روښانفکران څوک دي؟

 | تاریخ او ټولنه, فرهنګ, لومړنۍ خبرونه

|

455

لیدنې

لیکوال: ډاکتر محمد حسن کاکړ

په افغانستان کې په ټولو دورو کې یو شمېر افراد د فکري مخکښانو په حېث موجود ؤ، دغسې افراد په ویدي دوره کې د ریشیانو په نامه یادېدل په اوستایي دوره کې زرتښت د همدغې ډلې یو ډېر وتلی شخص و، دومره وتلی چې د هغه تعلیمات د پېړېو پېړیو په اوږدو کې د انسانانو لپاره د ژوندانه لارښود شول، په بودایي دوره کې بودایي راهبان، په اسلامي دوره کې بودایي راهبان، په اسلامي دوره کې علما، مذهبي پیران، فیلسوفان، صوفیان، شاعران او تذکره لیکونکي په همدغه قطار کې راځي.

تر هغه ځایه چې ما ته معلومه ده، له شوروي اتحاده وروسته په افغانستان کې د منورین کلمې رواج وموند دغه کلمه د روسي (Intelligentsia) کلمې ترجمه ده چې د نولسمې پېړۍ په منځ کې په روسيې کې هسکه شوه، له دويم نړيوال جنگ وروسته چې د افغانستان پولې د لويدیځیانو پر مخ په پراخه پېمانه خلاصې شوې، د روښانفکر کلمه به د انگرېزي د (Intellectual) کلمې ترجمه وي، که دغه توجهه سمه وي دا يو تحول ښيي Intellectual (انټلکچوول) د لفظ له مخې هغه چاته ویل کېږي چې له عقل نه کار اخلي، یانې هغه څوک چې معتقد وي چې ژوند باید د عقل په معیارونو سره وشي، نه د احساساتو، جذباتو او نژاد پر معيارونو.

ایډوورډ شلز وايي چې انټي لیکچولان (روښانفکران) په هرې ټولنې کې د هغو کسانو مجموعه ده چې پخپلو مفاهمو او افادو کې د خپلې ټولنې تر ډېرو غړو زیات د انسان، ټولنې، طبیعت او کایناتو په باب د عمومي سکوپ (Scope) د پراخو کلیاتو او مجردو مفاهیمو علامې استعمالوي.

د ده په فکر عقلاني علايق په الفاظو، رنگونو، بڼو یا اوازونو کې د درک کولو، تجربه کولو او افاده کولو له ضرورت څخه ولاړېږي او دغه ضرورت د طبیعي، اجتماعي،  فلسفي، الهیاتي، ادبیاتو او هنري اثارو د تولید (تخلیق) او استهلاک (استقبال) سبب کېږي دغه تعریف زیات اکاډمیک او پوره ماناوي دی، خو د درک کولو، تجربه کولو افاده يې څرگندوي چې له هغه نه مراد وچ عقل او وچ منطق نه دی، تجربه او مشاهده هم ده، خو پخپله عقل یو مبهم څیز دی، عموما ویل کېږي چی عقل د ښو او بدو تمیز کول دي، دا حکم درست دی، خو دا بيا اخلاق کېږي او اخلاق هم باید عقلي وي، عقل تر ‌دې ډېر حاوي دی، عقل هغه قوه یا استعداد دی چې د هغو اطلاعاتو درک کوي، تشخیص کوي او سره یو ډول او متحد کوي یې، کوم چې حواس يې ورته تهیه کوي، عقل د انسان له مدرکاتو نه مفاهیم یا مجردات جوړوي او په ‌دې ډول د انسان علم د احساس له سطحې څخه چې له حېوان سره يې په گډه لري، د مفهوم سطحې ته لوړوي، چې هغې ته يوازې دی ور رسېدلی شي، انسان هغه مفاهیم او مجردات څنگه جوړوي، د دې لپاره چې په هغه سره د خپل کړو لپاره اساس برابر کړي، دا د هغه ډیر غټ کار دی، انسان په دې باب تر اوسه ډېر سلوکونه تعقیب کړي چې په هغو کې ډیر عمده يې عقلي سلوک دی، د کارل پایر په فکر له عقل نه هغه سلوک مراد دی چې په هغه سره مسایل په عقل يانې راڼه فکر او تجربې ته په رجوع سره حل کیدل وي، نه جذبې، هیجان او احساس ته په رجوع سره، په دې حساب عقلي سلوک یو مجموعه کېږي د عقل (Reason)، مشاهدې (Observation) او تجربې سلوک (Empiricism) او پر دغې پروسې یوازې د انسان دماغ او قضاوت کلیدي رول لوبوي، که دغه فکر په بل ډول بیان شي وبه ویل شي چې فکري، روحي او عملي مسایل یوازې راڼه فکر، مشاهدې او تجربي سلوک ته په رجوع سره حل کېدلی شي او دغه سلوک اساسا په رجوع کونکي یا عامل پورې تعلق پېدا کوي د روښانفکر د اوصافو په باب د بحث کولو پورې یوه خوا دا ده چې په روښانفکر ویلو سره یو کس ارومر روښانفکر کيږي نه، که څه هم هغه د لوړ تحصیل خاوند وي، تحصیل بې له شکه د یوه کس عقلي ملکاتو ته انکشاف ورکوي، خو حتمي نه ده چې هغه به د عقلي معیارونو او سلوک له مخې فکر او عمل وکړي.

په همدې ډول یو چا چې د مثال په توگه په تاریخ کې د ډاکټرۍ تصدیق ترلاسه کړ او حتی په دغه کې د پوهاندي عملي درجې ته ورسېد، حتمي نه ده چې هغه به مورخ هم وي؛ مورخ کېدل اوصاف غواړي لکه هسې چې روښانفکر کېدل اوصاف غواړي، نو حتمي ده چې کله چا ته ادیب، مورخ، فیلسوف، هنرمند، استاد، مشاق، خرکار، جاله وان، حاکم، مولوي، پروفیسر او داسې نور وایو باید په دې وپوهېږو چې هغوی د هغو اوصافو خاوندان دي، کوم چې له دغو القابو سره تړلي دي، د روښانفکرو له خصوصیت نه څرگنده شوه چې د ژوندانه مسایل یوازې راڼه فکر، تجربې سلوک او مشاهدې ته په رجوع سره حل کول غواړي دغه مفاهیم هم مشخص کولو ته اړتيا لري، خو زه به دلته د هغو په مروجې مانا اکتفا وکړم، دغومره به ووایم چې څه وخت د یوه چا لاس زخمي شو، هغه روغتون ته جراح ته ورځي، نه بل چاته، هغه پخپله لیدلي، یا یې تجربه کړي او یا علم ورښودلي چې د جرح علاج جراح کوي، البته فکري، روحي او سیاسي او اجتماعي مسایل تر پورتني مثال نه ډیر پېچلي دي.

خو یو روښنفکر د دغو مسایلو په حل کولو هم یوازې همدغه اصل ته رجوع کوي، دغه اصل ته د رجوع بله مانا دا کېږي چې یو روښانفکر بلواکي یا چارواکي (Authority) نه مني، چې د هغه کلام به د کاڼي کرښې په شان وي، د دې مانا دا نه ده چې یو څوک به د نورو په افکارو ځان نه پوهوي، د نورو په افکارو به ځان خبروي، څومره چې یو روښانفکر ډېر معلومات ترلاسه کړي، په هماغه اندازه د راڼه فکر خاوند کېږي او د دې قدرت پېدا کوي چې نوي نظریات راوباسي، خو مورخ لارډاکټن وايي په دې کې خطر دی چې خپل فکرونه له نورو څخه واخلو، ته باید له نورو څخه معلومات  ترلاسه کړې، خو فکرونه د تجاربو په شان، باید ستا وي، دغسې سلوک البته هغه وخت ممکن کېدلی شي چې یو روښانفکر فکري خپلواکي او ازاد قضاوت ولري، نو فکري خپلواکي او ازاد قضاوت د روښانفکر خصوصیت تشکیلوي او هغه د ایین رینډ په الفاظو د دغه حقیقت پېژندنه ده چې ستا مسئولیت د قضاوت مسئولیت دی او هیڅ څیز له تا سره چې له هغه نه وتښتې، مرسته نه شي کولی، بل هیڅ څوک ستا لپاره فکر نه شي کولی، د ځان بربادي او د ځان د سپکاوي تر ټولو ناوړه شکل د بل چا دماغ (Mind) ته خپل دماغ تابع کول دي، پخپل مغز(Brain) باندې د بل چا واک قبلول، د بل چا کلام د حقایقو په حېث، د بل چا ویناې د حقیقت په حيث او د بل چا فرمانونه د خپل شعور او خپل ژوند تر منځ د منځگړي په حيث منل دي، په دې ډول، قضاوت، مسئولیت یا په جامع ډول اخلاقي مسئولیت د عقلي ژوند اخلاقیات کېږي، په بل عبارت، حکمران ارزښتونه دې په ژوند کې عقلي ارزښتونه وي، یعنې غېر عقلي ارزښتونه دې د عقل تابع وگرځول شي، او ژوند دې په ټولو حالاتو کې په مسئولیت، زغم، خپلواکۍ، عدالت، سرلوړۍ، ریښتینولۍ او تولیدي روحیې سره وشي، دغسې سلوک البته زړورتیا او په ځان اعتماد غواړي، زړورتیا په دې معنا چې یو څوک په عمل کې ژوند او حقیقت ته رښتیني اوسي او په ځان اعتماد په دې معنا چې یو څوک په عمل کې خپل شعور ته ريښتينی اوسي، که یو څوک زړورتیا و نه لري او که یو څوک پر ځان ویسا نه وي او خپل شعور ته رښتینی نه اوسي د غېر عقلي او حتی ضد عقلي تمایلاتو تر تاثیر لاندې ځي او حتی خرافاتي کېږي، لکه چې فلیسوف ډیوډهیوم وایي، کمزورتیا، وېره، مالیخولیایيتوب له جهالت سره په گډه د خرافاتو ريښتینې منبع تشکیلوي.

د روښانفکرۍ په هکله له پورته عمومي بحث وروسته به د معاصر افغانستان د روښانفکرو په اړه ووايم چې دوی هم د نورو هيوادونو د روښانفکرو په شان د بېلو بېلو ټولنیزو، ژبنیو، قومي، او مذهبي ټولنو څخه راهسک شوي ؤ او په هغه سربېره يې د خپلو تحصیلاتو له امله راز راز مشغولیتونه په مخ بېول، یوه ډله، یو واحد صنف او ځانگړې طبقه یې نه جوړوله، سره له دې چې دوی په یوه جبهه کې سره گډ او یو ؤ، چې هغه فکري او ذهني جبهه وه، په واقع کې دوی د همدغه فکري او ذهني خاصیت له امله سره نا متفق ؤ او د فردیت روحیه هم پکې پیاوړې وه، خو تر هغو چې ټولنه په امن کې وه، سیاسي نظام په ځای و او د دوی لپاره د پرمختگ او د ځان د افاده کولو او هسکولو توقع او امکان موجود و، دوی په داسې حال کې چې د عصري ژوندانه امکانات مخ پر ډېرېدو و، د گډ ژوند په روحیې سره ژوند کاوه، سره له دې چې پخپلو کې يې اختلافات لرل او له نظام نه شکایتونه، خو څنگه چې د پوهنې د پراختیا له امله د دوی شمېر ډېرېده، دغه اختلافات هم شدید کېدل، په تېره وروسته له هغه چې یو شمېر یې په سیاسي گوندونو کې د تنظیمېدو په وجه د بېلو او سره متضادو هدفونو، سلوکونو او کړنلارو خاوندان وگرځېدل او وفادارۍ یې هم ووېشلې شوې، نو هیڅ هغه کوښښ به ځای ته و نه رسېږي چې دوی د کوم ځانگړي اجتماعي واحد غړي وگڼي او په یوه تنظیم کې یې سره غونډ کړي، هغه کوښښ چې دوی د روښانفکرو په نامه یادوي باید له دوی نه د روښانفکرۍ صفات وغواړي، چې پاس مې بیان کړل، دوی پخپلو قولونو او کړو کې د روښانفکرۍ صفات و نه ښوول او که یې وښوول په ناقص ډول يې وښوول، ډاکټر عبدالقیوم د افغانستان د روانو مسائلو په باب يو شمېر لاسي لیکنې لري، په هغو کې یوه یې د منورین په نامه ده.

ډاکټر عبدالقیوم د مرحوم ډاکټر علی احمد پوپل په شان د تعلیم او تربیې متخصص دی، دواړه په شاهي دوره کې د معارف د وزیرانو په حېث د معارف او علم په پراختیا او د تعليم يافته وو او منورینو په زیاتېدو کې ابتکاري نقشونه لوبولي دي، له دې امله د دوی نظریات د همدغو موضوعاتو او په عمومي ډول د ټولنې او هیواد په باب مهم دي، ډاکټر عبدالقیوم منورین (پر ارزش ترین ثروت جامعه) بولي او وايي چې از (هیچ قدرت دیگری جز منورین سعادت و بختیاری میهن ساخته نیست) څنگه چې ده خپله دغه لیکنه د ۱۹۹۶ کال په سر کې په پنځه ویشتو مخونو کې، په هغه وخت کې بشپړه کړې ده، چې هیواد د سالم زعامت د نه لرلو په وجه د جنگ او خطر په حال کې و، ده پخپلې لیکنې کې زور د منورینو په عملي رول یعنې هېواد ته د نجات په ورکولو باندې اچولی، د ده تیوري دا ده چې د شوروي تهدیداتو د غرب او عرب د مشرانو اندامونه لړزول، د هغوی پر وړاندې د افغاني منورینو د چنه وهلو قوت (Bargaining Power) تر دې حده ډېر شوی و چې د دوی لپاره د دې امکان میسر شوی و چې د هغوی په مالي مرستې سره تر خپلې ډله يیزې مشرۍ لاندې یو سیاسي او نظامي سازمان تاسیس کړي، خو دوی د هغه په ځای طفیلي رول غوره کړ، لکه چې وایي (در طول جهاد و سال های بعدی آن به حیث معاونین،  مشاورین و ترجمانان، تحت قیادت دیگران برای یک غایه موهومي اجرای وظایف، چنان روحیه اطاعت و فرمانبرداری از خود نشان دادند که احتمال و امکان رهبری و امریت را بدست خود در همه مراکز عالم به کلی محو و نابود ساختند) دوی د ده په فکر د دوو فرضیو له مخې عمل وکړ، یو دا چې (جز شاه سابق کس دیگری نمی تواند ملک را نجات دهد) او بله دا چې (منورین بایستی فکر زعامت و تاجی شدن را بکلی از سر دور اندازند) دوی پخوانی پاچا په احترام یادوي خو وایي چې هغه (یک شخصیت محترم صلح و سلم می باشد نه یک لیدر جنگ و جدل) له دې امله د ډاکټر عبداقیوم په قول (منورین مفکوره تازه از خود نیافریدند، برنامه مشخص خلق ننمودند، و در ساحه عمل از خود هیچ گونه زعامتی نشان ندادند و با هر سفر غیر مثمر خود به روم (نزد شاه سابق) دنیای بیرونی را متیقن ساختند که (خود شان) جزء یک دسته منیجران مطیع و فرمانبردار بیش نیستند) دا چې دوی ولې دغسې وکړل د نظر خاوندان به په دې هکله ځانته ځوابونه ولري، د ډاکټر صاحب په همدغې لیکنې کې هم د دغې پوښتنې ځواب موندل کېدلی شي، لکه چی دی په هغې کې وایي چې (سلطه و قدرت در همه آن ممالک اسلامی معکوسا متناسب بود به سویه علم و دانش (در این ممالک) منورین تحت قیادت و رهبری زوروران بیسواد و نیمه باسواد ساخته شده بود) په اوسني افغانستان کې دغه حال پوره صدق کاوه، دلته د قانوني پاچایۍ په دوره کې په څه استثنی سره حاکمې کورنۍ غېر خانداني دولتي کارمنو ته د مشر کېدو موقع نه ورکوله او له هغوی سره یې دغسې سلوک کاوه چې دوی لکه د واکمنې کورنۍ مستخدمان اوسي.

محترم محمد نذیر سراج لا وایي چې (وزرا و اعضای کابینه در نزذ او (محمد داود خان) کارمندان کاغذ بیار و ببر هستند) په دې ډول نږدې ټول هغه منورین او بېروکراتان په شمول د هغو چې یو وخت یې لوړ دولتي مقامونه لرل، دغسې په ځان ویسا او ولس ته منلي لویان نه وو، چې هغه هم د بحران په حال کې سروالي و کولی شي، په تېره وروسته له هغه چې دوی د نظام په سقوط سره یتیمان او خارجي استخدام کونکو ته محتاج شول، سره له دې هم په کال ۱۹۸۶ کې ډاکټر عبداقیوم د منورینو په ډله پیزې سروالۍ سره د یو سیاسي او نظامي سازمان د جوړولو په منظور، او د اینده احتمالي کورني جنگ د مخنیوي لپاره د عربستان مالي مرستې د جلبولو لپاره د دغه هیواد د باندنیو چارو د وزیر ښاغلي فیصل موافقه تر لاسه کړه، مگر په غالب احتمال د امریکې د مخالفت په وجه یې دغه پروژه شنډه شوه، په دې چې د ډاکټر صاحب په قول (من در پی نجات میهن خود بودم و آنها در صدد خلقت یک ویتنام شوروی در افغانستان) په دې ډول افغان منورین چې د ډاکټر صاحب په قول د باندنیو علمي مرکزونو تعلیم کړو او د یو شمېر وطني عصري پوهانو څخه جوړ و، هم د خپلي ناتوانۍ او هم د خارجي عدم همکارۍ او نه حمایې په وجه له لوړ سیاست او د سروالۍ له مېدانه بیرون پاتې شول او میدان گرد سره اسلامي تنظیمونو او مسکو پالو چپیانو ته پاتې شو، د دغو تنظیمونو او چپیانو ورانۍ، ناکامۍ او څيرې څرگندې دي، دلته به زه د روښانفکرۍ په اړوند په دوی باندې یو څه اضافه کړم، د تنظیمونو د سرکسان نږدې ټول په دینې علومو کې د لوړو تحصیلاتو خاوندان ؤ، ځینې یې د پوهنتون استادان هم ؤ، دوی د پخوانیو او معاصرو باندینو متفکرینو لکه ابوالحسن ندوي ابو العلامودودي، سید قطب او حسن البنا او نورو فکري مريدان او د هغوی پر لار روان شول، دوی له هغو څخه فکرونه واخیستل او کوښښ یې وکړ چې په هماغه اولي شکل يې په جاري پیښو باندې تطبیق کړي، په دغه کار کې دوی ناکام شول او مقلدان وختل او له دې عاجز شول چې د زغم، مسئولیت، عاقبت اندیشۍ، همکارۍ او ډله يیزې سروالۍ په روحیې سره حکومت وکړي، هر څه چې وو، په سیاسي ډگر کې له دوی نه هیڅ یو سیاستمدار او ملي سروال نه شو، حتی دوی کوم هغه اخلاقي نفوذ چې د مخه درلود هغه يې هم لاسه ورکړ، په دوی کې هغوی چې اعتدالي ؤ، تر هغوی چې د زغم منونکي نه ؤ، لږ ناکام شول، اعتدالینو لږ تر لږ د وطن په ورانولو کې تر زغم نه منونکو لږ اثر لرلی دی، د معادلې په بله خوا کې په اصطلاح چپي روښانفکران ؤ، په هغو کې چې د مسکو په کرښې روان ؤ، یوې ډلې قدرت ونیو او بله یې په قدرت ورسول شوه، د دغو ډلو د سر کسان چې نږدې ټول يې د عصري تحصیلاتو خاوندان ؤ، کوښښ وکړ، چې د خلکو په نامه د ټولنې د پېړېو پېړيو روابط د اروپايي متفکرینو لکه کارل مارکس، انگلس، لینن او ستالین د فکرونو له مخې په ممکنې چټکۍ سره واړوي، بې له دې چې د خپلې ټولنې افغاني او اسلامي ارزښتونه په نظر کې ونیسي دوی د خپلو فکري مرشدانو په ارشاداتو او نسخو ټینگ ودرېدل او نور یې مجبورول چې عمل پرې وکړي، دې فکر چپیان په دغسې لارې روان کړل چې په نتیجه کې هم دوی او هم ولس له سترو خطرونو سره مخامخ شول، هغه ډېر لوی ملي پاڅونه او په افغانستان باندې د جهان د دويم ستر قدرت نظامي یرغل و، چې نتیجه يې له ۱۹۷۸ څخه تر اوسه پورې جنگونه او مهاجرتونه دي او ملي پیوستون د شړیدلو ژۍ ته  ورکش شو، یو شمېر نورو چپي روښانفکرو د ملي ستم یا ملي تضاد مفکوره رواج کړه، چې تر اوسه هم انعکاسات کوي، په تېره د يو شمېر مهاجرینو په باور د پښتون قوم (حاکم ملیت) دی او د وطن نور قومونه (محکوم ملیتونه) دي، پښتانه له راز راز امتیازونو څخه بهره من دي او نور قومونه په ډول ډول محرومیتونو کې ډوب دي، لکه چې د دوی اساسنامه دغه موضع په لاندې ډول بیانوي.

(در افغانستان افزون بر تضاد طبقاتي، تضاد ملي نیز وجود دارد، ملیت برادر پشتون که پس احمد شاه ابدالی ۱۷۴۷م تاج و تخت کشور را تصاحب نموده است به ملت حاکم تبدیل شده و صاحب امتیازاتی چند گردیده است، از پرداخت مالی معاف است، خدمت عسکری ر انجام نمیدهد، کرسیهای بالای دولتی را انحصار کرده، بورسهای خارج را قبضه نموده، امکانات وسیع اقتصادی به شمول زمین های زراعتی، تسهیلات تجارتی و صنعتی را به اختیار گرفته است و غیره، بدین ترتیب ملیت های غیر پشتون که از این همه امتیازات محروم اند از دو ستم رنج میکشند یکی ستم طبقاتی و دیگری ستم ملی، بنا بر این کانون خیزش قیام های انقلابی به درجه اول مناطق ملیت های غیر حاکم میباشد که باید کار تهیج و سازماندی مردم در آنجا ها متمرکز شود) دا څنکه روښانفکران دي چې د غسې اساسنامه د خپلو فکرونو او کړو لپاره اساس گرځوي چې د هغې د هرې جملې مفهوم ډیر ناواقعیت او لږ واقعیت دی او په مجموع کې نږدې ټول متن د واقعیتونو پر خلاف دی، عجبه لا دا ده چې دغه روښانفکران بیا د هغې په اساس د ملي ستم او ملي تضاد په نامه د وطن قومونه د یوه قوم په مقابل کې انقلابي پاڅون ته هڅوي، بې له دې چې د دې پروا وکړي چې دغسې فکر به د قومونو ترمنځ دښمنۍ او ټکرونه تولید کړي، چې د پېړیو پېړیو د گډ ژوند محصول دي.

دوی د دې پروا هم نه کوي چې قومي تحریکات د افغانستان بد نیتو گاونډیو ته موقع ورکوي چې هغه لا شدید او مخرب کړي، دغه روښانفکران د دې پروا هم نه کوي چې قومي تحریکات په انسانانو کې ړانده قوتونه په دغسې حرکت راولي چې په هغه حال کې عقل او منطق کوچ کوي، فقط سوټی او توره به د مشکلاتو حل وي، له دې امله وطن او وطنوالو ته رښتني افغانان باید قومي تحریکات په هیڅ وجه ونه زغمي، ډېرو هیوادونو قومي تحریکات او قومي نفرتونه غېر قانوني اعلام کړي دي، ستمي روښانفکران د وطن وروسته پاتې والی د پښتنو د حاکمیت په وجه بولي، دوی پر دې سترگې پټوي چې واکمنې کورنۍ د افغانستان په نامتجانسه کثیرالقومي جامعه کې اساسي رول لوباوه، د يو محترم افغان په فکر که پخواني پاچا له اساسي قانون نه دفاع کړې وای، چې بايد کړې يې وای، ځکه چې په دې هکله يې لوړه کړې وه، شايد هغه ډېر شمېر اعتدالیون چې د حکومت په چلولو کې په زغم، ایتلاف، تفاهم، همکارۍ او ډيموکراسۍ باندې ولاړ ول، له سیاسي صحني څخه نه وای ایستل شوي یا پوره نه وای ايستل شوي، لکه چې په واقع کې وایستل شول او د هغو په وتلو سره میدان، زغم نه منونکو انقلابیانو ته خالي شو، د محمد داود مطلقې ناکامۍ بیا دغه پروسه تکمیله کړه.

ورپسې په خاصو ایډیالوجيو باندې ولاړو ډلو چې یو په بل پسې په اقتدار راغلې مخالفې ډلې ونه زغملې او هرې ډلې د خپل اقتدار په دوره کې د خپلې ایډیالوجۍ له مخې په دغسې غټو کارونو پسې ملا و تړله چي په وس کې یې نه و، په مشخص ډول دوی په دې پسې شول چې اجتماعي طبقات، حکومت، دولت او حتی جامعه له سره واړوي او خپله رقیبه ډله وټکوي، نورو لا کوښښ وکړ چې د جامعې قومي ترکیب ته هم تغییر ورکړي، دوی ټولو د دغې فرضیې پر اساس عمل وکړ چې انساني چارې په یوې ټاکلې طرحې کې اچول کېدلی او ټولنې د هغې له مخې په مطلوب ‌ډول سمېدلی شي، مخصوصا هغه وخت چې دولتي قدرت ترلاسه کړل شي، خو د ټاکلې طرحې له مخې ژوندۍ انساني چارې سمول دا معنا لري چې انسان به د ورېځو یا اقلیم په شان يعنې په ميخانیکې ډول عمل کوي، اما انسان شعور او عقل لري او په هره شېبه کې چې یې زړه وغواړي، خپل فکر او خپل عمل ته تغیر ورکوي، په همدې سبب په انساني چارو کې میخانیکي منظم والی او حتمي والی نشته، نامتوقعې او ناڅاپي حیرانونکې پېښې ورسره وي او د منظمو دورانو، طرحو او سیستمونو مفکوره اساس نه لري، په دې حال کې د عملي مصلحاتو لپاره د بريالي کېدو چانس په دې کې ښکاري چې د خپلې خاصې ټولنې او خلکو تاریخ ، کلتور او عنعنه پخپلو اصلاحي کړنلارو کې له نظره ونه غورځوي او د خلکو غوښتنې او د هغو د زغم او حوصلې حد په پام کې ونیسي، انسانان په اصل کې د خپلو ځانونو او د خپلو ارادو تحميل غواړي.

فلیسوف ډیوډ هیوم وایي، هر څه چې ده، ځان، مینه ده؛ ستا له ماشومانو سره مینه کېږي په دې چې هغوی ستا دي، ستا ملگري هم د همدغه دلیل له مخې، او ستا هېواد تا جلبوي یوازې تر هغه ځایه چې هغه پخپله تا سره ارتباط ولري، که د ځان فکر له منځه یوړل شو هیڅ څيز به پر تا اثر و نه کړي، ته به په ټوله معنا غير فعال او بې علاقې شې، انسانونو په تارخ کې د انساني کارونو تر څنگ غير انساني یا حيواني او وحشي کارونه هم کړي او اوس یې هم کوي، لکه چې افغانانو په تېرو شلو کلونو کې د انقلابي او افراطي کړنو، هڅونو او قدرت ته ځان رسولو او یا د گټلي قدرت په ساتلو کې دغسې کارونه په ډېرې پراخې پېمانې وکړل، په دې حېواني کارونو کې د انقلابي روښانفکرو تعلیمیافته گانو او زغم نه منونکو جذمیونو رول اساسي او ډېر و، دوی پخپل دغسې سلوک سره نه دا چې پرمختگ ونه کړ، د ټولنې د تدريجي اما ډاډه پرمختگ مخه يې هم ونیوله، د جنگونو په کولو، د خلکو په وژلو، په اعدامونو او مهاجرکولو سره یې د وطن خلک کم کړل، افغانستان يې شاته وغورځولو او ضعیف يې کړ او ځانونه یې هم یا مرگ ته ورکړل یا له وطن نه فرار کړل، په دغه قرن (شلم قرن) کې دا دويم ځل دی چې انقلابي روښانفکران ناکامیږي، لکه چې اول ځل د پاچا امان الله خان په وخت کې ناکام شوي ؤ. افغانان لکه چې نه غواړي له تاریخه زده کړه وکړي.

Recent Posts

دلته یې وپلټئ