انسانپوهنه

حقوقی انسان پېژندنه

لطف الله ننګیال سهاک

لومړۍ برخه: د خپلونې او ځانگړونې غریزه
د ټولنیرو علومو هره څانگه خپل ځانگړی مفاهیم او مسائل لری چې دا مفاهیم او مسائل د انسان له پیدایښت او بیا د یوې منظمې یا نسبتاً منظمې ټولنې له رامنځته کیدو وروسته رامنځته شوی او وده یې کړې د حقوقو علم هم یو له هغو علومو څخه دی چې مفاهیم او مسایل یې په نسبتاً منظمه او وډلې ټو لنه کې را منځته شوی، د بیلگی په توگه د مالکیت حق، دا حق هغه مهال رامنځته کیدای شی چې لومړی خو د انسانانو ژوند انفرادی او په جلاجلا توگه نه‎وی او د انسانانو ټولنه رامنځته شوې وی او بیا په ټولنه کې داسې نظام وی چې د یوه انسان برخه پکې له بله بیله او همدته ځانگړې وی، اما پوښتنه دا ده چې دا ډول حقوق انسان څنگه ځان ته تثبیت کړی، د مالکیت حق څنگه رامنځته شوی؟ لنډ ځواب دا دی چې د مالکیت حق د خپلونې د غریزې زیږنده حق دی، اما له دې چې د دې لنډ ځواب تر څنگ د یادې پوښتنې بشپړ او روښانه ځواب هم د حقوقی انسان پیژندنې پرغاړه دی موږ باید د ځواب میندنې لپاره له همدې علم څخه گټه پورته کړو، البته دېته په پام سره چې حقوقی انسان پیژندنه، انسان د هغو کړنو له اړخه مطالعه کوی چې له هغو کړنو څخه په پرمختللی  پړاو کې د حقوقی اثارو د تولید تمه کیدای‎شی، دا ډول کړنې تر ډیره د انسان په غریزی اړخ او فطری روان پورې اړه لری.
په‏دې کې شک نشته چې د انسان روان او غریزې هغه مهال لا شتون در لود چې نه ټولنه وه او نه په ټولنې پورې اړوند مسائل ان تر دې چې د حقوقی انسان پیژندنې تر مطالعې لاندې ځینې مسائل، د انسان تر ارادې هم لا پخوانی دی د بیلگې په توگه د یوه شی خپلونه په حقوقی انسان پیژندنې پورې اړونده مسئله ده چې که همدا مسئله د انسان له ارادی‎کړنو را وټوکېږی بیا د څیښتنولۍ او تملیک په بڼه د پرمختللی پړاو پر ځمکه تر کتنې لاندې نیول کیږی.
ویل کیږی د دې لپاره چې انسان کوم څه په خپل ټولنیز ژوند کې وپېژنی او ویې منی باید سرچینې یې په فطری ډول د هغه په ذهن کې وی یعنې یوازې هغه څه چې د انسان روان په فطری ډول له هغه سره اشنا وی په ټولمنلې بڼه د انسان د ټولنیز ژوند برخه کېدای شی، که څه هم هغه څه چې په غریزی ډول انسان باید ورسره اشناوی د باندنی شتون خپلولو ته نه‎وی رسیدلی، ځکه د انسان د ذهن او روان شننه دا څرگندوی چې همدا انسانی روان د حقوقو د را ټوکیدو ځمکه ده.
پر دې بنسټ ویلای شو چې د انسان د خپلونې او ځانته ځانگړونې غریزه یوه له همغو غریزو څخه ده چې د حقوقی انسان پیژندنې له مخې تر ټولو پخوانۍ او بنسټیزه غریزه بلل کیږی. هغه مهال چې لاټولنه نوه رامنځته شوې انسان به خپله لاسته راوړنه ځانته ځانگړې کوله، پرته د ده له خوښې به هیچا د ده له ښکار یا کومې بلې لاسته راوړنې څخه گټه نشوه پورته کولای، په دې ډول خپلونه کې د یوه انسان او یوه زمری ترمنځ کوم ځانگړی توپیر نه وو ځکه زمری هم په غریزی ډول هغه څه چې ځانته به یې ځانگړی کړی وه خپل گڼل او انسان هم د غریزې له‎مخې د خپل ښکار له لوټیدو څخه مخنیوی کاوه، پر همدې بنسټ موږ د حقوقی انسان پژندنې له مخې په دې نه‏یو اړ چې د انسان کړه وړه په ټولنه کې، تر مطالعې لاندې ونیسو ځکه انسان د ژوندانه په بیلا بیلو پړاوونو کې دا سې کړنې تر سره کوی چې د ټولنې شتون او نه‏شتون د هغو کړنو په اړوند بې اغیزې بریښی لکه د پیښیدونکی یا پیښ‎شوی زیان پر وړاندې د مخنیوی یا ډالون په موخه هڅې یا غبرگون.
البته وروسته له هغه چې ټولنه رامنځته شوه نور نو خپلونې او ځانگړونې خپل ځای مالکیت او څیښتنولۍ ته پریښود او قوانینو هم په همدې اډانه کې خپلونه او ځانگړونه په رسمیت و پیژانده، اما پوښتنه داده چې ایا وروسته د ټولنې له رامنځته کیدو د خپلونې او ځانگړونې غریزه له منځه تللې، ځواب په څرگند ډول له نټې سره دی خو د نورو پوښتنو تر څنگ او هغه دا چې د غریزی خپلونې او ځانگړونې نننۍ بیلگې کومې دی او په هکله یې د قانون دریځ څه دی ایا د قوانینو منښتې ته د هغو په اړوند اړتیا شته، لومړی باید ووایو له هغه ځایه چې د خپلونې او ځانگړونې غریزه هیڅکله له‎منځه نه‎ځی نو کولای شو له بیشمیره بیلگو څخه یې یوه د یوې ښکلې نانځکې د خپلولو په باب د یوه ماشوم په لیوال تیا کې و وینو، تر یوه کال کوچنی ماشوم پرته له‎دې چې په حقوقی مفهوم اراده ولری د ځانگړونې د غریزې له مخې ځان‎ته د نانځکې د خپلولو واک ورکوی ان تر دې چې که بل ماشوم یا مشر له هغه څخه یا تر هغه وړاندې د نانځکې د اخیستلو هڅه وکړی پایله به یې د خپلې ځانگړونې د ساتلو په موخه د لومړی ماشوم له خوا د نانځکې کلک نیول او بیا ژړا وی، او دا هماغه بڼه ده چې یوه انسان مخکې د ټولنې تر جوړېدو د خپل ښکار یا نورو لاسته راوړنو د ساتلو په اړوند درلوده، و یلای شو چې بله بیلگه یې د واده په محفل کې د ماشومانو یا لویانو له خوا د هغو پیسو ټولول دی چې ښادیوال یې د ناوې او شا پر سر شیندی دوی د ځانگړونې د غریزې له مخې دا پیسې خپلوی او پرته له‎دې چې قوانین د دوی څیښتنوالی او مالکیت د ټولوشوو پیسو په باب ومنی هغه پیسې د دوی د ملکیت په‎توگه ثابتې دی ځکه چې قوانینو د هغو د خپلونې پر وړاندې هیڅ ډول خنډ نه‎دی ایښی. انسان غواړی هر هغه څه خپل کړی چې د خپلیدو په لار کې یې خنډونه نه‏وی ځکه خو د هر هغه څه د خپلولو بهیر په نړۍ کې لا روان دی چې د گټې تمه ترې کیدای شی او دولتونو تر اوسه د خلکو لخوا د هغو خپلول نه‎دی منع کړی، دا کړنې د انسان د خپلونې او ځانگړونې د غریزې پر بنسټ ترسره کیږی البته د حقوقی انسان پیژندنې له مخې دې غریزې ته پولې نیول هم سم نه بریښی، ځکه په نولسمه پیړۍ کې د دولتی اقتصاد له‎خوا د دې غریزې د زپلو ناوړه پایلې د بز گرانو د اقتصادی مړینې لامل شوې، اما پر گټوره لار یې د روانولو تکل ښایی سم وی ځکه د دې غریزې افراطی ازادی د احتکار په څیر ناوړه کړنو ته لار هواروی.

یادښت: دا مقاله د انسان مجلې په دویمه ګڼه کې خپره شوې ده!

ستاسو نظر