فرهنګ

انسان، هدف که وسیله؟

باید دا پوښتنه رامیدان ته کړو چې انسان هدف دی که وسیله؟ دا پوښتنه باید په پراخه کچه مطرح شي چې ټول هغه کسان چې په عمومي بحثونو کې ښکېل دي، په جدیت ورسره مخامخ شي او پر وړاندې یې خپل دریځ مشخص کړي.

که په خپله ټولنه او فرهنګ کې دې موضوع ته د نښو نښانو له نظره  وګورو، وبه وینو چې د سیمې په رواج شوي عمومي باور کې، انسان هغه وسیله ګڼل کېږي چې باید د قبیلې، توکم، ګوند، ایډیالوژۍ، مذهب، دین، حکومت، وطن، فرهنګ او نورو په خدمت کې وي. دغه هره مقوله داسې مقدسه ګڼل کېږي چې انسان باید ځان ترې نه ځار کړي یا نور ورته قربان کړي.

دا پوښتنه لږه مطرح شوې ده چې دا مقولې دې ته پیدا شوي دي چې د انسان په خدمت کې اوسي او انسان ته ګټه ورسوي که برعکس، انسان دې ته پیدا دی چې د هغوی په چوپړ کې اوسي. کېدای شي په دې موضوع کې ابهام له دې راپیدا شوی وي چې د حقیقي او اعتباري چارو توپیر په واضحه توګه نه دی پېژندل شوی.

حقیقت دا دی چې تر اوسه پورې دا پوښتنه په جدي توګه نه ده مطرح شوې چې د اعتباري مقولو او حقیقي موجوداتو تر منځ نسبت څه دی؟ او دا چې کوم یو یې مقدم دی؟ که دا مسأله سمه وسپړل شي، په اسانۍ سره به پوه شو چې انسان حقیقي موجود دی او یادې مقولې اعتباري او یوازې حکمي دي او یوازې په ذهنونو کې د مفاهیمو په بڼه او د انسانانو په منځ کې د قراردادي مفاهیمو په توګه رامنځته شوي چې د هغوی ژوند ښه کړي. یادې مقولې انتزاعي چارې دي چې وجود یې یوازې ذهني بڼه لري او د واقعیت په عالم کې، د انسان له ذهنه بهر، د فرهنګ، دین، مذهب، ایډیالوژي، قبیلې، توکم، حکومت او … په نامه څه نشته. البته انسانانو هڅه کړې ده چې دې مقولو ته د فیزیکي اړخ د ورکولو په خاطر داسې بنسټونه رامنځته کړي چې په ودانیو او مشخصو فیزیکي ځایونو کې مستقر وي لکه دیني معبدونه، د سیاسي ګوندونو دفترونه، د قومي شوراګانو ځایونه، حکومتي ادارې او … خو ښکاره ده چې دا ځایونه له هغو مقولو سره عین شی نه وي او یوازې په دې خاطر ایجاد شوي دي چې مقولو ته وجود وبخښي. په عمل کې دا ناممکنه ده چې دین دې وي، بې له دې چې په فیزیکي بڼه کوم معبد ورته جوړ شي یا کولای شو ایډیالوژي ولرو بې له دې چې ورته دفتر ولرو او دا نور یې هم همداسې درواخله. مطلب دا چې په دې ټولو کې یوازې انسان حقیقي موجود دی چې حقیقي درد او رنځ ګالي یا واقعي لذت او هوساینه تجربه کوي.

له دې مهم اصل سره غفلت او د حقیقي چارو او اعتباري چارو په ګډولو سره، دې ته زمینه برابرېږي چې څوک د خلکو احساسات راوپاروي، پرګنې سړکونو ته راوباسي او ولسونه پاڅونونو ته مجبور کړي، چې توکم ته خطر پېښ دی، مذهب ته تاوان رسېدلی، دین ضعیف شوی او … حال دا چې دا توصیفونه یوازې د انسان په شان یوه حقیقي موجود ته اطلاقېدای شي او اعتباري چارو ته یې منسوبول یوازې په مجازي او استعاري بڼه سم وي. که پر دې خبرې دقت وشي، وبه پوهېږو چې د مجاز او استعارې لپاره د انسانانو وژل یا وژل کېدل به څومره پوښتنپاروونکي ښکاري.

د دې ټکي په درک کولو سره پوښتلای شو چې ولې انسان، دا حقیقي موجود، باید وهمي یا ذهني مقولو ته قرباني شي. ولې به دا مقولې اصل وګڼل شي او د انسان ژوند د هغوی په توابعو کې یوه تابع وګڼل شي. دا انسان دی چې پر دې مقولو او مفاهیمو د اعتقاد له لارې ورته وجود ورکوي او که انسان نه وي، نه به دین کومه مانا ولري، نه ایډیالوژي او نه توکم، قبیله، حکومت، دولت او نه بل اعتباري مفهوم.

یو څه چې زموږ په فرهنګ کې له ډېرې مودې راهیسې اپوټه شوی، دا دی چې فرع د اصل ځای نیولی دی او حقیقت د مجاز قرباني شوی دی. د یادو د مقولو د هرې یوې ارزښت له هغې ګټې سره برابر دی چې انسان ته یې رسوي او که هره یوه یې د انسان د تباهۍ او بربادۍ سبب شي، اعتبار یې له بېخه ختمېږي.

که دا اصل ومنل شي نو د دین، فرهنګ، قانون او حکومت هر تفسیر باید داسې وي چې د انسان د ژوند په ساتنه او د هغه د هوساینې پر لاره برابر وي او هر څه چې د دې بهیر پر خلاف وي او د انسان د تباهۍ او بربادۍ سبب شي، باید غیر انساني لاره وګڼل شي او ایسته وغورځول شي.

یادښت: دا لیکنه د انسان مجلې په څلورمه ګڼه کې چاپ او نشر شوې ده، چې له اصلي – دري – متن څخه یې پښتو ژباړه د مجلې لپاره محترم ډاکتر محب الله زغم کړې ده.

ستاسو نظر