په افغانستان کې د فلسفي تفکر پر وړاندې خنډونه

 |

|

13

لیدنې

د بحث معرفت او پېژندنه:

له فلسفې سره په افغانستان کې آشنایي یوه خورا پخوانۍ ريښه لري. افغانستان چې په تاریخي لحاظ د ورېښمو د لارې برخه او اصلي مسیر و، د افکارو او سوادګریو مهمه څلور لارې یې یادولی شو. زردښت چې د همدې جغرافیې یو مهم مذهبي مشر تېر شوی دی، د خپل پېر مهم دیني افکار یې رهبري کړي دي چې پرته له شکه د دې جغرافیې په فکري سنجیده‌ګۍ دلالت کوي. تصوف، عرفان، حکمت، کلام، شعر، او د همدې سیمې اسطورې په کلاسیکه فکرمندۍ کې د ځايي خلکو د تفکر نښه بللی شو. هر چند په اوسنۍ مانا د فلسفې تاریخي کارونه یوازې د غرب په اوسنۍ او پخوانۍ نړۍ پورې محدود دي، ولې دا اړینه برېښي چې که هر څو فلسفه په اوسنۍ مانا د شرقي ولسونو تجربه نه ده، بلکې دا باید ومنو چې په نورو برخو کې د دې خلکو فکرمندي، د همدې سیمې بومي افکار دي.

مهمه پوښتنه دا ده چې د تفکر طرز، لوری، موقعیت، جغرافیه، د تفکر مخینه او مبناء او دې ته ورته مسایل د دې باعث ګرځیدلي چې فلسفه په اوسنۍ مانا په دې هېواد کې وده ونه کړي، که نه نور مهم علتونه هم لري؟ ایډیالوژي، سیاسي بنسټونه، تبعیض او تعصب، دین، فرهنګ، عرف، سنتونه، ژبه او داسې نور مسایل څومره د فلسفي تفکر پر وړاندې خنډونه دي؟

اصلي مسله؛ فلسفه د خلکو د حق په نوم ومنئ!

له فلسفې سره ضدیت او ناآشنايي څنګه هوارېدای شي؟ فلسفي پوهنه، فلسفي تفکر، فلسفې زده‌کړه او حداقل د فلسفې عادي مطالعه څنګه وده کولای شي؟ د دولت، لیکوالو، د فرهنګ متخصصینو، پوهنتونونو، ښوونځیو، ښوونکو او روشنفکرانو نقش او ونډه څه ده؟ موږ د همدې مبحث د یو وړاندیز په ډول غواړو چې د ژوند په ټولو برخو کې فلسفي تفکر او پوهنه د یو اصل په توګه وپېژندل شي! فلسفه د هر انسان حق وګڼل شي او زمینه مساعده شي چې هر وګړی پرته له هر ډول ممناعت څخه له دې حق نه ګټه پورته کړي. فلسفه ووايي، مطالعه یې کړي، فلسفي فکر وکړي، فلسفه ور وښايي، او بلاخره د ستونزو د حل لپاره په فلسفي حل‌لارو کار وکړي. د دې لپاره مهم عملي ګام په ښوونځیو کې د ماشومانو لپاره د فلسفې پروګرامونه او په پوهنتونو او د زده کړو په عامه بنسټونو کې د فلسفې تخصصي زده کړې دي چې باید زیاتې او پیاوړې شي.

د بحث اصلي محورونه:

د انسان مجلې له لوري په دې بحث کې د فلسفي تفکر پر وړاندې په هغو خنډونو غږیږو چې فلسفه یې له عملي او کارکردي نقش څخه غورځولې ده. په فرهنګ، سنتونو، سیاستونو، ژبې، او ایډیالوژۍ متکي موارد تر کومه بریده مهم علتونه دي؟

د غونډې لپاره لاسلیک وکړئ

Bookings are closed for this event.


اجنډا

وړاندیز کوونکی

فهیم‌الله کریم

فهیم کریم په ارواپوهنه کې لیسانس او په نړیوالو اړیکو کې ماسټري کړې او د انسان مجلې مسوول مدیر دی.

fahim.karim@insan.af

ويناوال

دوکتور امین احمدي

داکتر محمد امین احمدي په اسلامي فلسفه کې دوکتورا لري او د ابن سینا خصوصي پوهنتون رییس دی.

info@insan.af

محمد محق

محمد محق د معاصرو دیني مطالعاتو پوه دی او د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په فرهنګي او ټولنیزو چارو کې سلاکار دی.

اسدالله غضنفر

اسدالله غضنفر د افغان ولسمشر محمد اشرف غني فرهنګي سلاکار دی

فلورانس شهابي

فلورانس شهابي د لندن پوهنتون کې د دوکتورا محصله ده او پر استاد مجروح څېړنه کوي

ډاکتر احسان‌الله آذری

ډاکتر اذري ستانیزی د سېډني د ډرامايي هنرونو د ملي انسټیټیوت استاد دی

Recent Posts
له موږ سره اړیکه ونیسئ

همدا شېبه موږ دلته نه یو، مګر د چټک ارتباط لپاره تاسو کولای شئ برېښنالیک را ولېږئ او موږ به یې ډېر ژر ځواب کړو.

Not readable? Change text. captcha txt

دلته یې وپلټئ