ګالري

پالمیرا؛ محوه کېدونکی مدنیت

پالمیرا د سوریې د حمص په ولایت کې د یو لرغوني ښار نوم دی چې له دمشق سره ۲۱۰ کېلومتره لرې پروت دی. په دې لرغوني ښار کې آرمانیان، اموریان، عرب او د یهودیانو اقلیت ژوند کاوه. د پالمیرا تر څنګ د تدمر ښار موقعیت لري چې د پالمیرا عربي ژباړه یې ګڼي.

پالمیرا د نړۍ د سترو مدنیتونو یوه بېلګه ده چې د میلاد په لومړي او دویم قرن کې یې وخت ښودل شوی دی. پالمیرا اوس مهال د یونیسکو په نړیوالو فرهنګي میراثونو کې شامل تمدني میراث دی. د پالمیرا ښار ۱۰۰۰ ستنې او یو ستر پنځه سوه کسیزه هدیره لري. د سوریې تر کورنیو جګړو وړاندې به هر کال ۱۵۰ زره کسان د سیاحت لپاره د نړۍ له ګڼو برخو د پالمیرا له لیدلو ته ورتلل.

د بَعَل معبد

د بین النهرین د تر ټولو ستر خدای معبد چې په رومي سبک جوړ شوی دی. د دې معبد د جوړولو لګښت د وخت رومي امپراطورۍ ورکړی و او دا معبد له رومي امپراطورۍ څخه د دې سیمې د وګړیو د الحاق کېدو په ویاړ جوړ شوی. د سوریې په کورنیو جګړو کې دې معبد ستر زیانونه لیدلي دي.

د هادریان دروزاه

تر یو کېلومتر زیاته د لویو ستنو په امتداد دا مسیر د روم د پخواني امپراطور هادریان په افتخار جوړه شوې وه. د دې سترې لارې سبک د پخواني رومي – یوناني معمارۍ سبک و چې هغه وخت یې زیات شهرت درلود.

څلور ضلعې خونه یا تتراپیلیون

د پالمیرا په څلور لارې کې دا څلور ضلعې خونه د ګرانیتو له سرو تیږو جوړه شوې ده. دا څلور ضلعې خونې سرپټې دي. پخوا به په دې هرې یوې څلور ضلعې خونې کې مجسمې وې. اوس یوازې یوه ستنه په کې انتیک ده او نورې بیا وروسته جوړې شوې دي.

د بعل شمین معبد

chaled-al-assad-101_v-videowebl

خالد الاسعد د پالمیرا د لرغون پوهنې مسوول د ۸۲ کالو په عمر داعش وواژه. خالد اسعد ۵۰ کاله د سوریې د لرغونپوهنې په برخه کې څېړنې او مطالعات کړي و او ۱۳ کاله وړاندې تقاعد شوی و. خالد اسعد د نړیوالو متخصصینو په مرسته د سوریې د تمدن او لرغونتیا په موخه ګڼ تخصصي نشرات خپاره کړي و. ویل کېږي چې اسعد توانیدلی و چې د داعش تر تصرف وړاندې یو شمیر مهم تاریخي اثار خوندي ځای ته ولېږدوي.

د بعل شمین معبد د توپانونو او د حاصل خیزو بارانونو فنیقي خدای ته وقف شوی و.

د بعل شمین د معبد په دننه کې د داعش وسله والو له لوري انفجاري مواد منجر شول او د دې معبد زیاته برخه یې ړنګه کړه.

د شامین – بعل معبد

دا معبد د پالمیرا د مدنیت پر مهال د باد د خدای لپاره جوړ شوی دی. د دې معبد د جوړېدو دقیقه نېټه نه ده ښودل شوې خو کله چې فنیقي مهاجر په پالمیرا کې مېشت شول، دا معبد یې جوړ کړی دی.

آمفي تیاتر

دا تیاتر چې د ماڼۍ مخې ته جوړ شوی دی، شرقي نمایشنامې په کې اجراء کېدې او یا به هم د حیواناتو یا ګلایداتورانو سره جنګ او مبارزه ښودل کېده. آمفي تیاتر له رومي – یوناني مدنیت څخه په تاثر کې جوړ شوی و.

د اګورا میدان

په اګورا میدان کې به د پالمیرا حاکمه طبقه راټولېده او هلته به یې غونډې کولې. د پالمیرا د قهرمانانو مجسمې به هم دې میدان راوړل کېدې. د دې میدان په جنوب غربي برخه کې د یو عمارت پاتې شوني شته چې احتمالا به په کې ښار شورا جلسې کولې. د ښار په شورا کې د ښار بانفوذه خلکو او تاجرانو غړیتوب درلود.

لوکس قبرونه

دا د پالمیرا د هدیرې مخې ته د بانفوذه کسانو د مقبرې برخه ده. د دې قبرونو یو شمیر برخه لا هم هغسې ولاړه ده. دا قبرونه تر نورو قبرونو جلا په تزیین شوي شکل له لویو لویو مجسمو جوړ شوي دي.

د بریا تاق

د دې تاق قدامت تر دوو زرو کلونو اوړي. ۵ اکتوبر۲۰۱۵ کې د داعش وسله والو له لوري ړنګ کړای شو.

د پالمیرا د وګړیو طبقه بندي

په پالمیرا کې درې طبقې وګړیو ژوند کاوه:

  1. آزاد
  2. غلام
  3. بیګانه/ پردي

په ۲۱ می ۲۰۱۵ کې داعش وسله والو پالمیرا ښار ونیوه. د اګست د میاشتې په اواخرو کې یې د بعل معبد ړنګ کړ او د اکتوبر په اوایلو کې یې د بریا تاق له منځه یووړ. د جولای په میاشت کې داعش وسله والو د پالمیرا شپږ لویې او تاریخي مجسمې ړنګې کړې چې یوه په کې د شیر اللات مجسمه وه.

انسان وېب پاڼې د دې ستر تاریخي مدنیت او فرهنګي میراث یو شمیر انځورونه راټول کړي، لاندې یې وګورئ!

 

 

ستاسو نظر