ګالري

کتابونه

کشر ورور ته چې مې د کتاب د لوستو ووایم په منډه مې له خوا جګیږي. خو کله چې زه کتاب راواخلم ځانته چای، وچه یا تازه میوه راوړم. یا هم کوم طبیعي ځای ته د تللو تکل وکړم ده له ما مخکې کتابونه په تخرګ کې نیولي وي. یوه ورځ مې ورته ویل :
ـ ته دا کار دې شیان لپاره کوې؟
ـ نه، کله چې دا هر څه وي د کتاب لوستل خوند راکوي. نه مې ستړی کوي. د کتاب خبرې مې په ذهن کې کیني. هېڅ شی راته وچ نه وي.

ښه وايي له طبیعت سره هر څه جذاب دي، مخکې مو کور کې چمن و هر سهار به وختي وېښېدلم، یو کتاب به مې راسره کړ په پرخې به مې پښې غځولې تر څو چې به لمر ښه تود شوی نه و نه به جګېدلم. محیط د انسان په ذهن او زړه ‌اغېز لري که ګرد چاپېره ستاسې په خوښه وي ذهن به مو ارام وي چې ذهن ارام وي زده کړه ‌‌ډېره کیږي.

بل دلیل چې د دې کتابونو انځورونه مې داسې اخیستي عکاسي وه. که څه هم په دې هنر چندان نه یم ورخبره او نه هم سمه کامره لرم خو بیا هم ما هڅه وکړه سلیقه ولرم.

له انسان ویب سایټ مننه چې خپروي یې. دا کتابونه که ولولئ پېښمانه به نه شئ. زه هڅه کوم نور هم هغه ښه کتابونه چې ما لوستي یا مې لوستل تاسې ترې خبر کړم. هر وخت چې یو باسواد کس وینم کتاب نه لولي د مارک ټواین دا جمله مې سترګو ته ودریږي.
« هغه تعلیم یافته چې کتابونه نه لولي له بې تعلیمه سره هېڅ توپیر نه لري. »

دا هم مه هېروئ چې هر کتاب په یو وار لوستو ارزي.

درنښت
شفیقه خپلواک

ستاسو نظر