زړه ټولنه او معاصر انسان

 | تاریخ او ټولنه, لومړنۍ خبرونه

|

431

لیدنې

لیک: اباسین بریال

 د فرانسې صنعتي انقلاب د خوړو د لوښیو یا د موټر د ماشین ایجاد نه دی؛ هلته ماډرنایزیشن د یوې ګټورې څپې په توګه د بحر غاړې ته پراته زاړه او ناخوښي دودونه له ځانه سره یووړل. هلته دودیز سلطنت چې اشرافو ته یې مادام العمر فیوډالي امتیازات منلي وو، د یو اجتماعي سیاسي صنعتي انقلاب لپاره دریشي وایسته او ذهني بیداري پیل شوه. دې انقلاب له اخلاقي نظام رانیولې، تر عدالت، افکارو، باورونو او ولسواکۍ په ټوله بشري نړۍ خپل تاثیرات ولرل. د فرانسې صنعتي انقلاب په هکله د ټولنپوهانو په بحثونو کې راځي چې انګېزه د دین او سیاست د ټکر نه وه، انګېزه په ذهنونو کې د نوي فکر ناقراري وه چې له خرافاتو او ناخوښو دودونو سره یې په یوه ککرۍ کې وده نشوه کولای.

په دې منطق ماډرنایزیشن د فکر د بلوغ او عمل چټکتیا ده.

 ماډرن انسانان په یو وار نه دي پیدا شوي. هرې پیړۍاو لسیزې خپل متمدن انسانان لرلي دي. موږ ادعا نشو کولای چې بدوي انسانان ټول سنتي انسانان وو. په هر عصر کې تجدد ته متمایل خلک له ماډرن انسانانو سره نږدېتوب لري.

د بشري تاریخ او جغرافیې لوی بحث پر تمدن راچورلي، د هر نوي تمدن بنسټګران د خپلې زمانې ماډرن او د محوه شوي تمدن خلک زوړ پالي دي، د نوي تمدن ادعا دا وي چې له معاصرې پدیدې سره صحنې ته راغلي دي او د پخواني تمدن خلک یې له ټولنیزو اصولو سره په ټکر ملامتوي.

د غارمیشتۍ په زمانه کې لومړني کور جوړوونکي د خپل عصر ماډرن انسانان وو او د انفرادي ښکار په زمانه کې د مشترکو ښکاري ډلو جوړېدل، عصري فکر وو.

په بشري دنیا داسې وختونه هم راغلل چې ښکار کول د ماډرن انسان په باور ګناه وشمېرل شوه، په ژوندیو موجوداتو ترحم خلک مجبوره کړل چې په ترکیه کې د غنمو کښت وکړي، اوبه اهلي‌کړي، حبوبات کشف کړي او شډلې ګیاوې میکانیزه کړي. دغه سلسله د خپل وخت ماډرنایزیشن و چې نابلده خلکو په وازو سترګو ورته کتل، ځینو خپل زیارکښ مخکښان ستایل او ځینو د دودیزو علایقو قاتلان ګڼل.

د نن زمانې اباده دنیا په دوو برخو ویشل شوې ده، ماډرن ټولنې چې سنتي انسانان پکې د ګوتو په شمار دي او سنتي ټولنې چې محدود شمېر عصري انسانان یې ذهناً په خپلو ټولنو کې حضور نلري. دوی چې له حاکم اکثریت فکر سره سازش نشي کولای نو خیالي دنیاګانې یې هغه نه دي چې دوی پکې میشت دي.

په پورتني تحلیل کې، سنتي ټولنې په دوه ډولونو تقسیم دي، هغه چې سنتي ملتونه پکې راټول دي او هغه چې ولس یې تغیرپذیره خو حکومتونه یې سنتي روحیه لري.

په دواړه ډوله ټولنو کې د دولت او روشنفکرانو ترمنځ فکري شخړه دوامداره وي.

په افغانستان غوندې یو هېواد کې چې د تاریخ له پیله یې په ښار حکومت شوی او کلي په تمامه مانا د دولت تر سیوري لاندې نه دي راغلي، د ماډرن انسان لومړنۍ مشخصه یې دا ده چې خپل دولت او نظام ته نږدې دی، نه یوازې چې د ټکس ورکول، د تابعیت په تذکره ویاړل او په انتخاباتو کې ګډون په لېوالتیا سره کوي، دا د نظام په دایره کې د خلکو راګډولو لپاره لازمي ګڼي.

 تقریباً یوه پېړۍ پخوا د معارف یو پلاوي د هلمند زمینداور ته لاړ چې خلک وهڅوي اولادونه ښوونځیو ته واستوي. یو کلیوال د دولت د دې اقدام په مقابل کې ودرېد. خلک وايي چې دولت افضل خان په توپ پورې وتاړه.

زمانه بدله شوه مګر لاهم افضل خان د خپلو نالوستو وطندارانو قهرمان دی، ځینې په خپلو ماشومانو د افضل خان نوم ږدي او ځینو ته له خپلو کلیوالو سره د جګړې په وخت د قوت ایډیال دی.‌ په زمینداور کې ماډرن انسان هغه دی چې افضل خان ته د معارف د دښمن په سترګه ګوري، نه د یو قهرمان په توګه، ځکه چې هغه د یو سالم بهیر په مخ کې خنډ شوی او د هغه وخت د یو نسل یو مدني حق یې پایمال کړی دی.

د زمنیداور د هغه وخت په څېر ټولنو کې سنتي انسان له دولت نه د حریف په توګه شوکه کوي او له سرکاري معیارونو څخه له بغاوته خوند اخلي. په زمینداور کې په یوویشتمه پیړۍ کې هم د افضل خان د فکر خلک کم نه دي.

 اجتماعي ټړونونو هم وګړي مجبوره کړل چې ځینې شخصي ګټې او ازادۍ ګرو پرېږدي او په مقابل کې یې له ژوند او  له ټولنیزو سهولتونو خوند واخلي، شریک و اوسېږي، د یو تاوان په بدل کې دوه ګټې ترلاسه کړي او په ټوله کې مصونه او تضمین شوې اینده ولري. لکه د بیان ازادي چې له قوانینو سره معامله ده یعنې د نظام د بقا لپاره به ځینې مسایل هغسې نه بیانوې چې ستا زړه یې غواړي.

د ماډرن انسان ژوند په معیارونو ولاړ دی او د  ځان، ژوند  او خپل چاپېریال د چټک بدلون صلاحیت لري. سنتي انسان خپل ژوند او ضرورتونه د ماضي د شرايطو تابع ګرځولي او حتی ډیری یې د بدلون فکر نه کوي. د سنتي انسانانو لپاره دوديز میراثونه لکه ارامې بسترې دي چې سر ځنې راایستل، د اجتماعي حیات په ضرر ګڼي.

ماډرن انسان له ټولنې او هغو بدلونونو سره چې د دنیا له کونجونو په ناڅاپي یا تحلیلي ډول رامنځته کېږي، سازش کوي. دې برخه کې د ساینس او ټکنالوژۍ اختراعاتو ته غاړه پرانستل یې لومړني مثبت هرکلی دي. ماډرن انسان دا هرڅه خوښوي او د ځان یې تابع کوي اما سنتي انسان د خپلو زړو افکار په ژرنده کې د بدلونونو خبرونه اوړه وکوي ‌او تاوانونه یې تبلیغوي. یو لامل یې دا دی چې سنتي انسانان ټنبل دي، دوی هروخت د زمانې له کاروان سره د هملاریتوب پرځای په کاروان پسې تيږې ویشتلې دي.‌ ټنبل خلک چې د ټولنې له اقشارو په مکر او مداريتوب ځانونه تغذیه کوي، دوديز خرافات هم په خپلو عقایدو پورې تړي او هغه څه چې په سنتي ټولنو کې د عقایدو برخه شي، د نوي تمدن د بقا لپاره غټ خنډ دی. ټولنپوهان وايي هغه ټولنې چې حاکم میراثي افکار یې د سیقل او تجدد استعداد نه لري، د تمدن راتګ پکې دواړو خواوو ته خونړۍ قربانۍ اړوي.

د طبابت د سل کلونو زړو تجروبو یوه یې دا وه چې انسانان حیواناتو ته په احترام قایل نه وو، خو د نن زمانې ډاکتر که د یو موږک د زړه عملیات کوي، کوښښ کوي چې درد یې حداقل ته راکم کړي. ماډرن افکار او چلند د انسان له عاطفې سره تړلي دي، ترڅو چې ذهن او زړه ماډرن روحیه ونه لري، انسان عصري کیدلای نشي.

د متمدن انسانیت په معیارونو کې راځي چې باید دید  طبقاتي نه وي، که په نوولسمه پېړۍ کې ځینې سنتي ټولنې له ښځو سره په ناوړه چلند ملامتې دي خو په اوسني عصر کې هم زموږ د ټولنې اکثریت خپل یو خدمتګار ګاونډي ته چې نايي دی، د انسان په سترګه نه ګوري. سنتي انسان که ډېر فقیر هم وي، د نسب او اصلیت په محدودو کې اوسېږي. د ټولنې د دا ډول افکارو لرونکې کتله نه یوازې چې خپله سالم لیدلوری نه لري، د دوی تر اغېز لاندې لویدونکی نسل او حتی خپله نايي هم په طبقاتي ژوند یقین پیدا کوي او انسانان د رنګ، نسب او کورنۍ پر معیارونو خپل ذهن کې کټګوري کوي- د عزت او مقام درجه ور ټاکي.

ماډرن انسان د ټولنیزو مصلحتونو او حوصلې په برخه کې هم بامسوولیته دی. که په ښار کې له فردي مزاحمت ستومانه شوې مېرمن د زغرو کوناټي تړي، توجیه یې د دې کار نه دی، بلکې د فردي عمل په توګه یې باید ټولنه په عادیتوب پوه کړي چې تاثیرات یې هم کم شي او که له خرافاتو سره په جنګ او مبارزه  مېرمن، د سنتي افکارو او احساساتو د پلویانو په لاس وژل کېږي. منځلاری موقف له ماډرن انسان سره دی چې خلک له خپلسرو فیصلو راوګرځوي.

زموږ په ټولنه کې د اولادونو زيږولو کې افراط او حتی په ځینو کلیوالو کې د زامنو د ډېرښت سیالي زموږ د ټولنې سنتي فکر دی، په افغانستان کې لاهم څلورنیم میلونه د ښوونځي د عمر ماشومان ښوونځي ته نه ځي، هلته چې دولتونه اقتصادي ځواک نه لري، د اولادونو ډېرښت د کورنیو له خوا په تعليمي نظام د پولادو بار دی. سنتي انسان وايي (زوی راکړې روزي خپله ګټي).  ماډرن انسان د اولادونو په زیږون کې بخیل دی، ځکه هغه مسوولیت ته ځان نه ورکوي چې د زیږولي اولاد خوراک، پوښاک او تعلیم تربیې ته زمینه ورباندې سخته کړي.

ماډرن انسان پخپلو اعمالو او کردار باور لري، د خلکو په عمل عکس العمل باور لري، او د طبیعت ډیرې پدیدې انساني پیداوار ګڼي، خو سنتي انسان پېښو ته د معجزو په سترګه ګوري چې د ده رول پکې صفر دی. په داسې حالاتو کې د ماډرن او سنتي انسانانو دنیاګانې له یو بل سره جلا شي، یو په عمل کې اوسېږي، بل په خیالاتو کې. زیاتره وخت دغه ډول ټکر سبب شوی چې د دوهمې طبقې عصبانیت او بایکاټ د مادرنایزشن بهیر له پښو وغورځوي، له موږ سره په تیرو وختونو کې ځو څله داسې شوي دي او روشنفکرانو ماتې خوړلې ده.

په ماډرنیزم کې د مسلو حل ته وړې اما سلګونه لارې ورغلې دي. اما سنتي انسان په حل لارو کې زړه نازړه وي او کله کله له پېښو سره هماغسې سازش کوي چې راځي. کله چې موږ د میډیا په زمانه کې د رواني جنګ خبره کوو، وروسته پاتې ټولنو د ټوپکو د جنګ پرځای په رواني جنګ کې شکست خوړلی دی. ماډرن افکار وايي،  هرې قضیې ته نوې حل لاره وسنجوئ او د مقابلې په نوې طریقه غور وکړئ، خو تر دودیزو تاثیراتو لاندې ټولنې چې تاریخ یې د استعمار او مستعمرو له الفاظو ډک دی، یا د رواني جګړې په مقابله پسې ټوپک رااخلي- ځان وژني او یا لاس ترزنې کېني او ګڼي چې موږ تقدیر د همدې حالاتو لایق ګرځولي یو.

یا د استقلال بحث؛ وروسته پاتې ټولنې چې اکثراً له اقتصادي پلوه نړیوالو قدرتونو ته ګرو دي او حتی د هماغو ملکونو پوست کړي کچالو خوري، وګړي یې یوازې په سړکونو د بهرنیو ځواکونو فزیکي حضور استعمار ګڼي، دا ډول ځان غولوونکي تعریفونه د سنتي انسانانو له ذهني سکون پرته د ټولنې له خپلواکۍ سره هیڅ مرسته نشي کولای. نن ورځ په پرمختللې نړۍ کې هیڅ ملک په هماغه کلاسیکه مانا خپلواک نه دی، خو فرد پکې خپلواک دی. فردي خپلواکي په اوسني عصر کې د ټولنپوهانو له نظره تر کلاسيک استقلال اهمیت لري.

په ماډرنایزیشن کې اخري اما اساسي بحث د اخلاقي نظام دی؛ په سنتي ټولنو کې انسانان حجابونو ته اخلاق وايي او د ازادۍ محدودیت له خلاقو سره تړي خو متمدن انسان په ځان تسلط چې د ټولنې د نورو وګړو لاره قطع نکړي او ازادیو ته یې زیان وانه ړوي، د اخلاقو مجموعه ګڼي. په سنتي ټولنو کې د عدالت تامين په کلاسیکه بڼه وي، چې د افرادو سلیقې او اغراض پکې خامخا دخالت لري، خو په مدني اصولو کې عدالت له قوانیونو سره تړلی امر دی، کله چې قوانین مدني شي، عدالت په غوره ډول تطبیق کېږي.

په سنتي ټولنو کې  خاموشې انساني کلتې په مشخص ډول مېرمنې او ماشومان د آرماني شرايطو د راتګ لپاره له خپلو حقوقو محرومې ساتل کېږي. د تعلیم مسله په سر کې راځي خو معاصر ټولنیز اصول حکم کوي چې افرادو ته حتی که په حداقل یې هم توانېږئ، خپل حقوق یې ورکړئ او د مطلق شرايطو د بهبود په تمه، چارې مه ځنډوئ.

یا د ښځو د ژوندانه شرايط ؛ سنتي مزاجه ټولنې د مېرمنو د ژوند فیصلې په خپل لاس کې ساتي، له واده نیولې تر کار کولو او حتی د اولاد تر زیږونه، د نارینه وو خوښه د تصمیم ځای نیسي، د دوی موقف د نارینه وو مطلق متابعت دی، خو د معاصرې ټولنې د اصولو پربنسټ د انسانانو ترمنځ د عدالت او مساوات تعميل په ماډرنایزیشن د باور، مطلق شرط‌ دی.

د ماډرنایزیشن سرلاري د ټولنو روشنفکران دي، که دوی پخپل وخت کې د خپلو افکارو د تعمیل لپاره ګامونه وانخلي، نه به دا زمانه له بلې سره اړیکه ولري او نه به ټولنیز خونړي او انقلابي بدلونونه مهذب او تدریجي شي.

Recent Posts

دلته یې وپلټئ