همکاري

«انسان تر هر څه مهم دی!» دا د انسان مجلې مشهور پیغام دی چې د خپلو نشراتو اصلي زمینه احتواء کوي. موږ چې د رسنیزې نړۍ د یوې ډېرې نوې تجربې په لټه کې یو او هڅه مو دا ده چې د بیان د آزادۍ د ملاتړ له فلاټ فارم څخه د موډرنو او سوله‌خوښو افکارو په نشر او تولید کې تر بل هر چا زیاته ونډه ولرو.

«انسان» به خپلې ډېرې چارې د خپلو همفکره دوستانو او ملاتړو پر مټ پر مخ بیايي. دا همکاري کېدلای شي ګڼ اړخونه او ډولونه ولري. د بېلګې په ډول تاسو کولای شئ چې له موږ سره مالي مرسته وکړئ. د مالي لاسنیوي لپاره ستاسو خپل انتخاب تر بل هر څه زموږ لپاره معتبر دی.

«انسان» به وخت نا وخت یو شمېر خاصې برنامې تطبیقوي. د دې برنامو د تطبیق په برخه کې له موږ سره مسلکي او تخنیکي مرسته وکړئ.

«انسان» د خپلو پيغامونو په رسولو کې اړتیا لري چې د ټولنیزو شبکو فعالین ورسره مرستندوی واقع شي. که مو غوښتل چې زموږ خپره کړې محتوا نشر کړئ، دا به د یو الهام لرونکي فعالیت په حیث له موږ سره ثبت و اوسي.

تاسو هم کولای شئ د خپلې خوښې سره سم زموږ د همکار په حیث پاتې شئ. موږ ته د خپلې همکارۍ په اړه کولای شو اړیکې ونیسئ.

له موږ سره اړیکه ونیسئ

همدا شېبه موږ دلته نه یو، مګر د چټک ارتباط لپاره تاسو کولای شئ برېښنالیک را ولېږئ او موږ به یې ډېر ژر ځواب کړو.

Not readable? Change text. captcha txt

دلته یې وپلټئ