ټام سایر

 | کتابونه

|

103

لیدنې

دا د وتلي امریکايي ناول لیکوال مارک ټواین مشهور ناول دی چې ماشومانو ته لیکل شوی دی. دا کتابونه کلونه وړاندې د پښتو ژبې یو وتلي او حقدار لیکوال او ژباړن مرحوم دولت محمد لودین ژباړلی او هماغه وخت چاپ او نشر شوی دی. انسان مجلې د کتاب اهمیت، د ژباړې دقت، او خپلې نشراتي پالیسۍ مهمو اهدافو ته په کتو دا کتاب یو ځل بیا خپرولو ته چمتو کړی دی.

سیمویل لنګهورن کلمنز د مارک ټواین اصلي او پوره نوم دی. مارک ټواین د امریکا په فلوریدا ایالت کې په ۲۳ نومبر ۱۸۳۵ کې زېږېدلی او د ۲۱ اپریل ۱۹۱۰ کې وفات شوی دی.
ده څلور اولادونه درلود او مېرمن یې اولویا لانګدون نومېده.
د مارک ټواین د لیکوالۍ اصلي برخه؛ داستانونه، تاریخي داستانونه، د ماشومانو ادبیات، غیر داستاني ادبیات او فلسفي ادبیات تشکیلوي.
د مارک ټواین د شهرت تر ټولو مهم کارونه د ټایم سایر او هاکلبري فین ماجرا ګانې وې چې نړیوال شهرت یې موندلی دی.

دا کتاب به په انلاین ډول، له همدې ځایه در ښکته کولای او لوستلی شئ

Recent Posts

دلته یې وپلټئ