ګالري

یوه ورځ اختیار

د روان لمریز کال د وږي میاشتې په درېیمه د چهار شنبې ورځ، د پوهاند سید بهاء الدین مجروح د “د جبر او اختیار دیالکتیک” کتاب د مخکتنې او فلسفي بحث غونډه تر سره شوه.

یاده غونډه چې د انسان مجلې له لوري د میدیوتیک افغانستان دفتر په انګړ کې جوړه شوې وه، ګڼ شمېر استادانو، د فکر خاوندانو او د پوهې مینوالو او ځوان قشر ګډون پکې کړی وو. په دې غونډه کې اکاډمیسین استاد سلېمان لایق، څېړنوال عبدالغفور لېوال، استاد ضیاء الحق شمس، استاد نجیب منلي، ډاکتر روح الله امین، انور وفا سمندر او داکتر محب الله زغم د وینا لپاره ټاکل شوي ول او همداراز د هېواد تکړه ممثل ممنون مقصودي د استاد مجروح د ناآشنا سندرو له کتاب څخه د وطن مور په نوم شعر د تمثیل په ‌ډول د غونډې راغلیو مېلمنو ته وړاندې کړ.

د جبر او اختیار دیالکتیک د روان کال په لومړیو کې د انسان مجلې له لوري وروسته له ۴۲ کالو د درېیم ځل لپاره له سره چاپ شو.

ستاسو نظر