هنر

فلسفه د خوب په کوټه کې

[د رنه ماګریت د نقاشۍ ځانګړې شرحه]

د فرویډ ارواپوهنه شاید د سور ریالیزم د مانیفیست لپاره مناسبه بهانه وه او د جنسی مسایلو تحلیل او تجزیه هم د فرویډ د نظریاتو اصلی بهانه او اساس و، نو طبیعیی ده، چې د سور ریالیستانو اثارو دې له سکسولوژۍ څخه لازمه ګټه پورته کړی وی. ځکه، چې د لاشعور زیاته برخه که څه هم، چې یې په شعوری او یا لاشعوری ډول په شا تمبوو، له جنسی مسایلو سره تړاو لری او په هنری اثارو کې هم خپل ځان ښیی.
د رنه ماګریت ( بېلژیکی سور ریالیست انځورګر ۱۹۶۷-۱۸۹۸) هغه هنرمند، چې له پراخې پېژندګلوو سره سره نا پېژندلی پاتې شو. سورریالیست، ولې د یو بوروژوا په څېر  یې ژوند کاوه، چې بیا خپله یې په خپلو اکثرو اثارو کې بوروژوا نقد کړې ده، سور ریالیست، خو بیا د یو شمېر ژورو رومانتیک تمایلاتو درلودونکی و!
د رنه ماګریت ډېری نقاشۍ، له  دوو څېزونو، په یو بل کې له بدلونې یا هم یو بل ته د دوو څېزونو له حرکت څخه کیسه کوی. دا بدلول او حرکت معمولاْ درې حالتونه لری چې له یادو دوو مواردو سره تړاو لری:
۱٫ له دغه دوو څېزونو کله نا کله یو ساه لرونکی او بل بې ساه وی (لکه بوټونه په پښو بدلول، او یا هم د سره مډال په نقاشۍ کې یې بالعکس بڼه یا هم د یو سړی سر د تیږې په یو دېوال باندې بدلول)
۲٫ دواړه بې ساه وی او یا هم دواړه ساه لرونکی.
۳٫ کله هم یو جز وی او بل کل. لکه د خوب فصل. او یا هم د ادګار الن پو د کتاب د پښتۍ لپاره یې پنځولی انځور.
د (فلسفه د خوب په کوټه کې) په نقاشۍ کې د سینې چارچاپېره رنګونه او د سینو د حاشیو فاصل حد او لباس ښیی، چې دا جامې ځان نیسی، پوستکی اچوی، تبدیلېږی او ژوندی کېږی. زموږ په ذهن کې یو انیمیشن رامنځته کېږی. هغه انسان چې ارام ارام له دې جامو د باندې ښکاری (نه دا چې د باندې را وځی).
دا انځور کاملاْ سور ریالیسیتی انځور دی او که څوک د سور ریالیزم له تعریف سره سرګردانه یاست له دې انځور او یا هم د رنه ماګریت له لسګونو نورو نقاشیو څخه کولای شئ چې هم هغه او هم ځان راضی کړئ چې سور ریالیږم یو ځانګړی او جلا سبک دی یانې له نورو ټولو سبکونو سره اساسی توپیر لری. د سور ریالیستانو موخه په یوه اثر کې دخالت او د رویا مستقیم حضور دی، نه د رویا تفسیر. له دې نقاشۍ څخه را ټوکېدلی توهم تاسو ته هم د نقاش او هم د نقاشۍ موقف درکوی. د نقاش موقف په دې ډول چې تاسو هم کولای شئ په ورته ډول خپل چارچاپېر ته متوجه شئ او څېزونه انځور کړئ او هغوی ته تړلی حجم او شخصیت ورکړئ او د نقاشۍ موقف  په دې مانا چې تاسو د نقاشۍ پر مهال د خوب په کوټه کې پټ حضور لرئ، څوک چې د تخت په څنډه ناست دی او وهم وړی او فکر کوی چې دا جامې او دا بوټان، چې ځانګړی رنګونه لری او د میز او دېوال له رنګونو سره ځانګړې همغږی لری، ځان نیسی او په هغه موجود اوړی چې نور نه شته یا دلته موجود نه دی. هغه موجود چې لیدونکی یې دلته د ساعتونو له پاره په خپل ځای میخ کړی دی په داسې حال کې چې لاس تر زنې ناست دی او فکر وړی دی او په دې کوښښ کې دی، چې د خپلو خیالاتو په مرسته دې څېزونو ته حرکت ورکړی. دا تماشاګر خیال او رویا ده، هغه تماشاګر چې موږ یو، یا هم هغه چې په دې نقاشۍ کې پټ حضور لری. شاید فلسفه د خوب په کوټه کې همدا وی چې: د هغه کس حضور چې ددې انځور په ناپیدا برخه کې پیدا برخې ته او د نقاشۍ د تغیر حالت ته په کې ځیر وی او دغه حالت همداسې پسې غځوی. یانې دا د یو نقاش نقاشی نه ده، بلکې د یو انسان تصور او په زیاد احتمال چې د یو سړی چې د ښځې جامې او بوټان یې په پښو دی.
ماګریت د هغو یو شمېر خاصو نقاشانو له ډلې څخه دی چې په خاص ډول پر فلسفه، سېمبولیزم او ارواپوهنه یې سر خلاصېده. یانې منظور مې دادی چې فلسفه، سېمبولېزم او ارواپوهنه هغه څه نه وو چې دده د اثارو او کار برخه دې و اوسی او دی دې هم ترې خبر نه وی او د اثارو له پنځولو وروسته دې ورته خلکو ور پام کړی وی، بلکې له نقاشیو څخه د مخه پر دې هر څه پوهېده او مطالعه کړی یې وو. (هغه لیک ته وګورئ چې میشل فوکو ته یې د (کلیمو او څیزونو) د کتاب په اړه لیکلی وو) میشل فوکو ته لیکی: … هغه ډول چې تاسو د کلیمو او څیزونو په کتاب کې یې ښوونه کړې ده.  هیڅ شی مړاوی نه دی، بلکې هغه ذهن چې خیالی نړۍ خیالی انځوروی. په هر حال په ټولو نقاشیو، شعرونو او داستانونو کې د فلسفې او ارواپوهنې کوم څه شته او د چارچاپېره نړۍ څخه د اثر د څښتن تاثیر یې پر کار بې اغېزې نه دی. د ذهن دا مړاویتوب او د شلمې پېړۍ د ارواپوهنې او فلسفې تاثیر د ماګریت په نقاشیو او د نقاشیو په عنوانونو کې له ورایه څرګندېږی او دده د زیات کار له وجې ممکن چې دده څو اثار په یو نوم ومومئ.
د سور ریالیزم د نقاشیو په اړه په شلمه پېړۍ کې یو مهم تصور دا و چې ښځو ته یې په ټیټ نظر کتلی دی، مګر دا یو غلط تصور او اخیستنه وه. سور ریالیزم د فرویډ د ارواپوهنیزو اثارو څخه متاثره و او کوښښ یې کړی چې ډېری فکرونه او خیالات بېرون ته را وباسی. البته چې ددې خیالاتو سترې برخې په جنسی مسایلو پورې تړلی وې. سور ریالیزم چې د شلمې پېرۍ د ډېرو نورو هنری سبکونو په څېر د فساد او د بورژوازۍ پر وړاندې د مبارزې په موخه را ټوکېدلی وو، نه یې شو کولای چې انسان هم نر او هم ښځې ته د یو فاسد او فریبکار په سترګه وګوری، ځکه چې دې کار یې نور هم د خپلې زمانې له واقعیتونو څخه تر شاه پرېښودل او یو ډول په کوچنۍ بورژوا تبدیلېدل چې د نوی والی او هنر والی ادعا نه شوه کولای.
ماګریت تل په خپلو کارونو کې هڅه کړې، چې د انسان باورونه، د کنجکاوۍ حس او له مخکې ټاکل شوی فرضونه وګواښی او کوښښ کوی خپل مخاطب ته وښیی چې څومره ساده او په ډاډ له هغو حقایقو غږیږی، چې له خپلې محدودې یې بېرون دی.
ماګریت د خپل یو اثر چې د انسان زوی یا (The Son of Man) نومېږی په اړه وایی:
(هر هغه څه چې موږ یې وینو په خپله یو بل څه پټوی، مونږ تل غواړو، چې د هغه څه په مرسته چې وینو یې، هغه څه وګورو چې را څخه پټ دی، اما دا څه ممکن نه دی، انسان خپل اسرار ډېر ښه پټولی شی).
د ماګریت د اثارو او کار ورته والی هم خورا جالب دی، کله یې چې له یو شمیر نورو نقاشیو سره پرتله کوو؛ د ماګریت د (خوشبخت) او (د نور سلطنت) اثار د سمبولیزم د لومړنیو کلونو له یو شمېر مهمو اثارو سره پرتله کېدای شی او تر منځ یې ژور ورته والی پیدا کولای شو. په ځانګړی ډول د ماګریت د یو هېوادوال ویلیام دیګوو دونانکوز اثر، په دې توپیر چې د ماګریت په اثارو کې د دیګوو د اثر اصلی موضوع نه ښکاری، په دې مانا چې ماګریت خپل ذهنی خیالات د نور د غروب د یو رومانتیک تاثیر له مخې وړاندې کوی په داسې حال کې چې دیګوو د غروب په وړاندې کولو سره د خپلې نقاشۍ په حال او هوا تاکید کړی. د ماګریت د نور د سلطنت په اثارو او یو شمیر نورو هغو کې یې له المانی رومانتیک نقاش ګاسپار ډیویډ فریدریش سره اړیکه پیدا کوی. ماګریت تر پایه د فریدریش اثار ونه لیدل، بلکې د کتابونو او انځورونو له لارې یې ورته لاسرسی پیدا کړ. کولای شو چې دا ډول فکر وکړو، چې د شلمې پېړۍ د سور ریالیزم مدرن ګرایی چې د ماګریت په اثارو کې لیدل کېږی، تر څنګ یې د ماګریت په وجود کې د رومانتیزم له پاره ژور تمایل هم وینو.
ډېری کوښښ کوی چې د رنه ماګریت د اثارو ریښه دده د مور په ځان وژنه کې پیدا کړی، کله چې ماګریت ۱۳ کلن و مور یې ځان وژنه وکړه، ولې موږ ټول پوهېږو، چې د لاشعور سره په برخورد کې د سور ریالیزم او د هغه د فرویډی انګېزو د درک لپاره شخصی تراژیدیو ته اړتیا نه لرو. هغه څه چې ماګریت له نورو بېلوی د هغه هنری فرمالیزم او د ماتېدنې احساس دی. هغه تل هڅه کوله چې د هستی په اړه خپل مبهم، تریخ او له رمزه ډک نظر وړاندې کړی.
پاراډاکس د سور ریالیزم یو بل مهم اصل دی او ماګریت ددې غورځنګ یوه مهمه پاراډاکسه څېره وه. هغه ددې غورځنګ د اکثرو هنرمندانو برخلاف بروژوا و، ښایسته ژوند یې درلود په بروکسل کې یې ارامه کور درلود…  له دې ټولو سره سره یې په خپلو اکثرو اثارو کې بروژوا سخته نقد کړې ده.
د هنری مکتبونو له منځه د سور ریالیزم په کچه هیڅ هنری غورځنګ دومره ځمکنی او روښنفکره نه و، سرلاری یې شاعران او فیلسوفان و، چې په هماغه کچه هنرمندان هم وو، هغه هنرمندان، چې تل یې په هستۍ کې د چټیتوب په اړه خبرې کړی دی. ولې سور ریالیستان به تل په خپلو کې سره په تضاد کې وو او تل به یې نوی مانیفیستونه خپرول.
له بله اړخه ددې مکتب شهرت ددې باعث شو، چې موږ  له یاده وباسو چې اخیر ددې مکتب شاعرانو او هنرمندانو څه شی ته اشاره کوله او غوښتل یې چې ځان او نړۍ ته په نوی انداز وګورو. دا واقعیت شاید تر بل هر چا د رنه ماګریت په حق کې سم وی. په داسې حال کې، چې ددې سور ریالیست قصد، نیت او هڅې یا هم ددې هنری غورځنګ د ستر مخکښ او اګاه او مفکر هنرمند قصد، نیت او کوښښ دده د اثارو په شهرت کې ورک شوی دی، هغه غوښتل، چې زموږ سترګې را خلاصې کړی چې شاوخوا شیانو ته په نوی ډول وګورو.  ولې دی په خپل بریالیتوب کې محوه شو او د سور ریالیستانو دا عقیده شاید پر ځای وی چې : د هنر ګټه په دې کې ده، چې ګټه نه لری. هنر له چا نه مکافات نه غواړی؛ بلکې پخپله خپل ځان ته مکافات ورکوی.

ستاسو نظر