د فرهنگ جوړونې صنعت او زموږ بده ورځ

 | فرهنګ, فرهنګي مطالعات

|

420

لیدنې

لیکوال: محمد اکبر کرګر

د شلمې پيړۍ په دويمه نيمايي کې زموږ په سنتي يا دوديزه ټولنه کې د وخت له غوښتنو سره سم يو لړ بدلونونه رامنځ ته شول. دا بدلونونه له يو ډول ناانډولۍ سره مخامخ و. په دې مانا چې کله ناکله سياسي حرکتونه د اقتصادي او ټولنيزو بدلونونو په تناسب تر مخه وو، خو په را وروسته دور کې يا د پيړۍ له نيمايي نه وروسته چې کله د سياسي نظامونو د بدلون پروسه پيل شوه يا د کودتاه گانو دوران پيل شو، نو تر هر څه زيات په کې پر نورو اړخونو سربيره فرهنگي شتمنيو زيان وليد. سنتي ځواکونه د نويو ترقي غوښتونکو په وړاندې په پوره ځواک ودرېدل. د دې پر ځاى چې فرهنگ د اقتصادي او ټولنيز بدلون سره په موازاتو کې بدلون ومومي. فرهنگي پديدې او ارزښتونه هم له سخت بحران سره مخامخ شول.

د مثال په ډول د دې پر ځاى چې د اقتصادي ټولنيز بدلون بهير پيل شي، د جنگ او جگړې اور بل شو. په دې اور کې يو منحط او متقلب يا کوټه فرهنگ لاسبری شو چې هغه معمولاً د (کلاشينکوف کلچر) په نوم هم ياد شو. دا اصطلاح او فرهنگ دواړه صادراتي شيان وو چې له پاکستان نه زموږ هيواد ته وارد شول. د همدې فرهنگ په خوا کې قانون او قانونيت له بحران سره مخامخ شو. دې بحران د زورواکۍ غصب او تماميت غوښتنې بهير پيل کړ. دا منحرف جريانات د دې سبب شول، چې په ټوله کې د هويت بحران هم رامخې ته شي. په ټوله کې دا هغه توکي وو چې د يوه هيواد ځمکنی تماميت او يووالی يې له خطر سره مخامخ کړ.

زموږ هيواد د تاريخ يو اوږد جنگ، څه له بهر سره او څه په کورنۍ سطحه کې چې کله ناکله د کورني او بهر د  لوبغاړو د مفاهيمو پوله هم پکې گډه وډه کيږي او يو ډول ناسم پوهاوی يا مغشوشيت رامنځ ته کوي، دا ځکه چې د جنگ لوبغاړي که دواړه کورني دي، خو يو له بل سره مخامخ دي. نامريي او ناليدونکي ځواکونه يې شاته ولاړ دي. دې جگړې په اروايي لحاظ ډېرې ژورې ستونزې وزېږولې.

د مثال په توگه يو وخت مې چې کلونه وړاندې زمان پورې اړه لري، د رواني ناروغيو يا تروما Trauma په اړوند يو رپوټ لوستى و چې د يوې کره څيړنې په بنسټ برابر شوى و· په دغه رپوټ کې ښودل شوې وه چې د افغاني ټولنې اويا سلنه خلک د تروما سره مخامخ دي يا ترومتايز Traumatized شوي دي. نن ورځ په رڼو سترگو ليدل کيږي چې د ټولني انسان يوازې د ثروت، پيسو او ټولوني په باب فکر کوي. سړي ته د البرت کامو د پردي داستان تداعي کوي·

کامو د دې ډول پرديوالي يوه غوره نمونه په پردې یا (Stranger) ناول کې چې په ۱۹۴۲ کې يې کښلی، تصوير کړې ده.

د داستان پيښې په الجزاير کې پيښيږي. راوي د مورسو په نوم يو مامور دی. (مور مانا مرگ اوسو د پاڅون په مانا) دی. ورځنی ژوند هغه بی پروا، بې ساه او له تنبلۍ نه ډک حالت ته را کښلی دی. کرکتر يې ان د هو او نا ځواب ويلو اراده نه لري. مور يې اتيا کيلومتره وړاندې د زړو کسانو په يوه کور کې چې په بريتانيا کې ورته نرسنگ هوم Nursing Home  وايي اوسيدله. کله چې هغه د مور د مرگ نه خبريږي همدومره وايي:

((نن مور مړه شوه. ښايي پرون، نه پوهيږم. د زړو کسانو له کوره راته ټيليگرام راورسيده.)) ((مور مړه شوه. سبا خښيږي. په درناوی.)) ))دا هيڅ مانا نه لري، ښايي پيښه پرون شوې وي.)) بې توپيري. کله چې د هغه مورمړه کېږي نوموړی د ښخولو مراسمو ته ورځي. اوښکې يې نه توييږي او ډير ژر يې هر څه له ياده وځي.

په افغانې ټولنه کې هم د ارزښتونو دنگ ديوال خوره کړي ده. د انسان ارزښت ورځ په ورځ له منځه ځي. په زرگونو او لس هاوو زره ځوانان او زلمي يا په بل عبارت يوه ځوانه انرژي له هيواد نه د تيښتې په حال کې ده. کاري او فعال نفوس له منځه ځي. اخلاقي ارزښتونه چې انسان محوره وي له ستر بحران سره مخامخ دي. د هيوادپالنې احساس او له وطن سره مينه اوس يوازې په هغو کسانو پورې تړلې ده، چې د ملي پوځي ځواکونو په ليکو کې ځاى لري، نور نفوس داسې بريښي چې په دې باب فکر هم نه کوي.

دا ټول مثالونه د يوي غميزې ښکارندوی دي. په دې مانا چې زموږ په هيواد کې هم د فرهنگ جوړونې صنعت په اپوټه توگه پيل شوى دى. دلته پانگوال نظام په طبيعي توگه وده ونه کړه خو د پانگوالو اړوند يا د دلالو پانگوالو اړوند رسنيو د منحط او بې مانا  فرهنگ صنعت ته وده ورکړه. خلک او ليدونکي په هماغه څيزونو بوخت دي او بوختيږي، چې دوښمن يې په لوى لاس عملي کول غواړي. له اساسي هغو نه د خلکو مخ اړوي. د بشري حقونو، د هيواد د ځمکنۍ بشپړتيا او ملي خپلواکۍ باندې دومره انديښنه نه کوي. دغه راز تيولوجيزم ته پناه وړي. کوډي او جادو بيا سر راپورته کوي. د بهرنيو سريالونو خپريدا ډير لوړپوړي چارواکي هم بوخت ساتلي دي، خلک خو لا څه کوي. د دې ټولو په سر کې د ملي يووالي مساله ده چې په تيرو ارزښتونو کې ملي هويت، ملي يووالي او د ملت کيدلو پروسه او ملي گټې او نور مفاهيم ورځ تر ورځي مسخره کيږي. دا ځکه چې نوى فرهنگ يا د نوي فرهنگي صنعت پروسه له هماغو کانسرو قوطيو او دوه ډالرو سره چې له هوا نه رالويدلي، پيل او ورځ په ورځ يو داسې لوري ته درومي، کومه چې د لاردانو او بهرنيو واکمنانو د ځمکو د غصب، د جهاد د ټيکه دارانو، د بډې خوړونکو، وطن پلورو، جواسيسو، او د پرديو ايجنټانو او مافيايي کړيو خوښه وي.

زموږ په هيواد کې هم دا د نوي فرهنگ د جوړېدو صنعت له بده مرغه چې ډېر په ناوړه ډول پيل شوى دى.

د فرهنگ جوړونې صنعت څه ته وايي؟

په دې برخه کې اړينه ده چې لږ څه د فرهنگ جوړوني د صنعت په گړنه غور وکړو. د فرهنگ جوړوني صنعت د فرانکفورت د انتقادي فلسفي ښوونځي له فعاليتونو او نظرياتو سره تړاو لري. د وخت او ټولنيزو اړتياو په بنياد د لومړۍ نړيوالې جگړې وروسته په اروپا کې د څېړنو او مشورو په ترڅ کې دغه ښوونځی رامنځ ته او پراختيا يې ومونده. په لومړي سر کې داسې اټکل نه و چې دا غونډې، مشورې او نظريات به د ېوې موسسې د جوړيدو سبب شي خو وروسته همداسې وشول. په واقعيت کې د فرانکفورت ښوونځی يوه ټولنيزه څيړنيزه موسسه وه. په پيل کې يې ډېرې نيمگړټياوې درلودې. علت دا و چې لاس ته راوړنو يې نظري جنبه درلوده او د همکاريو په ترڅ کې راڅرگنده شوه چې بايد عملي کار ته لاس کړي. دغه نظريات ورو ورو غربي ډوله مارکسيزم ته په ساه ورکولو کې په يو عمده قوت بدل شول. آودرنو، هورکهايمر، هربرت مارکوزه او نورو يو ناڅاپه شهرت پيدا کړ. وروسته د همدغه مکتب انتقادي نظرياتو په امريکا کې هم اغيز وښینده. خاصتاً په کيڼ اړخ نهضت کې دغه اغيزې ډېرې څرگندې وې.

د دې ښوونځي د نظرياتو بنسټ په څلورو مسالو تمرکز کوي خو هغه څه چې موږ پرې په دې مقاله کې څه ويل غواړو هغه يوازې فرهنگي نقد دى.

د فرانکفورت څيړنيزې فلسفي موسسې يو شمير غړو د پانگوال نظام د فرهنگي هڅو د نقد په موخه يوه گړنه په ۱۹۲۳ کال کې رامنځ ته کړه چې د «فرهنگ جوړونې صنعت» په نوم ونومول شوه. د دې موسسې مشهورو تيوريستانو لکه هورکهايمر، آدورنو، او هربرت مارکوزه يادې گړنې ته انکشاف ورکړ.

«د دې تيوريسنانو باور دا و چې حاکم پانگوال نظام د يو لړ وسايلو په مرسته لکه ډله‌ييزې رسنۍ، موسيقي، سپورت او يا طالع ليدنې له لارې چې د فرهنگ جوړونې د صنعت د دغو مهمو وسايلو په مرسته غواړي د عامو وگړو يا اوسيدونکو پام بلې خوا ته واړوي· خلک بوخت وساتي او په دې ډول يې په سياست کې له برخې اخيستلو نه منفعل او بې اغيزې کړي. له بلي خوا د دغه نظام موخه دا وه چې فرهنگي او هنري محصولات د فرهنگ جوړونې د صنعت له لارې په ناڅيزه او د عادي کالا يا شيانو تر سطحې راټيټ کړي.

 همدارنگه حاکم نظام يا لاسبرى سيستم هڅه کوي چې د تبليغاتو له لارې خلک دې ته وهڅوي چې دغه محصولات چې هيڅ يې په درد نه خوري، واخلي او له دې لارې د پانگې خاوندان پانگه ترلاسه او نور هم زيات وپړسيږي.

خو په افغانستان کې تر هر څه دمخه يوه نوې راپيدا شوې مساله د قومونو او ولسونو ترمنځ د بيلتون او کرکې مساله ده. د فرهنگ جوړونې په بهير کې د قومونو ترمنځ کرکه کرل اوس په يو فرهنگ بدله شوې ده. همدا مساله اوس په يو رسمي او رسنيز سياست هم بدله شوې، ځينې رسنۍ ورته په عملي ډول کار کوي. پلورل شوي عناصر د ملي يوالي مفاهيم ننگوي او د دې فرهنگ د جوړېدو او پراختيا له پاره عملي کار کوي.

زموږ په ټولنه کې څو فکتورونه ډېر څرگند دي:

قومي او ژبنی تعصب او کرکه: لکه چې تر مخه مو هم ورته اشاره وکړه دا هغه د ملا نصرالدين بړستن ده چې يو چرسي له کوره راووت، ساړه يې کيدل دوه کسو د کور په مخ کې جنگ کاوه هغه چې غوښتل جنگ خلاص کړي، جنگ يې پري ايښي وو او د چرسي بړستن يې وتښتوله. په منډه‌يي کې هزاره او تاجک او پکتياوال پښتون سره ناست دي خپل کاروبار کوي، خو روښانفکر چې له بله ځايه خړوبيږي، تعصباتو ته لمن وهي. نو دوښمن د سرې بړستنې پسې راغلی دی.

مذهبي تندلاريتوب: مذهبي توندلاريتوب په واقعيت کې افغاني متاع او ځانگړنه نه ده، دلته پيړۍ پيړۍ يو منځمهالی اسلام او مذهب حاکم وو او خلکو خپل عبادت کاوه. خو له هغه وخته چې پاکستان جوړ شو، ملا مو د ودي له يوې بړستني او بالښت سره نوي پاکستان ته وشړل شو. بيا ضياالحق هم ورپسې پړى په غاړه راغي يو نوى اسلام يې جوړ کړ. لومړی يې د ممتاز دولتانه سر په کڅوره کړ او يو نوى انگريزي پاکستاني اسلام وزيږيد. دا اسلام افغانستان ته هم د پاپړو او جرنگانو او پلاستيکي څپليو سره يو ځاى راپارسل شو. دلته نو بيا هغه مزدوران ډېر وو چې پاکستان يې د اسلام کلا وبلله، چې په هېواد کې يې ساه بنده شوه نو نمک منډه‌يي کې دېره شول او د نصيرالله بابر له قوله يو بايسکل او ۱۲۰ کلدارې يې تنخوا وه.

جعلي او بې مانا القاب او تحصيلي دروغ: په ټولنه کې د نويو گډوډيو او د ملي تعليمي ارزښتونو په شړيدو سره جعلي او بې‌مانا القاب دود شول. هغه څوک چې د لومړي ټولگي انجنيري هم نه وه لوستې، هغه انجنير شو. هغه چا چې د طب پي سي بي نه وه ليدلې داکتر وبلل شو. ان تر دې چې د تېرې دورې يو وزير د اطلاعاتو له مخې يو تعليمي سند په لس زره دالرو ځانته اخيستی وو او په خارجه وزارت کې يې مهمه دنده درلوده.

د کاذبو شخصيتونو جوړول او نمانځنه: نوى دور د کاذبو شخصيتونو د جوړولو بهير هم راپيل کړ، په دې باب هم زيات مثالونه لرو.

د ملي قهرمانانو او ملي تاريخي شخصيتونو تر پوښتنې لاندي راوستل او يا پر هغو ملنډې وهل: نن ورځ په څرگند ډول او په ښکاره توگه د افغانستان د ملي قهرمانانو ملي شخصيتونو او ملي مبارزينو نومونه حذف کيږي يا پرې ملنډي وهل کيږي چې دا پخپله يوه بله ستونزه ده.

د قهرمان او هيوادپال مفاهيم بې مانا کول او له اهميته لرې کول: د هيوادپالنې او يا پاتريوتيزم د انگيزې او محرکې ورکول په رسنيو او ان تعليمي موسساتو کې نه تر سترگو کيږي. څو کاله ترمخه مې په يو ځاى کې وليدل چې هلته ځوانان دا اوداسه په واجباتو ښه پوهيدل او دا ورته تلقين کيدله هم چې البته دا ښه کار وو، خو هغوی ميرويس، بايزيد روښان، محمد عثمان خان پرواني او محمود طرزي نه پيژندل.

د ملي گټو نه د دفاع مساله د هر چا د تعبيرونو ښکار کيدل او اصلې استقامت يې ورکيدل بله مساله ده. کوم مفاهيم چې د ملي گټو او ملي ارزښتونو په نوم کارول کيږي، دى مفاهيمو ارزښتي بڼه غوره کړي ده. په دې مانا چې کوم شخص چې د ملي گټو مفهوم يادوي څوک او څه ماضي لري؟ ايا ظاهر قدير د ملي گټو مفهوم يادوي او که جبار قهرمان؟ دا سره توپير لري د دواړو له خوا د ملي گټو له مفهوم څخه پوهاوى توپير لري. هر څوک يې د خپل درک او د خپل جيب او د خپل احساس مطابق کاروي. داسې مسايل بيخي زيات دي چې بايد وويل شي.

د فرانکفورت متفکرانو هم په خپل وخت کې پر دې سربيره په يو لړ نورو مسايلو لکه: پانگوال نظام، تعقلي وسايل، تحصیلي فلسفې په اړوند هم انتقادي نظريات درلودل. په داسې حال کې چې دغو تيوريسنانو هيڅ يو هم په کوم سياسي غورځنگ کې گډون نه و کړى او د سياسي غورځنگونو ملاتړ يې هم نه و کړى.

 د فرانکفورت د څيړنيز ښوونځي د فعاليت يوه بله ډېره عمده مساله دا وه چې په مارکسيزم باندې نيوکه او پر هغه نوى نظر وکړي او د دغه دوکتورين فلسفې نيمگړتياوي او په اصطلاح اشتباهات څرگند کړي.

په دې اساس شلمه پيړۍ که له يوې خوا د سترو تخنيکي او علمي پرمختگونو زمانه وه بشريت په کې ډېر څه وليدل، خو بشريت په همدغه پيړۍ کې له داسې ناورينونو او ماتمونو سره مخامخ شو چې د بشريت تاريخ يې تر مخه لږ مثالونه ليدلي وو. د مثال په توگه، دوه نړيوالې جگړې، هيلوکاست او نورو سيمه ييزو جنگونو په بشريت کې يې وېره او ترهه پيدا کړه، انسانان يې دې ته اړ ايستل چې په مسايلو او موضوعاتو باندې له سره او نوى انتقادي فکر وکړي. همدا سبب و چې په فلسفي او ټولنيزو څيړنو کې هم له يو ډول دقت نه کار واخيستل شو· انتقادي نظريات يې خپل کړل. انتقاد او له سره په مسايلو غور وشو. سره له دې چې د فرانکفورت ښوونځي داسې کوم منسجم او د يوه نظر يا د يوې واحدې نظرېې پيرو مکتب نه و او نه دی بلکې د بيلابيلو متفکرينو او فلاسفه وو نظريات په کې شامل دي، خو هغه څه چې واحد دي هغه انتقادي نظر دى.

فرهنگ جوړونه:

زموږ په هيواد يا افغاني ټولنه کې نوی فرهنگ جوړونه د لږو يا کمو مثبتو ارزښتونو د رامنځ ته کيدو سره يو لړ زيات مصنوعي او د جنگ ناوړه اثرات او پايلې هم په فرهنگي صنعت بدل شوي او کيږي. کله چې د دې صنعت ريښو ته پام کوو د نيتچه خبره ذهن ته راځي.

 په معاصر دوران کې مشهور الماني فيلسوف فريدريک نيتچه چې د فرهنگ د فيلسوف په نوم هم ياديږي، د خپل وخت په لاسبري فرهنگي چاپيريال سخته نيوکه کوله. هغه په دې باور و چې معاصر تمدن د انساني نسل له پاره دوه څيزونه رامنځ ته کړل چې يو نهيليزم او بل گډ ولسي ژوند دى. هغه د بتانو په ماښام نومي اثر کې ليکي:

«هغه رښتونې نړۍ څرنگه په افسانه بدله شوه؟ په دې برخه کې د نوي دوران څرنگوالی تشريح کيږي او د هغه په لړ کې نهيليزم يا نشتون په گوته کوي.»

د فرويد له نظره د فرهنگ څيړنه هم ډېره په زړه پورې او ژورتيا لري. فرويد تمدن او هغه څه چې انسان ته يې چمتو کړل، بدبين و. د فرويد له نظره انسان ته گواښونه او رنځونه له دريو خواوو متوجه وو:

«د جسم له لارې، دبهرنۍ نړۍ له لارې او له نورو سره د اړېکو له لارې.» نوموړي د دغه دريم ډول رنځ اصلي علت په تمدن کې گوري. هغه وايي: په دې خبره سترگې پټېداى نه شي چې جوړښتونه يا موسسې چې زموږ له خوا جوړې شوې زموږ له ساتني او موږ سره له مرستى کولو نه بې وسه وي.

خو د فرانکفورت د څيړنېزې موسسې غړو جوته کړه چې ټکنالوژي د پانگوال نظام په خدمت کې ده. دوى باور درلود چې د تکنالوژۍ وده په ځانگړې توگه په رسنيو او په ډله ييزو رسنيو کې د دې سبب شوې چې نړيوال قدرت وکړاى شي خپل افکار او عقايد د فرهنگ او هنر په قالب کې تثبيت کړي او د خلکو پراخ ولسونه له هر ډول دليل پرته د خپلو هدفونو تابع کړي. د دې هدف په لړ کې د تکنالوژي له وسايلو کار اخيستل له پانگوال نظام سره مرسته کوي. په بشپړه او مطلق ډول د باخبرۍ او ناخبرۍ سطحه د افرادو د څار لاندې راولي او کنترولوي يې.

د دې نظر عملي مصداق موږ په خپله ټولنه کې گورو چې د رسنيو زياتوالي او په تېره «نيابتي رسنۍ» د خلکو د افکارو د ترور کولو او اغوا کولو له پاره څومره په شدت کار کوي. دولت نه شي کولی د ازاد مارکيټ د سيستم په چوکاټ کې هغه څه چې زهر شيندي، کنترول کړي او هغه څه چې بنسټونو ته زيان رسوي، مخه يي ونيسي.

پاتې دې نه وي چې د فرهنگ جوړولو د صنعت گړنه آدرنو او هورکهايمر د لومړي وار له پاره د فرهنگي نقد په برخه کې هم وکاروله. هغوی په ۱۹۴۴ کال کې د فرهنگ جوړونې صنعت په يوه مقاله کې چې په ۱۹۴۷ کال کې د روښانتيا د يالکتيک په اثر کې چاپ شوه وکاروله. البته آدورنو په ۱۹۶۷ کال کې د«فرهنگ جوړونې صنعت» ته بيا کتنې په نوم مقاله کې د دې مفهوم نوې څيړنه وکړه. هغوی په ياده مقاله کې وايي چې په لومړي سر کې د روښانتيا د کتاب په ديالکتيک کې د ((غني فرهنگ)) له عبارت نه کار اخلي. خو په اصل کې په کتاب کې «د فرهنگ جوړونې صنعت» اصطلاح د هغه ځاى نيسي چې د خپلو پلويانو په منځ کې د«غني يا ډک» فرهنگ توپير ته قايل شي. دا ځکه چي د (غني فرهنگ) پلويانو گړنه داسې يو فرهنگ ته ويل کيداى شي چې په خپل سره توگه د خلکو له منځه را پورته کيږي. البته آودرنو ټينگار کوي چې په دې برخه کې د «صنعت» اصطلاح بايد په تحت الفظي مانا ونه کارو، بلکې دا د کاذب فرديت د يوشان جوړونې او د فرهنگي محصولاتو د «توضيح او تبليغ عقلاني کولو» ته اشاره ده.

آودورنو د پاپ موسيقي مثال راوړي· د پاپ موسيقي د دغه صنعت يو محصول دى. دا موسيقي د تکرار د مرکزي زړي (هستې) په درلودلو سره د اذهانو د يو ډول جوړولو او کاذب انفراديت د رامنځ ته کولو سبب کيږي. په بيلابيلو ډولو نوى بريښي. د پاپ موسيقي په لويه او زياته پيمانه يوازې د گټې د ترلاسه کولو په خاطر وده وکړه چې د پانگې خاوندانو ته گټه راوړي نو بازار ته وړاندې شوه.

د فرهنگ جوړونې صنعت کې هڅه کيږي چې خلک د ځان تابع کړي. آودورنو عقيده لري چې دا صنعت انسان ته داسې واک و اختيار نه ورکوي چې يوه بله نړۍ د ځان له پاره تصور کړي، نو له بيلابيلو وسايلو کار اخلي چې اوسني شرايط د ډېر ښه حالت په توگه را وپيژني· بله دا چې د ستونزو او د ژوند د سختيو هيرول چمتو کړي.

پر راديو سربيره تلويزيون په دې لړ کې يوه بله داسې وسيله ده چې د فرهنگ جوړونې د صنعت هدف ترلاسه کولو له پاره مرسته کوي. د آدورنو له نظره دا وسيله يا رسنۍ هڅه کوي چې ځينې مسايل لکه فقر او بيکاري او د ټولنې فساد بې اهميته وځلوي او دا فکر مخاطب ته القا کړي چې هر څوک کولاي شي په اسانۍ سره له دې ستونزو رابهر شي. د دې صنعت او تيزس اغيزې موږ په عملي توگه په خپل هيواد کې ليدلي شو. همدا رسنۍ او په تېره تلويزيوني خپرونې دي چې د هيواد په انسان يې يو جادويي اغيز کړى دى. يو وخت چې ځينې سريالونه خپريدل او لا اوس هم خپرېږي په ځينو طنزيه ليکنو کې مو د هغو اغيز په لویو لوړپوړو چارواکو کې منعکس شوى و.

آدورنو هم د خپل هدف د اظهار له پاره يو کميډي سريال تحليلوي چې لومړى نقش يې يوه ځوانه ښوونکې ميرمن ده چې ډېر لږ معاش اخلي او نه شي کولي پوره خواړه تيار کړي نو زياتره وخت وږې وي، خو سريال کې هڅه کيږي چې ليدونکي قانع کړي چې تاسې هم که د دغه ښوونکي ميرمنې په اندازه «شوخ طبع، چالاک او جذاب اوسئ نو بايد د ډېرې لږې تنخواه د ترلاسه کولو انديښنه ونه کړئ. ليدونکو ته په ذهن کې دا خبره هم کښينوي چې تاسې کولی شئ د يو خوندور کار او د ستونزو له حل کولو را بهر شئ، شوخ طبعي، زيرکي، ستاسو مادي ستونزې نه شي حل کولي بلکې تاسو د نورو خلکو په نسبت ممتازه څرگندوي.»

پانگوال نظام د خلکو د چوپ ساتلو له پاره له ډېرو ډولونو او وسايلو نه کار اخلي او د ژوند له ستونزو د هغو مخه اړوي. دا نظام هڅه کوي چې د هغو د فراغت وختونه په داسې ډول پوره يا تېر کړي چې د ژوند ستونزو ته د فکر کولو هيڅ مجال ونه لري او بيا يو ډول تازه قوت او د انرژۍ سره ورځني او يک نواخته کار ته ورشي. خو زموږ په هيواد کې کاري او انرژي لرونکی ځواک د همدې رسنيو له لارې هڅول کيږي چې هيواد پريږدي او نورو ملکونو ته کډوال شي چې د زياتو کسانو ژوند له خطر او نشتوالي سره مخامخ شو.

په دې ډول يوه وسيله هم سپورت يا ورزش دى. آدورنو ورزش هم د فرهنگ جوړونې په برخه کې يو ډير مهم عنصر بولي. د آدورنو په باور که څوک وغواړي د ولسي فرهنگ جوړولو د صنعت ډېر عمده اړخونه راټول کړي نو په سختۍ سره کولي شي د ورزش ډېره حساسه مقوله پيدا کړي. په رسنيو کې د ځوان نسل مشغوليت د کرکټ او نورو لوبو سره د دې خبرې ښه مثال کيداى شي.

د فرهنگ جوړونې په صنعت کې د سپورت ليدنه د سرگرمۍ او سات تېرۍ وسيله گرځيدلې ده· افراد د ورزشي لوبو په ليدلو سره د خپل فراغت وختونه ډکوي او خپل ذهن په بې ځایه مسايلو لکه د خوښې ټيم نه ملاتړ په مسايلو بوختوي او په موجوده حالت باندې له انتقاد کولو نه لرې کيږي.

«ورزش د يو کم شمير کسانو د جسمي ناراميو په بدلولو سره د زيات شمير کسانو د دوېمې خوښۍ او په مادي ژوند کې د خلکو د عادت کولو سره عمل کوي.» نو له دې امله ورزش مرسته کوي چې افراد د ورځني ژوند ستونزې له ياده وباسي او له سختيو څخه د تيښتې او ځان ته پناه ورکولو باندې بدليږي.

خو پانگوال نظام پر دې هم بسنه نه کوي بلکې په دې هڅه کې وي چې د خلکو په ذهن کې اطاعت او تسليم ځاى کړي.

آدورنو طالع ليدنو ته هم گوته نيسي او د لاس انجلس ټايمز د طالع ليدنو د ستون يادونه کوي. د هغه په نظر طالع ليدني په ټولو لارښودنو کې دا ټکې ځاې لري چې د افرادو برخليک د هغو په اراده اوغوښتنو پورې هيڅ اړه نه لري، بلکې په ټولنيزې دندې او مسووليت پورې اړه لري. طالع ليدنې سپارښتنه کوي چې د بقا او خوشالۍ له پاره بايد دروني او بيروني دونيا توافق ته ورسيږي او ځپل شوې غوښتنې او اړتياوي له ياده وويستل شي.

په دې تگلاره کې سپارښتنه کيږي چې د لومړي سهار ډېره ناوړه پيښه په ورځني کار کې له بوختيدو سره له ياده وځي، نو تل په خپل وخت کار پيل کړئ. له گټورو مشغوليتونو نه خوند اخيستل د يو صميمي دوست سره او د ټولنيزو برياليتوبونو ته ستاسو رسيدل لاره هواروي. د دغه ډول مطالبو ليکوال د لاسبري نظام ته له خدمت پرته بل هدف نه لري. ادعا کوي چې بري ته د رسېدو له پاره د لوستونکو په ستونزو پوهيږي دا فکر هم تلقينوي چې که څوک يې مشورې په پام کې ونه نيسي، نو له سختو زيانونو سره به مخامخ شي. ان دا عقيده چې ستوري دي چې پر برخليک اغيز کوي.

زموږ په افغاني ټولنه کې د دې خبرې ښه مصداق د فرخندې تراژيدي وه چې نه يوازې تعويذ او طومار، کوډې او جادو او دا سې نور نشه يي توکي په يو رسمي پلورنځي بدل شوي وو، بلکې د زيات شمير کسانو ذهنونه يې په خپلو پنجو کې نيولي و.

همداراز د تېرو کلونو په نسبت اوس اوس يو ډول جلا فضاء په ټولنه حاکمه ده اوس نه يوازې کلي بلکې په ښارې سيمو کې هم د تعويذونو او کوډو مساله را توده ده. په ښارونو کې هم خرافات او کوډې او تعويذونه زيات دود شوي انسان ورته پناه وړي او هغه د خپل روان د تسکين وسيله بولي. د فرهنگ جوړونې صنعت له دوه پلوه د يو داسې سيستم او فضا له پاره خدمت کول دي چې هغه هيڅکله بومي بنسټ نه لري، بلکې پردي خپله غواړي چې له دې لارو انسان يوې بلې خوا ته برابر کړي. په دې ډول:

۱. خلک منفعل کوي او په پاسيف موقعيت کې يې ساتي، چې موجوده شرايط ومني او له بلې خوا په پراخو تبليغاتو سره خلک د ځينو شيانو رانيولو ته هڅوي په واقعيت کې د دغه صنعت د محصولاتو په منځ کې توپير نشته.

په واقعيت کې د فرهنگ جوړونې د صنعت د قدرت له مصنوعي اړتياوو سره يو ځاى کيږي. لکه فيلمونه، داستانونه، مجلې او په بيلابيلو بيو سره وړاندې کيږي.

که فرهنگ د یوې ټولنې د عاداتو ارزښتونو او سننو ټولگه وبولو نو کولی شو هغه يو ټاکلي مسير ته ور برابر او بدلون ورکړو.

۲. بله خبره دا ده چې د فرانکفورت مکتب د مارکس د نظرياتو د چا خبره د ناسميو اصلاح کوي چې د اقتصادي ټولنيزو شرايطو پورې اړه لري خو د فرانکفورت مکتب هيڅ جدي گام نه دى پورته کړي.

پوهيږو چې د مارکس په نظرياتو باندې د هگليزم سيوری پروت دى. په دې مانا چې مارکس په فلسفه کې له هگل نه اغيزمن و او له هغه يې ديالکتيکي میتود واخيست، خو د مارکس نظر دا و چې د هگل په نظر بدلون د انسان په خبرتيا کې پيښيږي. حال دا چې مارکس د ټولو بدلونونو زمينه او شرايط په مادي يا اقتصادي نړې کې پلټل او په دې باور و چې اقتصادي او ټولنيز مناسبات د انسان خبرتيا او شعور ټاکي. د مارکس په باور هغه د هگل ديالکتيک راواخيست، پر سر ولاړ و په پښو يې ودراوه. د مارکس په نظر ټول حقوقي سيستم او دولت د اقتصادي مناسباتو نه منشاء اخلي او اقتصادي اړيکې او د توليد شيوه ټاکوونکې ده. سره له دې چې د فرانکفورت متفکران هم د مارکس په څېر د بدلون ليوال وو او په دې باور وو چې پانگوال نظام انسان له رښتيني کار نه لرې باسي، نو کار د کارگر د نفس د تحقق او د هغه د استعداد د نه غوړيدو سبب کيږي، بلکې په يو بدني رياضت يې بدليږي. کارگر د پانگوال نظام سره په يوه نابرابره معادله کې واقع وي، خو د فرانکفورت مکتب دا يوه ترهه او خيالي وهم بولي چې گويا افراد چورلټه پانگه وال ته تسليميږي.

گورو چې د فرهنگ جوړونې صنعت زموږ په هيواد کې په بالعکس توگه پلی کيږي دا ځکه چې دلته پيښې طبيعي مسير کې پر مخ نه ځي بلکې په مصنوعي توگه رامنځ ته کيږي. دلته پانگوال نظام په مسخ شوي ډول چې مادي او اقتصادي زمينه او بنسټ نه لري رامنځ ته کيږي. دلته دلال عناصر خپل رول لوبوي. دا بهير په تعليمي او اکادميک سيستم، د فرهنگ په مفاهيمو او ارزښتونو هم اغيز کوي.

په پاى کې يوه خبره توضيح غواړي او هغه دا چې په اروپا کې د فرهنگ جوړنې صنعت زموږ د هيواد له فرهنگ جوړوني سره بنسټيز توپير لري. په دې مانا چې په اروپا کې د فرهنگ جوړونې صنعت د پانگوال نظام په ودې سره پيل شو، خو په افغانستان کې د فرهنگ جوړونې صنعت نه يوازې د پانگوالي د سيستم په رامنځ ته کيدو سره بلکې د بهرنيو تيريو په رامنځ ته کيدو سره پيل شو. د دې له پاره چې د نولسمې پيړۍ په څير د افغان ولس پام په يو استقامت کې نه وي او په بل لوري کې بوخت شي، اساسي ستونزې ته چې هغه د بهرنيانو موخي دي پام نه شي دا بهير پيل شوى او يو نوى ذليله  او بې مانا  او کچه فرهنگ په جوړيدو دى.

ماخذونه

۱. مارتين جى· تاريخچه مکتب فرانکفورت· (ترجمه دکتر چنگيز پهلوان) کال، چاپ

۲. پژوهش هاى فلسفي (نشريه دانشکده ادبيات و علوم انساني)، دانشگاه تبريز، سال ۵۲ شماره مسلسل، دکتر علي اصغر مصلح وليلا گل يار.

۳. فرهنگ ارشاد. پژوهشگاه علوم انساني و مطالعات فرهنگي سال ۱۳ شماره ۴ زمستان ۱۳۹۲ از صفحات ۱-۲۲.

۴· پهلوان. فرهنگ شناسي (گفتار هاى در زمينه ى فرهنگ و تمدن) کال: ۱۳۷۸، تهران.

۵. د ليکوال ېادښتونه

Recommended Posts

دلته یې وپلټئ