هنر

هنر فلسفه ده او فلسفه هنر دی

یار محمد تره کی

هنر او فلسفه د انسانی تفکر هغه محصولات دی چې په ظاهری نظر هر یو، فلسفه  د تعقل او هنر د جذباتو زېږنده ده، د یو او بل سره جوړونکی او ارګانیک تړاو نه لری. فلسفه چې د  علومو د مور په نوم یادېږی د کلاسیک تعریف له مخې د ژوند او طبعیت حالات یوازې تشرېح او تفسیر کوی، بې له دې چې د هغه په بدلولو بوخت شی. په حقیقت کې فلسفه له هنر سره چې د ژوند، طبعیت ریښتینی او پټ واقعیتونه انځوروی یو راز ډیالیکټیکی تړاو لری، دغه ډیالکټیکی تړاو که څه هم چې د یوې لویې څېړنې موضوع ګرځېدای شی، خو دلته به ددې تړاو څو ټکی په ګوته شی.
فلسفه د بنسټیزو ستونزو او عمومی موضوعاتو لکه موجودیت، پوهه، دلیل، پرمختګ، فرهنګ او نورو سترو مسئلو باندې بحث کوی. دغه بحث د نورو علومو نه لږ څه توپېر لری. د فلسفې له اړخه بحث تر ډېره حده په سړه سېنه او د جذباتو په نه لرلو تر سره کېږی.
په فلسفی بحثونو کې تر ټوله ستره ونډه معقولیت (Rationality) ته ورکړل شوې ده. معقولیت (Rationality) د انسان هغه خواصو ته ویل کېږی، چې د دلیل سره موافقه ولری. په بله مانا معقولیت په یو څه باندې باور او عقیده لرل دی چې د هغه باور دلیل ورته معلوم وی. معقولیت (Rationality) د کره تفکر (Critical Thinking) یوه لویه برخه ده. په فلسفه کې معقولیت او کره کتنه یا کره تفکر انسانی جذباتو ته لار نه ورکوی. په بل عبارت کره تفکر انسان ته د وړاندیزونو او مسئلو د څېړنې په لړۍ کې د جذباتو او خوا نیونې اجازه نه ور کوی. د ژوند او جهان د څېړلو په لړ کې معقولیت او کره تفکر د فلسفې تر ټولو ستره وسله ده.
فلسفه داسې یو هنر دی چې د نړۍ په څېړنو کې د انسان د جذباتو مخنیوی کوی. هنر بیا په یو داسې جذباتی انداز د ژوند، طبعیت حوادث، پدیدې بیانوی چې د وړاندې کوونکی د احساساتو او یا هم تعقلی احساساتو له لارې د نړۍ په باب د لیدونکو او اورېدونکو پوهه تکمېلوی.
ستر ادبی لیکوال لیو تولستوی چې د هنر په هکله یې هم ډېرې مقالې لیکلې دی، وایی ددې لپاره چې هنر تعریف کړو باید لومړی تر هر څه دا په نظر کې ونیسو چې هنر د خوشالۍ یوه سرچینه ده او د ژوند یوه برخه. دی وایی چې هنر د انسانانو تر منځ د اړیکو یوه بېلګه ده.
په عمومی توګه هنر د نړۍ او موجودیت د ښودلو او تعریف لپاره یوه جذباتی لاره او وسیله ده. هنر د ژوند، پېښو، تاریخ، طبعیت او د ټولنیز ژوندانه غوره شوې صحنې په احساساتی او د ښکلا پېژندنې  په (Aesthetics)  ډول معرفی کوی. د ژوند او نړۍ په پېژندنه کې د هنر ونډه ډېره ستره او تاریخی ده. انسانان تر دې د مخه چې لیک لوست زده کړی د هنری شکلونو په واسطه یی معلومات یو بل ته رسول او طبعیت یې تعاریفاوه.
هنر په مختلفو بڼو انسانی ماحول را پېژندلی دی او هنر دی چې د انسانی تاریخ مصور سند یې زموږ تر وخت را رسولی دی.
تولستوی واړندې زیاتوی “هنر هغه وخت هنری ارزښت لری ویونکی ته د مینې او ورورګلوی احساس ور پیدا کړی. هنر هغه څه نه دی چې جنسی غریزه، دروغجن نشلنیزم، عظمت غوښتنه او د مافوقو طبقو د بروالی احساس ویونکو ته ورکړی. هنر باید د تحمل، مینې، د خلکو یووالی، خوشالی او روغتیا په باب وی”.
تولستوی وکولای شول، د هنر په باب خپل فلسفی فکر د جګړه او سولې، انا کارنینا، ماشومتوب او نورو لیکنو کې په ښه توګه بیان کړی.
امانویل کانټ د اتلسمې پېړۍ ستر جرمنی فیلسوف دی، چې دده فلسفی افکار د هنر او فلسفې داړیکو نوې خواوې په ګوته کوی.
امانویل کانټ د اخلاقو، ښکلا او میتافزیک په برخه کې د نړۍ ډېر ستر عالم تېر شوی دی. کانټ وایی” دا زموږ د معقولیت قضاوت دی چې موږ ته اجازه راکوی تر څو ښکلا احساس کړو”. کانټ همدا راز وایی “ د انسان له لوری د ښکلا د تثبیتولو قضاوت د نړۍ د نورو پدیدو نه ډېر توپیر لری”. په دې توګه کانټ داسې نظر وړاندې کوی چې، فزیکی او اخلاقی نړۍ او د دوی فلسفې او شکلونه چې دغه نړۍ موږ ته راپېژنی، نه یوازې چې یو له بله سره تنګه اړیکه لری، بلکې له یو او بل سره تړلی دی.
د کانټ دې نظریې ته په کتلو سره موږ دې موضوع ته ورنژدې کېږوچی هنر چې د انسانانو د غیر مادی او یا فکری ژوند تمثیل کوی او د فزیکی او یا مادی ژوندانه تر منځ فلسفی تعلق او اړیکه موجوده ده.
که موږ خپل لومړی تعریف ته چې فلسفه یوازې د نړۍ په تعارف بوخته ده او په هغه کې د معقولیت (Rationality) او د کره کتنې او تفکر اساسات پکاریږی، او بیا د هنر او فلسفې اړیکو ته د لیو تولستوی او امانویل کانټ نظر ته ځیر شو، نو ویلی شو چې فلسفه په مدرنه نړۍ کې یوازې د نړۍ په تعارف نه ده بوخته. فلسفه موږ ته د ښکلا د قضاوت په موخه نوی وسیلې په لاس راکوی. کله چې موږ د اشرف المخلوقاتو په توګه د ښکلا او قضاوت لپاره منطقی وسیلې په لاس کې ولرو نو د طبیعیت د بدلولو او د هنر د ایجادولو لپاره هم د معقولیت او کره تفکر (Critical Thinking) تیوری په لاس کې لرو.
داسې ښکاری چې فلسفه د خپل کلاسیک تعریف نه چې ډېر پخوا د ارسطو او افلاطون نه رانیولې او بیا د کانټ، جان لاک، فریدریک نیچې، کارل مارکس، فریدریک انګلیس، ویلیم هیګل او لیو تزو پورې یې د تعریفاتو او تحلیل وظیفه درلوده، ډېره عصری شوې او د نورو علومو سره په تعاون کې یې تطبیقی (Applied) بڼه غوره کړې ده.
تطبیقی فسلفه (Applied Philosophy) د اخلاقو، علمی معقولیت، ایپیسټیمولوژی (Epistemology)، خلاقیت، انسانی او مصنوعی ذکاوت، عادی دلیل ویلو، کلتوری تکامل، وجدان، ازادۍ او مسوولیت، معنویت او تشدد په باب فلسفه یوه نوی تکاملی پړاو ته را ورسوله. دغه عملی مطالعاتو فلسفه چې مخکې به د ډېرو کمو عالمانو له لوری په پوهنتونونو او کتابتونونو کې ورباندې محدود بحثونه کېدل، په یو ستر علمی ډګر کې یو ځل بیا د علومو مور وګرځوله. په همدې لړۍ کې فلسفه د ښکلو هنرونو، پرمختګ، د انسانی ذکاوت او عمل باندې نه یوازې نظریې وړاندې کړی بلکې د پورته مقولو او پروسو په باب یې علمی او تحقیقی کارونه وکړل چې په هغو کې د مثال په توګه د تشدد دلایل، د قوم پرستۍ ریښې او د هنر او مذهب تر منځ تاریخی اړیکه د هنر په پېژندنه کې د معقولیت لاره خپلوی او نورې عملی پدیدې را زیږوی.
خو که له بلې خوا هنر ته ځیر شو دا پدیده هم د فلسفې په شان د موجودیت او طبعیت په تعارف بوخته ده. هنر د پېړیو پېړیو را هیسې د انسانانو په لاس کې یوه وسله پاتې شوې ده. هنر که د هنرمندانو په لاس کې وویا د پرګنو په لاس کې و او یا هم د سترو امپراطورانو په لاس کې، خو بیا یې هم خپله وظیفه د نړۍ او حوادثو په تشریح کې تر پایه اجراء کړې ده. د مثال په توګه مانومینتال یا (یادګاری) هنر په تېرو پېړیو کې د نړۍ، تاریخ، ټولنیز جوړښت، اقتصاد او سیاست تر ټولو پر ځای او ښکلی انځور موږ ته راکړی دی.
د هنرونو نور شکلونه لکه؛ شعر، نثر، انځورګری، مجسمه جوړونه او اجراییوی هنرونه (Performing Arts) په خپل وار د طبعیت، ژوند، تاریخ او ټولنیز حالاتو په باب داسې انځورونه ایستلی چې د ښکلا پېژندنې (Aesthetics) د مقولې څخه یې ور آ خوا د موجودیت او ژوند په باب موږ ته معلومات را غونډ کړی دی.
هنر د فلسفې نه یو قدم نور هم وړاندې تللی دی او د طبعیت او ژوند د تعریف او توصیف نه برسیره یې د روحی او روزنیزو چارو په لار کې ستر خدمتونه کړی دی.
د شلمې پېړۍ د اتیایمو کلنو په درشل کې چې ډیجیټلی ټکنالوژی په پرمختګ شوه او په تېره بیا د ویدیو، غږیزو او عکاسۍ وسایلو په پرمختګ سره داسې فکر کېده چې ګواکې کلاسیک هنرونه به ورو ورو د خلکو په زړونو کې د نزول لاره ووهی. خو ډېر ژر د نړۍ خلک په دې پوه شول چې دا فکر غلط دی او هنر د هغه اصلی مانا په مفهوم د هرې ټیکنالوژۍ په زړه کې پروت دی. د نړۍ پر مخ تللو کمپنیو د خپلو محصولاتو په لړ کې د اصیلو هنرونو نه په پراخه کچه ګټه پورته کړه.
په دې ترڅ کې نوی هنری شکلونه او سکتورونه خلکو ته وړاندې شول، چې د بېلګې په توګه کولای شو د کثیرالهنری (Multi Arts) ټوټومنځ ته راتلل، په لاس د تصویری فلمونو جوړول (Animation)، د ویډیویی لوبو (Video Games) او ډیجیټلی انځورګرۍ هنرونه میدان ته راغلل چې د تل لپاره یې د هنر ځای د انسانانو په ژوند کې تل پاتې کړ.
ددې چې هم لږ ها خوا ولاړ شو، د هنر ترټولو ستره ونډه د یووشتمې پېړۍ په درشل کې په داسې سکتورونو کې چې وړاندې یې فکر هم نه کېده، بې سارې او نه هېرېدونکې وو.
هنر او هنری سکتورونو وکولای شول چې د انسانی علومو او ټولنیزو ستونزو په حل کې ستره ونډه واخلی. هنری مکتبونو او سکتورونو په داسې ساحو کې لکه؛ طب، فزیک، ستوری پېژندنه او حتی ارواپوهنه اود روحی رنځ د علاج لپاره په پراخه توګه وکارول شول.
د هنری پیغامونو او میتودونو نه د روحی رنځ په علاج کې نن سبا په پراخه توګه ګټه اخیستل کېږی. د بېلګې په ډول د روحی ناارامۍ یوه بېلګه وړاندې کوم.
په ۲۰۰۲ کال کې لس ښځې چې د سومالی، سوډان، افغانستان، روانډا او اکواډور څخه وې، د کاناډا دولت په مرسته د کډوالو په توګه دغه هېواد ته ومنل شوې. دغو ښځو د نوموړو هېوادونو د جګړه ایزو عملیاتو او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی په نتیجه کې په روحی رنځ اخته شوی وی. د دولت د ټولنیزو چارو کارکونکو ددغو ښځو د شخصی او فکری حالت د ارزونې او له دوی سره د مخامخ خبرو او مرکو څخه پاتې راغلل. د خبرو په پیلولو سره به یې ژړل او د خپل ژوندانه د کیسو په پیل کې به یې د خبرو کولو توان له لاسه ورکاوه.
په پای کې د دولت د ټولنیزو خدمتونو ادارې له یوې هنری موسسې څخه وغوښتل تر څو ددغو ښځو د بوختولو لپاره دوی ته د انځورګرۍ او مجسمو جوړولو څو درسونه پرانیزی. ددغو درسونو په لړ کې چې د یو متخصصی روحی انځورګرې له خوا یې مشری کېدله، یادو ښځو وکولای شول خپل دردونه او کیسې په انځوریز او د کلالی خټو په مرسته بیان کړی. کله چې روحی انځورګرې د ګډون کوونکو په مرسته دغه انځورونه یو له بل سره کېښودل یو ډول سریال مینځ ته راغی، چې ددغو ښځو د ژوند کیسې او تېر شوی حالات یې را په ګوته کولو.
ددغو ښځو په لاس جوړ شوی آثار وروسته د ویډیو او سلایډونو په مرسته ډیجیټلی شول او هرې ښځې ته په جلا جلا ډول نندارې ته کېښودل شو. په داسې حال کې چې هرې ښځې د خپل ایجاد کړی هنری اثر تصویرونه په ویډیو کې لیدل له هغې څخه به غوښتل کېدل تر څو د تصویرونو او مجسمو په تشریح پیل وکړیږ په بله کوټه او د کړکۍ تر شاه به ټولنیز کارکونکې ددې جریان ټول حالات لیکل او مستند کول.
ددې تجربې نتیجه دا شوه چې ناروغه او د بدو تجربولرونکو ښځو له خوا ورکړل شوی ۴۰ سلنه د ژوند کیسې او خپل فکری حالت د دغه هنری تمرین په واسطه انځور کړی او د لیدو پر مهال دوی وکولای شول نور ۴۰ سلنه مالومات په خپله ژبه ووایی، هغه څه چې په عادی او رسمی حالت کې دوی نشوای بیانولای.
نن سبا د هنر ونډه د ټولنې په پرمختګ کې ثابته شوې ده او ډېر علمی اثار په دې باب رامنځته شوی دی.
د تطبیقی فلسفې (Applied Philosophy) او د هنر د شکلونو یووالی او تناسب د هنر ونډه په پرمختګ، پوهنې او ټیکنالوژۍ کې تر هر وخت نوره هم پیاوړې کړې ده.
د پورتنیو نظریاتو او تاریخی پړاونو په نظر کې نیولو سره داسی ټکی ته راځو چې هنر د فلسفې د لا پرمختګ لپاره د علم او ټیکنالوژۍ تر څنګ یوه لویه وسیله ده.
دهنری مکتبونو، سبکونو، او د هنری سکتورونو یو ځای کېدل لکه؛ کثیرالهنری ننداره (Multi Arts) او تطبیقی هنر او فلسفه (Applied Art and Philosophy) به زموږ د ټولنو په راتلونکی کې د انسان او طبیعیت تر منځ د اړیکو نوی پړاونه پرانیزی.

یادښت: دا مقاله د انسان مجلې په دویمه ګڼه کې خپره شوې ده.

ستاسو نظر