عقل او مدرسه

په مدرسو کې د ټولنیز عقلانیت د ودې عرفي او سیستماتیک خنډونه

 | تاریخ او ټولنه, فرهنګ

|

224

لیدنې

لنډیز

ټولنیز عقلانیت د اروپا په نویو پېړیو کې له مشخصو ځانګړنو سره مطرح شو. وروسته بیا د ژوند د هرې برخې د تجربو سره برابر ارزول شوی او کتل شوی دی. یو وخت په نړۍ کې د مذهبي او سنتي کړیو لخوا ټکول شوی او رټل شوی هم دی. د یو نوي ګام او بدلون لپاره دغه مسأله روښانولو ته اړتیا لري. په افغاني ټولنه کې د ټولنیز عقلانیت د ودنې اندېښنه په جدي توګه مطرح کېدونې ده. په دې اړوند څېړونکو او پوهانو خاص کار نه دی کړی. د امان الله غازي د نویو طرحو مخنیوي بېرته د نه عقلاني ودې او سنتي عرف د ساتنې په موخه پاځون درلود. دا لیکنه په دې ده چې څنګه ټولنیز عقلانیت په اوسنیو شرایطو کې وده نه کوي. د مفروضاتو او ټولنیزو شرایطو په پام کې درلودلو سره د ټولنیز عقلانیت د پاتې کېدو لاملونه په ګوته شوي. مدرسې د نمونې په توګه د هغو چاپېریالونو استازیتوب کوي چې هلته د ځانګړو مفروضاتو د شتون او د ټولنیزو شرایطو له مخې ټولنیز عقلانیت وده نه کوي. فرضیه دا ده چې د خاصو مفروضاتو منځ ته راتلنه او د ټولنیزو ځانګړو شرایطو اغېزې هغه ډول ډیالیکتيکي تجربې را نغاړي چې په وچو او محضو باورونو ختمېږي. د داسې یو تحقیق لپاره د مرکو او اسنادي روشونو څخه کار اخیستل شوی. موخه دا ده چې وپوهېږو دغو چاپېریالونو کې د ودې او هیلو ته د رسېدو لپاره خنډونه شته دي، باید د هوارۍ فکرونه یې وشي. نتایج دا دي چې مدرسو کې څوک نه هوښیارېږي او هلته د ټولنیز عقلانیت عرفي او سیستماتیک مخنيوی کېږي.

اصلي مفاهیم:
مدرسه، ټولنیز عقلانیت، ښوونځی، مفروضات (فرضي باورونه)

لیکوال: محمد ضیاءالحق شمس

سریزه

د ټولنیزو علومو د ودې په بهیر کې د ټولنیز عقلانیت بحثونه هم مطرح شول. ټولنیز عقلانیت د ټولنو د ودې او عمومي پرمختګ او سوله­ییز ژوند له ارزښتونو وګڼل شو. د ځینو پوهانو له نظره ټولنیز عقلانیت تر ټولو ډېر واضح او جذاب مفهوم دی چې د ټولنې د روښانه او ګټورو معیارونو څرګندويي کوي. په ټولنپوهنه کې دغه بحثونه د ماکس وبر (۱۸۶۴-۱۹۲۰) په نظریاتو کې تر نورو روښانه راغلل. څلور ډوله عقلانیت (عملي، نظري، ذاتي او صوري) هغه په ګوته کړي وه. وبر باور درلود چې دغه څلور ډوله چې د هرې ټولنیزې سطحې سره خپل ځانګړی ځای لري، که سره همغږي شي، نو کوی شي د تمدن یو ځانګړی شکل منځ ته راوړي چې د په غربي تجربه کې د انسان لپاره دغه ژوند د ډېرو نوو ارزښتونو او ښېګڼو استعداد درلود.

د وبر د افکارو له مخې ټولنیز عقلانیت په شرقي او غربي هیوادونو کې توپیر لري. هر لوری د خپلو ارزښتونو او ټولنیزو موقعیتونو سره برابر یو وضعیت ته رسېږي، د همغه وضعیت په پام کې درلودلو سره هغو عناصرو او معیارونو ته رسېږي چې تر ټولو ښې لارې چارې د ښو موخو ته د رسېدلو لپاره کاروي. هر څومره چې عقلاني کېدنه غځېږي او یوه ټولنه په سختۍ عقلاني کېږي، ستونزه يې په ارزښتونو کې وي نه په ګټو کې. د وبر د ویناؤ له مخې ځینې چلندونه په ارزښتونو ولاړ وي ځینې پر منافعو. اما مونږ د ټولنیز عقلانیت هغه تعریف چې ټول ټولنیز وګړي کولی شي داسې روش، موخې او چلند غوره کړي چې د ټولې ټولنې د دنیايي، اخلاقي او علمي ښېګڼو لپاره ګټور وي، یو بل ته ډاډ او باور ایجاد کړي، را اخلو. د دغه تعریف له مخې ټول وګړي دا توان لري چې عقلاني وده وکړي او عقلاني چلند ولري.

نن اړتیا دا ده چې ټولنه او ټول وګړي يې تر ممکن بریده د هغو قواعدو او ارزښتونو ملاتړ وکړي چې آسانه وسایل او نژدې او واقعي موخې سره همغږي کوي. واقعي منافع سره تنظیم شي او ټولنه د یو هغه شمېر لاملونو چې د بدمرغیو لپاره په ګوته کېږي په خپل لاس او عقل را ووځي. په دغې لیکنه کې د عقلانیت د نه ودې لاملونه او شرایط څېړل شوي دي او مدرسه د ټولنیز عقلانیت د نه ودې د یو مثال په توګه ښودل شوې.

ټولنیز عقلانیت د یوې موضوع په توګه

ټولنیز عقلانیت یو ټولنپوهنیز مفهوم دی چې د یوې ټولنې د وګړو د ګډې ځانګړنې ريښه لري (عضدانلو:۱۳۸۸). دا عقلانیت هم تاریخي دورو کې د بېلو بېلو کیفیتونو څرګندونې لري او هم په ټولنو کې د بنستیزو توپیرونو درلودونکی دی. یعنې هم د هرې ټولنې عقلانیت او هم د هرې زمانې عقلانیت توپیر لري. کومې ټولنې چې د دیندارۍ دعواوې لري، له خپلو باورونو سره د یوه ژور او اساسي دوه­ګڼي (دوګانګۍ) سره مخ دي: دنیاواله (دنیاګرايي) او آخرت واله (آخرت ګرايي).

تدبنتون او یان کرایب د ټولنیز تفکر په فلسفي بنسټونو کې لیکي:

عقلاني امر په نړۍ کې پر وګړنیز غبرګون د لارپوهېدنې په توګه او د ډول ډول فرهنګونو د تحلیل او پوهېدنې د میتود په حیث مهم ګڼل کېږي. بیا د ټولنیزو چارو د څه­ولۍ (ماهیت) په هکله د کره کتنیزو حکمونو د ورکولو او د اخلاقي سیستمونو د پرتلې چارې ورسره ممکنې شي.

تدبنتون او یان کرایب، د ټولنیز تفکر فلسفي بنسټونه، ۲۲۱مخ.

د هرې ټولنې د واقعي ژوند له بهیر سره ګډ باید یوه فلسفه! یا شته عقلانیت لاس یو کړي، تر څو د ټولو اجتماعي بنسټونو سره ټولنیز عقلانیت همغږی وي. مطلوبه ده چې د هرې ټولنې واقعي اړتیاوې له عقلاني کانالونو څخه د هوارۍ برید ته ورسېږي. له دې پرته غوښتنې ناواقعي او له احساسي بهیرونو حل کېږي. مدرسې تر ښوونځیو او پوهنتونونو له جدي توپیرونو سره یوازې د ارتباطي ـ ذهني وضعیت او عقلانیت په ډګرونو کې زیږ خواص لري چې یو له بله بېلېږي. زه په دغه مدرسه يي او مکتبي جهان کې د داخلي فضا نه اغېزمن محصولاتو ته هغه هم په انساني وجود کې د ننه یعنې د عقلانیت ټولنیز ډول ته پام کوم. هڅه به وشي په دغې څېړنه کې چې د مدرسې د زده کړیالانو او د پوهنځي او ښوونځي محصلانو تر منځ ټولنیز عقلانیت د څرنګوالي پوښتنې مطرح او یو څه یې د ځوابولو لپاره زمینې خلاصې شي.

د ټولنیز عقلانیت د ودې لپاره د مدرسې او ښوونځي فضا څرنګه ګټور واقع کېدلی شي؟ ورسره به په غیر مستقیم ډول دا پوښتنې چې په کوم ټولنیز وضعیت کې عقلانیت وده کوي؟ او د ټولنیز عقلانیت په هکله د مکتب او مدرسې زده کوونکي کوم لیدلوري لري؟ وځوابېږي.

په دې څېړنه کې فرضیه دا ده چې د زیږو او غیرضروري مفروضاتو د شتون او د ټولنیز خاصو شرایطو تر اغېز لاندې مدرسې د عقلاني ودې جوګه نه دي. نن له ډېر پخواني ټاکل شوي مسیره سره برابر دغه مدرسې له اسلامه داسې واټنونو کې قدم اخلي چې د اسلامي عقایدو اصلي او سالمه څېره تر سوال لاندې راولي. هڅه کوم دا ثابته کړم چې څوک مدرسو ته ورځي هلته د ټولنیز عقلانیت له ودې محروم دی.

ټولنیز عقلانیت څه دی؟

لوسین لوی براول په خپلې مشهورې لیکنې «د ذهنیتونو مسأله» کې لیکي:

عقلانیت کله د کوډو یا د هغو فکري ډولونو په وړاندې کارول کېږي چې په ناآزمېښت شوې توګه منل شوي دي، یا د یوه شخصي معناداره لیدلوري او کله هم د یو شمېر غلطو څرګندونو په مقابل کې کارول کېږي.

لوسین لوی براول، د ذهنیتونو مسأله، ۴ مخ.

عقلانیت په بېلابېلو او دقیقو معناګانو دلالت لري. مشهورې معناګانې يې:

کله عقلانیت د چلند، کله د یو باور او کله هم د یو ارزښت د صفت لپاره استعمالیږي. یعنې کله یو عمل معقول وي، کله یو ارزښت او کله هم یو باور. دا عقلانیت د همغه ارسطويي نظره د انسان یوازینی توپیر دی چې له حیوان سره بېلولی شو. عقلانیت په معرفت پېژندنه کې پر ډولیز او وسیله يي شکلونو وېشي (قایمي نیا: ۱۳۸۹). له یو بل اړخه عقلانیت په نورو ډولونو هم وېشل کېږي چې د ټولنیز ژوند لپاره یې تر ټولو اوچت او معلوم ډول ټولنیز عقلانیت دی. ټولنیز عقلانیت همغه انساني ځواکمنتیا ده چې د اړیکو درلودلو، سنجولو او ګټولۍ په چارو کې له مونږ سره د یو ټولنیز وجود په توګه مرسته کوي. د وبر له نظره عقلانیت یو غیرمادي اصل دی چې د وګړو د چلندونو دلایل ورته روښانه کوي. د هغه له نظره هوښیار وګړی همغه دی چې د خپلو چلندونو په معنا، ارزښت، دلایلو او علتونو وپوهېږي. دا چې څنګه څوک موخو ته د رسېدو لپاره عقل کاروي، د ټولنیزو موخو او ګټو په ترلاسه کولو کې اجتماعي عقلانیت ورسره څنګه مرسته کوي (وبر: ۱۹۶۲).

مونږ په دغه تحقیق کې ټولنیز عقلانیت د وګړو هغې وسې ته وایو چې په اړیکو کې د خپل ټولنیز ژوند د مانا، ارزښت، دلایلو، موخو او علتونو په هکله کارول کېږي. لږ تر لږه یو وګړی پوهېږي چې ولې دا چلند ترسره کوي، ګټه یې ورته څه ده او نورو سره يې پر اړیکو څنګه اغېزې لري.

مدرسه: هغه ښوونیز مرکز ته ویل کېږي چې د دیني زده کړو په موخه جوړ شوی وي، ادعايې دا وي چې د اسلامي معتقداتو سره برابر او د اسلامي ارزښتونو او علومو په خپراوي او د دیني علماؤ د روزنې په ډګر کې رول لوبوي، دیني علماء او مولوي صیبان او قاريان یې استادان وي. له دغو ځایونو تمه دا کېږي چې خلک په اسلامي ارزښتونو وپوهوي او واقعا د غیردیني مراکزو سره په علمي سطحه سیالي وکړي. د حق او باطل د مبارزې لپاره قلمي او فکري معقولې هڅې وکړي او د اسلام جوهر د انسانيت په وجود کې تمثیل کړي. دا چې په دغو مراکز کې کوم کتابونه ولوستل شي، یو مدرسه يي فارغ باید کومې علمي سطح کې وي، یو مطلوب شخصیت چې مدرسې ته ننوځي او بیا د فراغت پر مهال وځي کوم مهم خصوصیات يې په وجود کې ورزیات شوي وي او انسانیت ته يې د کوم خدمت تفکر زده­کړی وي؛ هغه پوښتنې دي چې هېڅکله به يې د سالم او منظم ځواب د موندلو لپاره په دغو شرایطو کې مثبت ځوابونه تر لاسه نه شي.

مدرسې د عرف له مخې منل شوي ښوونیز ځایونه دي. یعنې د ټولنې توقع هم له دغه وضعیته پورې نه وي، ها خوا، مونږ د مدرسو په شتون هېڅکله دا محاسبه نه ده کړې چې څه ترلاسه کوو.

ښوونځی: په رسمي مانا هغه ښوونیزو ځایونو ته ویل کېږي چې د حقوقي او اداري تشکيل له مخې د چلوونکو، ښوونکو او زده کوونکو په درلودلو سره د پوهنې د تشخيص شویو موخو سره برابر نصاب پرې تطبیقېږي. دولس کلونه او له ۵ تر ۱۹ مضمونونو په هر کال کې له پیلیزو تر پایلیزو کلونو پورې پکې ښوول کېږي. موخه يې په وروستيو کلونو کې ټولنې ته د هغو وګړو ورسپارل دي چې لږ تر لږه د یوې مسألې پېژندنه او هوارونه یې په لاس کېدونې وي. د ځانګړي یونفرم او علمي ارزول شوي نصاب درلودونکی وي او د نظارت او پلان له مخې په پرلپسې توګه دولس کلونه په ۲۴ نیم­کاله کې تطبیقېږي.

فرضي باورونه: په وګړو کې د چارو، ګډ ژوند، ارزښتونو، ماناګانو او هستۍ په هکله مفروضات یا همغه (مخکیني باورونه) دي. دا باورونه د ټولو چلندونو په لمړۍ لایه کې په حتمي توګه موجود دي. هر څوک چې یو عمل ترسره کوي نو تر هغه عمله وړاندې به يې ځینې څه په فرضي توګه منلي وي. دا همغه بنسټیز باورونه دي چې افکار او احساسات ټول پرې ولاړ او پرې تکیه کوي. د ټولو وګړو دغه ابتدايي باورونه د دوي د روزنې، چاپېریال سره په تعامل، ډیالکتیکي تجربو او عمري اخیستنو څخه منځ ته راځي.

ټولنپوهنه وايي چې دا ټولنه، کورنی چاپېریال (مور، پلار او د کورنۍ نور غړي) دي چې ماشوم ته دنیا تعریفوي، کارونه او نومونه ورته ښايي او هستي ورته د پېژندلو وړ ګرځوي. که دوي نړۍ بده وپېژني نو ماشومان يې بده اخلي؛ که چلند ښه وګڼي نو هغوي يې ښه ننني کوي.

مخینه

د اسلامي تاریخ له دویمې او درېیمې پېړۍ را دې خوا ځینو فکري بهیرونو د یوناني تفکراتو تر اغېز لاندې وده وکړه. په دغو علمي پرمختګونو کې عقلي جوهر د یو مشترک اصل په توګه د پام وړ ګرځېدلی شي. هغه څه چې وروستیو د عقل او نقل تر عنوانونو لاندې د کفر او اسلام لمنې ورته خورې کړې. له یو اړخه فقیهانه پوهېدنه د دین اصلي پوهېدنه ګڼل شوې او د ابن رشد او فارابي او ابن سینا هڅې چې عقلي او فلسفي محوریت یې درلود، تر زیاته بریده غلطې او کفري بلل شوې دي.

ډاکټر ذبیح الله صفا په خپل کتاب (اسلامي تمدن کې د عقلي علومو تاریخ) کې داسې څه لیکي:

اسلامي پوهانو په ځینو مسائلو لکه ریاضیات، ستورپوهنه او طب کې تر پخوانیو او یوناني او اسکندري پوهانو مختګ وکړ. یعنې ځینو نویو مسائلو ته یې لاس ورسېد؛ داهم د یوناني او هندي پوهنیزو روشونو د ګډوالۍ­له کبله وو. زیات یې پر یوې موضوع باندې د ګڼو کتابونو د ژباړو، او د ډول ډول ژبو او پوهانو د تمرکز له وجې وو او لږ یې د اسلامي پوهانو د تفکر نتیجه وه.

                                                                                               رضا روحاني، حافظ میاشتنۍ، ۲۳ ګڼه، دنیاګرايي و آخرت ګرايي.

فارابي به فقه د احکامو د زده کړې اجتهادي او هڅونیزه پوه ګڼله. پر دغه بنسټ، فقه باید د شریعت یوه عقلاني پوهېدنه وي. ځینو بیا فقه د احکامو مطلق ګڼل نه دي ښوودلي بلکې وايي:  پر احکامو د استدلالي علم درلودلو ته فقه وايي. دغه ځای مهم ټکي شته دي: ۱) فقیه چې کله پر نورو اعتراض کوي د خپلې عقلي پوهېدنې وضعیت سره برابر او د بل د عقلي پوهېدنې د عمل او پوهې پرتله کوي او بیا وايي چې دا احکام دې زما د پوهې سره هم برابر یا نابرابر اخیستي دي. اما دلته زمونږ علمي ـ فقهي مراکز ټول د احکامو له پوهېدلو احکامو ته واوښتل چې له هماغه پیله يې د عقلي بحث میدان ور تنګ کړ او یوازې یې خپلو رأیو ته ځای تش کړ. ۲) د سیاسي او درباري اړخونو د فقهې حاکمیت او استعمال کولی شول شرایط د اطاعت او حکمرانۍ لپاره چمتو او مناسب وساتي. پر دې بناء له ځانپالو خلفاؤ را نیولې تر وروستي درباري شخصه پورې چې په یوې زمانه کې به وو له اسلامي فقهې څخه يې زیاته ګټه همغه تجاري او سیاسي وه. ځکه خو نتیجه ټوله دا شوه چې فقه د واقعي او اصلي پوهېدنې په نامه د احکامو په قالب کې تاریخي ځای ځان ته وګوري. ۳) زښته بده روحيه ورسره منځ ته راغله او هغه دا چې پر احکامو پوهېدنه ثابته وګڼل شوه او د زده کړې لپاره مواد کره وګڼل شول او د دغو موادو په هکله د باورونو آزادي له منځه یووړل شوه. دا په غیرمستقیم ډول خو ستر او اغېزناک کار په توګه له ابن تیمیه را نیولې تر اوسني مصري او اخواني او عربي او پاکستاني سیاسي دیندارۍ راغځېږي.

نور نو د درېیم او څلورمو قرنونو په فضا کې دومره کلکه فقیهانه فضا منځ ته راغله چې ځینې یې د صوفیانو په نامه د خپل برداشت مخالف تربیه کړل او اصلا یو باور همدا دی چې تصوف د فقهي او غیرعقلاني باورونو د حاکمیت یو جبري عکس العمل دی چې په انزوا او له دنیا تېښته کې څرګند شوی دی.

ځینې داسې هم شوي دي چې د عقل او دین تر منځ جدي مقابله منځ ته راغلې. تر همدې وروستیو پورې د عارفانو او فیلسوفانو او فقیهانو شخړې ناهوارې پاتې او د علامه اقبال ویناوې هغه کوشش ښيي چې د عقل او عشق تر منځ سوله کول څرګندوي. ورسره دا جنجال تر زرو کلونو زیات عمر لري او اسلامي فقهې ته یې ځانګړی رقم ورکړی دی. دا جنجال د فلسفې او عقلانیت په دنیا کې روحاني داسې ښيي:

فلسفې په ځینو پېړیو کې د یو ځانګړي فراغت له مخې چې په نسبي ډول ځینو پوهانو ته ور په برخه وو، وده کړې ده. … زمونږ ستر فیلسوفان په دې غم کې پاتې ول چې د دین او عقل تر منځ دواړه وساتي. اما دا څرګنده ده چې زیات وختونه کله چې دین مطرح شوی عقل خپل ځای ورته پرې یښی دی. … د اسلامي فلسفې د تاریخ یوه باندنۍ څېړنه دا ښيي چې معمولا ټولې دا جوړوونکې هڅې د فقهې په ګټه او د عقل په ویر او تېښتې پای ته رسېدلې دي.

                                                                                               رضا روحاني، حافظ میاشتنۍ، ۲۳ ګڼه، دنیاګرايي و آخرت ګرايي.

هلته د ترکیې لمړنی ولسمشر کمال اتاترک د ملی والې او پرمختګ لپاره دیني علماء او روحانیون ووژل. دا چلند نه شي کېدی په عقدو، کفر او دیکتې سره توجیه او تفسیر شي، بلکې واقعیت دا دی چې د یو بدلوونکي مشر په توګه یې د ټولنیز عقلانیت د بدلون لپاره دغه ډول چلند ته اړتیا وه (آتام، ۲۳، ۱۳۹۳). د امان الله خان هڅې په دې اړه ناکامې شوې او دلته د ټولنیز عقلانیت د ودې لپاره هغه شرایط برابر نه وه.

د پوهنتون او مدرسو تر منځ ځینې څېړنې شوې دي. دا کار په ایران کې په مهمه بڼه مطرح شو. له فرانسې څخه يې فرمونه راغلي وو او ایرانیانو د حوزې او د پوهنتون د نژدې کېدو طرحو باندې څو اړخیز کار وکړ چې هڅو يې نتیجه ور نه کړه او هلته هم اصلي علت د مدرسه يي افکارو له خوا وو چې ممانعت او فاصله يې مهمه ګڼله تر څو خپل ځان د نورو دوزخیانو او دنیاپرستو زده کړیالانو لرې وساتي! د ایرانیانو مذهبي مشر په یوې وینا کې د حوزې او د پوهنتون تر منځ د واټن د کمېدا لپاره دین او دنیا دواړه مهم او ضروري بللې وه. خو تر نن پورې ډېرو متفکرینو ته تر ټولو ځوروونکي مسأله د حوزویانو هوښیارول دي چې نه دي شوي.

نن په اسلامي هیوادونو کې دغې مسألې ته هېڅ د روزنې او ښوونې په بهیرونو کې پام نه کېږي چې د ځوانانو د نننۍ او بهرنۍ تربیې لپاره څه اړین دي. یا لږ تر لږه د مدرسه يي ځلمي نه د یو ټولنیز فعال انسان په توګه څه غوښتل کېږي او د یو مکتبي نه څه! حکمتیار په خپلو ځینو لیکنو کې آرماني هغه خبرې هم وړاندې کړې دي چې غواړي د مدرسې او مکتب تر منځ فاصله ورکه شي او مدرسه يي مکتبي شي او مکتبي مدرسه يي! خو په ساده ژبه یې د خبرو معنا دا کېږي چې ټول باید په دیني علومو هم وپوهېږي او په دنیايي علومو هم.

نن په ډېر وحشتناک ډول دغه فاصلې د نه هوارۍ تر بریده رسېدلې دي. نن څوک حتی دا فکر نه شي کولی چې یو مدرسه يي دې دومره روښانه شي چې د پوهنتون د خلاصو افکارو د زده کړې لپاره شپه او ورځ یوه کړي. بلکې برعکس، د دې وېره شته چې د ځینو خاصو مفروضاتو له مخې پوهنتونیان د مدرسه يي افکارو له احساسي فحوې سره ځان و نه بایلي. دوي د مدرسې ښکار نه شي.!

لیدلوري او زده کړنیز چاپېریالونه

د یو خام او عام فکر په توګه دا باور د مطرح کېدو دی چې خلک مدرسه د دیندارۍ مرکز انګېري او مکتب د روښانفکرۍ او دنیاوالې او کفري فکریاتو مراکز. ځینې تحلیلونه په وروستیو کې دا ښيي چې تر پنځوس سلنه عوام په دې فکر دي چې ځوانان يې هم مسلمان پاتې شي او هم مدرسه و نه وايي او مکتب او پوهنتون ووايي. ځینې مرکې مې اورېدلي دي چې مکتب او پوهنتون ته د ورتلو کفر بیانوي او د نه ورتلو لپاره يې شکر کوي. دا ټول یو شمېر احساسات وي چې د تقوي په سپېڅلي مفهوم کې ځان را نغاړي او د ساده باورو مسلمانو په ذهن کې د تقوی سمبول مولوي صیب، قاري صیب او چړي صیب وي. دوي نه که لږ په معقول ډول وپوښتۍ چې ځوانان مو غواړۍ څنګه وروزل شي همدغه شان چې ستاسو ملا او قاري دی!؟ په طبیعي ډول وايي چې زمونږ ملا عالم دی، د خدای دوست دی او ښه ده چې هغسې وي.

د دغه شان فکر د جوړېدو او ټولنیز عقلانیت د ښوودلو لپاره دغې تجربې او کیسې ته مو پام را اړوم. ما دوه کاله وړاندې د یوې خصوصي راډیويي شبکې سره کار کاوه. هلته څو دیني عالمانو او یو شمېر زیاتو ځلمیو او ښکلو تکړه او بافکره هوښیارو محصلینو دندې درلودې. دوي ټولو خپرونې درلودې. د اورېدونکو د وضعیت انعکاس د دوي په هکله ماته زیات جالب او سَرَه تجربه وه. ځینو پېغلو له دغو چلوونکو سره عاطفي تړونونه پیدا شوي وو. دوي د دغې شبکې دیني کارپوهانو ته دا پیغام رسولی وه چې له دوي سره د واده کولو غوښتنه لري. په پښتنه اصطلاح پر مولوي صاحبانو باندې به یې غږونه کول چې ورسره مینه لري. دا چې دوي به ورته د خپلو عمرونو، اولادونو او شرایطو سختي بیان کړه نو سره د هغو به يې هم ویل چې ورسره د ژوند کولو لپاره چمتو دي.

ماته دا پوښتنه تر اوسه په ډېر جدي ډول مطرح ده چې ولې یې دا نور ښکلي غږونه، ښکلي ځلمي، مجرد، هوښیار، کمالګر او نوي نسل د ګډ ژوند لایق نه ګڼه چې هغه سپین ږيري، مشران، دیني عالمان به يې د ځان لپاره مناسب ګڼل؟! نن یې د ټولنیز عقلانیت په عینکو او د ټولنیزې ودې او عقلي مختګ پر چوکاټ داسې حلوم چې دوي دیني او ارزښتیزه وده کړې وه او هغه هم د شته او تحميلي ارزښتونو او فرهنګي چوکاټونو په قالب کې. د دوي کوچنیوالی په همدغه ډول ودې او تربیې تېر شوی او دا دی نن چې ځوانان دي ورته د دغه عقلانیت پر معیار د دې تلې هغه خوا درنه او ښه ښکاري.

دوي په هغو چاپېریالونو او ښوونیزو مراکزو کې وده کړې وه چې عواطف او احساسات پکې روزل شوي وو او تلقین او تکرار او تقدس د هرې شېبې ویاړنه وه. د دوي د روزنې په سیستم کې د ټولنیز عقلانیت او آزادۍ او د ذاتي او اصیلې هوښیارۍ نښې نه ښکارېدې. بناء دا فرضیه نوره هم د اثبات لپاره میدان خلاصوي چې په مدرسه يي، کلیوال او داسې محیطونو کې عقلانیت وده نه کوي. که څوک په دې تمه خپل ځلمي او پېغلې په دغسې ځایونو (کورني احساسي او مقید سیستم یا مدرسه يي او جماتي ښوونیز سیستم) کې روزې چې دوي به هوښیار شي او د ټولنیز عقلانیت تر پولې به ورسېږي او وده به وکړي، دا خوب او خیال دی او دا دی د مدرسو معیارونه او شته فضا دا هر څه ثابتولی شي.

ښوونځي د یو سیستماتیک او منظم تشکیل او پلان له مخې کولی شي یو شمېر هغه ډول ډیالیکټیکي تجربې منځ ته راوړي چې وګړی پکې کولی شي د ذهني آزادۍ، عقلي احساس او عقلاني انتخاب ممکنې او لازمې خلاص لاسنې ولري. د هرې ټولنې په تاریخي او ټولنیز عقلاني وضعیت کې ښوونځي او پوهنتونونه کولی شي مثبت رول ولوبوي. د نړۍ په کچه تر ټولو ښه معیارونه د ژوند د ښه کېدو لپاره د تجربي علومو د زیاتونې اصل او پر عقلاني وده یې تمرکز بلل کېږي.

په ښوونځیو کې یو بل منل، فرهنګي توپیرونه درکول، نوي ارزښتونه منل، ژبې زده کول، موضوعي او هدفمن فکرونه درلودل، متنوع او ډولیز موډلونه مطرح کېدل، آزادي محسوسول او بالاځره یو موخیز مسیر طی کول دي. ټوله نتیجه یې د آرمان له مخې د یوې مسألې د حلولو د توانمندۍ لېږدول دي او په عملي دول یې نتایج د یو با سواده او څو اړخیزه ځلمي جوړېدنه ده چې د مضمونونو له لارې کولی شي بېلې بېلې دنیاګانې تجربه کړي. زده کوونکي د قضاوتونو، حکم کولو او باالآخره د مفروضاتو او ټولنیزو شرایطو په یو خلاص نظام کې واقع کېږي. ښوونځی ځاص ډول مفروضات منځ ته راوړي، د مادي او غیرمادي له تناقض څخه مخنیوی او یو ډول عمومي همغږۍ او تدریجي تفاهم ته رسېدنه او تر ټولو مهمه یې دا چې د ژوند لپاره تخصصي ګامونو ته په دقت سره ګوري. اما مدرسه …

د مدرسې عینکې!!

د مدرسو له کړکیو څخه دنیا څنګه ښکاري!؟ خلک څه ښکاري او وضعیت څرنګه؟

دا هغه پوښتنې دي چې په زښت حساسیت او دقت سره باید ځواب شي. مونږ مخکنیو باورونو یا مفروضاتو ته په پام سره کولی شو د جهان په هکله قضاوت او دريځ خپل کړو. دا چې دنیا ښه ده که بده ده، د ماشومتوب هغو تجربو او زده کړو پورې ورګرځي چې پلار او ملا صیب را تعریفاوه. هغوی به ویل دنیا بده ده، پیسې د لاس خیری ده، هر څومره چې ډېره شي انسان بس نه وايي!، هر څومره چې ډېره شي امتحان یې سختېږي. که دنیا کې وفا وی نو څوک به نه مړه کېدل، له هېچاسره وفا نه کوي او چاته بقا نه لري. که ملکیت ښه څیز وی نو فلاني سره به ګور ته تللی وه!! دې ته ورته په سلګونه شعرونه، مقولې، ضرب المثلونه او ذهني منفي انعکاس دی چې د یو مدرسه يي نوي ځلمي د ژوند پلیزې تجربې را جوړوي، د ده ذهن ډکوي او د ده مفروضاتو ته شکل او هستي ورکوي. دی نوره دنیا ته په همدغو عینکو ګوري، نور نو بیا ورته هر څه چې وښودل یا صلاحیت ورکړل شي نو د دغو معیارونو په پام کې درلودلو سره قضاوت کوي او چلند ترسره کوي.

د مدرسې له روحیې سره برابر زده کوونکی دا زده کوي چې باید هېڅکله د دنیا سهولتونو پسې نه وي. دی باید د اخروي نعمتونو پسې خپل او حتی که لازم وي د نورو ژوند ضایع کړي. د آخرت لپاره هر ډول دنيايي تاوان ورته عادي او هېڅ ښکاره شي. د مدرسې فرهنګ ټول په غیرواقعي ارزښتونو باندې ولاړ وي، که نه نو خدای پالنه خو په هر ځای او هر وخت کې کېږي. د مدرسې ښوونکي ټول هغه کسان دي چې د محرومیت شدیدې تجرې لري. د دوي له نظره د دنیا خلک لکه پخپله دنیا غوندې سفلی او بد او سپک دي. د مدرسه يي زده کوونکي او مدرسه يي ځلمي چلند په ښار کې د سړکونو او بازار په ګڼه ګوڼه کې ښکاري.

دلته د عقل او نقل جنګ او تقابل زښت زیږ دی او څرګند ښکاري. له عقله وېرېږي او ورته یو خاین موجود ښکاري. نن همدوی نه شي تابتولی چې له نقل نه یې مقصد څه دی او آیت څنګه بې له درایته پېژني!؟ زه اوس دغه کره تجاهل ته په زښت حیران نظر پاتې یم. کوم کار کېدلی شي چې ته هلته عقل هېڅ و نه کاروې او د عقل واک او لاس پکې نه وي!؟ ورپسې د کوم کار په دوام او نتیجې ته رسولو کې څنګه کولی شي له عقله بېل مثبتو او مطلوبو نتایجو ته ورسېږې؟!

اوس دغه پوښتنې چې د مدرسې له کړکیو دنیا او انسانان څنګه ښکاري، د فکر لپاره همدلته تاسو ته سپارم، او را بولم مو د بحث د ادامې لپاره د هغو لاملونو څېړنې ته چې د عقلانیت د نه ودې لپاره زما په نظر مهم ګڼل کېږي.

ولې ټولنیز عقلانیت وده نه کوي؟

له روانپوهیزو، انسانپوهنیزو او خاصو پراختیايي ټولنپوهنیزو بحثونو را دې خوا په دغه تحقیق کې د پورتنۍ پوښتنې ځواب په دوه برخو کې لټوو. ۱) د مفروضاتو له اړخه د ټولنیز عقلانیت وده؛ ۲) د ټولنیزو واقعي شرایطو له اړخه د ټولنیز عقلانیت وده.

لمړی: د مفروضاتو برخه:

  1. ارزښتونه او باوري شکلونه یو ډول دي.

دا فرض زښت خطرناک او سخت رواج دی. شکل یې په ټولنیزه علمي فلسفه کې دا ده چې ټول وګړي یو شان ذهني او چاپیریاليزه زمینه لري او په بلې معنا ټول خلک په یوې دنیا کې ژوند کوي! د ټولنپوهنې له نظره دا واقعیت موجود دی چې ځینې وګړي په دې آند دي چې ټول باید یو بل ته ورته شي، توپیرونه را کم شي، یو شان فکر وکړي، یو شان ارزښتونه ومني او یو ډول مبارزه او چلند وکړي. اما له بلې خوا دا پوښتنې د ټولنیزو پوهنو په منطق کې زیږه او وتلې ده چې ولې باید ټول یو بل ته ورته وي!؟

برایان في لیکي:

مګر د پېژندلو برابره ځواکمنتیا، باورونه، ګډ استدلالي اصول په دې مانا دي چې هغوي هم په همغه جهان کې ژوند کوي چې مونږ پکې ژوند کوو. مونږ نه شو کولی د نورو په اړوند یو ماناداره اړیکه حتمي وګڼو او دا نه شو فرض کولی چې مونږ هم په همغې دنیا کې ژوند کوو او د توکو او مفاهیمو د کارولو میتودونه او اعتبارونه مو همغه دي چې د نورو دي او ورسره یو شی دي. [په دې لیدلوري کې] هغه د نسبیت­پالنې تز غلط خیژي چې نور خلک په خپلو ماناداره دنیاګانو کې چې زمونږ له دنیا سره زیاته همغږي نه لري ژوند وکړي.

                                                                                               برایان في، د ټولنیزو پوهنو نننۍ فلسفه، ۱۵۹ مخ.

جوئل شارون (۱۹۳۹) د دغې پوښتنې په ځواب کې چې ولې ټول نه شي کولی مونږ غوندې واوسي، څو ځوابي لمنې خوروي. هغه د ارزښتونو مسألې ته اشاره کوي او د ارزښتیزو قضاوتونو خبره مطرح کوي. قومي او سمیه ایز جوړښت هم مهم بولي او پر انساني توپیرونو چې د چلندونو، سمبولونو او مطلوبو وضعیتونو په پېژندلو کې دي تمرکز کوي.

دی د خپلو شننو په پایله کې لیکي:

زه او تاسو په یو ټولنیز اوبد کې شتون لرو. دا چې مونږ چېرته وخت تېروو او له چا سره ژوند کوو، پر دې چې څوک یاستو او څه کوو اغېزې لري. دا خبره په څرګنده توګه زمونږ ورته والی را کموي. دا زمونږ وضعیتونه به مونږ همداسې بېل ساتي. مونږ باید دا تمه ومنو چې توپیرونه به پاتې کېږي او تل به د پام وړ وي.

                                                                                               جوئل شارون، لس پوښتنې د ټولنپوهنې له نظره، ۲۱۶ مخ.

مدرسه يي افکار ټول وګړي په ټولنه کې داسې ګوري چې باید ورته واوسي، ګډ ارزښتونه ومني او یو شانوالی ورکې زیات شي. دوي له دې اړخه هم چې د ټولنیز وجودي واقعیت سره ټکر کوي، په خپلې ټولنیزه عقلاني وده کې پاتې راځي. هرڅومره چې له بېلابېلو قضایاؤ، غوښتنو جاو ارزښتیزو توپیرونو سره مخ کېږي دا تجربه مومي چې خلک باید له یو بل سره توپیر ولري، او دغه توپیرونه د ژوند د دوام استدلال منځ ته راوړي.

  1. پوهېدنه مطلقه او غیرتاریخي ګڼل کېږي.

دا پوښتنه په مدرسه يي فضا کې څنګه ځوابېږي چې پوهېدنه تاریخي ده که غیرتاریخي؟ یعنې آیا کېدونې ده چې نن په یو څه باندې یو ډول پوه شو او سبا په همغه څه بل ډول وپوهېږو؟ د ښوونځیو کتابونه تر ممکنه بریده ښيي چې تر پخوا يې فرق کړی دی او دا یو عمومي بدلون را څرګندوي چې زده کوونکی کولی شي باور وکړي، هغه څه چې نن پرې خلک پوهېږي پرونیو ته کشف شوي نه وو. د مدرسې فضا او مدرسه يي ښوونکي ټول د دغه شان فکر سره په تقابل کې دي. برایان في په خپل کتاب د ټولنیزو پوهنو نننۍ فلسفه کې یو څپرکی په همدې عنوان خلاصوي چې آیا زمونږ پوهېدنه تاریخي ده که غیرتاریخي. قانونیت باوري او تاریخیت باوري دوه هغه فکري ټولګې دي چې دی یې را سپړي او وايي قانونیت باوري په بشر کې د ثابتو خواصو او په ټولو ټولنو او تاریخونو کې پر ورته اصولو ټینګار لري. قوانین عام، یو ډول، د تکرار وړ، وختپورې (فرازماني) او پر ټولو یو شان ګڼي. مګر تاریخیت­باوري قوانين او باورونه او فرهنګونه، خاص، نسبي، فردي، نوي کېدونکي، وختیز او ناورته بولي.

کله چې مونږ قانونیت باوري لرو نو پایلې يې جبرا د قرآن او حدیث او دیني روایتونو ثابته پوهېدنه او بې شکه پوهېدنه ګڼل کېږي. هر څوک چې په دیني مدارسو کې د دیني علومو زده کړې کوي تر دې چې په مکتب او پوهنتون کې همدا زړه کړې کوي، پر دې باور اخته وي چې دغه پوهېدنه دقیقه، سمه، واقعي او همغه لازمه پوهېدنه ده چې ده ته ور په برخه شوې. د ډېرو قضایاؤ په هوارولو کې د پیغمبر (ص)، اصحابو او سترو دیني شخصیتونو کیسې او تجربې را نقلوي او همغه شان پرېکړې تکراروي او باور یې دا وي چې هېڅ تاریخ او زمانه نه ده بله او بدله شوې! څنګه کېدلی شي دغسې افکار له عقلاني ودې سره په اوسنیو شرایطو کې مخ شي چې پر ټولنیز او زماني عقلانیت باور نه لري!؟

  1. عقلي وده په دیالکتیک صورت ممکنه کېږي.

د چاپېریال، شرایطو، وګړو او وجودي حالتونو سره په ډیالکتیکي تجربو کې دا زمینه برابرېږي چې ټولنیز ممکن صورتونه درک، تجربه او د تفسیر وړ شي. هغه څوک چې له چا سره په اړیکه کې نه وي، نو د اجتماعي ژوند پر نامرئي صورتونو یې پام نه ور اوړي او نه یې درکوي. زمونږ محلي او پخوانۍ ټولنپوهنیزې خبرې چې ځینې يې جالبې هم دي دا خبره داسې راښيي: پیسې پور که او زوی په بازار لوی که. دلته زښته مهمه مسأله د چاپیریالیزو تجربو او واقعیتونو سره د مخامخ کېدو، د قضایاؤ د درکولو او حلولو د ډولونو ذهنیت موندنه ده چې د هغو کسانو د ټولنیز ژوند په فضا کې ممکنه کېږي چې له ګڼو وګړو، پېښو، شرایطو او حالتونو سره مخ وي. مدرسه له هر داسې ډول تجربو نه خلاصه او په یوې معنا بې غمه ځای دی: (یوازې قرآن لوله او احادیث حفظ کړه!). دلته له خپل وجودي او ټولنیز شکل پرته له نورو سره نه مخ کېږي، نه ورته تجربه کېږي او د قضایاؤ په هوارۍ کې موضع ګیري نوره ثابته او یو اړخیزه وي.

  1. دنیا، مخ په بدېدو ګڼي او تاریخي تکامل یو خرافي باور او کفري خبره بولي.

یو بل مخکنی باور دا دی چې د ژوند کاروان په کوم مخ روان دی. د مدرسې په فضا کې زده کوونکي د ژوند بهیر مخ په بدېدو بولي. دا به دوي کېدی شي بې له دې چې د قرآن او ټول اسلامي دین روحیې ته پام وکړي د یو یا دوه حدیثونو او روایتونو په رڼا کې حل شوې وګڼي. ما زیاتې خبرې، متلونه، اشعار، فکرونه او د احساساتو غبرګون داسې لیدلی چې ښیي دنیا د بدۍ او ګناه په لوري مزل کوي. مخ په خرابېدو ده. ورځ تر بلې بتري ده. ستونزې مخ په زیاتېدو دي. خلک د خدای په وړاندې ګناه ته شوق مومي. دا فرضیه تر ډېره بریده نن ننګول شوې ده او یوازې ضعیفې ساګانې اخلي خو د دغه شان افکارو او فضاګانو په خلاء کې ورته د ژوندي پاتې کېدو مجال شته دی.

  1. مدرسه­يان له ثابتو ځوابونو سره ژوند کوي نه له پوښتنو سره.

دا مسأله هم د ودې او په ځانګړې توګه د عقلاني او ذهني ودې لپاره او د ژوند د ماناموندنې په بهیر کې یوه منځنۍ مسأله ده. ټولنپوهان وايي که د ټولنې زیات شمېر وګړي له پوښتنو سره خپلې شپې ورځې سبا کړي نو فکري او عقلاني وده کوي. دوي کې د ژوند امېد زیاتېږي. دوي کولی شي د فکري سترو جهانونو پر کشف او تسخیر لاس پورې کړي. که دا وضعیت معکوس شي او خلک د شته ځوابونو سره ژوند وکړي، نو د ژوند کولو دوام ورته بې مانا کېږي. نور نو هیله له منځه ځي او د فکر کولو لپاره د هېڅ اړخ په لوري هڅې نه پاتې کېږي.

ثابت ځوابونه د فرهنګ پوسېدلی، خوثا او تکراري څېره ښايي. د فرهنګي ارزښتونو کالبد زړوي، مرداروي يې او د نه زغملو شی ترې جوړوي. هر کله چې نوې پوښتنې منځ ته راځي د پوښتنو د حل لپاره میدان غځېږي، یو شمېر وګړي یې د ځوابولو هڅې کوي او بالآخره عمومي بدلانه ته چارې برابرې شي. له ځوابونو سره یو څوک بې له کوم کوښښ، هڅې، خوځښت، بدلون او موخې خپلې شپې او ورځې تېروي. آلماني کره کتنپال ټولنپوهان چې وروسته يې په امریکا کې د انتقادي ټولنپوهنې بنسټ راوړ، تئودور آدورنو، ماکس هورکهایمر او هربرت مارکوزه وو. دوي د فرانکفورت انتقادي مکتب ته وده ورکړه او په دې هکله باور لري چې هره ټولنه کې چې د فعالیتونو ډینامیکي ځانګړنې زیاتې او غالبې وي، هغه ټولنه وروسته پاتې کېږي. اسټاټیکي ټولنې کولی شي د ډلبندیو په لړ کې هغو ارزښتونو ته ورسېږي چې د دوي د دوام لامل ګرځي (رابینګتون او واینبرګ: ۲۰۱۱).

  1. د مفاهیمو یو اړخیز کول؛ ګټه (اجر) یو اړخیزه ـ یوازې اخروي ـ سنجول کېږي او د دنیا په هکله قضایا او افکار منفي دي.

ما څو څو ځله په هغو مجلسونو کې ګډون کړی چې د مفاهیم او نومینالیستي وجوهاتو له مخې له اصلي موضوع دومره لرې تللي دي چې بېرته را ګرځول به یې یو مملکت آبادول وو. د هغو له شمېره یو ډول د نومونو او الفاظو په ماحول کې استدلال کول وو. ځینې داسې علماء به په اقناع بوخت ول چې یو لفظ به یې دومره ستر او لوی کړ چې خپله ټوله معنوي او مادي شتمني به یې پکې ورکه کړه. اوس دا باور لرم چې د الفاظو تعریف او خلاصونه په زښته ژوره معنا له قراردادي اړخونو هاخوا د اوړېدلو امکان لري. هر څو کولی شي د خپل شخصي حقوقو په استفادې سره د یو لفظ لپاره دومره ستر جهانونه ایجاد کړي چې ټول خلک پکې را وننګوي. مګر دا به روښانه وي چې دا یو شخصي او مستقما ذهني چاره ده نه یو ټولنیز او عمومي چلند. یعنې دا معناګانې د شنونکي په ذهن کې دي نه په الفاظو او ژبه او مشترکو سمبولونو کې. په دې توګه دغه مدرسه يي محیط کې د الفاظو سترول، کږول، توجیهات، تحمیلات، شخصي کول، ذهني کول، غځول، لنډول او پرېکول یو معمول او آسانه مهارت دی.

د ګناه مفهوم، د ثواب، د علم، د دین، د عقیدې او زیات نور مفاهیم تاسو همدا اوس په خپل تخیلي ځواک او ذهني خلاقیت تجربه کولی شئ. اما، ګټه یا ثواب یا فایده او یا هم اجر هغه مفهوم دی چې تر ټولو زیات په دې کشېدلو او غورځېدلو اخته او بلد دی. یو عالم په آسانه سره کولی شي چې دا کره مغالطه وکړي او ووايي چې تاسو ټول یوازې په مانځه ادا کولو اجر ترلاسه کولی شئ. دا د الفاظو وړکي کول او محدودول دي. زمونږ د مدرسو ښوونکو او عالمانو دغه مفاهیم شدیدا اخروي کړي دي. دوي د اجر په معنا کې یوازې نامرئي څیزونه، اخروي فوائد، غیردنیايي برکتونه او هغه حالتونه شامل کړي دي چې د توصیف او تجربې وړ نه دي. ځکه خو د یو ناپېژندونکي وضعیت په لټه کولی شي خپل واقعي ارزښتونه توهین او سپک کړي. دوي دې لږ متوجه شي چې دا کار د نورو مفاهیمو په هکله هم ممکن دی، نه کوم کمال دی او نه کوم واقعیت! په دې توګه دلته هم د عقلانیت د نه ودې زمینه برابرېږي. ځکه مفاهیمو کې آزاد لاس لري.

  1. انسان ضعیف دی! د انسان په هکله ضعف، ګناه، بدۍ، طغیان، رټنې او شیطاني وضعیتونه بیانېږي.

تاسو به تر اوسه د یو دیني عالم له خولې هم نه وي اورېدلي چې جنت او دوزخ یو مخلوق دی او ملک او شیطان هم مخلوق، بیا نو څنګه اشرف المخلوقات د دغو نورو مخلوقاتو په لوري د تمایل، احتیاج، قربانۍ او ځان تېرېدنې ارادې ته اړمن دی!؟ دا ځکه نه مطرح کېږي چې انسان ضعیف ښوودل کېږي. یوازې د قرآن په هغو ترکیبونو او یو څو مشهوره شویو مانايي تعبیرونو او ژباړو خبرې تکرارېږي او فرضیه جوړېږي چې توهین او تحدید او تهدید پکې زیات دی. دوي نه شي کولی د انسان په رابطه د جرئت، پاکوالي، تقدم، لوړوالي، استحقاق، ګرانښت، اړیکو او عاطفې هغه سترې مسألې مطرح کړي چې مخاطبین او مسلمانان ورسره ځواکمن کېږي. امېد مومي او د خپل ځان د روزنې او ودې هڅې ورته ماناداره کېږي.

دوي د یوې خاصې ارزښتیزې ټولګې چې مفروضاتو او مخکنیو باورونو په بڼه را ټولېږي، په هکله مجبور دي ځانونه عیار او همغږي وګڼي. په دې ترتیب سره د یوه منفي او بدبینانه لیدلوري سره ګیر پاتې کېږي. له هغه ځایه انسان داسې یو موجود ګڼي چې له هرې خوا تر فشار، تهدید، هدف او تعرض لاندې دی او د ده ستر کارونه او ټول عمر عبادات به دومره هم نه شي چې دی له دوزخه خلاص کړي، دی د شکر مرتبې ته ورسوي او دی به په تول عمر کې د خدای باج ورکوونکی موجود پاتې وي. په دې ترتیب سره دا افکار د ټولنیز عقلانیت پر مخ په ودې وجوهاتو باندې منفي اغېزې لري. دوي پر ټولنه بار پاتې کېږي او کار يې د همدغو تصوراتو سره ښکېلتیا او دروني عذاب ویستل او له چاپېریالیز چلند او نورو سره په اړیکو کې خنثی کېدل وي. تاسو کولی شئ دغه وضعیت د مدرسو په هغو ځلمیو او ښوونکو کې وګورئ چې خپل زیات وخت په دغه افکارو تېروي او یا يې د درس مضامین په څو اونیو کې همدغه موضوعات وي. دوي په زیاتو عادي او عمومي ټولنیزو اړیکو کې هم د يو ضعیف العقل موجود په توګه چلند کوي.

دویم: د ټولنیزو شرایطو برخه،

  1. مدرسه­يان په هغو شرایطو کې ژوند کوي چې ځوابونه زیات دي تر پوښتنو.

دا بحث پورته هم په مفروضاتو کې مطرح شوی دی. هلته د مفروضاتو له اړخه او دلته د شرایطو له اړخه بهرني امکانات داسې برابر وي چې دوي ورسره تعامل کې خپل ځانګړو چلندونو ته ور رسېږي. دا چې شرایط څنګه او څومره کولی شي عملا څوک وهڅوي دې فورم پورې اړه لري چې د چلندونو د ایجاد شرایط مخ په وړاندې او راتلنغوښتنې سره همغږي وي. شرایط که هرڅومره هیله­منتیا منځ ته راوړلی شي همغومره د پوښتنو او ناثابتو ارزښتیزو حوزو اعتبارپوهېدنې او پراختیا ته اړتیا لیدل کېږي. هر څومره چې څوک د دنیا د بدلون، عیارولو، کارولو او ټولو شرایطو او امکاناتو د برابرولو فکر او نیت لري، دی د خپل فکري او احساسي جوړښت له مخې د هغو کسانو څخه دی چې فعال دی او مخ په امېد دی. دی پوښتنې لري، د اطلاعاتو د منځ ته راوړلو او موندلو اړتیا احساسوي، ضرورت لري او بالآخره د بهبود او ښه کېدو پسې دی. معمولا داسې کسان هم کولی شي د ټولنیز عقلانیت د ډول ډول شرایطو د تجربو لپاره چمتو وي. هغه کسان چې موخو ته ځان رسېدلی او دنیا تسخیر شوې او هر څه ګټلي ګڼي، د څو ډوله ستونزه سره مخ دي چې یو خطرناک ډول یې همداسې عقلي پاتې راتلنه ده. هغه کسان چې ځان له پورې را دې خوا ګڼي او فکر کوي چې دنیا همدومره ده چې دوي تجربه کړې او احساس کړې ده او ټولې چارې د خپل ژوند په حوزه کې اساسي او اصولي مومي، یا رنځور دی او یا هم سخت له عقلي اړخه نارسه پاتې شوی دی. افسوس دی چې زمونږ ځوانان په مدرسو کې له دغه شان وضعیت سره نارسه او بې ودې پاتې شي.

  1. که وغواړي تغییر راولي په ظواهرو او شکلونو کې يې راوړي نه افکارو او لیدلورو کې.

مهمې تجربې په دې برخه کې دا دي چې معمولا فکر کېږي که شکل یو څه ته ورته شي نو محتوی هم همغه شکل ته ورته شو. معمولا دغه تمه دلته زیاته کېږي چې یو څوک دې داسې عمل تر سره کړي او داسې دې نه ترسره کوي، حال دا دی چې د هغه عمل نه وړاندې آند او فکر د عمل زېږوونکې پدیده ده، څنګه کېدلی شي چې عمل سر ته ورسېږي او پرې قضاوت وکړی شي خو ذهنیت ورته مخکې نه وي جوړ شوی!؟

بله ډېره واضحه او څرګنده نښانواله دا ده چې معمولا د معنویت او باطني خواصو او اخلاقي ارزښتونو د لېږدل لپاره ظاهري عیارېدل اصل ګڼي. دوي نه وايي چې ظواهر دې همداسې وي خو باطني او معنوي اړخ باید په پوره معنا انساني او اسلامي او پیغمبري شي. دوي په دې تمرکز کوي چې کله ظواهر عیار شي نو غیرظاهري موارد ټول عیارېدلی شي. دا زښت معکوس فرمول دی چې د معنوي سمون په قصد د رنګ او دستار او ږیرې او تسبو په شکلونو او مقدار کې بدلون راشي!. که تاسو وغواړئ چې یو مدرسه يي ځوان درته د چا د باطن او داخلي بهیرونو په رابطه کومه ستونزه حل کړي نو طبعا بله هېڅ لار نه شي درلودلی او یوازې پر ظاهري او سطحي عواملو تأکید او تأيید کوي او ګوته ږدي. دا عمل پخپله د عقلاني وضعیت ښوودنه او ساتنه کوي.

  1. آرمانپالنه د واقع­پالنې په ځای.

د ژوند د واقعیتونو دقیقې کتنې، پاملرنې او د سمو لاملونو د درک روش ته واقع پالنه ویل کېږي. دا د ټولنیز ژوند لپاره یو ابژکتیف لیدلوری دی. په دغه ډول نړۍ لید کې وګړی تر زیاته بریده پورې تماشا کوي او خپل عواطف او شخصي سلیقه د پدیدو په بهیر کې نه ورشمېري. له وضعیت د آرمانپالنې سره برابر وضعیت نه دی. هلته یعنې وګړی د يوې پدیدې په تصور او ذهني جوړونه کې خپل ذهن دومره کاروي او ورسره ښکېل شي چې بیا یې لیدلی نه شي. وګړی د دغه شان تعامل په بهیر کې تر ډېره بریده هوارېږي او ګډېږي.

دغه لید وګړي داسې روزې چې د واقعیتونو په وړاندې قانع نه شي او په ښکاره داسې تعبیرونه وړاندې کړي چې خلاف وي. په زیاته آسانه توګه استدلال وکړي چې شپه ورځ ده او ورځ شپه!

مدرسه یان کولی شي په آسانۍ سره له واقعیتونو واوړي او خپل آرمانونه مخکې راوړي او تفسیر او تعبیرات يې وړاندې کړي. دوي د همدغه وضعیت ښکار دي او تل به وجودي او اعتقادي قرباني ورکوي. د مفاهیمو معناګانې به چپه واخلي او د تعبیرونو او تفسیرونو له درنو او اوږدو توجیهاتو به ځان ستړی کړي او دا ټول به عبادات وګڼي.

  1. د تفکر لپاره ژبه نشته؛ منطق د ودې او آزمایش لپاره مفاهیم، خلاصې اړیکې او زمینې نلري.

لوسین فور (۱۸۷۸- ۱۹۵۶) په دې باور دی چې د هرې ټولنې داخلي ـ جزئي خوځښتونو ته په پام سره دا فکري توان پیدا کېدلی شي چې خلک پوښتنې وکړي. دی د شپاړسمې پېړۍ غربي ټولنه د واضح تفکر او پراخ او اغېزمن درک له مخې څيړي. دی وايي:

د فلسفي او منطقي اړخه د لاندنیو الفاظو او اصطلاحاتو نشتون د تفکر او عقلانیت د واقعي نشتون او عیب درلودلو ښکارندوويي کوي. دا اصطلاحات وه لکه: نسبي او مطلق، انتزاعي او واقعي، ذاتي او عمدي، ترانسندانتیل یا تر وګړنیز حالت ورآخوا؛ دا شان ځینې نوم­ستایونه لکه علت، انتظام، مفهوم، معیار، تحلیل، ترکیب، قیاس، استقراء، همغږي او طبقه بندي. د اولسمې پېړۍ تر نیمايي پورې فرانسې د عقلپالنې یا رشنلیزم اصطلاح نه پېژنده، ډیټرمینیزم یې هم نه درلود او شکاکیت چې د لمړي ځل لپاره ډېډرو کارولې اصطلاح ده هم نه وه. فرانسویانو د خپلو افکارو او پوښتنو او ذهنیتونو د ښودلو په خاطر او د استدلال، تبیین او اثباتولو لپاره اصطلاحات نه درلودل نو ځکه يې تفکر هم نه وه موجود. 

لوسین فور، په شپاړسمې پېړۍ کې د یو باور مسأله، ۲۱۷ مخ.

 

د منطقي ممثلیت او اِعمال کیفیت د بېلابېلو تجربي میدانونو تکراري غوښتنه کوي. دا تکرار هم باید لږ تر لږه یو څو اړخیزې اړیکې سره وتړي او درلودلې يې وي او له بلې خوا دا پر لپسې اړیکې دا مجال ورکړي چې خپل ذهني فعالیتونه له چاپېریال سره په واقعي او ملموس ډول درک کړي، بیان يې کړي او سره شریک يې کړي. مفاهمه پرې وشي او د نقد او تجزیې او تحلیل سنجونیز کوششونه څرګند شي. دا هغه مهال وي چې یو وګړی وکولی شي د آزادۍ  په کارولو سره خپل ذهني تقویم او سنجونیز فعالیت له نورو سره په تړاو وچاري. دا همغه منطق دی او د ښه ټولنیز فکر کولو زمینې پکې دي. دا که نه وي نو ټولنیز عقلانیت لپاره د ودې او پرمختګ زمینې نشته. نو ځکه دا خلاص میدان هغه مهال چې د وګړو یو شمېر بدلو ارزښتونو باندې تجربه کېږي ګورو چې په خلاصه فضا کې مفاهیم ښه لېږدول شوي او یو د بل نه درک بل شکل وي. دا همغه ځای دی چې منطق کارول ممکن کېږي او عقلاني وده هم میسره، اما اصلي مسیر او میکانیزم ورته د آزادۍ تعریفول او آزادۍ منل دي. کله چې په خاصو معناګانو سره د آزادۍ او خپلواکۍ یو شمېر ځانګړي احساسات نو دا زمینه برابرېږي چې د منطق د کارولو جرئت او فکر پیدا شي. بیا نو په عمومي توګه د ټولنیز عقلانیت د ودې زمینه برابرېدلی شي. دا منطق او آزادي چې د منطق او عقلانیت د کارولو او پیاوړي کېدو زمینې لري په مدرسه يي چاپېریال کې د ناسم او غیرشرعي فضا په نامه مشهور او غیرمجاز دی، ځکه خو عقلانیت هلته وده نه شي کولی.

  1. عقلي وده په دیالکتیک صورت ممکنه کېږي.

د ذهن او عین مسأله یا د زده کړو په بهیر کې د تصویر او مفهوم مسأله د عقلانیت خاصو درجاتو او اړخونو ته اشاره کوي. د زده کړې ځینې روان پوهان باور لري چې دغه بهیر له پیله د روشونو له ستونزو سره مخ وي، بیا چې یو څه مختګ وکړي د ښودلو او پاشولو له څرنګوالي سره مخ وي. د روشونو ستونزې د زړه کړې پر مهال هغو پېچلو مفاهیمو او ساده تصویرونو ته اشاره کوي چې په خاصو عمرونو کې د عقلي ودې له اړخه ورسره مخ کېږو.

لوی براول پر انځوریزې ژبې زیات تمرکز کوي او هغه د ابتدايي عقلانیت سره برابر بولي. دی دغه ټکی داسې را ښيي:

ابتدايي ذهنیت له مفاهیمو سره کار نه لري، بلکې له تصویرونو سره سروکار لري. د تعقل لپاره يې توکي انځوریز دي، د بیان میتود یې هم تصویري او له تصویر سره خامخا احساسات په جدي توګه جاري وي.

لوسین لوی براول، د ذهنیتونو مسأله، ۱۹مخ.

دا انځورونه ښايي تصورات واوسي او خیالي جوړ کړی شي، ښايي په شاوخوا جهان کې په ذهني ځواک سره عکاسي شي. یو شمېر ارزښتیز بحثونه د انځورونو په لاس را درنېږي. یو انځور په ذهن کې د منل شوي وګړي جوړېږي او بل هر څوک چې هغه تصویر ته ورته صورت يې نه درلود هغه نه منل کېږي او چلند ورسره باید بدل شي! دا تفکر په جدي توګه ټول مدرسه یان را کاروي.

د چاپېریال، شرایطو، وګړو او وجود سره په ډیالکتیکي تجربو کې د عقلاني ودې زمینه برابرېږي. کله چې له چاپېریال سره اړیکې ناسمې او یو اړخیزې او مرموزې وي دنیا یو ځانګړی ځای مومي او خاصو شکلونو کې خپل پیغامونه را لېږدوي. د هغو سالمو او ګټورو اړیکو کیفیت او کیمیت را کمېږي چې په وګړو کې لازم بدلنونونه راولي.

شرایط هم دیالیکتيکي صورتونه لري او ځینې څه په خاصو ضریبونو کې تعامل او هستي او عدم ته رسېږي.

وګړي په ټولنه کې د اړیکو د تعدد له وجې مختلفي فکري او ذهني زاويې د تجربو میدان کې خپلوي، ځکه دا کولی شي د وګړو پر ټولنیز عقلانیت باندې مثبتې اغېزې ولري.

وجودي مسأله هم همداسې ده. هېڅ وجود نشته چې د نورو وجودونو سره په ارتباط کې ځان تعریف او څرګند نه کړي. دا څرګندتیا پخپله نسبي، متغیره او کیفي ده. د بدلېدو په حال کې او همېشه پر جدي تعامل متمرکزه ده.

بله مهمه خبره دا ده چې که ټوله فضا کې ورته والي خواته تمایل زورور وي نو د عقلي ډیالکتیکي ودې امکان را کموي، هر څومره چې د توپیرونو د منلو زمینه پراخه وي نو هلته د بېلابېلو عقلاني تجربو ډګرونه د عقلاني ودې تضمین کولی شي.

پرتله او نمونې

  • قرآن ته په کوم نظر کتل کېږي؟

مدرسه یان او ځینې ستر علماء د خپل عمل او پوهې په ځواک دا ښيي چې قرآن د دوي له پوهې سره برابر کتاب دی. دوي د خپلې ذهني او خامې عقلې تجربې سره د قرآن په رابطه لوبېږي. دوي د خپلې پوهې او انتزاع او تخيل ښکار شوي دي. زه په صراحت سره دا وایم چې عملا قرآن ته ستر توهین د دوي په دريځونو کې څرګندېږي. دوي داسې انګېري چې قرآن همداسې چې زه پوه شوم باید تطبیق شي او ځکه چې زه پرې باور لرم نو باید ویې ستایم! دا ستاینې ټولې له یو غلط خو غالب پاراډایم نه سرچینه اخلي.

ما په پوهنتون کې له نژدې نه نوي محصلانو دا اورېدلي چې قرآن د الله قانون دی! دا ستره تېروتنه هم د دوي لپاره یوه عملي او د نهیلیستۍ په لور د غورځېدلو یوه پیلامه ده او هم د نورو نژدې انسانانو د ژوند اسلوب ته ګواښونه. په دې اړوند څو لنډې خبرې لرم:

  • ځان­نه­خبراوی (ناخودآګاهي) د عمل، پوهېدنې، ذهنیت او ټولنفکرۍ په رابطه اغلاط منځ ته راوړي.

دوي قرآن ته له هغه ځایه راځي چې ګواکې تطبیقول يې په ځان او په نورو پیل غواړي او آسانه ده او مسؤلیت لري. په دې ترتیب سره له یوه ستر میدانه چې د قرآن د سمې پوهېدنې میدان دی او د هغو سترو او سپېڅلو انساني مرامونو له واقعیتونو اوړي کوم چې قرآن پرې متمرکز دی او همېشه یې ښوودنه او توصیه کوي. مدرسه یان د دې لپاره چې یو ډول ژورې بېخودۍ او له ځانه پردي توب را اخیستي دي، هغه څه ترسره کوي چې ګومان کوي پرې پوهېږي خو اصلا د معرفت پېژندنې له نظره یې امکان په بېخي اقل کې دی. هر هغه څوک چې د قرآن د پوهېدنې او بیا عمل کولو ادعا لري هغه که د ګوتو په شمېر له څو بنسټیزو پوښتنو سره مخ شي نو هرو مرو را غورځېږي او د قرآن په رابطه یې باور او لید بدلېږي. د قرآنپوهنې اړوند ذهنیت بېخي خراب دی. خلک له قرآنه هغه څه غواړي چې باید یې له ځانه وغواړي او په ځان هغه څه کوي چې باید په قرآن يې وکړي.

  • ستره خطا دا ده چې د قرآن د پوهېدنې او عمل کولو تر منځ چې د عقلاني ودې ځای دی، هېڅ واټن نشته!

داسې ښکارېږي چې له پوهېدنې سره جخت په قرآن باید عمل وشي، او عمل کول هم له ځنډ پرته ممکنه ده. دا باور یو شمېر زیات قرآن­باوري دې ته رسوي چې د عمل او علم تر منځ بریدونه ونه ګوري، یوازې سره نښتي يې وګڼي او له علم سره عمل د فرضو په نامه کفر ته وباسي! زما په آند دلته ستر اصل له پامه غورځول شوی چې د پوهېدنې اصلي بهیر او پروسس یعنې د عقلاني ودې او انساني درک؛ دا ټول چېرې کېږي او کله کېږي. له بله اړخه دا پخپله د قرآن له حکمه سرغړونه ده.

نن ورځ د متن جهان، د ذهن جهان، د پوهېدنې بهیر، د ظرفیت جهان، د ارتباط دنیا، د لوستونکي جهان، د اهدافو جهان، د لوستنې جهان، د تشخیص او تدقیق نظام، د ژبې جهان او بالآخره د ژبنیو تصویرونو، مفاهیمو او تفسیر او تعبیر جهانونه مطرح دي. دا ټول د پوهېدنې په جریان کې زده کړیال تر اغېز لاندې نیسي. دا هغه څه دي چې یو مدرسه يي هم نه ترې خبر دی، نه یې نوم ویلی شي او نه یې لیکلی شي! خو بیا د قرآن د تطبیق او عملي کولو په رابطه په راحته حکم کوي، عمل کوي او ادعاوې يې خلک د کفر په دښته کې ګوري!

  • دا لیدلوری په ځینو مخباورونو کې په زیږ ډول سره تر سترګو کېږي چې ټول علوم په قرآن کې شته!

دا یوه باوري ادعا ده نه عملي! دلته خو د دغې خبرې د پوره نقد او تفصیلي بحث ځای نه دی مګر په دې رابطه به هم مناسب وخت کې څه لیکم. دوي د نظر او باور له مخې قرآن د ټولو کتابونو مور او پلار بولي. د ټولو علمونو او پرمختګونو اصلي فورمولونه په دې کې ګڼي. مګر د عمل له مخې په دې خاطر چې دا وضعیت نه شي ثابتولی، په ډېر ساده او زښت غورځېدلي حالت کې واقع دي. دوي د خبرو او عمل تر منځ دوه چیرې دي. بن­بست یې دا دی چې فکر کوي د عمل په ډګر کې که ومني چې نه کېږي نو باور ته یې خدمت نه دی کړی! دا داسې مانا نه لري چې قرآن یو بې ځایه کتاب دی، مګر د دغه شان لیدلورو په اړوند کره نیوکې دي چې له قرآن سره تشریفاتي چلند کوي، په یادولو او تکرار يې آرماني مخاوی ورسره کېږي او بالآخره د قرآن په رابطه د عقل کارونه په دې را خلاصوي چې نقل اصل دی! خو زه نه پوهېږم چې د همدغه نقل پوهېدنه، باور کول، تعقیبول، تطبیقول، په پام کې درلودل، احتیاط کول او …. له کومه ځایه په بې عقلۍ کې موندل کېدی شي!؟

  • انسان او جهان

لکه د قرآن په رابطه شوې خبره د انسان او جهان اړوند هم ارزونیزه او ارزښتیزه ده. دلته هم جهان یو ګونګ مفهوم ښودل شوی، کله د طبیعت، کله د وجود، کله د مادي توکو او پیسو لپاره کارول کېږي. معمولا زه که وغواړم د مدرسو په فضا کې د دنیا د مفهوم ځای­پېژندنه وکړم نو جالبه به وي چې بدمرغي، پستي، بېزاري، ګناهځی، د بدو خلکو وطن او بالآخره یو سبک او غیرضروري هستي ښوودل کېږي. دا نه یوازې زده کوونکي بلکې د استادانو په مثالونو کې راځي. هغوي دې ته په وار وار اشارې کوي او د دنیا د دنائت خبره د دوي تر ټولو مهمه فکري ـ احترازي شتمني ده.  د انسان په رابطه مولوي صیبان د قرآن هغه د یوه آیت مشهوره جهان بیني چې د حسن اعمالو آزمایښت په هکله فرمايي، را اخلي. دا د الملک سورت دویم آیت دی او د ابتلاء او آزمایش فلسفه زیاته نورو ځایونو کې هم اوسېدلې ده. انسان اوس په لیدلوري کې یو د آزمایښت سره را ګیر موجود په پام کې نیول کېږي.

په مدرسو کې د انسانپوهنې یا ذاتي او فطري انسان پېژندنې منظم او علمي بحث نه شته. په فقهي منابعو کې چې مدرسه يي نصاب یې په خپلو دورو کې لري، سخت ارزښتیز نظر غالب دی او د انسان اړوند ناسم لیدلوری حاکم دی. د ځینو اسلامي تفسیرونو له مخې د قرآن هغه آیتونه علماؤ زیات زیږ را اخیستي چې په نتیجه کې یې وچې او محض پېښې ته ور رسېږي. دوي زده کړي چې جهان د آزمایش جهان دی، او انسان یوازینی هغه څوک دی چې باید آزمایش ورکړي. په دغه آزمایش کې دی باید له هر څه نه تېر شي. د دغه لیدلوري یو جبري مخ­باور دا دی چې انسان داسې خلق شوی چې که دی ټول عمر هم کار او زحمت او فکر وکړي، نه شي کولی حتی ځان وژغوري. دا هغه څه دي چې د ذهنیت له مخې انسان داسې یوې فضا کې فرض ګڼي چې ورته هر ډول چلند سره وېره او ډار په پام کې وي او د ځان د سرنوشت په رابطه یو ډول تلپاتې اندېښنه ورسره وي. دی هڅوي چې باید ځان خلاص کړي او د دغه خلاص لپاره هر ډول چلند ته آماده وي. نو د چلندونو په دنیا کې يې هېڅ څه او څوک خنډ نه شي ګرځېدلی. دا له اسلامي نظره یو اړخیز بحث دی، دیني انسانپوهنه داسې نه وايي او د انسان باورونو او غلطو انګېرنو ته څو څو ځله د دې اجازې د نه درلودلو یادونه کوي.

همدغه انسان او جهان پورې په واقعي معنا محتاج مدرسه يي، نن د بدو قضاوتونو هېڅ درېغ نه کوي. دی له هغه ځایه دنیا ته ګوري چې باید سترګې پټې کړي او هلته بیا ووايي چې غیر له بدۍ څه نه ګوري. که ښه څه هم ګوري ټول د ګناه په لوري خلک را بولي. پرهېز هغه څه دي چې د دنیا په رابطه معنا پیدا کوي. تر ټولو لوی پرهېزګار هغه خلک ګڼل کېږي چې دنیا ته په سپک نظر ګوري او د خدای ولي او دوست هم هغه بلل کېږي چې دنیا نه تښتي او خلوت او ګوښه ورته د جنت لار ښايي.

دو کانالونه:

نتیجه:

د لیسینگ مشهوره وینا ده: «روزنه د وگړو لپاره وحیَ ده او وحیَ د بشر لپاره روزنه». د روزنې سیستم بې له شکه تر ټولو مهم هغه دی چې عقلاني وده ممکنه کوي. د ناسمو او غلطو جوړو شویو ذهني هیولاګانو او مفروضاتو له لارې د وګړو ټولنیز چلند سمېږي. هر یو وګړی د خپل ذهني وضعیت تر اغېز لاندې ځان ته موخې، روشونه او اسباب ټاکي او کاروي يې. بله خوا ټولنیز شرایط داسې فضا منځ ته راوړي چې هلته د ځانګړو اړینو تجربو امکان محدود وي، په دې توګه د ټولنیز عقلانیت د ودې چاره ممکنه نه شي.

هر څومره چې د مدرسې د ښوونځیو پر ځای انتخابوو، هر څومره چې د مدرسو نصاب په شخصي او ذوقي احساس او باور سره منځ ته راځي، د نسلونو عقلاني وده ناممکنه کېږي. نن د هرې مدرسې زده کوونکي د پوهېدنې له اړه حفظي او عکسي زده کړې سره ښه آشنا دی حتی ټر ټولو لایق او وتلی زده کوونکی یې، ښوونځي د بېلابېلو ذهني او عملي تجربو د منځ ته راوړلو له لارې د ډیالکټیکې آزادې ارادې د کارولو زمینه برابروي. مدرسې ټولې تقریبا د تکرار روحیه له ځانه سري او د قناعت او تبعیت او ماتېدنې او توهین او حقارت او تحکم له خویونو سره لوئېږي. دا روحیه د راتلونکې لپاره او د ښه اجتماعي ژوند لپاره مناسبه او اړیکه روحیه نه ده. د مدرسې زده کوونکي چې کله فارغېږي د ټولنیز سالم ژوند له ضد روحیې سره روزل شوی وي، او د خپلو شخصي او دروني شویو ارزښتونو له باور او پنداره ځنې ټوله نړۍ قربانولی شي. د مدرسو مدرسین، مهتممین او جوړوونکي دې د دیني عقایدو د ښوونې لپاره نوې او سالمه چاره پام کې ولري. ځکه نوره دغه ډول ښوونیزه لاره چاره سالمه نه ده او د نورو ژوند ته ګواښ بلل کېدلی شي. زمونږ هېواد او په سیمه کې د قربانۍ ځینې غبرګ او اوچت لاملونه همغه ذهنیتونه او مفروضات دي چې له مدرسې غوندې چاپېریالونو را پورته شوې دي.

وړاندیزونه:

  1. نوي نسل کې د سنجونو د تقویې نظامونو ته باید پام وشي. دغه سنجونیز نظامونه همغه فردي او شخصي منطقونه دي چې د کورنۍ، ټولنې او ښوونځي او مدرسې په چاپېریال کې له تعامل سره ترلاسه کېږي. د دغه تعامل او په دغه ډول اړیکه کې د ښې اخیتسنې او په مثبتو اړخونو د تمرکز لارښوونې مهمې دي.
  2. آزدې تجربې او جهت لرونکې انګېرنې هم مرسته کولی شي تر څو یو کس د خپلو فعالیتونو له لارې د سالمو پیغامونو د لېږدالېږد پروسه تقویه شي او د پیغامونو د اخیستلو تر څنګ خپله آزاده اراده د پیغامونو د تحلیل، اخیستنې، انګېرنې او غبرګون ښودنې په بهیر کې وکاروي. دا همغه آزادي ده چې زمونږ ځوانان یې باید په خپلو مسائلو کې ولري.
  3. کورنۍ او کورنی چاپېریال کولی شي د نویو ځوانانو او نوي نسل د روزنې او عقلي ودې لپاره ګټور وي. که کورنۍ فضا آزاده کړي، د ماشومانو او ځوانانو سنجونیز ځواکونه ومني، هغو ته دا ډاډ ورکړي چې کولی شي مثبت واوسې. خپله ګټه پخپله وسنجوي او دنیا ته ارزښت ورکړي، ژوند ته توهین و نه کړي، د مشرانو احترام په خپل سرکوب او محو کېدو کې ونه ګوري. دا ډول کورنۍ کولی شي د عقلاني ودې زمینه برابره کړي. د ډېرو توکو او اشیاؤ درلودل، کارول، اجازه ورکول او تعامل ایجادول ټول کولی شي د ودې لپاره وي.
  4. ټولنیز شرایط او جوړښت ماتونه هم هغه څه دي چې لږ جرئت او د بدلون لپاره زیږ ګامونه غواړي. دا د هغو جوړښتونو په خلاف عمل کول دي چې په عرفي او سنتي او زړو مزاجونو ولاړ وه او نن هېڅ په کار نه راځي. دا اراده او جرئت کولی شي نوي جوړښتونه ایجاد کړي او په یو پرمختللي قالب کې ځوانانو ته د رول او فعالیت زمینه برابره کړي.

ټولې ادارې، خصوصي او رسمي ښوونیز او روزنیز سیستمونه د خلاصو فضاګانو په درلودلو سره، د ځینو مشخصو نویو ارزښتونو پر سر د درېدلو او ځانګړو اعتبارونو منځ ته راوړلو له لارې د ټولنیز عقلانیت د ودې امکانات برابر کړي. د ښوونځي نصاب، د کورنۍ شکلي او محتوايي ذهني فضا، د روغتیايي مراکزو له لارې سالم او مثبتې چوپړتیاوې د نوي نسل د ذهني او مفروضاتو د سم جوړښت پر سر اغېزې لري چې ورسره عقلاني وده ممکنه کېږي. مونږ د لازمو او ځانګړو تجربو د لېږدولو له لارې چې په روزنیز او ښوونیز سیستم کې ممکن دي کولی شو عقلي ودې ته ورسېږو.

  1. رسنۍ کولی شي د خپلو ټولو خپرونو په مسیر، لاسته راوړنو او مستقیمو ټولنیزو بدلون راوړلو پر سر بیا کتنه وکړي. دلته د ښو او سالمو بدلنونو په موخه د ځانګړو اسبابو او مفاهیمو د انتقال له لارې کېدونې ده د عقلاني ودې لپاره زمینې برابرې شي.
  2. په فردي شکل هم کېدونې ده خپلې چارې داسې سمبال کړو چې زمونږ په وجود کې د عقلاني ودې او ټولنیزې هوښیارۍ نښانې او تعامل زیات شي. دا د امکاناتو او مقاصدو د ښه سالم او مثبت انتخاب له لارې څرګندېږي.

سرچینې:

  1. عضدانلو، حمید: آشنايي با مفاهیم اساسي در جامعه شناسی، نشر نی، درېیم چاپ، ۱۳۸۸.
  2. چلبي، مسعود: تحلیل نظری و تطبیقی در جامعه شناسی، نشر نی، لمړی چاپ، ۱۳۹۳.
  3. روحاني، رضا: دوګانګي بنیادين در نګرش به هستي (دنیاګرايي و آخرت ګرايي)، ماهنامه حافظ، ۲۳ مه ګڼه، ۱۳۸۴.
  4. رابینګتون، ارل – واینبرګ، مارتین: رویکردهای نظری هفتګانه در بررسی مسائل اجتماعی، د ډاکټر رحمت الله صدیق سروستانی ژباړه، د تهران د پوهنتون نشرات، اووم چاپ ۱۳۹۱.
  5. في، برایان: فلسفه امروزین علوم اجتماعی، د خشایار دیهیمي ژباړه، د طرح نو نشرات، شپږم چاپ ۱۳۸۶.
  6. شارون، جوئل: ده پرسش از دیدګاه جامعه شناسی، د منوچهر صبوري ژباړه، نی نشرات، دیارلسم چاپ ۱۳۹۳.
  7. برلین، آیزایا: سرشت تلخ بشر، د لی­لا سازګار ژباړه، ققنونس خپرنه، دویم چاپ، ۱۳۸۷.
  8. پوپر، کارل، جامعه باز و دشمنان آن، جلال الدین اعلم، نشر نی، څلورم چاپ، ۱۳۹۰٫
  9. کارل پوپر و عقلانیت اقتصادي، مجله تخصصی معرفت، ۱۳۷۷٫
  10. محمد رضا جوادي یګانه، نظریه انتخاب عقلاني، ۱۳۸۹٫
  11. آتام، تورګوت، مهدوی، حسن، تحول دینی ـ اجتماعی در ترکیه، مجله تخصصی تاریخ جهان اسلام، سال ۲ شماره ۴ صفحات ۱۲۳ الی ۱۴۵، ۱۳۹۳.
Recommended Posts

دلته یې وپلټئ