له ۱۹۰۸ تر ۱۹۲۳ زېږدیز پورې په افغان دولت کې د عثماني متخصصینو، مشاورینو، کارپوهانو او ټکنوکراټانو فعالیتونو ډراماتیک زیاتوالی وکړ او افغان دربار ته په راتګ نوموړي تکنوکراتان د دولت جوړونې د هغې لړۍ برخه وګرځېده چې په تاریخي لحاظ د عثمانی ریفورم د پروژې په بڼه پیل شوې وه. په دې توګه، زموږ هېواد د عثماني مدني ماموریت(Othoman Mission Civilisatrice) یو هدف او ګټه اخستونکی وګرځید او د یووالي او پرمختګ ټولنې (Ittihat Ve Terakkî Cemiyeti) غړیو«چې د تورک ځوانانو د سیاسي اصلاحاتو څانګه وه» په خپلو سترګو کې ورته د یوې عاشقانه عثماني مډرنیټې انځور جوړ کړی وو او افغانستان ته یې د یوه «کوشني ورور عثماني ډوله دولت» په توګه کتل. د افغان سلطنتي کورنۍ غړي او نوموتي وزیران په ځانګړې توګه محمود طرزي او همفکران یې لومړنۍ واکمنه کړۍ وه چې عثماني متخصصین او مشاورین یې کابل ته وبلل. د عثمانيانو تخنیکي مرستو بېلابیلې برخې پوښلې، مګر ډېر پام یې پر نظامي، قانون جوړونې، پوهنې او عامه روغتیا برخو کې پر هغو اصلاحاتو ور ټول وو چې په دې دوره کې په کابل کې ترسره کېدل. د عثماني، انګلیسي، هندي او افغاني سرچینوڅخه په ګټنه دا مقاله د عثماني پان-اسلامیزم د نظریاتو د ترویج شبکې او اشخاص چې د عثماني امپراتورۍ څخه د باندې فعال وو، په بر کې نیسي. هغوی د عثماني امپراتورۍ په جریان کې راغلل او د تورک مشروطه دولت په بریالیتوب سره لا پیاوړي شول، د یوه دولتي ډیپلماټیک پلټفورم بڼه یې وموندله، زیاتره غړي یې د لسېزو لپاره په افغانستان کې پاتې شول او په ۱۹۲۰مو کلونو کې یې د شاه امان الله خان په سمونپال پروګرام کې د پام وړ نقش ولوباوه. دغو فعالینو هڅه کوله بېلابېل عثماني پروګرامونه پلي کړي، د عثماني ریفورم موډل ترویج کړي، عثماني پان-اسلامیزم د مادي او سیاسي واقعیت په توګه معرفي کړي او د افغانستان په پراختیا کې د تورکيې ونډه تثبیت کړي. پدغه دوره کې افغانستان د امپریالیزم، پان- اسلامیزم او پان-تورکیزم سیالیو په منځ کې واقع و.
کلیدي اصطلاحات: اصلاحات، مډرنیزم، دولت جوړونه، عثماني موډل، تورک ډيپلماسي، پراختیا، همکاري، پان اسلام، نرمځواک، نړیوال سیاس