هنر

زه دې وینم!

د هېواد د سیاسی ستونزو، ټولنیز بحران، تحرک او د عامو خلکو پر مټ د بدلون لپاره د هنری پلاټ فارم له لارې فعالیت او هلې ځلې شاید په افغانستان کې ډېره لویه سابقه ونه لری، چې تر ټولو ستر عامل یې شاید هم د خلکو له روانی او ټولنیزو ستونزو او غوښتنو ته په نه کتو د یادې چارې پر مخ بیول وی.
کبیر مکمل نوی، ځوان او طراح هنرمند چې شاید د هېواد د اوسنی بهیر تر ټولو زیات د هنر په ستراتېژیک او فکری اړخ کار کوی.
له کبیر مکمل سره د یوه ځانګړی راپور په موخه دده د کاری نمونو ځای ته ولاړو. د سید جمال الدین افغان د دارالمالمین تر څنګ په یوه اوږده غزیدلی دېوال یې راته د خپل کار هغه نمونې را وښودې چې خلکو ترې زیات هرکلی کړی وه.
ښاغلی مکمل د خپل یوه هنری کار څخه د یوه ماشوم د تعبیر کیسه کوی چې ده ترې د انځور په هکله پوښتلی وه، ښاغلی مکمل وایی: “یوه ورځ مې چې دا انځور په دېوال رسماوه یو ماشوم مې تر څنګ راته ولاړ وه، ویل یې راته دا څه مانا؟ ما ورته وویل چې ته راته ووایه چې دا څه شئ دی، ماشوم راته ویل چې دا یو هلک دی او د دوو نجونو زړونه یې په اوږه کړی دی.”
ښاغلی مکمل وایی له کارونو مې عام خلک ګڼ تعبیرونه لری او هر څوک په هر ډول انګېرنې لری ولې دی د هغو احساساتو کیسه کوی چې خلکو دده د انځورونو په وړاندې درلودل، ښاغلی مکمل زیاته کړه: “ما خپل یو شمیر هنری انځورنه د ښار په ګڼو سیمو کې په لویو لویو بیل بورډونو ولګول او چې کله به مې د خلکو د غبرګون ټیلفونونه ترلاسه کول ډېر به خوشاله کېدم چې دا به ټول عام وګړی، په ښار کې ډریور، کراچی وان او لارویان وو.”
ښاغلی مکمل وایی چې د عامو وګړیو تر څنګ یې د ټولنې لوړ قشر هم مخاطب کړی دی او تر ټولو لوړ هدف یې همدا دی چې خلک په دې وپوهوی چې بدلون د دوی پر مټ راتلای شی او خلک باید دې فکر ته ژمن و اوسی. کبیر مکمل د خپلو کارونو پر اروایی اړخ زیات تمرکز کوی او وایی چې د خلکو احساساتو، انګیزو او ارزښتونو ته باید ژمن و اوسو او دا باید زده کړو چې خلک مو څه غواړی او د خلکو جدی اړتیا مو څه ده، په هنر کې مو باید خپل ټولنیز قراردادونه مراعات کړی وی او د خلکو په ژبه مو د دوی د ژوندیو ارزښتونو او جوړښتونو ته د درناوی تر څنګ کار کړی وی.
ښاغلی کبیر مکمل د هغه نژدې راتلونکې پروژې په هکله غږیږی چې دی فکر کوی ډېر ژور تاثیر به ولری، خلکو ته به د سیاسی ستونزو، ټولنیز بحران، کلتوری غمیزې او ګڼو نورو برخو کې د ونډې او فکر انګیزه ورکړی، دی زیاتوی: “زما راتلونکې هنری پروژه (زه دې وینم یا I see you) نومیږی. د آنټن په لوړ غره به د انځور شویو سترګو یو لوی انځور کاږم چې د عامو وګړیو له لوری به په فساد کې ښکیلو کسانو ته وایی که هر څو فساد کوئ مونږ مو وینو، دا چاره به په وروسته کې پر جامو، موټرونو، دیوالونو او د ښار ګڼو نورو سیمو ته هم لېږدول کېږی.”

ستاسو نظر