له یوې پیچلې جګړې د وتلو باریکه لار

 | تاریخ او ټولنه, سیاست

|

179

لیدنې

لیکوال: اباسین بریال

یو سوال مطرح دی، او مغلق سوال هم دی، ولسمشر غني چې د سیاسي اجتماعي انتقادونو تر شدید هجوم لاندې دی، په کوم داسې ماموریت بوخت دی، چې د هېواد د لومړۍ درجه مسول په توګه یې په نړیواله کچه وځلوي، یا حداقل یو ناممکن ارمان ممکن کړي؟

د اوربند په اړه د اعلی سرقوماندان له موقف نه د ولسمشر غني وروستی دریځ د عوامو او حتا نړۍ توجه و همدې خواته جلبوي.

ولسمشر غني د لومړي ځل لپاره طالبانو سره د اوربند غږ پورته کړی او له خپل صلاحیت نه په استفادې احتمالاً تعمیل یې هم کړي. د ولسمشر د پیغام په سبا یې طالبانو هم ددریو ورځو لپاره د اوربند ځوابیه مثبت موقف نیولی، یانې طالبان به د اختر په دریو ورځو کې جنګ جګړه نه کوي.

د جنګ او سولې تیوري وايي، هېڅ جګړه ګټونکی نلري، په دریځونو کې نرمښت او په استثنايي ګذشت قایلیدل د لومړنۍ غوټې پرانسته ده.

ولسمشر غني چې د ناراضي جنګیالیو په مقابل کې کوم ګامونه اخلي، یوازې د ملامتۍ د اړخ بدلولو او په عامه ذهنونو کې د هغوی د موقف د تخریب هڅه نه وي، فکر کېږي، نوموړی صادقانه سولې ته د لومړیتوب په نظر ګوري.

په دې برخه کې څو ژوندۍ بېلګې شته؛

له افغان دولت سره د پخلاینې په تړاو د حکمتیار د پخواني او دطالبانو د اوسني موقف په مینځ کې خاص فرق نشته؛ د بهرنیانو وتل، قانون کې تغیرات، بښنه، د بندیانو خلاصون او چې پخلاینه د تسلیمۍ سره تلقي نشي. خو په ډېر دقت سره افغان دولت حکمتیار له دې سختو شرایطو کابل ته راتېر کړ او نن ورځ د سخت ترین شرط حتا د بهرنیانو په حضور کې د مهال اړتیا محسوسوي.

ولسمشر غني په دویم ګام کې بهرنۍ نړۍ دې ته متقاعد کړه، چې د طالبانو، حکمتیار په مقابل کې دده تګلاره ومني.

سیاسي شنونکي په دې باور دي، چې ولسمشر غني د حسن نیت له اړخه تر طالبانو، حکمتیار افغان اشرافو او مخورو وړاندې دی. کله چې پرته له قیده شرطه طالبانو ته د سولې وړاندیز کوي، په میاشت دننه کې په طالبانو کې دافغان حکومت پروړاندې نرمښت زیاتېږي. په طالبانو له فشارونو سره سره، هغوی له عاطفي لحاظه نشي کولای له داسې چا سره نور هم دښمنۍ ته زور ورکړي، چې د پخلاینې لپاره هیڅ راز پیش شرط نه ږدي، خپله هېڅ قاعده له سولې محترمه نه ګڼي او یا د حکومت په مقابل کې د طالبانو ځواک او موقف سیال ونه ګڼي.

پر طالبانو به د پاکستان یا څه نورو هېوادنو فشارونه وي، اما دا جګړه واقعاً د طالبانو لپاره هم ستړې کوونکې ده چې خپله حل لاره ورته پیدا کړي او فکر کېږي، طالبان دداسې یوې پرانستې کړکۍ ارمان لري، هغه کړکۍ چې ولسمشر غني‌لګیا دی پرانیزي یې او طالبان له دې تحمیلي منجلیق څخه راباسي.

ټوله خبره داده، چې د ولسمشر په نظر نور طالبان باغي ډله نده،‌سیاسي مسیر ته باید برابر شي، سیاسي ګوند شي، ټاکنو کې ګډون وکړي، واک دجنګ پرځای له سیاسي ادرسه تصاحب کړي او ټول په دې باور دي، په هغه حکومت کې له طالبانو سره سازش هیڅ کبیره ګناه نده، چې جنګسالاران یې کال په کال میراثي نازدانه ګان جوړېږي. یعنې دا تعامل دې په حقیقي مانا د ملي پخلاینې بڼه خپله کړي.

دا څو کاله یوه اصطلاح سیاسي ماحول ته راوتلې؛ چې توپ یې د حریف میدان ته ورورغړاوه، یعنې اوس طالبان نشي کولای د ولسمشر غني په غږ ځان ناګاره کړي، یا خونړۍ جګړې ته د معمول په شان دوام ورکړي. که غبرګون انکار وي طالبان د دوه ډوله فشارونو له یوه سره خامخا مخ دي:

ایا هغوی خودمختاره دي؟ که وي، له قیده او شرط پرته فرصتونو ته ولې منفي ځواب ورکوي؟

که جګړې ته دوام ورکوي، په عامه ذهنیت کې حتا طالب ته په متمایل عامه ذهنیت کې تخریبېږي.

ایا هغوی غیر سیاسي موضع ته دوام ورکوي؟ په څه دلایلو؟ په دې دلیل چې پرته له جنګ بله حل لاره نشته؟ په دې دلیل چې که دیرش کاله نور هم جګړه دوام کوي، دوی قدرت له سیاسي ادرس څخه نه، له جنګه تصاحب کوي؟

په دواړو حالاتونو کې طالبان تاوان کوي.

روغه لاره به د طالبانو لپاره همدا وي، لکه د درېیو ورځو لپاره یې چې د اوربند غږ په مثبت ډول بدرګه کړی، خپل موقف لا غښتلی، ملي، ترمیم او مهذب کړي. شاید دا یوازینۍ پرانستې او سنجیده لاره وي، چې طالبان له سنګرونو څخه و سیاسي قدرت ته راستانه کړي.

که طالبان ددې اقداماتو په مقابل کې په پخواني وچ موقف ودرېږي، د داعش په څېر بله خونړۍ ډله لکه چې ګورو وده کوي، د طالبانو له بشري ځواکه سربازګیري کوي، په طالبانو به هم مخ راواړوي، پر حاکم نظام هم. په داسې انجام کې نه یوازې طالب ته د تاریخ بدنامي جوړېږي، د افغانستان بقا ته هم خطر دی.

Recommended Posts

دلته یې وپلټئ