ثریا د ښځو فوروم
ملکه ثریا په ۱۸۹۹کال کې زیږیدلې او په ۱۹۱۳کال یې له شهزاده امان الله خان سره

کورپاڼه
ملکه ثریا په ۱۸۹۹کال کې زیږیدلې او په ۱۹۱۳کال یې له شهزاده امان الله خان سره د کابل په شهرارا ماڼۍ کې واده وکړ. دغې ښکلې او زیرکې ښځې په ترکي، فرانسوي او عربي ژبو هم روانې خبرې کولې شوای. شاه امان الله خان د محمود طرزي او ملکه ثریا د افکارو سره سم د سیاسي استقلال له ګټلو وروسته په ټولنیزو تحولاتو کې د ښځو نقش ته پوره توجه وکړه چې د حمایت نسوان په نوم د انجمن تر څنګ یې د نجونو مکتبونه جوړ او یو شمېر نجونې یې د ډاکټرۍ او نرسنګ د زده کړو لپاره ترکیې ته ولېږلې. د ملکې ثریا په هڅو امان الله خان په ولور محدودیتونه ولګول، د ښځو لپاره یې د واده عمر ۱۸او د هلکانو لپاره ۲۲ کاله وټاکه. په ۱۹۲۸کال کې د ملکه ثریا په وړاندیز د «ښځو د ملاتړ انجمن» جوړ شو چې د کابل دولس تنو هوښیارو ښځو یې اداره او د شاه امان الله خان خور کبراجان یې مشري په غاړه واخیسته او د لومړي ځل لپاره ښځې په دولتي چارو کې له نرانو سره شریکې شوې. ملکه ثریا خپله د مستوراتو ښوونځي مشري په غاړه واخیسته او د ارشاد النسوان په نوم مجله یې راوویسته چې د ملکې مور (اسمارسمیه) چلوله او ملکې ثریا به دغې مجلې ته د ښځو د حقونو د ارزښت په اړه مقالې لیکلې. ملکې ثریا یوه محکمه جوړه کړه چې د هغو ښځو شکایت واوریدل شي چې میړونه یې وهي، نفقه نه ورکوي یا يې بې له کوم دلیله طلاقوي
د ملکې ثریا پورتني ټول ریفورمونه د افغانستان په څېر په یوه نرواکه ټولنه کې مطرح کېدل. افغانستان چې په تاریخي لحاظ په شدت نرواک پاتې شوی و او ښځې له بنسټیزو تعصبونو سره مخ وې، د ثریا دا کارونه د نارینه‌وو له غوسې او قهر سره مخ شول. ثریا هڅه وکړه چې ښځې د سیاسي قدرت په منابعو لاسبري کړي او هغه بنسټیز تعصب وننګوي چې ښځې یې دویمه درجه مخلوق ګاڼه.
د ښځو د نقش په اړه د افغانستان معاصره تاریخ‌نګاري په جدي ډول د روش او علمي‌والي له ستونزې سره مخ ده. د افغانستان له تاریخ سره شوی چلند تر ډېره ایډیالوژیک، ارزشي او غیر روشي وو او د ښځو سربېره د ټولنې ګڼ لوري د جنګ، سیاست، د دربار او شاهي کورنیو د حال او احوال، او دې ته ورته مسایلو له وجې نادیده نیول شوی دی او د اقتصاد، ټولنې، فرهنګ، هنر او د خلکو د عادي ژوند په اړه هېڅ تاریخي روایت او متن نه شته.
په افغانستان کې د بحثونو او ډیالوګونو د شتون ډېره واضحه مطالعه نه شته. د داسې یو منظم پلاټفارم د رامنځته کولو لومړنی کار دا و چې په نوي ډول د خبرو لپاره یو دقیق میکانیزم او اساس رامنځته شي. د افکارو تنوع او تکثر یو مهم اصل دی. د همدې اصل په تعقیب تصور دا دی چې ساینسي نظریو، بشرپال ذهن، او آزادو بحثونو په زمینه کې خپل پراختیايي کارونو ته ادامه ورکړل شي.
ملکه ثریا چې د تېرو سلو کالو د سیاسي عقلانیت یو ډېر مشهور قرایت دی، د عزم او جراات یو ښځینه رول ماډل هم دی. ثریا چې د یو غریب او وروسته پاتې هېواد ملکه وه، د ښځو د ژوند د بدلون په پار یې د سلګونو اصلاحاتو په وړاندې کولو سره، د ښځو ژوند او راتلونکی له یو ډېر هر اړخیز تغیر په محراق کې لیده.
د ثریا له نوم سره تړلي د ښځو په باب د بحثونو، خبرو، ډيالګونو او تحلیلونو اصلي موخه دا ده چې موږ په دې سلسله بحثونو او پروګرامونو کې د افغانستان د معاصر تاریخ یوه دوره سیاست د ښځو له نظره تحلیلوو، چې د فرهنګي معرفت پېژندنې په برخه کې یو بې ساری ګام دی. د دې پروګرام له لارې به ښځې په خپله د هغه معرفت بیالوستنه کوي چې د یوې عاقلې او هوښیارې ښځې په مرسته پیل شوی و.
انسان ټاکس د ډیالوګ او خبرو د یو جریان په توګه ځانګړې موخه نه تعقیبوي، مګر پایلې له ځانه سره لري او دا پایله د هغو کسانو لپاره چې د دې ډیالوګ او خبرو په جریان کې واقع دي، نوی درک او فهم رامنځته کوي.
«انسان» باور لري چې تر دې وروسته به د تېر سل کلن تاریخي روایت په بیا شننه کې د دې تاریخ ښځینه تعبیر ته لاره پرانیزي او حداقل له ثریا وروسته؛ د یوې پېړۍ روایت به د ښځینه دید او تفکر په اساس تحلیل کوي. د سیاست، اقتصاد، فردي آزادۍ، معارف، پراختیا، عامه خدمتونو، بشري حقونو، او اکاډمیکو او بیروکراتیکو بنسټونو ته د ښځو لاسرسۍ له څومره بحثونو او ګواښونو سره مخ دی؟
زموږ یو باور دا هم دی چې دوه یا څو انسانان که په خپلو کې خبرې وکړي، د دې اړیکې په ترڅ کې چې کوم متقابل عملونو ترسره کېږي، له دوی داسې انسانان جوړوي چې تر دې وړاندې نه وو، مګر په دې شرط چې دوی په دې ډیالوګ او خبرو کې «پرته له ځانه» بله موخه تعقیب نه کړي.