ټام سایر

ټام سایر د مارک ټواین مشهور ناول دی چې په ۱۸۷۶ ز کال کې چاپ شوی دی. مارک ټواین دې کتاب په سریزه کې لیکلي دي: «هغه حوادث چې دې کتاب کې به ورسره مخ شئ په رښتیا ما لېدلي دي. یو دوه خو مې خپلې تجربې دي. د دې کتاب مرکزي کرکټر «ټام» د درېو هغو کرکټرونو ګ‌ډوله ده چې ما پېژندل.»
پښتو ته له انګلیسي نه په ۱۹۶۴ ز کال کې دولت محمد لودین ژباړلی، پښتو ټولنې چاپ کړی. استاد صدیق الله رښتین پرې لنډه سریزه لیکلې ده.او دا کتاب یې د ځوانانو لپاره زیری بللی.

د یکشنبې په ورځ په ښوونځي کې د ځان ښودل

مارک ټواین ژباړن: دولت محمد لودین څلورمه برخه: د یکشنبې ورځ یوه بله ښایسته ورځ وه، لمر په ډېره ښکلا خپلې زرینې وړانګې په هر لور غوړولی وې. ټام له خپلې کورنۍ سره یو ځای سبا ناری وکړ، له سبا ناري نه...