انسانپوهنه

د لرغونو یونانیانو عقیدې

لکه څنګه چې د لرغونی یونان فلسفې او حکمت د بشر په فرهنګ باندې ژور اثر لرلای دی، دغه راز د یونانیانو مذهبی باورونو هم په اروپا کې د عقیدو په تاریخ باندې او دغه راز د اروپا په ادبیاتو او تلمیحاتو باندې ژور اثر اچولی دی. د دغو عقیدو په باب عمومی معلومات د نړۍ د ادبی آثارو په پوهېدو کې راسره مرسته کوی.
لرغونو یونانیانو د ګڼو خدایانو( ارباب النواعو) عبادت کاوه. د خدایانو په باره کې د یوه عادی یونانی عقیده د خرافاتو او تقوا پر غبرګو ستنو ولاړه وه . عادی یونانی د خپلې عقیدې په اړه په دلیلونو پسې سر نه خوږاوه خو د یونان مفکرانو هڅه وکړه دغو عقیدو ته ساینسی او منطقی جامې ورواغوندی.
له یونانی افسانو سره سم د دغه هېواد تر ګردو جګ غر اُلمپس Olympus دخدایانو کور و.
د دې وطن خدایانو د انسانانو غوندې احساسات لرل، د انسان غوندې یې مینه کوله ، په قهرېدل او رخه ورتله ، یونیم ځل یې ان پر ځان ملنډې وهلې . د خدایانو بوالهوسی د یونانی اساطیرو یو جالب مضمون دی. دعوامو په نظر طبیعی پېښې لکه زلزلې، طوفانونه او د موسمونو ادلون بدلون د خدایانو د طبیعت په بدلانه پورې اړوند بلل کېدل.
د دوی په خدایانو کې زیوس Zeus ، اتِنا Athena او اپولو Apollo تر نورو مهم وو. زیوس چې د نورو خدایګوټو پلار او واکمن و، دعدالت رامنځته کوونکی او د پرېشانو کسانو حمایت کړونی بلل کېده . تندر او برېښنا دهغه د قهر علامې وې . د زیوس یوازینی عیب دا دی چې ژر میین کیږی . ده چې ښځه نه ده خلق کړې ، د ښځې خلقت ته حیران پاتې دی . دی ډېر ځله په الهه ګانو او بنیادمانو باندې میین شوی دی . یو ځل په یوه هلک هم میین شو او هغه یې د المپُس دغره څوکې ته وتښتاوه . دغه غر د یونان د ترټولو مهمو خدایګوټو Olympus دېره ځای و.
اتنا چې د زیوس لور او د پوهې او حکمت الِهه( خدایګوټې) وه ، د یونانیانو ډېره خوښېده . د دوی باور و چې اتنا د زیتون قیمتی ونه ورکړې او د ټوکرانو د جوړولو چل یې ورزده کړی دی . اتن ښار د دې د نوم په ویاړ اتن بلل شوی او دا یې ساتندویه وه. اتنا د ټولو یونانیانو په اند د نفس د کنټرول، پوهې او زړه ورتیا سمبول وه. اتنا پېغله وه او د نارینه وو رزمی احساسات به یې پارول . د اتن تر ټولو ښکلی معبدونه او تر ګردو پرتمین جشنونه د دې په ویاړ وو.
اپولو د لمر خدایګوټی و. ده به شاعرانو او سازنده ګانو ته الهام ورکاوه . اپولو به د خپل چنګ په ذریعه پوست موزیک غږاوه او رمې ګلې به یې په څړ ځایونو کې خوندی ساتلې .
یونانیانو عقیده لرله چې د اتنا روحانیون د آینده پېشګویی کولای شی . ټولو یونانیانو د هغې د عبادت له پاره په دِلفی Delphi کې یو ځای جوړ کړی و.
د یونانیانو دعشق او ښکلا الِهه افرودیته Aphrodite وه چې په اول ځل په نژدې ختیځ کې تصور شوه او بیا یې په قبرس کې عبادت کېده. دا نه یوازې د ښکلا اعلی بېلګه وه بلکې د ټولو جنسی لذتونو الِهه هم وه .
پوسی دون Poseidon د سمندرونو مالک و. ده ځان د زیوس سیال او ساری باله. ده په سمندرونو سربېره په سیندونو او چینو هم حکومت چلاوه. یونانی ماڼوګانو به ده ته لمونځونه کول او په خطرناکو ټاپوګانو کې به یې دهغه معبدونه جوړول چې د سمندر له قهره په امن کې شی .
دییونوسوس Dionysus یو ډېرمحبوب اومهم خدایګوټی دی. دی د شرابو، مستۍ او تاکونو رب النوع و. یونانیانو به د ښکره ور ماشوم په ډول مجسم کاوه . ویل کېدل چې په اسمان کې د زییوس په څنګ کې ناست و، د نورو خدایانو ورسره رخه وشوه . زییوس د میږې او بیا دغوایی بڼه ورکړه چې وساتل شی خو وپېژندل شو ، رخه ګرو ټوک ټوک کړ ، په دیګ کې یې واچاوه ، اتنا یې زړه راوویست او بیا ژوندی شو. د دییونوسوس دمړینې او بیا زوکړې غم وخوشحالی د یونان د ډېرو دینی مراسمو بنیاد و. په پسرلی کې چې به تاکونو تېغ وواهه ، یونانۍ ښځې به غونډیو ته ووتلې چې د دییونوسوس دوباره تولد ووینی . دوی به دوه ورځې هورې وې ، هلته به یې نشه کوله. باور یې و چې هر څوک په شرابو مست نه شی، احمق دی. د مستۍ او نڅا په دغو مراسمو کې به ښځې بېخی له واکه ووتې. د دغه جشن ډېره مهمه برخه هغه وه چې ښځو به مېږه یا غویی او کله ناکله انسان چې فکر یې کاوه دغه خدایګوټی په کې حلول کړی دی ، راونیو ، ټوک ټوک به یې کړ او د هغه غوښه به یې پخه کړه ، وبه یې خوړه . دوی عقیده لرله چې په دې ډول خدای د انسان بدن ته ننوځی او د بنیادم ابدیت په نصیب کیږی. د دوی په نظر دغه وخت په بنیادم یوه داسې جذبه او بېهوشی غالبیږی چې د غیب پردې پرانیستې وینی،له آینده خبریږی او په حقیقت کې بنده په خدایګوټی بدلیږی .
البته د قوم مشرانو ورو ورو دغه مراسم کنټرول کړل او د دې له پاره چې د دییونوسوس سپکاوی نه وی شوی هغه یې د اُلمپس په خدای بدل کړ.
په لرغونی یونان کې نه یوازې هر ښار بلکې هرې کورنۍ خپل خاص خدای درلود. په هر کور کې به مقدس اور بل و. د واده او مړینې مراسم د کور د مقدس اور په څنګ کې تر سره کېدل. د هر کور په اورتون سربېره په ښار عمومی اور تون و. د یونانیانو عبادتونه د موسیقی او سندرو او قربانۍ او دعا په بڼه وو . کله ناکله به مقدسه ډوډۍ هم خوړل کېدله.
په یونان کې د مصر برخلاف ، کاهنانو قدرت او نظم نه درلود. معبدونه او دهغو مالونه د حکومت په لاس کې وو. د ښار د کاهنانو ترمنځ رابطه نه وه. عبادت به د کاهنانو په ذریعه نه بلکې د کورنۍ د مشرانو په ذریعه تر سره کېده.
د یونان حکومتونو رسمی دین او ثابت عقاید نه. د ښار د خدایګوټی له درناوی پرته نور کوم خاص دینی بندیز نه و. په معبدونو کې به د خدایانو مجسمې ایښې وې. د دغو مجسمو مخې ته به همېشه اور بل و. که به خدایانود یونانی ارزو پوره نه کړه ،یونانی به بد رد پسې ویل.
یونانیانو د ارباب النواعو په ویاړ لوی جشنونه جوړول. ځینې جشنونه د اتلتیک سیالیو په چوکاټ کې وو او ځینې د ډرامې، شاعرۍ او نوروهنرونو په بڼه وو. اتن په کال کې دوه ځله د خدایانو په ویاړ د ډرامو جشنونه جوړول . دا هلته عجیبه خبره نه وه چې لوبې یا ډرامې خدایانو ته وړاندې شی . د بنیادم هر هغه اقدام چې ښه به تر سره شو ، خدایان یې خوشحالولای شوی.
د یونان تر ټولو مشهورې لوبې د المپیک Olympic وې چې په ۷۷۶ق.م کې پېل شوې او په هرو څلورو کلونو کې ترسره کېدلې. د المپیک اتل به د ټولو یونانیانو اتل و. دهغه جایزه د زیتون د ګلونو تاج و. البته په خپل ښار کې به اتل ته ډېر سوغاتونه ورکول کېدل .المپیک لوبې تر څلورمې میلادی پېړۍ پورې چې یوه رومی امپراطور بندې کړې، جاری وې. په اوسنۍ زمانه کې دا لوبې بیا پېل شوې او په لومړی ځل په ۱۸۹۶م کال کې په اتن کې تر سره شوې .
د یونانیانو په اساطیری باورونو او خرافاتو کې یو مهم اړخ د غیب ویلو و. د دوی باور و چې خدایانو ځینو روحانیونو ته د پېشګویی قدرت وربخښلی دی. غیب ګویان د یونان د بېلو بېلو سیمو په معبدونو کې موندل کېدل. په دغو کې ډېر مشهور په مرکزی یونان کې واقع په دلفی کې د اپولو معبد و. دلته به غیب ګویه په یوه سمڅه کې ناسته وه او هغه بړاس به یې تنفس کاوه چې په غرونو کې له یو ژور چاوده راولاړېده . دې به په نیم بې حاله حالت کې هغو پوښتنو ته چې ورنه کېدلې به ، ګونګ او بونګیدلی ځوابونه ورکول . داسې تصور موجود وو چې اپولو په خپله د هغې په خله کې ځوابونه ږدی.
غیب ګویانو د مجذوب الحاله کسانو غوندې مبهمې خبرې کولې او د دې کار ګټه ورته دا وه چې بازار یې نه سړېده ځکه خبرو یې مختلف تعبیرونه لرل . کله چې اتن ښار د ایرانیانو له ګواښ سره مخامخ شو، غیب ګوی وویل:(( لرګین دېوالونه دې ستاسو او ستاسې د اولادونو له پاره خوندی ځایونه وی ))ځینو یې دا تعبیر وکړ چې اکروپولس ته به وخېژو ، ځکه یو وخت یې لرګین دېوالونه لرل خو ځینو نورو دغیب ګوی له خبرې د بېړۍ معنا واخیسته چې له نېکه مرغه دا دویم تعبیر ومنل شو، ځکه ایرانیانو د اکروپولس په شمول ټول اتن تباه کړ خو په اوبو کې بری د یونانیانو په نصیب شو.
د لرغونی مصر او بین النهرین خلکو عقیده لرله چې د دوی خدایان پوره زورور دی او تقدیر یې په لاسونو کې دی خو یونانیانو خپل خدایګوټی انسانانو ته ډېر ورته ګڼل. د یونانی خدایانو او انسان لوی فرق په دې کې و چې خدایانو مرګ او زړبودن نه درلود. داسې نه وو چې د خدایانو هر څه زړه وغواړی هغه وکړی. د هغو په نظر هم د خدایانو هم د انسانانو اصلی واکمن د طبعیت قانون یا په بله ژبه تقدیر و. د یونان په اساطیرو کې دنیا خدایانو نه ده پیداکړې ، مځکه تر خدایانو له مخه هم وه او خدایانو په خپل منځ کې د ودونو او بیا له بنیادمانو سره د ودونو له لارې انسانان پیداکړی دی. د دوی له اساطیرو سره سم خدایان د انسانانو پلرونه دی.
د یونان خدایانو بشپړ علم او قدرت نه درلود. هر خدای د بل خدای په ذریعه محدودېده . د دوی به کله کله په خپل منځ کې سره جنجال وو خو د ټولو مشر زیوس و او د هغه په دربار کې به سره راټولېدل.
د یونانیانو باور و چې بنیادم وروسته له مړینې تر مځکې لاندې سیوری ته ورته ځای ته ځی چې هیډیز Hedes نومیږی او پلاتو Plato نومی خدایګوټی یې اداره کوی . ځینې محدود کسان او اتلان ،چې په خدایانو ډېر ګران دی تر زمکې لاندې یوبل ځای ته چې د الېزې میدانونه نومیږی ، ځی او هلته همېشه مزې کوی . البته یونانیانو د بلې دنیا د ژوند په باره کې ډېر فکر نه کاوه. د دوی ډېر پام دې ته و چې ښار- دولت ښه وځلوی او په ښار دولت کې ښه وځلیږی.

ستاسو نظر