هنر

په لرغونی مصر کې هنر او ادبیات

د لرغونی مصر تمدن چې پنځه شپږ زره کاله پخوا پیل شو او درې زره کاله یې دوام وموند، د نړۍ تر ټولو اوږد مهالی تمدن دی. په دې لیکنه کې د دغه تمدن هنر او ادب ته ځغلنده کتنه  کوو.
د لرغونو مصریانو فکر او هنر د دوی د مذهبی عقیدو پر اساس ولاړ وو . دوی ته خپل واکمن مقدس ښکارېده او مقدساتو د مصریانو په ټول ژوند باندې ژور اثر ښندلی و. په دوی باندې د خپل واکمن دومره رعب پروت و چې د هغه نوم به یې نه اخیست او فرعون یې باله. فرعون په لغت کې ( لوی کور ) ته وایی. څرنګه چې په ( لوی کور ) کې واکمن اوسېده نو خلکو د وېرې او احترام په خاطر د مظروف په ځای ظرف ته اشاره کوله.
په لرغونی مصر کې مذهب دومره مهم و چې کابو ټول هنر د فرعون او خدایانو په خدمت کې و. هرم د فرعون د مړی ابدی کور و او په همدې وجه یې وسایل او ډیکورېشن د فرعون د ماڼۍ په سویه و. د هرم په داخل کې به د فرعون د کوټې دېوالونه په شاهانه منظرو منقش و.هلته به غلې دانې ، چوکۍ ، تختونه ، د خادمانو مجسمې او نور وسایل وو چې په هغه دنیا کې د فرعون پکار راشی. د فرعون مړی به دهمدې کوټې لاندې چېرته بل ځای و . د دې لپاره چې لوټمار سره زر او نور قیمتی شیان یو نه سی نو ټولې لارې به بندې وې او غالباً هغه کسان وژل کېدل چې د لارو د بندېدو کار یې سرته رساوه ، ځکه راز باید بېخی پټ پاتې وای . خو له دومره احتیاط سره سره ډېر پخوا لا غلو او لوټمارو اکثرو هرمونو ته لار وکړه او ویې لوټل.
د لرغونو مصریانو دهنر د زور د ښکاره کولو بل ځای معبدونه وو چې هغه هم د فرعون او خدایانو په ویاړ جوړېدل. د ابوالهول مجسمه چې ۱۷ متره لوړه او ۴۴متره اوږده ده ، د خوفو د هرم غوندې د مصر د لومړی سلطنت له زمانې سره تعلق لری . دغه مجسمه د نورو مجسمو په څېر په مذهبی مقصدونو جوړه شوې ده.
د پخوانو مصریانو ادبیات هم له دینی عقیدو پوره متأثر دی خو څرنګه چې دغه عقیدې په مصر کې د ژوند او شرایطو پیداوار وې نو ادب هم له ورځنی ژوند سره مستقیم یا غیر مستقیم تعلق درلود.
د مقایسوی ادبیاتو پوهانو د نړۍ په ادب باندې د لرغونی مصر دادبیاتو اغېز څېړلی دی او دغه هېواد ته یې د نړۍ د ادب د یوې مهمې سرچینې په سترګه کتلی دی.
د دنیا د ادبی اثارو یو مشهور موتیف( تکرارېدونکی مضمون) په ټاپو کې د خزانې موندل دی، چې په لرغونی مصر کې ځېلې لری. د لرغونی مصر د منځنی سلطنت د دوران په یوه کیسه (ماڼو او حیرانوونکی ټاپو ) کې ، یوه بېړۍ ډوبیږی او یوازې ماڼو ژوندی پاتیږی . ماڼو یوه ټاپو ته ځان باسی ، ټاپو نامسکون وی ، دی هلته خزانه مومی او چې څنګه له ټاپو څخه په راوتلو بریالی شی ، ټاپو په اوبو کې لاهو شی.
د سکاټلېنډ د نامتو ناول لیکونکی رابرټ لؤیس سټونسن Stevenson(۱۷۷۲ـ ۱۸۵۰) مشهور ناول (د ټاپو خزانه) دهمدې موضوع یو مشهور مثال دی. د سټونسن د ناول اتل په نامسکونه جزیره کې د خزانې نقشه مومی.
د دولسمې میلادی پېړۍ د مسلمان فیلسوف ابن طفیل په مشهور فلسفی داستان (حی بن یقطان ) کې یو څوک په نامسکونه جزیره کې اوسی او هلته معنوی خزانه پیدا کوی، یعنې د خدای د وجود منلو ته رسیږی.
د مصریانو ځینې نکلونه د بلې دنیا په باره کې دی . د بلې دنیا ترسیم او توصیف د دنیا د ادب یو بل مهم موتیف دی چې پوهان یې سرچینې په لرغونی مصر کې وینی [دایټالیا د ترټولو لوی شاعر دانتې شاهکار،الهی کمیډی، د هغې دنیا د ترسیم ډېر مهم اثر دی.] د لرغونی مصر په ادبیاتو کې لولو چې په اسمان کې یو داسې ځای شته چې بنیادم پکې همېشه ځوان پاتیږی ، نه بوډا کېږی . دغه ځای ډېر خوندور خواړه لری ، د څښاک له پاره خورا بهترین شیان پکې شته . د دغه ځای د اوسېدونکو خورا ښایسته جامې وی چې نه زړیږی ، نه چټلیږی . د دې ځای اوبه تازه او مېوې مزه ناکې وی. دلته شیطانی روحونه، ماران او حشرات نشته او د اوسېدونکو ذهن یې له تل پاتی سکون څخه خوند اخلی.
په یو بل ځای کې بیا بد کسان اچول کیږی . بد کسان هلته ابدی جزا وینی او په داسې جهیلونو کې چې اوبه یې د اور د لمبو په شان وی، اوسی. په دې ځای کې خطرناکې سمسارې،چیچونکی ماران او داړونکی ځناور لر بر کېږی. د دغو جهیلونو ساتونکی هم ډېر بوږنوونکی ځناور دی چې ګنهګارو ته قسما قسم سزاګانې ورکوی.
د اروپایی ادب یو ډېر مشهور نکل،سیندرلا( Cinderlla ) چې په اووه سوه بڼو ویل شوی ، د یوې مظلومې نجلۍ داستان دی چې وروسته بیا یو مشهور شهزاده ورباندې زړه بایللی او…. د دې کیسې لومړنۍ بڼه په ۲۶ میلاد مخکې پېړۍ کې په مصر کې وینو.
د لرغونو مصریانو په اوږدو نکلونو کې سنوحی snohi یوهغه نکل دی چې په پېړیو پېړیو مشهور و. دغه نکل د څلور زره کاله پخوا زمانې اثر دی.
سنوحیت Snohit په اسیایی ملکونو کې د مصر د جایداد اداره کوونکی وی. کله چې فرعون خبریږی چې ځینې لیبیا وال په غربی دلتا کې لوټ کوی نو د مشر زوی په مشرۍ عسکر وراستوی. باغیان ځپل کیږی. د ستنېدو پر وخت شهزاده ته خبر ورکول کیږی چې فرعون مړ شوی دی. شهزاده باید بیړه وکړی او تخت ته ځان ورسوی . د فرعون له مړینې څخه له شهزاده پرته بل څوک نه دی خبر ،خو سنوحیت ته چې له شهزاده سره د لارې مل دی ، اطلاع رسیږی چې د شهزاده کشر ورور هم د پلار له مړینې خبر شوی او په ډېرې تېزۍ د پایتخت په لور روان دی . سنوحیت فکر کوی چې د دغو وروڼو تر منځ خامخا جګړه پېښیږی نو بهتر ه ده له مصر څخه ووځی ، وتښتی.
دی د تېښتې پر وخت ډېر تکلیفونه وینی اوځان فلسطین ته رسوی. دهغه ځای واکمن یې وپېژنی ، خپله لور ورکړی او لوی چارواکی شی . کلونه واوړی . سنوحیت بوډا شی او وطن وریاد شی او د ستنېدو له پاره دغه دلیل راوړی دبنیادم لپاره تر ګردو لویه خبره دا ده چې د خپل تولد په ځای کې ښخ شی .) د ده دلیل ومنل شی.فرعون یې د تېښتې ګناه ورمعاف کړی، مصر ته ستون شی او هلته د ځان له پاره ښه مقبره جوړه کړی.په دغه نکل کې ریالیستیک تمایلات ډېر وینو. خو د مصریانو اکثره نکلونه په خارق العاده پېښو ولاړ دی او جادو پکې لوی نقش لری.
د کابو څلورزره کاله پخوا په یوه نکل کې لولو چې یو بې لاری سړی د یوه کوډګر مېرمن تېرباسی . تار ورسره اچوی. کوډګر یوه جادویی سمساره سازوی او کله چې دغه سړی په سیند کې لامبی، پر جادویی سمساره سزا ورکوی.
د مصر په نکلونو کې د داستانی ادب یو خورا مهم خصوصیت یعنې حیرانوونکی عنصر ډېر وینو. حیرانوونکی عنصر دهرې زمانې په داستانونو کې لیدل کېږی خو څرنګه چې حقایق بدلیږی نو حیرانوونکی موضوعات هم بدلیږی . په پخوانی مصر کې خلکو عقیده لرله چې په جادو کې ډېر زور دی ځکه خو د دوی لپاره جادو غیر معقوله حیرانتیا نه وه. دهرې زمانې خلک معمولاًً هغومره حیرانتیا خوښوی چې د دوی عقل یې منلی شی.

ستاسو نظر