پښتنې/ د ډاکتر جنید شریف یو شعر

 | هنر او ادبیات

|

9

لیدنې

دا ځلمی چې  پیمانو کې يې  تروې دي

مشغولا یې میخانې نه دي دېرې دي

د مجلس څراغ چاینکه ده چلم دی

د مطرب مقام سروکی دی ټپې دي

هره ورځ په غریبۍ په زیار اخته دی

د جمعې ماښام چې راشي نو میلې دي

دلته غوږ کېده ډولونه دي ګډا ده

هلته ورشه ربابونه دي باجې دي

د حجرې مجلس څرګنده خزانه ده

دردانې یې داستانونه دي کیسې دي

درخانۍ د آدم خان په قبر ناسته

په سل ګونو میمونې په وینو سرې دي

یوسف خان چې تربورانو پراري کړ

شیربانو ته بیرته راغی کجاوې دي

دا جوشي میړه په ټوکو نه پوهیږي

شیربانو کره د غم نارې سورې دي

څه ناځوانه نصیبونه خدای ورکړي

کله خاندي کله ژاړي پښتنې دي

مېړني بیا په مورچل کې بریمن شول

په کوڅو کې د ډولونو انګازې دي

کله کښیني کله پاڅي کله څرخي

تورې څڼې یې اوږو باندې خورې دي

دا د ننګ او د مېړانې دود به ساتو

که پښتو  ده که اشر دى که جرګې دي

خو دا پیغلې  چې پلرونه یې باتور دي

ارمانونه یی د ستورو میلمنې دي

دا مېرمنې چې مېړونه یې خیالي دي

په دې ستړو پښو  یې ولې زولنې دي؟

طالب جان چې ماتوي په پیغورونو

داسې خویندې ډېرې شته دي ګل بشرې دي

دا لمسیان د ویښ ځلمیانو شاته نه ځي

دا مېړونه ننګیالي د زمانې دي

دلته کلي خواته لوبې دي اتڼ دی

ننګیالي  تر غره  اوښتي دي نزدې دي

جنید شریف د مارچ لسمه ۲۰۱۹

Recent Posts

دلته یې وپلټئ