هنر

کمال الدین بهزاد

نورګل شفق

د متن لیکوال

(ازادی راډیویی مجله، د بشر د فکر او فرهنګ د سرلارو لړۍ)

د هرات د پنځه سوه کاله پخوا وخت نامتو انځورګر کمال الدین بهزاد د انځورګرۍ په هنر کې داسې نوښتونه وکړل چې د هند او ایران په شمول یې د اسلامی ختیځ د ګڼو سیمو په هنر باندې ژور اثر وکړ.
منلی: استاد کمال الدین بهزاد د افغانستان د تاریخ په ډېرو لویو شخصیتونو کې راځی او یوازې افغانستان د ده نه متاثر ندی بلکې د ده نه ټول شرق متاثر شوی دی او حتی غرب ته یې هم وړانګې رسیدلی دی. دی د پنځلسمې پیړۍ د اواخرو او د شپاړسمې پیړۍ د پېل نقاش، خطاط او هنرمند دی. په ۱۴۵۰ میلادی کال کې په هرات کې زېږیدلی دی او په ۱۵۳۵ کال کې په تبریز کې مړ شوی دی. دی د سلطان حسین بایقرا په وخت کې دربار ته راغلی دی.  په ماشومتوب کې یتیم پاتې شوی دی او استاد یې، روح الله میرک نقاش، روزلی دی. بهزاد بیا له خپل استاد سره د امیرعلی شیر نوایی دربار ته تللی دی.
غضنفر:چې نوایی وزیر و او هغه پاچا ته معرفی کړی و؟
منلی: هو نوایی د سلطان حسین وزیر و او ډیر مهم شخصیت و. په هرات کې یې د هنرونو او ادب پالنه کوله. نقاشان یې ساتل، کتابتونونه یې درلودل. په ټوله امپراتورۍ کې یې کتابتونونه، مسجدونه او مدرسې جوړولې. نو د پنځلسمې پیړۍ په فرهنګی وده کې یې ډیر مهم کار کړی دی. همدغې زمانې ته په تاریخ کې د هرات رونیسانس هم وایی. یا تیموری رونیسانس٫
غضنفر: ځکه ورته وایی چې هنرونو ته پکې ډیره توجه کېده؟
منلی: رونیسانس هغه دوره ده چې په غرب کې د منځینو پېړیو نه وروسته په یو دم هنرونو، پوهې، علم او سیاست ته توجه وشوه. دا ټول د تحجر د حالت نه راووتل او په ټوله اروپا کې یې ډېره پراخه وده وکړه. همدغسې زموږ په سیمه کې د غزنویانو له دورې نه وروسته سلجوقیان راغلل او سلجوقیانو پسې وضعه ګډه وډه شوه. اخوا دې خوا قومونه په وړو وړو ساحو کې د حکومت خاوندان وو او له همدې امله هغه وده چې د غزنویانو په وخت کې فرهنګ او ادب کړې وه او د سلجوقیانو په وخت کې یې یو څه دوام ومونده؛ د دغو پاچاهانو په وخت کې کمه شوه او بلاخره په ۷ قمری پیړۍ کې یا په ۱۳ میلادی پیړۍ کې چنګیز خان راغی او دا ځمکه یې د خاورو سره خاورې کړه، هر څه د تمدن نخښې چې پکې وې هغه یې له منځه یوړلې او حتی په ځمکو کې یې مالګې وشیندلې چې بیرته د کر وړ نه شی. هرات چې یو وخت کې ډېر لوی او د عظمت ډک ښار و دې حالت ته ورسید چې انسانانو به یوې کشکولې.
غضنفر: ځکه چې غویی او آسونه نه پیدا کیدل؟
منلی: هو غویی او آسونه نه پیدا کیدل. نو دغسې یو حالت ته یې دا سیمه راورسوله. له هغه نه وروسته کله چې تیمور قدرت ته ورسید او یوه لویه امپراتوری یې دلته جوړه کړله نو د مغولو اولاده له دې تمدن سره اشنا شوې وه، اسلام یې منلی و او دلته یې تر یوه حده ریښې پیدا کړې وې. له تیمور وروسته یې په زامنو کې اختلافات راپیدا شول. کله چې شاه رخ میرزا د هرات پاچا شو نو له هغه سره د هغه مېرمن ګوهر شاد بیګم، چې یوه ډېره هوښیاره ، فرهنګ دوسته ښځه وه، د فرهنګ په وده کې ډیر زیات کار وکړ. دا هغه وخت دی چې له سره په سیمه کې فرهنګ، ادب، نقاشی د هنر ټول اړخونه وده کوی. کتابتونونه جوړېږی، مسجدونه له سره جوړېږی ، مسافرخانې له سره جوړېږی، د هیواد نظام او دولتی نظام له سره جوړېږی.
غضنفر: خوشنویسی ته هم په دغه وخت کې ډېره توجه شوې کنه؟
منلی: هو خوشنویسی ته په دغه وخت کې ډېره توجه شوې. ځکه چې کتابتونونه جوړیدل او کتابونه لیکل کیدل. نو له دغه خاطره د سلطان حسین بایقرا‌ دورې ته او له هغه نه مخکې د شاه رخ میرزا دورې ته د تیموری رونیسانس نوم ورکړل شوی دی. یعنی دلته هم په یو ډول باندې هنرونه بېرته راژوندی شول. د بهزاد اهمیت یوازې د ده پخپل شخصی هنر کې نه دی. دی د امیرعلی شیر نوایی خطاط او نقاش و. بیا هغه سلطان حسین ته راوست او دلته د کتابخانې مشر شو. د کتابخانې د مشر په حیث باندې ده وکړای شول چې د هرات په نقاشۍ باندې خپل اغېز ټینګ کړی.
که موږ د دغه وخت هنر ته وګورو د بهزاد د هنر نوښت په دې کې دی چې د پخوانۍ نقاشۍ په نسبت دی د انځور شویو کسانو خصوصاً د انځور شوی طبیعت واقیعت ګرایۍ ته ډېر زیات تمایل لری. دی د ژوند عادی صحنې انځوروی او په دې کې د خلکو حرکات او سکانات ډیر ښه انځوروی؛ یعنی سړی فکر کوی چې طبیعت طبیعی حالت ته نږدې انځوروی او هغه کاږه واږه انځورونه چې پخوا رایج وو هغه اوس یو څه انسجام مومی. بل زموږ د سیمې په هنر او نقاشۍ کې یوه ډیره مهمه خبره دا وه چې هغه کومه موضوع یا شخصیت به چې مهم و هغه به د نقاشۍ په منځ کې راته او نور به سره ګډې وډې صحنې جوړېدلې او یو ډول بې انسجامه انځور به یې جوړاوه. د بهزاد په نقاشۍ کې اصلی شخصیت لږ څنګ ته راځی. مثال پاچا دی، د پاچا لپاره یو تخت جوړېږی او په تخت باندې ښودل کېږی. مګر د تابلو څنګ ته راځی او د تابلو په منځ کې د نقاشۍ نور کرکټرونه د خپل هویت له مخې، د خپل مقام له مخې په تابلو کې ترسیمېږی او یو منسجم ژوند ښکاره کوی.
غضنفر: یعنی دا هم د ده په نقاشۍ کې ریالیزم ته پر تمایل دلالت کوی؟
منلی: په هغه دلالت کوی. البته دی د هغې هندسی نقاشۍ نه چې په سیمه کې رایج وه؛ نه راووځی. د رونیسانس دوره هغه دوره ده چې په غرب کې هم د دوه بعدی نقاشۍ نه د درې بعدی او په پرسپیکټیو (Perspective) نقاشی رامنځ ته شوه. یعنی چې سړی لوړې ژورې، نږدې او لرې سره بېلولای شی. په شرقی نقاشۍ کې دا کار نه کیده. بهزاد یې هم نه کوی.
غضنفر: مثلاً یوه ونه ده. دا څلوېښت متره لرې ولاړه ده او څلوېښت متره رامخکې یو سړی ولاړ دی. په عادی حالت کې ممکن د دې ونې او د دې سړی ډېر فرق نه وی. ځکه چې هغه ونه ډیره لرې ده. خو دوی دغه فاصله په نظر کې نه نیسی. مقصد یې دا دی چې دغه دریم بعد ته اهمیت نه ورکوی.
منلی: که ونه نږدې وی او سړی لرې وی نو بیا هم ونه او سړی په یو اندازه انځوروی. دغه درېم بعد ته دوی اهمیت نه ورکوی. د بهزاد په اثارو کې که څه هم دریم بعد ته پاملرنه ډیره نه کېږی خو بیا هم یو څه شته. بل، بهزاد د رنګونو په انتخاب کې یو خصوصیت لری چې دی ساړه رنګونه ډیر زیات کاروی. ساړه رنګونه شنو، زمردی، آبی رنګونو ته ویل کېږی. د دې سړو رنګونو د پورته کولو له پاره، د یو څه ژوند وربخښلو له پاره، تاوده رنګونه لکه سره او نارنجی په ډیر ظرافت سره د تابلو په بېلا بېلو حصو کې داسې کاروی چې د رنګونو تر منځ یوه ډیره ښه همغږی پېدا کېږی. د بهزاد د هنر بل ټکی چې تاسې ورته اشاره وکړه هغه د واقیعت سره نږدې والی دی. د ده ریالیزم دی. چې کوشش کوی له کلیشه یی ساختارونو نه راووځی.
غضنفر: ژوند ته نږدې شی.
منلی: هو، ژوند ته نږدې شی. دغه سبک د تیموری هنر په برخه کې په ټولو ساحو کې خپل اهمیت پیدا کوی. دی نه یوازې نقاش دی، په نقاشۍ کې تاثیر کوی، په خطاطۍ او میناتورۍ کې تاثیر کوی، حتی په کاشی کارۍ کې د هرات د رونیسانس د دورې یا د هرات د پنځلسمې پیړۍ کاشی چې اکثره یې آبی او شنه ورګی رنګونه لری؛ هم د بهزاد له فکر سره سم تنظیم شوی دی. نو په ټولو ساحو کې دی خپل اغېز لری.
بهزاد یو څه موده د صفوی شهزاده طهماس ،چې په هرات کې د خپل دربار استازی و، استاد پاتې کېږی. بیا کله چې د هرات د تیموریانو سلسله انقراض کوی او محمدشېبانی دوی باندې غلبه کوی نو دی یو څه موده ورځی له محمد شېبانی سره کار کوی. د هغه نقاش کېږی خو له هغه سره ډېر نه پاتې کېږی.
غضنفر: په ماوراء النهر کې؟
منلی: هو… یوه کیسه ده، چې ده د محمد شیبانی یو انځور وویست خو د پاچا یې انځور خوښ نه شو، نو بهزاد یې له خپل درباره وشاړه او انځور یې پخپله تکمیل کړ. بیا دی د طهماسپ له لارې د شاه اسماعیل صفوی دربار ته، ایران ته ځی. شاه اسماعیل د طهماس پلار دی او هلته د شاه اسماعیل د کتابخانې یا د کارګاه مشر کېږی.
غضنفر: د هغه مرکز خو تبریز کې و.
منلی: هو د هغه مرکز تبریز کې دی. دی دلته د شاه اسماعیل د کارګاه مشر او ضمناً د کتابخانې ریئس دی. شاه اسماعیل خو دوه نور کاله ژوند کوی. بیا تر هغه وروسته طهماس پاچا کېږی او د طهماس سره دی څو کاله د کتابخانې د ریئس په حیث پاتې کېږی. ټول خطاطان، نقاشان، خوشنویسان او میناتورکاران د ده تر اثر لاندې دی ، دی ټولو ته د استاد حیثیت لری او ټول د ده نظریات تعقیقبوی. په تبریز کې واقعاً د بهزاد سبک تر هر وخت پخوا ډېر پراخېږی ، ډېره وده کوی او ډیر پلویان پیدا کوی.
د بهزاد له نقاشی اثارو څخه چې موږ ته څه راپاتې دی، یو د سعدی بوستان دی چې په ۱۴۷۸ عیسوی کال کې، چې شاوخوا ۸۰۸ قمری کال کېږی، ده نقاشی کړی دی. یعنی یو څو میناتورۍ یې پکې ایستلی دی. بیا د شرف الدین علی یزدی ظفرنامه ده چې هغه په ۱۴۶۷ کال کې خطاطی شوې ده. د عطارمنطق الطیر دی چې په ۱۴۸۳ کال کې خطاطی شوی دی. د امیرعلی شیر نوایی خمسه ده چې په ۱۴۸۳ کال کې خطاطی شوی دی او د علی شیر نوایی خمسه په ۱۴۸۵ کال کې یا ۸۹۰ کې بیا خطاطی شوې ده. د امیرخسرو دهلوی خمسه هم په ۱۴۸۶ کال کې خطاطی شوې ده.
غضنفر: نو دا خطاطی د ده برخه ده، که نه هغه میناتوری؟
منلی: میناتوری د ده برخه ده خو خطاطی یې بل چا کړې ده. او بیا دوه وارې د نظامی خمسه ده نقاشی کړې ده چې یو وارې په ۱۴۴۲ او یوه په ۱۴۹۲ کې. تیمور نامه هم ده خطاطی کړې ده چې دا هغه کتاب و چې همایون کله وتښتېده له ځانه سره یې یووړ.
غضنفر: همایون د بابر زوی؟
منلی: هو د بابر زوی. همایون هم د همدغه مکتب نه یانی د بهزاد له اثر نه متاثر و. کله چې په هندوستان کې مغلو امپراطوری ټینګه کړله نو د افغانستان له غرب نه او له فارس نه یې نقاشان راوستل او همدغه د بهزاد مکتب په هندوستان کې هم رایج شو. چې دلته ډېر زیات هنری اثار رامنځ ته شوی دی او دا ټول د بهزاد تر اثر لاندې دی.
د بهزاد اثار په غرب کې یوازې په شلمه پېړۍ کې پیژندل شوی دی. مخکې ورسره خلکو دومره ډیره اشنایی نه درلودله. مګر په شلمه پېړۍ کې هم د ده اثارو د غرب په هنر باندې په غېر مستقیم ډول یو څه اغېز ښېندلی دی. او د سړو رنګونو او د تودو رنګونو امتزاج یو شمېر نقاشانو په غرب کې هم له بهزاده اخیستی دی.
غضنفر: استاد منلی! کله چې موږ بهزاد یادوو نو په نقاشۍ کې میناتور رایادېږی او میناتور معمولاً چې بیا وینو پخوا زمانو کې یا د بهزاد په وخت کې تاسې چې مثالونه هم ورکړل؛ د کتابونو په پاڼو کې یې، په حاشیه کې یې یا د کتاب په یوه برخه کې، یعنی داسې یو ډول کوچنی رسمونه دی. د میناتور په حصه کې دغه تصور شته. خو بیا په اوسنۍ زمانه کې حتی په دې اوسنی کابل کې ما انځورګران لیدلی دی وایی ما میناتور کار کړی دی. بیا له هغو نه فرق کوی. یعنی د دې میناتور د رسامۍ مختلف کسان یې مختلف تعبیرونه کوی. او بل میناتور کلیمه خو شرقی کلیمه نده هغه هم اروپایی کلیمه ده. یعنی اروپایانو دا کلیمه وضع کړې ده. هغوی ولې وضع کړې ده؟
منلی: میناتور اروپایی کلیمه ده. د لاتین نه راغلې ده. د واړه په مانا ده. یعنی هغه واړه انځورونه چې د کتاب د ښکلی کولو لپاره کارول کېږی. زموږ خلکو دې ته نګارګری ویله. میناتور ځکه ورته وایی چې په ډیر دقیق او نازک ډول باندې د کتاب وړې ساحې په انځورونو باندې ښکلی کېږی او رنګول کېږی. چې همدغه اوسنۍ میناتوری د دې له خاطره میناتوری بلل کېږی چې له یوې خوا لیک سره ارتباط لری، یعنې په دې کې هم حتماً یو خط او یوه لیکنه شته ده او لیکنه د رنګونو تر منځ، د ونو د پاڼو تر منځ، یا د شخصیتونو تر منځ راڅرګندېږی او په ډېر دقت او ظرافت سره په وړو ساحو کې کار کول کېږی.
غضنفر: مطلب مو دا دی چې ریزه کاری پکې وی او خط هم ورسره وی؟
منلی: هو ریزه کاری پکې ډیره ده او خط هم ورسره وی. په میناتور کې بل مهم ټکی دا دی چې د رنګونو امتزاج لکه د یوې عادی نقاشۍ له طبیعی حالت سره نه دی. دلته د رنګونو امتزاج پخپله یوه فضا ایجادوی نو په دې خاطر اوس هم چې موږه میناتور کاری ګورو په هغه کې به تاسې رنګونه وګورئ، په هغه کې به تاسې هندسی اشکال وګورئ، په هغه کې به تاسې ریزه کارۍ وګورئ او د وړو ساحو دقیق استعمال به پکې وګورئ.
غضنفر: استاد تاسې رنګونو ته اشاره وکړه. پخوانۍ مینتورۍ چې سړی ګوری په دې کې شک نشته چې دا رنګونه پکې یو داسې ترکیب لری چې په سترګو ښه لګېږی، لیدونکی یې له لیدلو خوند اخلی. تاسې وویل چې بهزاد ریالیزم ته یو څه مایل هم و. خو دغه رنګونه چې وی بیا دغه شی پکې ډېر نه وی. یو شی ممکن شین نه وی خو دوی شین رنګ ورکړی. یو شی ممکن سور نه وی خو دوی سور رنګ ورکړی. څنګه ده؟ تاسې چې وایاست میناتورۍ کې رنګونه خاص ترکیب لری، دغه عنصر هم پکې شامل دی؟
منلی: هو. دا عنصر پکې شامل دی. ځکه چې میناتورکار پخپله رنګ ته اهمیت ورکوی. چې رنګ په کوم ځای کې وکارېږی؟ د پاڼې په کوم ځای کې وکارېږی؟ په څه شکل وکارېږی؟ هغه خبره ډیره مهمه ده. مثلاً د بهزاد مکتب کې آبی او شنه رنګونه د صفحې اکثره برخه تشکیلوی ، بیا نو د دې صفحه په یو ځای کې مثلاً یو څوک ښکاره کوی چې نارنجی کالی یې اغوستی دی یا یې سره کالی اغوستی دی. دغه د رنګونو انتخاب د واقعیت د څرګندولو له پاره نه دی. د رنګونو انتخاب په سترګو ښه لګېږی او د انځور عمومی بڼې سره ارتباط لری.
غضنفر: بل، رنګونه چې دوی انتخابوی، رنګونه یو څه چې نن سبا موږ تیز رنګونه ورته وایو، تیزوالی پکې ډیر نه وی؟
منلی: تاوده رنګونه وی، یا تاوده رنګونه دی او یو ساړه رنګونه دی. که یوه مڼه رسمېږی دومره سره رسمېږی چې بل رنګ پکې نه ځایېږی. واقعیت ته ډیر اهمیت نه ورکول کېږی خو واقعیت سره یو څه نږدې حالتونه کارول کېږی. حتی د بهزاد نه مخکې سبکونه چې موږ لرو په هغې کې که یو څوک توره جیګوی کیدای شی چې لاس کې یې هغه بڼه ونه لری لکه په واقعیت کې یې چې لری. په داسې حال کې چې د بهزاد په اثارو کې بیا دغه واقعیت ګرایی ډېره شوې ده.

یادښت: دا لیکنه د انسان مجلې په دویمه ګڼه کې خپره شوې ده.