره زموږ چلند پاکستانی دی

 | بشري حقوق, تاریخ او ټولنه, فرهنګ

|

161

لیدنې

نن سبا په نړۍ کې د یو هېواد د ټولنیز پرمختګ مهم شاخص دا دی چې معلومه کړي هلته د مذهبي، قومي او عقیدتي اقلیتونو پر وړاندې ټولنیز زغم او چلند څنګه او څومره دی او دولتونو یې دا حق څومره تامین کړی او په رسمیت پیژندلی دی.

کله چې د بریتانوي هند وروستی وایسرا مونټباټن (Lord Mountbatten) په هند کې له سیاسي مشرانو سره د هند د ازادۍ او د انګریزانو د وتلو مذاکرات او هوکړه کوي، د دغه وایسرا لویه اندېښنه دا وي چې تر ده وروسته به هند څنګه اداره کېږي. کله چې ګاندي او جواهر نهرو سره خبره مطرح کوي، دوی دواړه په واحد هند چې په هغه کې د ټولو اقلیتونو حقوق محفوظ وي، ټینګار کوي. بله خوا د مسلم لیګ مشر محمد علی جناح بیا خپل استدلال او منطق لري وايي مسلمانانو سلګونه کاله په هند حکومت کړی دی او که انګریزان ووځي او واک هندوانو ته په لاس ورشي نو د مسلمانانو ژوند به تریخ او له سیاسي واک او اقتدار څخه به لرې وساتل شي، نو تر اخره په خپله خبره ولاړ پاتې شي، وايي زه د مسلمانانو لپاره جلا هېواد (پاکستان) غواړم.

لارډ مونټباټن د جواهر لال نهرو او محمد علي جناح په منځ کې په دې انځور کې د برېتانیوي هند د تجزیې پاڼې لاسلیک کېږي./ سرچینه: thehindu.com

مونټباټن او میرمن یې له زړه څخه هند او د هند د خلکو له خپلواکۍ سره مینه لري او دوی په خورا اخلاص د دې لپاره کار کوي چې ورو ورو د بریتانوي حکومت نه واک هندیانو ته انتقال کړي او دغه ماموریت په بریالیتوب پای ته ورسوي. خو کله چې د محمدعلي جناح له مقاومت سره مخ شي او د هندو او مسلمان ترمنځ د تشدد او تاوتریخوالي پېښې زیاتې شي، نو وایسرا مجبورېږي لندن ته لاړ شي چې د بریتانیا له صدراعظم چرچل نه مشوره وغواړي چې که موږ ووځو او دا هېواد دوه ټوټې کړو نو انساني فاجعه به رامنځته شي، چرچل ورته وايي اوضاع ته په کتو فیصله وکړه، وایسرا چې اوضاع او د مسلم لیګ د مشرانو موقف ګوري د هند له تجزیې پرته بله هیڅ لار نه وي پاتې، مجبور شي خپل پلان چې وروسته د منټباټن پلان باندې مشهور شو، اعلانوي. د دغه پلان مطابق باید اکثریت مسلمان میشته سیمې پاکستان او هندو میشتې سیمې د هندوستان برخه شي. ګاندي له دې پلان سره مخالفت کوي، وايي زه حاضر یم چې هند ازاد شي او واک د مسلمانانو مشر محمدعلي جناح ته وسپارل شي، خو د هند تجزیه نه منم، که څه هم د ګاندي په دې پریکړه جواهر نهرو او د هغه کورنۍ خوښ نه وي، خو اخر هم د ګاندي دا خبره مني چې د نوي آزاد شوي هند صدراعظمي جناح ته وسپاري. کله چې وایسرا منټباټن له محمدعلي جناح سره دا نظر شریکوي هغه د پاکستان له جوړېدو پرته بل هیڅ نه غواړي. نو وایسرا منټباټن مجبوریږي چې د هند د تجزیې پلان عملي کړي.

د پلان له مخې جواهر لال نهرو او محمدعلي جناح دواړه ژمنه کوي چې په پاکستان کې به مذهبي اقلیتونه لکه هندوان، عیسایان، بهایان، قادیانیان او نور له مسلمانانو سره برابر حقونه لري او یو نوی مترقي او روشن خیال مسلمان هېواد به جوړوي چې د نورې نړۍ مسلمانانو لپاره هم یوه بېلګه شي. په مقابل کې یې نهرو او ګاندي هم ژمنه کوي چې هند کې به مسلمانان له نورو سره برابر حقونه ولري.

پلان عملي شي او په لکونه انسانان د فرقه يي او مذهبي تشدد او کرکې له امله ووژل شي، مسلمانان د هندي تندلارو له خوا وژل کېږي او هندوان او سیکهان د مسلمانانو له خوا خو بالاخره بریتانوي هند تجزیه او دوه هېوادونه جوړ شي.

د هند وایسرا منټباټن وروسته خبرېږي چې د هند د تجزیې پلان دوه کاله مخکې چرچل په لندن کې جوړ کړی و او دی یې له دغه پلان څخه ناخبره هند ته لېږلی دی دا په اصل کې د منټباټن پلان نه دی بلکې د چرچل پلان و، چې محمد علي جناح پرې خبر و، نور ټول ناخبره ؤ، خو هندي وایسرا د وجدان له عذاب سره مخ شي او سخت خوابدی او خواشینی وي او پريکړه کوي چې تر اخره به هند کې اوسېږي او له بریتانیا یې زړه بد شي.

لارډ مونټباټن او مېرمن مونټباټن له محمد علي جناح سره/ سرچینه: rediff.com

له دې دومره اوږدې مقدمې هدف دا دی چې وروسته له اویا کالو په هند او پاکستان کې د مذهبي اقلیتونو حال معلوم کړو، په تېرو اویا کالو کې هغه پاکستان چې جناح یې ارمان درلود او اساس یې کېښود او اوسنی پاکستان د ځمکې او آسمان هومره توپير لري، کله چې د محمد علي جناح  میرمن د سرطان په ناورغۍ مړه شي هغه مهال جناح له سیاست لاس اخلي او بېرته لندن ته ځي او وکالت شروع کوي، خو د علامه اقبال په هڅونه بېرته سیاست ته راګرځي، علامه اقبال ورته وايي د هند مسلمانان ستا په شان ماډرن مسلمان رهبر ته اړتیا لري چې د یو روشن خیال مسلمان هېواد بنسټ کېږدې. جناح چې د مسلمان او غیر مسلمان لپاره په پاکستان کې د برابرو حقونو غوښتنه کوله په لومړي سر کې د تندلارو مسلمانانو له سخت غبرګون سره مخ کېږي، خو هغه په خپل دریځ کلک درېږي، وايي پاکستان کې د ټولو انسانانو حقونه مساوي دي، د پاکستان په جنډه کې سپین رنګ د اقلیتونو د رسمیت پيژندنې معنا لري او شین رنګ مسلمانانو ته ځانګړی شوی دی.

خو نن په پاکستان کې د هندوانو، عیسایانو، قادیانیانو او نورو لپاره زغم صفر ته رسیدلی دی، پاکستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی چې مذهبي اقلیتونه په کې نهایت بد وضعیت لري، که د محمد علي جناح په زمانه کې د دغه زغم اندازه اتیا فیصده وه، نو اوس  ددغه زغم اندازه صفر ده، بله خوا هند کې که د مسلمانانو پر وړاندې زغم بیخي زیات شوی دی. هندي مسلمانانو د عقیدې د اظهار، جوماتونو او مدرسو د جوړولو او د خپلو مذهبي ورځو د نمانځنو له پلوه ډېر زیات پرمختګ کړی دی، مستقل بنسټونه، رسنیز سازمانونه او تلویزیوني چېنلې لري، خو له پاکستان څخه هندوان، سیکهان، عیسایان او نور اقلیتونه د تېښتې په حال کې دي.

پاکستان کې له مذهبي اقلیتونو سره د بد چلند او نه زغم فرهنګ افغانستان ته هم د مجاهدینو او جهاد په کلونو کې را انتقال شو، دلته هم چې په لکونه هندوانو، سیکهانو او حتا یهودانو ژوند کاوه اوس یې شمېر صفر ته په رسېدو دی، یانې افغانستان او پاکستان هغه هېوادونه دي چې له مذهبي اقلیتونو خالي کېږي، مذهبي او فرهنګي کثرت او رنګارنګي په کې له منځه ځي او خپله یوه لویه شتمني له لاسه ورکوي، او په نړیوالو محاسباتو کې په داسې ټولنو مشهورېږي چې ټولنیز زغم په کې صفر ته رسېدلی دی.

په افغانستان کې میشت هندوان او سیکهان له نوي سلنې زیات د پښتنو په سیمه کې اوسېدل، د دوی فرهنګ، ژبه او رسم او رواج له پښتنو نه متاثره ؤ، د یو مشر سیکهـ خبره ده وايي دوی به چې په شهزاده سرای کې کاروبار کاوه او کله به یې چې له کوم چا سره شخړه او جګړه راغله، نو لومړي کس به چې دفاع ته ور دانګل، هغه به یا د پکتیا یا د ننګرهار پښتون و. هغه وخت به چې چا په کوم سیکهـ یا هندو لاس پورته کاوه اول کس به پښتون و چې مخې ته ورته درېده او ویل به یې: چې زه ژوندی یم او ته په

اوتار سینګهـ خالصه، ولسي جرګې ته د سیکانو یوازینی نوماند چې د جلال آباد په ځانمرګي برید کې ووژل شو./ سرچینه: فېسبوک

سردار وار کوې. اول راشه زما سر ووهه بیا سردار ته لاس واچوه. په سردارانو ننګ او غیرت د پښتون فرهنګ یوه ډېره جالبه بډایه برخه وه چې اوس له بده مرغه نشته، اوس برعکس هندوان او سیکهان د پښتنو نه تنګ دي او د پښتنو په سیمو کې يې جایدادونه او عبادت ځایونه غصب شوي او هغو پښتنو چې یو وخت به یې سر پرې ماتولو اوس په کې داسې خلک پیدا شوي چې د دوی په اهمیت نه پوهېږي او په یو او بل نوم یې ځوروي. هندوان او سیکهان د افغانستان د قانون له مخې لکه د نورو افغانانو په څیر برابر حقونه لري، خو ټولنه یې نشي زغملی او ټولنیز زغم یې پر وړاندې صفر ته رسېدلی دی، دا یوازې تروریستان او مذهبي تندلارې نه دي چې له هندوانو سره حساسیت لري، اوس هغه پخوانۍ ټولنه هم نه ده پاتې، هندوان او سکیهان توهینېږي، په بده سترګه ورته کتل کېږي، ماشومان یې ځورول کېږي، ښوونځي ته نشي تللی او وخت ناوخت خلک ورباندې منلډې وهي او ورته وايي هندو مذهب کې مو څه لیدلي دي چې نه مسلمانېږئ.

د هندوانو او سیکهانو ستونزه تر بل هر چا باید پښتانه جدي ونیسي، د دوی تګ او پر وړاندې نه زغم تر ټولو لوی زیان پښتونولۍ او پښتون کلچر ته رسېږي، که موږ پښتونولي د غیریت، ګذشت، تحمل او د روادارۍ معادل ګڼو نو باید وشرمېږو چې اوس دا یو خاصیت هم په موږ کې نه دی پاتې او له مذهبي اقلیتونو سره لکه د پاکستانیانو په څیر چلند کوو. دا باید په یاد ولرو چې له هندو او سیکهـ وګړیو سره پاکستانی چلند د افغانستان د تاریخي پرستیژ پر وړاندې یوه جدي ننګونه ده.

Recommended Posts

دلته یې وپلټئ