«انسان» په نظر کې لري د بېلابېلو برخو د متخصصینو، لیکوالو، څېړونکو او کارپوهانو لیکنې، مقالې، تبصرې، او څېړنې خپرې کړي.
د متنونو د خپراوي دا سلسله به د ښوونې او روزنې، پراختیايي او ستراتېژیکو مطالعاتو، ټولنیزو سیاستونو، چاپيریال ساتنې، او فرهنګي مطالعاتو اړوند محتوا راونغاړي.
موږ هیله لرو چې ټول لیکل شوي متون آکاډمیک بنسټ ولري او لوستونکو ته د پوهېدا وړ وي.
د دې برخې لپاره ټاکل شوی پلاوی هره اونۍ رارسېدلي متنونه ترلاسه کوي او د اونۍ یوه ورځ د هغه په تړاو ځانګړې ناسته کوي او وروسته د ترلاسه شویو متنونو د خپرېدو په اړه پرېکړه کېږي.