انسانپوهنه

بودایت یا بودیزم

بودیزم یا بودایت د نړۍ په لویو دینونوکې شمېرل کېږی. بودایت یوازې دین نه دی، بلکې یوه فلسفه او د ژوند تېرولو لار هم  ده بودایت د ((سیدارتا))پر افکارو بنا شوې او وروسته یې د پیروانو په افکارو او زیاتونو پرمختیا موندلې ده.
سیدارتاما، ته به خپلو پیراوانو ((بودا)) ویل((بودا)) په سنسګریت او پالی ژبو کې د (ویښ شوی)) او (( روښان شوی)) په مانا دی. په پښتو او هندی ژبوکې ( بوډا، بوړا) د زوړ او مشر سړی مانا ورکوی. ښایی چې د پښتو او هندی ژبوکلمې هم د ((بودا)) هغه بڼې وی، چې د دغو ژبو ویونکو ته له خپلو بودایی نیکونو څخه په میراث پاتې شوې وی. د پښتو او هندی (بوډا- بوړا) کې هم د مشرولۍ، پیرۍ، هوښیارۍ، روښانۍ … مانیز څرکونه شته، چې دغه کلمې ان تر ((بودا)) پورې رسولای شی. همداشان په پښتو کې د ((بوډا)) تر څنګ د (بوت) او په پارسۍ کې د (بت) کلمې هم له ((بودا)) او وروسته د هغه له مجسمو سره په تړاو پښتو او پارسۍ ته ورغلی دی.
که څه هم (بودا) په لومړی ځل (سیدارتا ګوتاما) ته ویل شوی، خو د بودایت په اوږدو کې د دغه دین ډېرو پیروانو ته چې د خپل دین لوړ مقام یې تر لاسه کړی (بودا) ویل شویدی.
سیدارتا د ((بودا)) تر څنګ د ((ګواتاما))، ((ګواتاما بودا))، ((ګواتاما سیدارتا))، ((شاکیه مونی = د ساکانو هوښیار  Shakyamuni))، ((شاکیه مونی بودا Shakyamuni Buddha)) په نومونو هم یاد شوی دی.
د بریتانیې یوې لیکوالې کاران ارمسترانګ Karen Armstrongچې د دینونو مقایسوی څېړنه یې کړې، د بودا په ژوند لیک کې لیکی:
((دا ډېره ګرانه ده، چې د بودا یو داسې ژوند لیک دې ولیکل شی، چې د نوی عصر له معیارونو سره برابروی، ځکه چې مونږ ډېر کم داسې مواد لرو، چې په تاریخی لحاظ دې کره وګڼل شی، خو باید مونږ معقولا ډاډه واوسو، چې ګواتاما بودا موجود وه او بله دا چې پیروانو یې د هغه د ژوند تېرسرۍ او لارښوونې څومره ښې چې کیدای شوې، ساتلی دی.))

د بودا زوکړه، ځوانی او مړېنه:

د ګواتاما بودا د زوکړې په اړه ټول پوهان یوه خوله ندی. په ((ورلډ بوک اف انسایکلو پیډیا کې)) یې د زوکړې نېټه (۵۶۳ ق م) او د مړینې نېټه یې (۴۸۳ ق م) اټکل شوې او عمر یې اتیا کاله ښودل شوی دی ،خوپه تاریخ هندوستان کې یې د زوکړې نېټه ( ۵۵۷ ق م) او د مړینې نېټه (۴۸۰ ق م) ښودل شوې ده. تاریخ هندوستان دا نېټه  د کیمبریج هسټری اف انډیا په اخځ راخېستې ده.
خو د ګواتاما بودا عصر ته نژدې، بودایی اثر- ترای پیټاکا Tripitaka  (پالی ژبه کې درې ټوکرۍ مانا ورکوی) کې راغلی، چې ګواتاما د اوسنی نیپال په (لمبینیLumbini) سیمه کې، په شاوخوا (۵۶۳ ق م) کې زېږېدلی و او(کپل واستو) کې لوی شوی و.
کپل واستو، د نېپال د ((ټرای)) دولت پلازمېنه وه. دغلته د ساکانو (شاکیه) ټبر د کشتریانو دولت و. ددغه دولت پاچا (شودودانه Śuddhodana) نومېد. ګواتاما بودا د دغه پاچا زوی و. دی د خپل مور و پلار یواځینی زوی و او له همدې امله هغوی په ناز ونخرو لوی کړی و. ګواتاما بودا له وړکتوب نه د مفکر خویونه درلودل. ده به چې د دنیا غمونه او تکلیفونه لیدل ډېر به خپه کېدى. ډېری وخت به هغه په دې سوچونوکې و، چې (( په کومو لارو انسان د دنیا له غمونو خلاصېدای شی؟))

د حقیقت په لټه د بودا، له کوره وتل:
ګواتاما بودا نهه ویشت کلنۍ کې خپل کور پرېښود، ځنګله ته ولاړ او هلته یې ریاضت ((تپ)) پیل کړ او د ژغورنې د لارې په لټون کې شو. په دغه وخت کې هغه د خپل وخت ټول معلوم دینی اثار ولوستل، خو زړه یې په یخ نشو. نو همدا و چې شپږ کاله یې نور ریاضت هم وکړ، پر له پسې روژه یې ونیوله، سا یې نه اخېستله، درد یې په ځان راوست او ان تر مرګه یې ځان ورساوه، خو په دې یې هم مطلب ترلاسه نشو. نو په دغه مهم مهال کې یې دیوې نجلۍ وریژې او شیدې قبولې کړې او د حقیقت د موندنې لار یې بدله کړه.
ګواتاما بودا ته د وړکتوب یوه تجربه ورپه یاد شوه، چې تر یوې ونې لاندې یخ سیوری ته په ناسته یې زړه سکون موندلی و. په هم دې لټه نوموړی د سیند یوې ښکلې غاړې ته د یو انځر، مقدسې  ونې سیوری ته د حقیقت په لټه کیناست او پرېکړه یې وکړه، چې تر څو په حقیقت پوه شوی نه وی له دغه ځای نه به نه پاسی. دغه ځای (بوداګایه) نومېږی.
له دې وروسته ګواتاما بودا د حقیقت د موندنې لپاره (اناپانه سټی anapanasati) عبادت پیل کړ په دې یې هغه څه تر لاسه کړل، چې بودایان ورته منځنۍ لار(سنسکریت کې: (madhyamā-pratipad  وایی او د ځان کړولو  self-indulgence او ریاضت self-mortification ترمنځ ده.
له څو ورځو وروسته د ګواتاما ذهن خلاص شو او ځان یې له غم او بیا-بیا زېږون څخه خلاص کړ او د بشپړ روښان شوی موجود (سنسکریت کې: samyaksaṃbuddha) په شان راپاڅېد.
په همدې سره د ده لټون پای ته ورسېد. د ده په وینا هغه څه چې غوښتل یې، ویې موندل. له دې وروسته ((سیدارتا)) ته (ویښ شوی)، (روښان شوی) یا ((بودا)) وویل شول. ګواتاما بودا په دغه وخت کې ۳۵ کلن و.
ډیر ژر یې یوه ډله پیروان پیدا کړل او  تبلیغ یې پیل کړ. اوس یې نو د (ویښېدو لار) چې د هندوستان په ټوله شمال ختیزه  خوا کې له ګرځېدو وروسته موندلې وه، خلکو ته ښووله.

څلور لوی حقیقتونه Four Noble Truths:
د ګواتاما بودا په لارښوونو کې څلور لوی حقیقتونه مرکزی حیثیت لری.
لومړی، ژوند غم (( دوکا)) دی. شتون Existence کې غم لوی لاس لری.
دویم، د غم لامل هوس دی. مونږ غمجن یو، ځکه چې د څیزونو وږی یو او په پایله کې د څیزونو غلامان ګرځو. د شتمنېدوهوس مونږ له پوهې او بصیرت   insightراګرځوی. یوازې د ښه توب، رښتینولۍ او له ګناه څخه د پاکېدوsalvation هوسونه د ستاینې وړدی.
درېیم، که هوسونه ولکه شی نو غمونه کمېږی.
څلورم، د هوسونو د له منځه وړلو لپاره پر(درنه اته نرخیزه لارNoble Eight Fold Path) تلل پکار دی. ددې لارې په پیروۍ کړ او پای ته رسیږی. دغه اته نرخېزه لار له (۱: ښه نظرRight view، ۲:ښه ارادهRight intention، ۳:ښه ویناRight speech، ۴:ښه کړنهRight action، ۵: حلاله ګټهRight livelihood، ۶: نیک کوښښRight effort، ۷:ښه یادښتRight mindfulnessاو ۸:ښه ترکیزRight concentration  څخه عبارت دی).
بودا ویل، چې نیروانا (د صوفیانو په ژبه: مطلقه ښکلا یا مطلق خیر یا مطلقه خوشبختی) پر دغه (اته نرخیزه لار) له عمل کولو وروسته تر لاسه کېدای شی. له دې سره پرځانغوښتنه او افسوس بریاموندل کېږی او بشپړه ازادی او ارامی ترلاسه کیږی.
د ګواتاما بودا په لارښوونوکې، ځان پېژندنه یوه له لویو نیکیوڅخه ګڼل شوې ده. له ځان نه ناخبری او په ځان کې وره کیدل self-centering، هوس او افسوس پیداکوی. ددغسې پوهې د تر لاسه کولو تر ټولو غوره لار ښه چلند دی. هر څوک باید ځانساتنه Self-Control، تواضع Humility، سخاوت  او شفقت Mercy خپل کړندود وګرځوی.
بله لویه نیکی د بودا په نزد مینه ده. ده ویل، چې یوښه لارښود هرومرو باید ((له مینې ډک زړه چې غصه او ناوړه هوس ونه پېژنی، ولری.)) بودا ویل:(( کرکه په کرکه هېڅکله نه پاکېږی، کرکه په مینه پاکیږی.))

ځینې بودایی باورونه:
بودایان په خپلو عباداتو سره کوښښ کوی، چې د وجود له بند څخه خلاص شی او له عدم وجود (نیروانا) سره یاد مسلمانو صوفیانوپه وینا له مطلق حسن سره  یو ځای شی. دوی وایی، چې بشر له داسې څیزونو څخه جوړدی، چې له انسان نه مخکې یې شتون درلود او له مړینې وروسته به بېرته هغه حال ته ورګرځی اوبیا به په نړۍ کې منتشرکیږی.

کرم یا کرما:
ددې کلمو لغوی مانا کار یا عمل دی. یوازې پر انسان نه بلکې پر ټولو ژوندی سرو د هغو د خپلو کړنو اغېز موجود وی. په ځانګړی ډول  غم (دکا) د انسان د خپلو غلطو یا ناوړه کړنو پایله وی. کرما د علت او معلول قانون دی. کرما پر دې ټینګار کوی، چې ټول وګړی  د خپلو تېرو او اوس مهالو کړنو مسوول په خپله دی او د خپلوکړنو د پایلې مزه به څښی.
د دې واقعیت ځواب په دې کې خلاصه کېږی:
۱٫د کړنې اراده
۲٫پر خپل ځان د کړنې اغیز
۳٫او پر نورو خلکو د کړنو اغېز
د بودایی لارښوونو اساسات په ډېر څرګند او عملی ډول دادی، چې هیڅ شی مطلق ندی، کړنې عواقب لری، بدلون امکان لری. لکه څنګه چې بودایت  پر یوخالق خدای باور نلری او عبادت ته یې په  خپل دین کې ځای نه دی ورکړی نو له همدې امله یې ځینی وګړی په دینونو کې نه شمېری.

د ګواتاما بودا تبلیغ:
بودا چې کله په حقیقت ورسیدنو د خپلو نظریاتو تبلیغ یې پیل کړ او ډیر پیروان یې وموندل. دوی به خپل ځانونه ( ارهت Arahat)) چې د (ارزښتمن کس)) مانا ورکوی ګڼل.
هرمذهبی لارښودMonk به ژیړه چپن robe اغوستله، سر به یې خرېیه، د ملنګانو کچکول به یې ګرځاو او هره ورځ به یې عبادت کاوه. هرمذهبی مشر به خپله کورنۍ، ملګری او شتمنی پرېښووله. ګواتاما بودا او د هغه مذهبی ملګرو ورو-ورو د هندی ټولنې  طبقاتی پولې ماتې کړې او بالاخره ډیر وګړی یې په بودایت کې سره متحدکړل.
د بودا پیروانو د هغه لارښوونې ټول هندوستان، تبت، سریلنکا، برما، تایلنډ او ان افغانستان ته ورسولې او وروسته یې په لږ څه بدلون د چین، جاپان، کوریا او نورو سیمو ته هم ورسیدې.
د وخت په تېریدوسره د نورو دینونو په شان د بودا له لارښوونو بېلا بېلې فرقې او فکری ښوونځی رامنځته شول. د بودا له مړینې وروسته یې پیروان په دوو ډلو هنایانه Hinayana (کوچنی ګاډی) او ماهیانه  Mahayana (لوی ګاډی) ووېشل شول. هنایانه، د بودا اصلی لارښوونې تعقیبولې خو ماهیانه د بودا لارښوونو ته پراختیا ورکړې وه.
بودایت که هر ډول و خو په هغه وخت کې هندومت خپل اغېز له لاسه ورکړی و او هندی ټولنه له ګډوډۍ سره مخامخ وه. په دغه وخت کې ګواتاما بودا بغاوت وکړاود هندی ټولنې وګړی یې تر ډېره بریده پر یو ټغر ټول کړل.

بودایت که څه همډیره انسانی فلسفه او ژوند لاره ده خو پدې لار کې انسان له هیلو او ارزوګانو څخه منع کیږی چې په پایله  کې انسان د پرمختیاکوښښ پریږدی او ګوښه نشین کیږی او د یو څیز د بدلون او پرمختیا وړتیا له لاسه ورکوی.
خو دبودایت د عبادت لارې د انسان له فکری ودې سره مرسته کوی او د یو ښه انسان په جوړښت کې عملامرسته کولای شی.
بودایت دصوفیانو پر افکارو ژور اثر کړی او ددغو افکارو په پایلهکې صوفیان هم د نږه ښکلا (مطلق حسن) په تمه د کوټو په کونجونو کې ناست وی او دژوند نورې معاملې پریږدی او د ژوند عقلی او قانونی لوبه کې ماتې ته غاړه ږدی، منی یې او ٍیوازې په خیالاتو کې ژوند کوی او له خیال پلونو نه خونداخلی.
که څه هم یو شمیرهغه بودایان چې دخپل دین  منفی ټکیو او نیمګړتیاو پټولو او ساینسی ښوولوکوښښ کوی وایی چې ټول بودایان ګوښه نشین ندی او خپل هوسونه، نه وژنی خوداخبره ځکه سمه نه بریښی چې د بودایت اصلی موخه د ((نیروانا)) ترلاسه کول دی او ((نیروانا)) ترلاسه کولو لپاره چې کوم عبادات کیږی هغه تقریبا ټول دژوند له هیلو سره غیږې نیول او دخواهشاتو مړه کول دی.
دبودایت ((کرما)) واقعا چې ډیرعلمی او ساینسی قانون دی، د هر انسان سرنوشت د هغه پر کړو وړو ولاړ دی او هر انسان چې څه کری هغه به ریبی چې پر دې اساس ژوند کول انسان ته د تقدیر په لاس کې نیولو چانس ورکوی.

اخځونه
۱٫پرشاد، ډاکتر،ا.(۱۹۲۶ ز) تاریخ هندوستان. لومړی چاپ. دهلی: اله ابادیونیورسټی.
۲٫جلالپوری،ع، ع. روایات فلسفه، تخلیقات، بیګم روډ، لاهور پاکستان
۳٫جلالپوری،ع، ع. خردنامه جلالپوری، تخلیقات، بیګم روډ، لاهور پاکستان
۴٫فقیری،م، ن.(۱۳۸۸هـ ش)گزیده تاریخ افکار سیاسی. لومړی نشر. کابل: مؤسسه تحصیلات عالی دعوت.
۵٫پښتو ویکیپیډیا. (۲۰۱۳) بودا او بودیزم (پرېلیکه)، دلته یې وګورئ د لاسرسی نېټه (مارچ ۲۰۱۳).
۶٫اردو ویکیپیډیا. (۲۰۱۳) بودا او بودیزم (پرېلیکه)، دلته یې وګورئ د لاسرسی نېټه (مارچ ۲۰۱۳).
۷٫فارسی ویکیپیډیا. (۲۰۱۳) بودا او بودیزم (پرېلیکه)، دلته یې وګورئ د لاسرسی نېټه (مارچ ۲۰۱۳).
۸٫انګلیسی ویکیپیډیا. (۲۰۱۳) بودا او بودیزم (پرېلیکه)، دلته یې وګورئ د لاسرسی نېټه (مارچ ۲۰۱۳).
۹٫ایټیم انلاین ویبپاڼه. (۲۰۱۳) بودا او بودیزم (پرېلیکه)، دلته یې وګورئ د لاسرسی نېټه (مارچ ۲۰۱۳).
۱۰٫د بودا او بودیزم په هکله ځانګړې ویبپاڼه. (۲۰۱۳) د بودا او بودیزم په اړه ځانګړې لیکنې (پرېلیکه)، دلته یې وګورئ د لاسرسی نېټه (مارچ ۲۰۱۳).
۱۱٫انګلیسی ویکیپیډیا. (۲۰۱۳) ګواتاما بودا (پرېلیکه)، دلته یې وګورئ د لاسرسی نېټه (مارچ ۲۰۱۳).
۱۲٫انګلیسی ویکیپیډیا. (۲۰۱۳) ګواتاما بودا (پرېلیکه)، دلته یې وګورئ د لاسرسی نېټه (مارچ ۲۰۱۳).
۱۳٫The World Book Encyclopedia (1960 AD). Volume B. USA: Field Enterprises Educational Corporation.
۱۴٫Hassan, Brig J (1990 AD) India: A Study in Profile.Rawalpindi, Pakistan: the Army Press.

یاده لیکنه په لومړی ځل د انسان مجلې په لومړۍ ګڼه خپره شوې ده.

ستاسو نظر

۱ نظر