د جنګ اختصاصي پاڼه ګالري

یوه لسیزه ژوند او جنګ

د ژوند او جنګ دا انځورونه د انسان وېب‌پاڼې له لوري انتخاب شوي دي. په افغانستان کې تر یوې لسیزې زیات د ژوند او جنګ تر منځ د انسانانو روان کشمکش د روانې پېړۍ ستره انساني معضله ده. په تېره یوه لسیزه کې د بې شمیره بې ګناه انسانانو قتل د دې شومې جګړې تر ټولو بده پایله ده.

تاسو به په دې انځورونو کې د ژوند زیات او مختلف اړخونه وګورئ؛ ښځې، ماشومان، ژوند، زده کړه، راتلونکی، هیلې… چې تر څنګ به یې د د طالبانو، پخوانیو جنګسالارانو او پاتې شونو هغه کړنې هم مشاهده کړئ چې د یوې لسیزې په لړ کې یې افغان انسان ځورولی دی.

د افغان ملي ځواکونو او نړیوالو پوځیانو حضور او ماموریتونه به هم د همدې البوم برخه وي. په دې برخه کې به هم ګڼ او نالیدلي واقعیات وګورئ.

د انځورونو دا البوم د نړیوالو رسنیو له منتخبو ګالریو راټول شوی دی؛ لکه، شپیګل، ټایمز، ټیلګراف، ډيلي میل او ګڼې نورې.

د ژوند او جنګ دا کشمکش ورانونکی او وژونکی وو.

ستاسو نظر