ارواپوهنه ګالري

د فروید یوسلوشپېته کاله

د شلمې پېړۍ د ارواپوهنې ستر عالم ډاکتر زېګموند فروید له نن یو سلو شپېته کاله وړاندې د المان په لایپزیک کې زېږېدلی دی؛ او د سپټامبر په ۲۳، ۱۹۳۹ کې په لندن کې ومړ.

د فروید افکار او نظریات د معاصرې ارواپوهنې لپاره انقلابي حیثیت لري. پر خوب، جنسي غریزې، لاشعور، فرهنګ، تمدن، دین، اجتماع او نورو مهمو ټولنیزو او فکري مفاهیمو کې د ده عمیق او زورور حضور لا هم د انساني علومو د متخصصینو او مفکرینو لپاره د تعامل وړ موارد دي.

شپږم مۍ یې د زېږېدو یو سلو شپېته کاله پوره شول. په دې دومره اوږده موده کې د فروید فکري حضور لا هم هغسې محسوس او ځانګړی دی، لکه د ده د ژوند پر مهال چې مطرح و.

فروید لکه د نورو علماوو په څېر د بیوګرافي اصل او اساس نفي کړ او ویل به یې چې انسان تر ورځنیو کړنو ورهاخوا د زیاتو او پراخو دروني او پټو انګیزو درلودونکی دی چې تر عقلانیت یې عمل موثریت او ډېروالی درلود.او زموږ د اکثرو رفتارونو زېږنځای دی.

د ژوند په وروستیو کلونو کې فروید د حنجرې په سرطان اخته و او سخت دردونه یې ګالل. په دې وخت کې ده نوې نظریه وړاندې کړه: «خشونت د عضلاتو د قوې محصول دی.» عضلات باید په ځان کې راټوله شوې انرژي (ټون) تخلیه کړي او د تخلیې لپاره یې خشونت یوه وسیله ده. فروید ته په دې وخت کې ټول ژوند له درد او کړاوه ډک ښکارېده چې هر انسان باید ځان ځنې خلاص کړي. [ډاکتر محب الله زغم – خشونت او مرګ د فروید له نظره؛ انسان مجله، درېیمه ګڼه]

د انسان وېبپاڼې د عکسونو په دې البوم کې د هغه د خپل وخت د بېلابېلو پړاونو انځورونه، د ده د لور آنا فروید، د کورنۍ، ملګرو، د اوسېدو د ځای او د ده په یاد د جوړو شویو موزیمونو ګڼ انځورونه کتلای شئ.

ستاسو نظر