د ټاکنیز کمپاین د پوسترونو ارواپوهنیز، ارتباطي، سیاسي او ټولنیز تحلیل

 |

|

14

لیدنې

هېواد د پارلماني ټاکنو په درشل کې دی. د ټاکنیزو کمپاینونو پوسترونه د متن، محتوا او سیاسي او ټولنیز پیغام له پلوه ځانګړی اهمیت لري. دا پوسترونه باید د درې جلا محورونو په چارچوب کې تحلیل شي.

ارواپوهنیز محور:

  1. د بېلابېلو پوسترونو متن او محتوا د ټولنیزې ارواپوهنې په چارچوب کې څه ډول تحلیلېدلی شي؟
  2. نوماند د کوم ډول اروايي حالت له مخې خپل انځور او پیغام پر رایه ورکونکو پلوري؟
  3. د ډېری نوماندو کمپایني شعارونه د ولسي جرګې د غړو تر صلاحیت پورته دي. نوماند ولې غواړي چې پدې غیر واقعي وعدو سره د رایه ورکونکو پاملرنه جلب کړي؟
  4. د نوماندو ظاهري لباس، د انځور سوژه او بګراونډ موږ ته څه وايي؟

ارتباطي محور:

پوسترونه د ارتباطاتو د تیورۍ پر اساس د منبع او ماخذ ترمېنځ د ارتباطي پیغامونو یوه په زړه پورې بېلګه ده.

  1. آیا د پیغام د لېږونکو په توګه نوماندان پدې بریالي شوي دي چې د پیغام د اخیستونکو په توګه د رایه ورکونکو پاملرنه جلب کړي؟
  2. د لېږونکي، پیغام او اخیستونکي په پروسه کې د اړیکو دا ډول هڅه کامیابه/ ناکامه ده؟ ولې؟
  3. د پوسټرونو د انځورونو او متن ترمېنځ اړیکې څه ډول د تحلیل وړ دي؟
  4. پوسټرونه د کمپاین د یوې برخې په توګه د رایه اچونکو پر دریځ څه ډول اغېزه لري؟ آیا د ارتباطي پلوه ریښتیا هم پوسټرونه د رایه ورکونکو پر تصمیم اغېزه کولای شي؟

ټولنیز / سیاسي محور :

د تېرو پارلماني ټاکنو د کمپاینونو پر پرتله د اوسنیو ټاکنیزو کمپاینونو پوسټرونه  د سیاسي او ټولنیزو پیغامونو له پلوه یو لړ توپیرونه لري. دا توپیر د متن او محتوا دواړو په چارچوب کې لیدل کېږي.

  1. په هېواد کې د اوسنيو پارلماني ټاکنو د نوماندو سیاسي، ټولنیز او اقتصادي پس منظر ته په کتلو سره دا توپیر څه ډول د تحلیل وړ دی؟
  2. د نوماندو غیر واقعي شعارونه چې د ولسي جرګې له صلاحیتونو نه لوړ دي، د سیاسي پلوه څه ډول تحلیل کړو؟
  3. آیا موږ کولای شو چې په ټوله کې د کمپاینونو او په تېره بیا د پوسټرونو شعارونو ته په کتلو سره د راتلونکي پارلماني احتمالي سیاسي او ټولنیز تصویر رسم کړو؟ راتلونکی پارلمان به څه ډول وي.
  4. دنوماندو په شعارونو کې پر دین ، هویت،خپلواکۍ، تبعیض او په مختلفو برخو کې د حق غوښتنې پر مواردو ټینګار شوی دی. ددې شعارونو د محتوا سیاسي او ټولنیز تحلیل رموز اوسنۍ ټولنې ته څه پيغام لري؟

اجنډا

وړاندیز کوونکی

بیت‌الله حمیدي

ښاغلي بیت‌الله حمیدي په هند کې د ملټي‌مېډیا ژورنالیزم په برخه کې ماسټري اخیستي او په کابل پوهنتون کې د ژورنالیزم په پوهنځي کې استاد دی.

baitullahhamidi@gmail.com

ويناوال

ضیاءالحق شمس

ښاغلی شمس د ټولنپوهنې استاد دی او د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې ټاکنو نوماند دی.

zia.shams1@outlook.com

شرف‌الدین عظیمي

پوهنمل شرف الدین عظیمي د ارواپوهنې استاد او د ارواپوهنیزو مطالعاتو او رواني مشورو متخصص دی.

sharaf.azimi@gmail.com

Recent Posts
له موږ سره اړیکه ونیسئ

همدا شېبه موږ دلته نه یو، مګر د چټک ارتباط لپاره تاسو کولای شئ برېښنالیک را ولېږئ او موږ به یې ډېر ژر ځواب کړو.

Not readable? Change text. captcha txt

دلته یې وپلټئ