همکاري

«انسان» د څېړنو، پالیسیو، بشري فعالیتونو او د ښوونې او روزنې د یو غیر انتفاعي، غیر سیاسي او ناتړلي بنسټ په توګه د خپلو چارو او فعالیتونو د اجراء په موخه له دولتي، غیر دولتي، خیریه او مرستندویه ملي او نړیوالو ادارو او بنسټونو سره همکاري لري. له موږ سره اوسني او پخواني همکاران لاندې وګورئ

یادښت

«انسان» غواړي د خپلې څېړنیزې اجنډاء د تطبیق لپاره چې بشري نېکمرغي یې لیدلوری دی، د ګډ کار او نوښتونو لپاره د خلاصې دروازې سیاست رسماً خپل کړي. د دې لپاره تاسو کولای شئ زموږ د همکارۍ او نوښتونو پالیسي ولولئ. «انسان» همدا راز د یو غیر انتفاعي او ناتړلی او غیر سیاسي بنسټ په توګه په مرستو او لاسنیوي اتکاء لري. که ملاتړ کوئ نو زموږ دې برېښنالیک ته پیغام پرېږدئ

اوسني همکاران:

avatar

د افغانستان ملي راډیو تلویزیون او «انسان» ترمنځ څېړنیزې او فرهنګي همکارۍ

د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د عمومي ریاست او «انسان» ترمنځ د ۱۳۹۹ کال په چنګاښ کې د څېړنیزو او فرهنګي همکاریو د ایجاد او متقابلو او ګډو کارونو د تسهیل په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دې هوکړه‌لیک د موادو په اساس دواړه لوري کولای شي د څېړنو، فرهنګي فعالیتونو، اکاډیمیکو چارو او رسنیزو پرمختګونو په زمینه کې همکاري او همغږي ولري.
avatar

د فرانسې فرهنګي انسټیټوټ او «انسان» ترمنځ د معرفتي نوښت د ملاتړ هوکړه

معرفتي نوښت د «انسان» یوه اوږدمهالې طرحه او پروژه ده چې لومړی برخه یې د فرانسې د فرهنګي انسټیټوټ په همکارۍ د فرانسوي ټولنپوهنې په زمینه کې تطبیق شوه. معرفتي نوښت د محصلینو لپاره د ټولنپوهنې، فلسفې، فرهنګ او تاریخ یوه اختصاصي پروګرام دی چې په ځانګړو دورو کې تطبیقږي.
avatar

د هند-افغانستان بنسټ او «انسان» ترمنځ د انسان ټاکس د ملاتړ هوکړه

انسان ټاکس د انساني نېکمرغۍ لپاره د خبرو اترو یو اختصاصي پلاټفارم دی چې د ۲۰۱۹ په جون کې د هند-افغانستان بنسټ په همکارۍ پیل شوه. انسان ټاکس د «انسان» اوږدمهالی نوښت دی چې ځانګړې ویبپاڼه، مضامین، ویناوال او پراخ ګډونوال لري.
avatar

د وایګل مېډیا او «انسان» ترمنځ د اتریش په ویانا ښار کې د انسان ټاکس لپاره تخنیکي او رسنیزه همکاري

د ۲۰۲۰ په جنوري کې د انسان ټاکس د ویانا څانګې لومړۍ غونډه وکړه چې په یاد ښار کې دا د «انسان» د عامه اړیکو او ارتباطاتو نوې څانګه ده. هلته د غونډو، بحثونو او پروګرامونو د رسنیز او تخینکي ملاتړ په موخه وایګل مېډیا له انسان ټاکس سره مرسته او ملاتړ کوي.

پخواني همکاران:

avatar

د آزادې ټولنې بنسټ یا Open Society Foundation د افغانستان دفتر او د «انسان» ترمنځ د کیفیت لوړولو، مسلکي ګرايي او سیستم جوړونې همکاري

د ۲۰۱۸ په پيل کې د آزادې ټولنې بنسټ د افغانستان دفتر له انسان مجلې سره د سیستم جوړونې، کیفیت لوړولو، او مسلکي او تخصصي کار د پرمختګ په موخه لنډمهالي همکاري وکړه چې په لړ کې انسان مجله د یوې پیاوړې او متحرکې رسنۍ په توګه وده وکړه او تر څنګ یې پراخ او ستر نوښتونه مطرح کړل. اوس انسان مجله د یو ځانګړي نشراتي ارګان په توګه پاتې ده.
پورته لاړ شئ