Circle Image

ملي فرهنګ کلنۍ سرمشریزه

«انسان» د فرهنګي مطالعاتو او د ملي فرهنګ په برخه کې د سترو او پراخو خبرو لپاره د کال یوه مجمع یا Summit رابولي. په دې کې بحثونه، سمپوزیم، فیسټیوال او ورته مسایل شامیلیږي. د ملي فرهنګ په دې کلني اجلاس کې له جنوبي آسیا او منځنۍ آسیا سره د افغانستان فرهنګي تعامل، اسلام او د افغانستان فرهنګ، دودونه، ادبیات، او هنرونه د دې مجمع برخې دي.


یادښت

د ملي کلتور د کلنۍ سرمشریزې اړوند بشپړ جزییات او د راتلونکې سرمشریزې څرنګوالی او منځپانګه له لاندې ځایه در ښکته کړئ

نورې مهمې پانې

په یوه ځانګړې جغرافیه کې د خلکو ترمنځ د نورمونو، رفتارونو، عقایدو، رسمونو، او ارزښتونو مشترکې مجموعې ته په یوه تعریف کې ملي فرهنګ وایو. ژبه، دین، قوم، نژادي پېژند، کلتوري تاریخ او رسوم هم په ځانګړي تمرکز کې د ملي فرهنګ برخه ګرځي. ملي فرهنګ په یوه سیاسي او جغرافیي سیمه کې له خلکو سره تړلی دی. کله چې موږ په افغانستان کې د ملي فرهنګ په اړه خبرې کوو، د څه په اړه غږیږو؟ دا یوه ډېره کلي او پراخه پوښتنه او موضوع ده او کس اړ کېږي ټول هغه څېزونه په ذهن کې وګرځوي چې په یو ډول د فرهنګ په زمینه کې شاملیږي. په ادبیاتو کې د هندي مکتب سبک چې له څو پېړیو په پښتو او دري ادب کې محسوس دی د ملي فرهنګ په بحث کې پراخه مانا پیدا کوي او په یوه مانا موږ له اوسنۍ سیاسي جغرافیې د باندې پرېږدي. موسیقي چې نژدې یو نیم سل کاله وړاندې د یو هندي موسیقار په مرسته د افغانستان دربار ته راغله، څنګه نن د افغانستان په غالبه موسیقي بدله شوې؟ له بخارا تر زاړه ډیلي پورې زموږ مشترکه دیني تجربه څنګه د آسیا په زړه کې د یو داسې هېواد په توګه د پام وړ ده چې لا هم له دیني افراطیت څخه ځوریږي. دې ټولو ته په کتو په لوبو، کورنۍ، خوړو، موسیقۍ، او د هنر په نورو ډولونو کې، رسوم، ادبیات، ژوند او چاپيریال اړوند ټولې پېښې او مسایل څنګه په یوه مانا او یو جوړښټ د ملي فرهنګ په نوم د مطالعې وړ ګرځېدای شي؟ نور نړیوال، سیمه‌ييز او ملي بنسټونه هم خپل کاري او د چاپیریال اړوند کلتور د ملي کلتور په اډانه کې تنظیموي او له همدې لارې هڅه کوي چې کاري او اداري جوړښت عیار کړي. دا چې ملي فرهنګ څومره ډینامیک او خوځند حالت لري، په دې پورې تړلې چې د اړوند بنسټونو تعامل په څه وضعیت کې دی. فرهنګ په یو بل اړخ کې دا هم له ځانه سره لري چې له نورو ډیسپلینونو سره په ګډه څنګه مطرح کېدای شي. فرهنګ او امنیت، ستراتېژیک فرهنګ، فرهنګ او ډيپلوماسي، فرهنګي تاریخ، فرهنګ او ادبیات، فرهنګ او پراختیا، ښاري فرهنګ، کلیوال فرهنګ، د وږو او مړو فرهنګ، او داسې نور «انسان» غواړي د ملي فرهنګ کلنۍ سرمشریزه د پورتنیو ټولو بحثونو او اړخونو په رڼا کې هر کال د مختلفو او متعددو ډولونو په رڼا کې رامنځته کړي چېرې چې د دین، ادب، هنر، ژوند او عرف او رسومو باندې د څو ورځني بحث په پایله کې د تحلیل او تفسیر یوې ډېر پراخې زمینې ته ورسیږو.

پورته لاړ شئ