د ابنخلدون مقدمه؛ د تاریخ او ټولنې یو زوړ روایت
«انسان» تمه لري څو د ابنخلدون د مقدمې د پښتو ژباړې په زمینه کې د ابنخلدون ټولنپوهنیزه ونډه او له افغاني ټولنې سره د هغه د تعامل په اړه بحث او خبرې وکړي.
د عبدالرحمن بن محمد ابن خلدون (1406 – 1332) د مقدمې د پښتو
خپراوي په اډانه کې د ابن خلدون ونډه په ټولنیزو علومو کې تحلیلوو. ابن خلدون په
تاریخ کې خپل دود او په ټولنپوهنه کې د کتنې وړ ځای لري.
«انسان» تمه لري څو د ابنخلدون د
مقدمې د پښتو ژباړې په زمینه کې د هغه د ژبنیز څرنګوالي، پښتو ته د دې متن د
انتقال ماهیت، د ابنخلدون ټولنپوهنیزه ونډه او له افغاني ټولنې سره د هغه د تعامل
په اړه بحث او خبرې وکړي.
د کتاب ژباړن به د هغه د کتاب د ترجمې پر بهیر او تجربې سربېره د دې کتاب د ژباړې انتخاب شوې بېلګه، او د یو بېساري تاریخي کتاب د ستاینې پر غبرګون هم وغږیږي.
ځای: دارالامان واټ، د کاتب پوهنتون کوڅه، د کاتب پوهنتون د تحقیقاتو مرکز ترڅنګ
«انسان» تمه لري څو د ابنخلدون د مقدمې د پښتو ژباړې په زمینه کې د ابنخلدون ټولنپوهنیزه ونډه او له افغاني ټولنې سره د هغه د تعامل په اړه بحث او خبرې وکړي.