د انسان وېبپاڼې د ملاتړ او لاسنیوي لپاره د مسوول چلوونکي يادښت

انسان مجله دقیقاْ د یوې درې‌میاشتنۍ چاپي خپرونې په ډول په ۱۳۹۲ کې پيل شوه. د پروګرام له مخې مجله باید هره درې میاشتې چاپ او خپره شوې وائ، ولې دا چې د مجلې د مخته‌وړن ټول لګښتونه موږ په شخصي ډول تر سره کول، خورا سخته وه چې په هره درېیمه میاشت کې دې یاده مجله چاپ او نشر شي.

اوس چې د مجلې له چاپ پرته د یوې جدي او پراخې ویبپاڼې، ملټي‌مېډیا او غونډو په شکل کې د یو رسنیز بنسټ شکل خپروي، تر پخوا یې لا زیات پر مخ وړل او لګښتونه پوره کول، ستونزمن شوي دي. دا چې مجله پرته له دې چې چاپ شي، تر څنګ یې په انلاین ډول او د ټولنیزو شبکو له لارې تر ډېرو خلکو ورسیږي او عملاْ د فکر، معرفت، فرهنګ او چلند په تغیر کې مرستندوی واقع شي، د زیاتو او پراخو کارونو کولو ته اړتیا لري.

زموږ غوښتنه یوازې مرسته ده. تاسو کولای شئ د خپلې خوښې مرستې لپاره غږ وکړئ. موږ کولای شو ستاسو په مرسته ډېر هغه کارونه چې لا هم ستونزمن برېښي، ولې خورا مهم دي، ترسره کړو.

په ډېر درناوي

فهیم‌الله کریم

د انسان مجلې/ ویبپاڼې مسوول مدیر

له موږ سره اړیکه ونیسئ

همدا شېبه موږ دلته نه یو، مګر د چټک ارتباط لپاره تاسو کولای شئ برېښنالیک را ولېږئ او موږ به یې ډېر ژر ځواب کړو.

Not readable? Change text. captcha txt

دلته یې وپلټئ