د مشهور ختيځپېژندونکي او په ځانګړي توګه افغانستانپوه مارګنسترن او د هغه د شاګردانو څېړنو د افغانستان؛ په تېره د پښتون ولس او پښتو ژبې په تاريخ کې د متحجرو او جامدو فکرونو يو کنګل مات کړ. د دې رول اغېزه دا وه چې يو ډول خيالي او له ځانه جوړو شويو افسانو ته يې د پاى ټکې کېښود. هغه وکړاى شول د پښتون ولس د ساميتوب او اسرائيليت افسانه د کنګل په څېر لمر ته کېږدي، او د خپلو سختو او جدي څېړنو په لړ کې د پښتنو د ساکيتوب او اريانيت اصل را په ډاګه کړي ۔ همداراز يې د پښتو ژبې قدرت او د سیمې مشهورو ژبو لکه د اوستا او سانسکريټ سره نږدیوالي هم روښانه کړ.
د مارګنسترن شاګرد فريدريک بارت بيا بله کارنامه هست کړه، هغه په پښتني ټولنه کې د مشرتابه مسئله او په پښتني قبيلوي ټولنو کې د سيالۍ، رقابت، د بېلابېلو اقشارو(پرګنو)، طبقاتو او همدارنګه د مذهب حدود او ثغور وڅېړل. په يوه داسې ټولنه کې چې په ظاهره له انارشۍ او ګډوډۍ سره مخامخ ده، خو يو داسې قوي او وسپنيز ظم په کې موجود دى چې ټولنه په کې خپل ژوند ته دوام ورکولى شي چې هغه دود، سنن او قواعد دي. دا کوډ د يوه منظم حکومت او دولتي ادارې لرونکې ټولنې په څېر او په ځينو مواردو کې له هغه نه لا ښه ټولنه اداره کولاى شي۔ دا ځکه چې ټولنه يو ناليکل شوی قانون لري اوهغه پښتونولي ده. يا د پښتنو کود او کنډکس Code and Conducts دى.
طبيعي خبره دا ده چې فريدريک بارت د دې مسئلې د لا ژورې څېړنې لپاره د پښتنو په تيت او پرک ټولنې باندې د تعميم (جنرالايزيشن) يوه ساحه غوره کړه او هغه د سوات دره وه. دا ځکه ښه او غوره نمونه او بېلګه وه چې د پښتنو يو مشهور روايتي قوم يوسفزي په کې مېشت دي ۔ بارت دوه کاله په سوات کې تېر کړل او «د سوات په پښتنو کې سياسي مشرتوب» اثر يې بشپړ کړ چې نن د پښتني ټولنو د پېژندنې او څېړنې لپاره ښه کيلي کېداى شي.