د افغانستان نوي جیوپولیتیک
کوېډ-۱۹، سوله او نړیواله او سیمهییزه همکاري
insan.af
له طالبانو سره
سوله یو ستر سیمهییز تحرک دی چې وروسته له نژدې شلو کلونو پيل شوی. د افغانستان
پر سر په دې نوي سیمهییز او نړیوال خوځښت کې د افغانستان مشرتابه د هېواد د
راتلونکي په اړه څه پرېکړې کوي او د سولې روان بهیر د افغانستان سیاسي موقعیت څنګه
بدل کړی دی. د امریکا متحده ایالتونو په ګډون اروپايي ټولنه، اسلامي نړۍ، د
افغانستان ګاونډي هېوادونه، منځنۍ آسیا، روسیه او چین ټول په یو ډول نه یو ډول د
افغانستان د سولې په روان بهیر کې ور ګډ دي. د افغانستان د سولې دا ستر لوبغاړي د
افغانستان پر راتلونکي او اوسني وضعیت څنګه متقابل تفاهم ته رسیږي.
له بله پلوه د
روان میلادي کال له پيله د کروناویروس بېساري نړیوال انتشار دولتونه له یو غیر
مترقبه وضعیت سره مخامخ کړل. د افغانستان په څېر په غریبو هېوادونو کې چې د فقر تر
څنګ کمزوري او فاسده حکومتداري یې هم په برخه ده، څنګه له دې ویروس سره مقابله کوي
او د دې ویروس بېسارې پراختیا د افغانستان په جیوپولوټیک څه اغېزې لرلې.
د سولې،
کروناویروس او د افغانستان د باثباته راتلونکي پر سر سیمهییزه او نړیواله اجماع
څه مانا لري؟ او د دې اجماع په محوریت کې د افغانسنتان راتلونکی څنګه پیشبیني
کېږي؟ د افغانستان نوی جیوپولټیک څنګه د مطالعې وړ دی او څومره د هېواد د نویو
واقعیتونو سره همغږي ممکنه ده؟
د «انسان» په دې
بحث کې د افغانستان په جیوپولوټیک اغېزمن عوامل څېړو
کوېډ-۱۹، سوله او نړیواله او سیمهییزه همکاري