په افغانستان کې کرونا؛ د عامې روغتیا وزارت د سروې ارزونه
د دې سروې د پایلو د اعلان پر مهال د عامې روغتیا چارواکو وویل چې نژدې لس میلیونه وګړي په کروناویروس اخته شوي دي.
تازه د عامې روغتیا وزارت له لوري د
کوېډ-۱۹ یا نوي کروناویروس د خپرېدو او مړینې د کچې مالومولو لپاره ملي سروې ترسره
شوه چې په کې ۵۱۷۷ کورنیو سره مرکې وشوې او په سروې کې د شاملو کسانو شمېر ۹۵۱۴
تنه ښودل شوی دی چې ۵۳.۹٪ سنله یې نارینه او ۴۶.۱٪ سلنه یې مېرمنې جوړوي.
د دې سروې د پایلو په اساس پر کوېډ-۱۹
یا نوي کروناویروس د اخته کسانو سلنه په ښارونو کې ۷۲.۹٪ سلنه او په کلیو او بانډو
کې ۲۷٪ سلنه ښودل شوې ده. دا سروې ښيي چې پر کروناویروس د اخته کسانو منځنۍ سن ۲۷
کاله دی.
د دې سروې د پایلو د اعلان پر مهال د
عامې روغتیا چارواکو وویل چې نژدې لس میلیونه وګړي په کروناویروس اخته شوي دي.
دا تر کروناویروس خپرېدو وروسته
لومړنۍ ملي او هراړخیزه سروې ده چې د عامې روغتیا وزارت له لوري د یو شمېر نړیوالو
صحي او څارونکو بنسټونو په لارښونه او د دوی په همکارۍ تطبیق کېږي.
«انسان» غواړي د دې سروې په زمینه کې
په افغانستان کې د کروناویروس په پراختیا او په یو شمېر سیمو کې د زیاتې خپرېدا پر
فرهنګي، ټولنیزو او روغتیايي عواملو خبرې وکړي او دا روښانه کړي چې کلتور او
ټولنیزو عرفونو د کوېډ-۱۹ په خپرېدا او د مړینې په کچه کې څومره اغېزه درلوده.
ځای: دارالامان واټ، د کاتب پوهنتون کوڅه، د کاتب پوهنتون د
تحقیقاتو مرکز ترڅنګ
د دې سروې د پایلو د اعلان پر مهال د عامې روغتیا چارواکو وویل چې نژدې لس میلیونه وګړي په کروناویروس اخته شوي دي.