د جاز په رومان کې انځورونه او آوازونه

 | هنر او ادبیات

|

98

لیدنې

لیک: ډاکتر جنید شریف

د دې نه مخکې چې د مشهور رومان جاز په اړه خپل بحث پیل کړو د هغه د لیکوالې توني موریسن یوه لنډه پیژندګلوي ته اړتیا ده:

د امریکې د افریقایي اصله ټولنې د یوې غښتلې ویاندې په توګه موریسن په دې بریالۍ شوې چې هم د خپل ځپلي او محرومه پاتې شوي ملیت په تېره بیا په دې ملیت کې د ښځو آواز را اوچت کړي او هم د لیکوالۍ هنري او تخنیکي کمال په لوړه کچه تر لاسه کړي. د پنځو رومانونو له لیکلو وروسته چې جاز یې وروستی رومان و، موریسن په ۱۹۹۳ کال کې د نوبل جایزه وګټله. د جاز نه لږ مخکې یې معشوق (Beloved) لیکلی و چې ډېرې نسخې یې خرڅ شوي او یو ښه فلم هم ځینې جوړ شوی دی. که معشوق د غلامۍ له وحشت نه د یوې تښتیدلې مور د برباده ژوند او سودایي ذهن نکل دی چې د نولسمې پیړۍ په وروستۍ نیمايي کې د اوهایو په ایالت کې پیښه شوې ده، نو جاز بیا د شلمې پیړۍ د دویمې او درېیمې لسیږې برخه لیک دی چې هم د جاز د ابتکاري موسیقۍ د زیږیدو او خپریدو وخت و او هم په ادبیاتو او کلتور کې د تورانو د رنسانس او ځلا پیل ورته ویلای شو. د جاز نه وروسته موریسن څو نور رومانونه هم لیکلي دي چې د هغو له لارې نه یې د خپلې ټولنې د برخه لیک نکل تر نننۍ ورځې پورې رسولی. وروستۍ ناول په ۲۰۱۲ کې چاپ شو چې کور نومیږي (Home) چې په هغه کې د رومان نارینه شخصیت د امریکې له لویدیږ نه بېرته سویلي ایالت جورجا ته را ستنېږي چې د خپلې کورنۍ مسولیت په غاړه ونیسي.

د جاز رومان له تاریخي او دراماتیکو تضادونو او ډېرو اشاراتو او کنایاتو نه ډک دی. خو دا رومان د پلات او حوادثو رومان نه دی. نو ځکه زه ډاډه یم چې که څه هم لوستونکو دا رومان نه وي لوستی د هغه د هنري ښکلا او ژبنۍ بډاینې په باب به د تحلیل نه ګټه پورته کړي. زه به هم زیار وباسم چې دا تحلیل د کتاب د دوو مرکزي پروژو له پولو نه د باندې ونه وځي. سره له دې هم د داستان یوه ډېره لنډه خلاصه به په دې برخه کې بیځایه نه وي.

دا نکل د مینې داستان دی. ویولت او جوسف (جو)، دوه تور امریکائیان په ځوانۍ کې پر یو بل مینیږی. لکه ډېر نور توران دوی هم له سویل نه شمال ته مهاجرت کوي او د نیویارک په هارلم  سیمه کې  مېشتېږي. جو تریس اوه وارې خپل د کار او شغل موخه بدلوي. جو او ویولت واده هم کوي که څه هم په واده باندې دومره رڼا نه ده اچول شوې. ویولت د ښکلا په سالون کې کارکوي خو رسمي اجازه یا لایسنس نه لري او ځکه نو زیاتره مشتریان یې خپلو کورنو ته غواړي چې ځیني مشتریان یې بد اخلاقه ښځې هم دي. ویولت ډېرو خلکو ته یو څه بی سده ښکاري. لکه یو وارې چې د سړک په مینځ کې کېناسته. جو تر ډېره حده یو عادي سړی دی خو په استعاري لحاظ له لـټون او سفر سره پیوستون لري. مور یې لیونۍ شوې وه او دی په هغې پسې په ځنګله کې ډېر ګرځېدلې. جو ښکاري هم و او د «ښکاریانو د ښکاري» شاګردي یې کوله.

د جو او ویولیت مینه د شلو کلو په ترڅ کې له ستونزې سره مخامخ کېږي او ښځه ورځ په ورځ له نړۍ او له مینې او له هوښیارۍ نه واټن پیدا کوي. مېړه له یوې ځوانې نجلۍ سره یاري پیل کوي چې څه سپینه وینه یې هم په رګونو کې چلېږي. په بله وینا غنم رنګه ده. د دې نجلۍ نوم دورکاس دی چې په یوناني ژبه د هوسۍ  یا غزال مانا لري. او زه په دې باور یم چې موریسن د غزال او غزل د عربي مانا نه هم خبره ده ځکه د دورکاس په کرکتر کې مینه ډېره لویه برخه لري. د دورکاس ارمان یو ډېر ساده ارمان دی: چې له پنځوس کلن جو تریس سره مکسیکو ته لاړه شي. مګر نصیب ورته همدومره بخت ور په برخه کړی چې د یوې  مشرې ښځې په اپارتمان کې له جو تریس سره پټ ملاقاتونه وکړي. رومان د همدې دریو کسو د مینې داستان دی چې د بېلا بېلو پېښو او دیالاګونو وروسته د میړه او ښځې په بېرته نژدې کېدو ختمېږي. په دې ترڅ کې د رومان د شخصیتونو تاریخ او له هغه سره د ټولنې تاریخي بهیر موږ ته را څرګندیږي. د مثال په توګه د دورکاس مور په سینت لویس کې د نژادي شخړو په پایله کې سوځول کېږي او وړه دورکاس بې مور او پلاره له خپلې ترور سره نیویارک ته راځي.

جاز یو ډېر بډای او «پنډ» سمبولیک رومان دی. دا یوه مقاله به هیڅکله د هغه هنر ته کافي پاملرنه ونه شي کړی خو زما نیت دی چې لږ تر لږه دوه د انځورنو کړۍ  دلته وڅېړو: د پرې کېدو او نیمګړتیا کړۍ او د سازونو او سندرو د  یو ډول ادبي مقابلې یا مشاعرې کړۍ. دا دواړه د انځورونو کړۍ د رومان په لومړي مخ کې موږ ته را پېژندل شوي دي:

سسسڅ! زه دا ښځه پېژنم. د مرغانو له ډلې سره یې په لینکس سړک کې ژوند کاوه. میړه یې هم پېژنم. یوې اتلس کلنې نجلۍ باندې مین شو. او دا مینه هغه ژوره او ترسناکه مینه وه چې دی یې په غم او خوشالۍ کې دومره ډوب ساتلی و، نجلۍ یې ووژله چې دا اور یې په زړه کې مړ نه شي. نو چې ښځې – نوم یې ویولیت دی – د نجلۍ جنازې ته لاړه چې مړی وویني او د هغې مخ په چاړه پرې کړي، خلکو دا په ځمکه غوزاره کړه او له کلیسا نه یې وشړله. ښځه روانه شوه، په واورو او په یخنۍ کې او اپارتمان ته چې ورسېده مرغان یې له کپسه وایستل او له کړکۍ نه یې د باندې خوشي کړل چه والوځي یا یخ یې ووهي او یو په کې توتي هم و چې ویل یې: «زه په تا مین یم» (۳).

لومړی لغت (سسڅ ( Sth یو معیاري توری نه دی. د لیکوال موخه له هغه نه زیاتره د یو غږ زیږول دي او د داسې غږ زیږول چې پکې د غږ او د ژبې نفي کول له هماغه لومړۍ شېبې نه اخښل شوي دي. د سسڅ مانا داده چې «غږ مه کوئ دا یو پټ راز دی» او دا چې «د جاز د وړوکو ډولونو یا سینیر درم دا ټیټ غږ  واورئ » (رادریګوس د تریسي شرار په مقاله کې ۵). او دا چې « د مینې ژبه چوپه چوپتیا ده او د رښتینې مینې نکل سکوت ته اړتیا لري.» له بلې خوا همدا د سسڅ غږ د یو بل نقد لیکونکي په اند د اورګاډي د دریدو په وخت کې د دود د وتلو غږ دی. اورګاډی چې د سکرو په انرژۍ چلېږي همداسې یو آواز ورکوي (بیکر د شرارد په مقاله کې ۵). ما پخپله یوه بله بېلګه د جاز په اړوند ورته پیدا کړې ده او هغه دا چې که د لویې آرمسترانګ مشهور جاز سندرغاړي یو ریکاټ ته چي (Now you has jazz) نومېږي غوږ ونیسئ د سسڅ غوندې یو غږ د لویې آمرسترانګ به سندره کې هم شته.

د رومان لومړۍ جمله – زه دا ښځه پېژنم – د راوي یا داستان ویونکې شخصیت او د داستان اصلي محتوا سمدلاسه تثبیتوي. دا نکل زه کوم یانې څه چې تاسې لولئ د یوې ښځې له خولې نه ویل شوي دي. او نکل هم د یوې ښځې یا د ښځو په اړه دی. د مرغانو د ډلې انځور هم ښکلی دی. د مرغانو او د آزادۍ اړیکه خو ښکاره ده مګر دلته زه ګومان کوم د مرغانو او د موسیقۍ او ژبې اړیکه تر هغه ډېر له متن سره نږدې ده. د جاز رومان همغومره چې د شخصیتونو او قهرمانانو مرکه ده د امریکې د افریقایې اصله ټولنې د سندرو او تصنیفونو دیالوګ هم دی. خو دې سندریز دیالوګ ته به لږ وروسته بېرته راشو.

«میړه یې هم پېژنم» او اوږده جمله چې ورپسې راځي د داستان مرکزي پیښه یا د دورکاس وژل له کومې مقدمې نه پرته موږ ته را څرګندوي. خو د دې جملې راوستل یو بله موخه هم لري او هغه دا چې د جاز د سبک او آهنگ مینځ ته راوړي. د ګرامر او نحوې (syntax) له پلوه له لنډو جملو او نیمګړو جملو پسې داسې جملې راوستل چې څو شېبې دوام کوي او هیڅ وقفه په کې نشته کټ مټ د جاز د کمپوزونو او سندرو سبک دی ځکه جاز د کلاسیکې لویدیزې موسیقۍ په خلاف فی البدیهه غځونو یا امپرووایز کولو ته وده ورکوي. که تشبیه ډېره ونه غځوو دا د لنډو جملو تکرارول او د دې تکرارونو په مینځ کې امپرووایز کول نه یوازې په جاز کې بلکه په هندي راګونو کې هم اورېدل کېږي. زه لا دا هم وایم چې  په ډېرو اتڼونو کې هم له څو لنډو ټوټو نه وروسته یوه اوږده ټوته راځي چې له هغې سره سم د ډول غږ لوړیږي او اتڼ چېان څو واره پرله پسې څرخي څو ډول ورو کېږي د دوی قدمونه هم ورو کېږي. د بېلګې په توګه په یوټیوب کې د پکتیا د اتڼ یو مثال وګورئ. (د یوټوب ویدیو ګانی کله کله تخنیکي او حرفوي کېفیت ته پام نه کوي خو د دې ویډیو محتوا ښه ده).

http://www.youtube.com/watch?v=3yxJkxGs6hM

د ناول دا لومړۍ اوږده جمله د جو تریس د متضادې مینې پیژندګلوي ده. هم پرې مین دی او هم یې وژني لکه د معشوق د رومان محوري شخصیت سیته چې خپله لور وژني څو غلامۍ ته د هغې د بېرته تللو مخه ونیسي. ما ته یوه لنډه کېسه را په یادېږي چې د پښتنې په نامه مې په یوه کتاب کې په وړکتوب کې لوستې وه.   هلک د وزیرۍ په نامه په یوې پیغلې باندې میین دی او وزیرۍ چه د ماما کره ده دی ورته پرله پسې جرګې لېږي. د وزیرۍ پلار نه مني. پس له څه مودې وزیرۍ بېرته د خپل پلار د کور خواته روانه ده او دا ځوان یې (زه اوس هغه کتاب نلرم او د هلک نوم مې نه دی په یاد) مخه نیسي: راشه راسره سپره شه چې لاړ شو دې ځي نه. وزیرۍ نه مني او وایي صبر وکه آخر به مې پلار راضي شي. هلک اصرار کوي او نجلۍ نه مني نو اخر دی ورته وایي که را سره نه ځې نو زه مجبور یم مړه به دې کړم. وزیرۍ وایي ښه ده پریږده چې لمونځ وکړم بیا مې وژلی شې. دا چې په رکوع ځي هلک پرې د تورې وار کوي. په هر کلتور کې دا د مینې او تاوتریخوالي غبرګېدل شته او هر کلتور د رستم او سهراب د اسطورې یوه بڼه لري.

د جو تریس د جنون او غضب بل اړخ د ویولت لیونتوب دی چې د خپل انتقام د ترلاسه کولو له پاره د مړي مخ پرې کوي. له کلیسا نه د باندې د واورې او د یخنۍ فضا د دې بیسده او جنون ځپلې دنیاګۍ  د وړاندې کولو له پاره مناسبه ده ځکه پکې نه یوازې د ویولت توتي یخ وهي بلکې موږ لوستونکي هم د کتاب په دې لومړي مخ کې منجمد شوي یو. نو پوښتنه دا ده چې د جاز په دې ویرجن محفل کې به د دې څو ښځو کیسې دا کنګل ویلي کړای شي او د توتي د بې مخاطبه «I love you» په ځای به د مینې کومه نغمه را اوچته شي او که نه.

دویم او ډېر اساسي او جوړښتتیږ ټکی دا دی چې هم د انځورونو له مخې او هم د ژبې او ګرامر د څرنګوالي له مخې موږ دلته د «پرې کېدو» او پردي کېدلو له مضمون سره اشنا کېږو. د یوې نقد لیکونکې کارولین جونز په اند:

په جاز کې موریسن د معشوق [جاز نه مخکې چاپ شوي رومان] داستان یو ځل بیا نکل کوي چې دا داستان د دې په نظر د تورې امریکې تجربه ده. د دې داستان په پیل کې انساني روان، روح، او ځان د غلامۍ تر فشار لاندې ټوټې ټوټې کېږي. د دې ماتېدو له امله سړی د خپل ځان ارزښت په لوی لاس کموي، ځان د بل سړي په وجود کې لټوي او د خپل ځان تر ټولو ښې برخې بل چېرته په بل سړي یا په «معشوق» کې ځای په ځای کوی. د جاز په رومان کې موریسن دا ماتېدل د ددو مینانو په شخصیتونو کې په ډول ډول سمبولونو ښکاره کوي چې تر ټولو مهم یې د ویولت له شخصیت سره د «درزونو» او د جو [د هغې میړه] له شخصیت سره د «پل او مزل» د انځور تړل دي (جونز ۴۸۱).

د غلامۍ د دورې اغېزې د امریکې د تورانو په روحیه باندې ډېرې ژورې وې او ان تر اوسه هم د هغو نښې شته. په درېیمه نړۍ کې هم د استعمار فرهنګي او رواني تیری هم هماغه خصوصیات درلودل خو دلته که له یوې خوا د لویدیز تبلیغاتي جګړه روانه وه چې بومي خلک لټ او خیرن دي او د ساینس د زده کړې استعداد نلري او داسې نور چټیات، له بلې خوا د هغې په مقابل کې د مقاومت امکان هم زیات و. برعکس د امریکې په غلامانو باندې د وحشت او فشار کچه دومره لوړه وه چې د لیک او لوست، زده کړه، کوژده او کورنۍ ورته منع وې. د وریجو او مالوچو په پټیو کې د جسمي کار فشار او لوږې او یخنۍ له کبله د دوی بدن ځپل کېده او د بېلا بېلو تخنیکونو او د مسیحیت د تحریف شوو اصولو په مرسته دا ایدیالوژي خپره شوې وه چې نیګرو یا تور پوستکي له روح نه بې برخې دي او ځکه نو انسانان نه دي.

د جونز د مقالې له خولې د جاز دوه مرکزي سمبولونه «درز» او «پل» دی. دا دوه توري لکه د موریسن توري زیاتره په ډېر غور غوره شوي دي نو زه باید دا دوه په انګلیسي هم دلته څرګند کړم.  د «crack» لغت ډېرې ماناګانې لري. په ځمکه یا دیوال کې یو شکست یا درز ته کراک وايي. د کود یا شفر حل کولو ته هم کراک کول وايي. که یو حرف د تریس نه واخلو او د کراک له لومړي حرف سره یې بدل کړو نو «track» ځنې جوړېږې. تراک د اورګاډي کرښو ته ویل کېږي چې هم په دې کتاب کې او هم د تورې امریکې په کلتور کې یو مهم انځور دی. له بلې خوا تراک د ګرامافون د ریکارد کرښو ته ویل کېږي چې دا توري همدا اوس هم د فلم موسیقي مانا ورکوي: ځکه نو هر فلم ځانته یو سوند تراک لري.

د سندرو او سازونو بحث ته چې راغلو دا لغت به نور هم وسپړو خو اوس بېرته «crack» ته لاړ شو چې یوه زښته مهمه مانا بله هم لري: کراک قمچینې ته ویل کېږي او غلامان چې به په پټو کې په خپل کار کې لږ ورو شول نو د دوی باشیانو به دوی په قمچېنه وهل. ځکه نو د سپین پوستکو یو سپک او کنځاډوله لقب «cracker» وو. جو تریس د نیویارک د یو پاڅون د نکل کولو په ترڅ کې وایې:

ډلې ډلې رنګي [تور] خلک یې راوړل چې د جنګ [لومړي جهاني جنګ] په وخت کې کار وکړي. د سویل قمچېن وال په قار وو چې توران ورنه تلل. د شمال قمچېن وال په قار وو چې توران ورته راتلل (۱۲۸).

د کاف او د ټې (C and T) صوتونه ما بې دلیله بدل کړي نه دي. د جو تخلص یا کورنی نوم تریس دی او ویولت چې ودېږي نوم یې ویولت تریس کېږي. د ادبیاتو په قاموس کې دا ډول د صوتونو لوبې زښته زیاتې دي او موریسن چې د لیکنې سبک یې شعر ته ډېر شباهت لري د کلماتو د آوازونو سره داسې لوبې ډېرې کوي. نو راشو اوس پخپله د جو تریس نامه ته. اول خو د جو یا جوزف نوم هم کېدای شي چې له کنعناني یوسف (ع) سره څه اړیکه ولري څرنګه چې هغه هم د غلامۍ ژوند لیک درلود. خو زه په دې ټکي باندې ټینګار نه کوم ځکه چي په انګلیسی ژبو کې د جوسف او جو نوم خورا ډېر عام دی او د جاز څیړونکو تر کومه ځایه چې ماته معلومه ده دا اړیکه نه ده په ګوته کړې. خو د تریس (Trace) په نامه کې د هر ډول شک نه پرته سمبولیکه مانا پرته ده.  ما له ناکامۍ نه دا لغت په «پل او مزل» ترجمه کړی خو دې لاندې ترجمو ته هم پام وکړئ:

څوک چې چېرته سفر کوي د هغه د سفر مسیر لاره

څوک چې بیخي لادرکه کېږي او کومه نښه نه پریږدي، هغه ته وایي (left no trace). هیڅ نښه یې پری نه ښوده. جو یوه ورځ پوښتنه کوي چې زما اصلی مور او پلار چېرته دي. او هغه ښځه چې دی ورسره اوسیږی وایې بی له نښی ورک شول. (disappeared without a trace). دی چې ښوونځي ته ځي معلم ورنه پوښتنه کوي چې نوم دې څه دی؟ دی چې تخلص یا کورنۍ نوم نلري وایې جو تریس. «ما فکر کاوه چې هغه نښه چې دوی بې له هغی نه لاړل زه وم.» (۲۲۴).

د افغانستان د علومو د اکادمۍ (د رڼا خپرونه) ډکشنري د تریس یوه بله مانا هم ثبت کړې ده: یو له هغو دوو تسمو یا زنځیرونو څخه چې آس یا بل حیوان له ګاډۍ سره پرې تړي. څرنګه چې د جو کرکتر د مزل او لټولو کرکټر دی همدا مانا هم ښه مناسبت لري. له بلې خوا د تسمې او قمچیني په مینځ کې هم همغږي شته.

جو په خپل ژوند کې ډېر مزلونه لري. په وحشي شوې مور پسې سرګردانه و. په ښکار پسې ګرځېده. نیویارک ته یې ځان ورساوه او بیا نیویارک کې دروازه په دروازه له یو کار نه بل کار ته لېږدېده. خو د داستان اصلي مزل او اصلي ښکار د دورکاس (هوسۍ) لټونه ده. جو خپله ښځه خوښه کړې نه وه. ویولت دی خوښ کړی و او دی هم ورپسې روان شوی و. نو په سمبولیکه کچه باندې جوسف د خپل ځان په بشپړولو پسې ګرځي او په رواني او تحت الشعوري کچه اوس هم چې پنځوس کلن دی په خپلې مور پسې ګرځي او د خپل نصیب د «درز» د ډکولو هڅه کوي.

له بلې خوا ویولت هم چې خپله بیله سرګرداني لري په ماشوم پسې ګرځي. د ویولت مور چې ځان په کوهي کې واچاوه ویولت ټینګه پریکړه وکړه چې هیڅ کله به مور نه شي. خو بیا وروسته غواړي چې یو ماشوم غلا کړي خو خلک پرې پوهیږي. نو په یوه ډېره متضاده او طنزآمیزه توګه ویولت هم خپل ښکار یا خپل ماشوم د دورکاس په وجود کې مومي. ځکه نو ورو ورو د دوکاس انځور (عکس) او د دورکاس خیالونه او ویښتان د ویولت په ذهن کې ځای پیدا کوي. کور کې چې خوږمني زیاته شي بن هم له بن سره خواخوږي کوي.

موریسن د پرې کېدل او پرې کولو له انځور سره یوه بله ټوکه هم موږ باندې کوې. په ۵۰ او ۶۰ لسیزو کې د جاز سندرغاړو او زیاتره د ترومپت او ترومبون غږوونکو په خپل مینځ کې یو ډول ژوندۍ مسابقې درلودې چې په نامه د «پرې کولو مسابقې» یادېدې. (cutting contests)

د یوه منقد یورگین گرانت په اند دا مسابقې د نیویارک او لاس انجلس په کابارو او سالونونو کې د  ژوند یو مهم رکن ګڼل کېده. قراردادونه او ښه کارونه هغه چا ته ورکول کېدل چې په دې مسابقو کې یې خپل ابتکار او مهارت ښودلی وائ. د دې مسابقو یو ډېر زیات خرڅ شوي ریکارډ هم د تعقیب یاChase  په نامه بازار ته وړاندې شو چې په هغه کې د ګوردن او ګري په نامه د جاز د دوو لوبغاړو مسابقه ثبت شوې (۳۱۳). په رومان کې یو د غلامۍ د وخت کرکتر ګولدن ګرې نومېږي (طلایې خړ). ګولدن ګرې د یوه سپین پوستکي منصبدار ګرې د لور نا مشروع زوی دی چې پلار یې یو تور پوستکی غلام و. نوم یې ګولدن یا طلایې و ځکه د خپل مخلوط نژاد له کبله یې ویښتان زېړ و. جالبه دا ده چې همدا ګولدن ګرې هم په خپل شړل شوي پلار پسې «مزل» کوي او چې پیدا کوي یې پلار ورته وایي تا ته به همدا ښه وي چې زه درسره نه اوسم.

د رومان د تحلیل یو نامتو نقد لیکونکی میخایېل بختین په دې اند دی چې رومان د شعر پر خلاف په یوه ژبه خبرې نشي کولای او هر غږ په رومان کې خامخا د دوو یا څو غږونو یو پیچلی ترکیب دی. یو ساده مثال د لیکوال او راوي او د راوي او نورو شخصیتونو او د هر شخصیت د بېلا بېلو تمایالاتو او د ننني غورځنګونو ترمنځ تضادونه او ابهامات شته. د موریسن په نورو ناولونو کې سړی د بېلو بېلو لیدلورو یو ډول ګډ کورَس یا گډه سمفوني موندلای شي. په جاز کې یوازې جو او د دورکاس یوې همزولې (فلیس) ته دا چانس ورکړ شوی دی چې خپلې کیسې په خپله ژبه ووایي. نور نو ټوله کېسه د راوي له خولې اورېدل کېږي. خو دا په دې مانا نه ده چې په جاز کې د غږونو تنوع نشته. دلته د کتاب فصلونه او برخې ځانګړو لید لورو (نقطۀ نظر) ته بخښل شوي نه دي بلکې درست رومان د غږونو مقابله ده.

په ځانګړي توګه د جاز په رومان کې درې ډوله موسیقي سره مخامخ شوې ده. یوه یې د بلوز (شنه) موسیقي ده چې محزونه او د اوسیلو او زګیروي نه ډکه انګازه لري. د دې موسیقۍ په اړه د رومان د زیاترو شخصیتونو نظر منفی دی. د جاز موسیقي چې په ۲۰ لسیزه کې ښه وده کړې وه او له یوه شخصیت نه پرته نور ورته په ښه نظر ګوري. یو ریکارډ چې نوم یې یاد شوی دی د جاز د دې لسیزې یو مشهور ریکارډ The Trombone Blues دی (۲۱). ویولت (بنفشه ای) چې نوم یې د شین او سور په مینخ کې دی که هر څه نیمګړتیاوې لري د یو نوي نسل زیری یې راوړی. دا امکان شته چې موریسن په دې سندریزه سیالۍ کې ځان د هیڅ خوا پلوی نه ګڼي او په ضمني توګه موږ ته چې اوس له ډېرو نورو سازونو او سبکونو سره مو پېژندګلوي پیدا کړې دا بلنه راکوي چې د ساده شویو او یو اړخیزو ارمانونو په ځای خپل برخه لیک له ټولو تضادونو او شخړو سره سره ومنو یا منل څه چې جوړ یې کړو.

لوستونکي ته به جوته شوي وي چې د جاز په رومان کې کوم اتل نشته او د هغه ښځینه شخصیتونه چې د نارینه و په پرتله د ستاینې وړ ښودل شوي ډېر عادي انسانان دي له عادي استعداونو او ارمانونو سره. ولې ټولې ښځې د وژل شوې دورکاس په شمول باهمته او په اخلاقی لحاظ غښتلي انسانان دي. نارینه له جو تریس نه پرته دومره څرګند رول نه لوبوي او جو هم له ښځو سره ښې اړیکې لري او ډېر ځله وینو چې ښځو چاپیر کړی وي او دی هم ورسره په ټوکو ټکالو لګیا دی. ځکه نو موریسن ورته د ښکلا د وسایلو د پلورونکي حرفه ورکړې ده. زیاتره نارینه په دې نکل کې د غیرحاضر او غایبو افرادو په توګه ښودل کېږي. ښځې یو له بل سره او په خپلو یادونو کې د میړو د خیانتونو او دروغونو په اړه غږیږي.

په سمبولیکه ژبه د نارینه و نه شتون د مټ د انځور په مرسته بیان شوی دی. هم داسې شخصیتونه ډېر شته چې مټ یې پرې شوی یا فلج شوی. او هم د ګرامافون د «مټ»  انځور څو وارې کښل شوی دی. لاندې لست د بېلګو له پاره وګورئ:

یوه اونۍ د هغه نه وروسته چې د کوژدې کولو گوتمۍ یې د نیولا په ګوته کړه زوم له ایالته ولاړ. نیولا خپل لاس پر ټټر را چاپیر کړ او لاس یې د غم او شرم تر فشار لاندې هماغسې تاو شوی پاتې شو تا به ویل د خپل مات زړه ټوټې یې د خپل یخ وهلي او کاږه واږه مټ په کونج کې ټولې کړي او نه پرېږدي چې پر ځمکه ولوېږي (۶۲).

د ویولیت او د جو تریس د لومړي دیدن په وخت کې هم د مټ انځور دوه وارې یاد شوی دی. ویولیت او جو لا ۱۸ کلن شوي نه دي او د ورجینیا د مالوچ  په پټیو کې کار کوي. د شپې ویولیت د ونې لاندې پرته ده خو جو چې د جوز په ونه کې ویده دی ناڅاپه ښکته لوېږي:

«مخکې هیڅ کله دا پېښه نه وه شوې… زه په دې ونه کې هره ورځ  ویده کېږم. دا اول ځل دی چې لوېږم.»

ویولت د هلک د بدن انځور په تیاره کې ولید چې ناست دی او لګیا دی خپل مټ بیا خپل سر او یو ځل بیا خپل مټ مږي.

«ته په ونو کې ویده کېږي؟»

«که ښه ونه پیدا کړم»

«څوک په ونو کې نه ویدېږي.»

«زه په کې ویده کېږم»

«ما ته لیونتوب ښکاري. کېدای شي چې ماران وي هلته»

«په دې سیمو کې د شپې ماران په ځمکه ګرځي.»

«زه به دې وژلی وم»

«اوس به مې هم وژلی وای که مې مټ مات شوی نه وای»

د ونې سمبول د امریکې د تورانو په کلتوري حافظه کې ډېر خوږمن ځای لري. د غلامۍ په وخت کې د دوی بې شمېره ځوانان په ونو کې غرغره کېدل او کله کله پاس په ونو کې  په کپسونو کې ځوړندېدل او حتی د غلامۍ له لغو کېدو نه وروسته هم د قانون نه بهر د تورانو غرغره کول د امریکې په سویلی ایالتونو کې ډېر پېښېدل. له بلې خوا ونه هم په افریقايي کلتور کې یوه معنوي مانا لري او هم په مسیحیت کې د آدم او حوا نکل د ونې او د مار انځورونه لري.

د مټ د وچېدو یا پرې کېدو انځور د جاز په رومان کې په بېلا بېلو ډولونو اوبدل شوی دی. د بدن د غړو نشتون یا پرې کېدل او د هغه په اړوند ټوټې ټوټې کېدل او پردیتوب یا یوازیتوب په ادبیاتو کې خورا ډېر کارېږي. د یوې بېلګې په توګه د افغانستان په باب ایرانۍ فلم کندهار د مصنوعي پښو او د بې شمېره خلکو د معیوبۍ حالت ښيي او د بې کسۍ او کائناتي تشوالي احساس د وچو دښتو او صحراګانو په تابلو باندې نښلوي. صوفیان او ځیني نور اسلامي فیلسوفان هم د بې کسۍ او بېلتون مضمون ته پاملرنه کوي: کاز نیستان تا مرا ببریده اند  — از نفیرم مرد و زن نالیده اند.

په دې لاندې جدول کې ما یو شمیر مثالونه له رومان نه ټول کړي دي چې د مټ انځور پکې یا یاد شوی دی یا ورته اشاره شوې ده. په یاد ولرئ چې د (arm) کلمه زیانې ماناګانې لري.

د کوچ بازو Arm of the sofa (17)
په رومان کې یو تاریخي نوم Mr. Armour (33)
کوم یو د ویکترولا (د گرامافون جوړولو یوه کمپنۍ) سره جنگیږي، (د ګرامافون) لاسي په ریکارډ باندې ږدي، د ریکارډ کرښه خرابوي Someone fights with the Victrola,  places the arm on, scratches the record …(۶۶)
په درست هیواد کې تورې ښځې په وسلو سمبالې وي. All over the country, black women were armed (74).
نورو کومو ښځو وسلې نه درلودې؟…. هغه ښځې چې د وسله والو نارینه و سره وې. Who else were the unarmed ones? Those attached to armed men (78).
هغه کوناټي یې چې  (ویولت) له ځانه سره راوړي وو اوس نه لیدل کېدل، هماغسی چې یې شا او مټونه تللي وو The hips she came here with were gone, too, just like the back and arms (93).
(الیس د دورکاس ترور) څوک چې مټونه غواړي (مټونه نلري) لکه ته چې یې غواړې. (Alice)  Somebody wanting arms just like you do (113)
وروسته ویولت نانځکه په غیږ کې نیوله او ویده کېده. Then Violet started sleeping with a doll in her arm (129)

وروستی مثال د مـټ د توري د جو تریس د نیکه ګولدن ګرې (طلایې خړ) په ژبه وړاندې کوم او په همدې اکتفا کوم. ګولدن ګرې د یوی سپین پوستکې پیغلې او د یو تور غلام نامشروع زوی دی چې د مخلوط نژاد په وجه چې طلایې ویښتان لري خلک ورته ګولدن وایي او ګرې چې یو د بلاک، برون، او وایت  او نورو رنګونو غوندې له پخوانیو حرفو سره اړیکه لري او یو ډېر عام نوم دی د سپین پوستکې نجلۍ د پلار نوم و.

د مټ سمبول یوازې د بېلېدو او یوازې کېدو نښه نه ده. دا سبمول د رومان یو مرکزي انځور دی چې له موسیقۍ او په تیره د جاز له موسیقۍ سره ټینګه اړیکه لري. لومړۍ ګرامافون یو لاستی لري چې په ریکارډ باندې د ستنې د ایښودو وسیله ده. د ګرامافون دې برخې ته په انګلیسي کې آرم یا مټ ویل کېږي. زما خپله ګومان دادی چې د جاز د سندرغاړو یوه ډېره برجسته څېره لویې آرمسترانګ هم د دې انځور تر شا پېژندل کېږی خو دا اړیکه ما په هغو نقدونو کې چې مې لوستي دي، نه ده لیدلي.

له پرې کېدو او پردي کېدو سره سره د ناول تر پایه پورې ورو ورو د نږدې کېدو او شریکېدو فضا جوړه شوې ده. «څومره خوندوره وي چې لوی شوي خلک د کمپلې لاندې یو له بل سره په ټیټ غږ خبرې وکړې. د احساساتو جوش یې د هنګ په ځای د پاڼو اوسیلی دی… هغه څه چې دا دواړه یو له بل سره تړلي دي د کارنیوالونو نانځکې دي، هغه پخوانۍ بیړۍ دي چې له لیرې ساحلونو نه چې دې دواړو هیڅکله نه وو لیدلي را روان شوي وو» (۲۲۸).

د موریسن د ډېرو نورو رومانونو غوندې دلته هم له لویدیږې افریقا نه د غلامانو د په زوره راوړلو بهیر ته اشاره شوې ده ځکه هغه وحشیانه سفر چې د دوی نیکونه پکې د څارویو په شان امریکې ته رواړل شوي وو دوی پخپله نه دی تېر کړی خو شریکه حافظه یې دوی نه شي هیرولی او نه ښایې چې هېر کړي.

 د رومان وروستۍ جمله د نقد لیکونکو له پاره یوه معما ده.

«ما خپله مینه یوازې په پټه پېژندلې. په پټه می چا سره شریکه کړې او غوښتي مې دي او ډېر مې غوښتي چې ښکاره یې کړم – چې په لوړ آواز د هغه څه د ویلو توان ولرم چې نور خلک یې ویلو ته کومه اړتیا نلري. ما یوازی ستا سره مینه کړې، خپل بشپړ وجود مې بیباکه او خطرناکه تش تا ته تسلیم کړی. چې زه غواړم ما سره مینه وکړې او دا مینه راته ښکاره کړې. چې دا ته چې مې په غیږه کې نیسې او ما پریږدې چې درته نږدې پاتې شم هغه زما ډېر خوښیږي. ستا د ګوتو لمس مې ډېر خوښیږي. پورته کول، څرخول.  ډېره موده کېږي چې ستا مخ ته مې کتلي دي او چې رانه لیرې لاړې ستا سترګو پسې خپه شوې یم. تا سره خبرې کول او ستا نه ځواب اوریدل – زما شوق همدا دی….»

«خو دا زه چا ته په ښکاره نه شم ویلی، په لوړ آواز یې نه شم ویلی. زه دا چا ته نه شم ویلی چې په ټول عمر کې د دې شېبې په تمه وم او د دې انتظار توان مې ځکه پیدا کړی چې ورته خوښه شوې یم. که مې قدرت درلودای ویلي به مې و. چې ما جوړه که او بیا جوړه که. تا سره دا واک شته چې دا کار وکړې او ما سره دا واک شته چې درته د دې کار اجازت درکړم ځکه گوره، ګوره، ګوره چې لاسونه دي چېرته دي. اوس» (۲۲۹).

د دې مرموزه پای په اړه ډېر څه لیکل شوي او نور هم باید ولیکل شی. دلته موریسن لوستونکي ته دا چانس ورکوي چې د کتاب راوي وپیژني. د انګلیسي ګرامر مؤنث او مذکر نه لري او مفرد غایب ضمیر چې دا توپیر پکې شته (he, she) د راوي په اړه کارول شوی نه دی. خو د ځینو ملحوظاتو له مخې منتقدین دې راوي ته د یوې نجلۍ یا ښځې هویت ورکړی او ماته هم دا تیوري سمه ښکاري. خو دا چې دا ښځه څوک ده کومه آسانه پوښتنه نه ده. داسې ښکاري چې موریسن له موږ سره لوبې کوي او کتاب په دې پیل کوي چې زه دا ښځه پېژنم او ختمو یې په دې طنز چې تاسې به ما هیڅکله ونه پېژنئ.

نقد لیکونکو دې پوښتنې ته دوه ځوابه لري. ځینې وایي د کتاب راوي د جاز موسیقي ده. هماغسې چې د رومان نوم جاز دی کېسه هم د «جاز» له خولې نه ویل شوې ده. د ګوتو او پورته کولو او څرخولو انځورونه ګرامافون او ریکارډ ته اشاره کوي که څه هم نڅا ته هم اشاره شوې ده. یا دا هم کېدای شي چې راوي کله کله د ترومپت یا ترومبون له خولې خبرې کوي ځکه دا آلات د سړي مخ ته ډېر نږدې پاتې کېږي او د ګوتو لمس هم پکې شته. دا تیوري د کیسې نسبتاً خوشاله پای سره هم سمون لري ځکه د دورکاس ملګري بیا نږدې شول چې ښځې او میړه ته یو ریکارډ راوړي.

بله تیوري بیا دا ده چې ریکارډ به وي یا به نه وي خو سل په سلو کې پخپله کتاب دی. ځکه کتاب د لوستونکي مخ ته نږدې دی او کتاب یا کېسه د جوړولو او بیا جوړولو امکانات لوستونکي ته ورکوي. دا د خلاقیت نه ډکه ژبه او بیان که له یوې خوا د افریقایي اصله امریکې د هنر او ښکلا پېژندنې وسیله ده له بلې خوا د یوې نوې اخلاقي او فکري نړۍ او لیدلوري د رامینځ ته کېدو ډله ییز او په ځان هوښیاره مقابله هم ده. موریسن چې د راوي د غږ د پياوړي کولو او لوړلو له لارې خپل شخصي نظریات له خپل رومان نه تر ډېره حده د باندې ساتي، موږ ته دا څرګندوي چې که د بلوز موسیقي د خوږمنۍ او محرومیت غږ و نو جاز هم په خپل وار په خپله خوشبینۍ او مستۍ کې زیاتې کړي دي او هغه غږ چې «اوس» ورته اړ یو، هغه د پاڼو او چنارونو غږ دی چې تر اوسه مینځ ته نه دی راغلی.

که دا مقاله د کاغد د مخ نه بهر د جاز غوندې د لیکوال او لوستونکي تر منځ یوه مرکه وای نو ما به د لویې آرمسترانګ مشهور ریکارډ «Now you has jazz» درته اورولو (د سندرې عنوان طنز او ظرافت لري ځکه په سندره کې دننه آمسترانګ د «تورې انګلیسي» لهجې ګرامر په معیاري ګرامر بدلوي: (Now you have jazz.  زما په نظر دا به ډېره عجیبه نه وي چې موریسن په دې وروستۍ جمله کې هماغه د آرمسترانګ جمله موږ ته بیا را په یادوي: Now. You have jazz. مهرباني وکړئ. دا هم جاز!

مأخذونه:

  1. Bakhtin, Michael. The Dialogical Imagination: Four Essays. Ed. Michael Holquist. Trans. Caryl
  2. Emerson and Michael Holquist. Austin: University of Texas Press, 1981. Various pages.
  3. And Michael Holquest
  4. Grandt, Jurgen E. “Kinds of Blue: Toni Morrison, Hans Janowitz, and the Jazz Aesthetic.” African
  5. American Review 38 2 (004) 313.
  6. Morrison, Toni. New York: Vintage Books, 2004.
ژباړونکی

عبدلله اسحاقی

Recommended Posts

دلته یې وپلټئ