Circle Image

د افغانستان د څیړونکو شبکه

افغانستان د کره، ناپييلو او د ستونزو پر حل د متکي څېړنو له کمښت سره مخ دی. لا هم افغانان په خپله د خپلواکو څېړنو په مرسته نه دي توانیدلي چې لازم پالیسي جوړونکي بدلونونه راولي. له دې مخې «انسان» غواړي له نورو دولتي او غیر دولتي بنسټونو سره د افغانستان د کورنیو او بهرنیو څېړونکو په ګډون د څېړونکو شبکه تاسیس کړي او له دې لارې د څېړنو لپاره ملي پالیسي، څېړنې نړیوال سټنډارډونه او د افغانستان په اړه نوی څېړنیز معرفت رهبري کړي.


یادښت

که څېړونکي یاست، له څېړنې سره کاري او اداري اړیکه لرئ، څېړنیز بنسټ لرئ، څېړنیزو مسایلو اړوند نظر لرئ، همکاري کوئ او یا هم فکر کوئ په دې برخه کې نوښت، حل‌لاره، طرحه او پروګرام درسره دی، د «انسان» د همکاریو او نوښتونو له برخې سره اړیکه ونیسئ او د دې شبکې له لارې راسره همغږي شي.
partnerships@insan.af

نورې مهمې پانې

له خپلواکو څېړنو ملاتړ، د څېړنې ملي پالیسي رامنځته کول، په پوهنتونونو او دولتي بنسټونو کې د تحقیق د بنسټیز کېدو په موخه فعالیت، د څېړنو په برخه کې د نویو او تازه ظرفیتونو روزل، د افغانستان په اړه د څېړنو همغږي او په نړیوالو پوهنتونو، بنسټونو او ادارو کې د افغانستان او افغانانو په اړه د څېړنو د څرنګوالي په اړه پوهېدا او د هغوی د پایلو ارزونه د همدې شبکې په فعالیتونو کې حسابیږي.
د څېړنیزو بنسټونو او ادارو له مخې افغانستان لا هم د دې توانمندي نه لري چې د نړیوالو او سیمه‌ییزو ډلبندیو په قطار کې حساب شي. د افغانستان دولتي او غیر دولتي پوهنتونونه لا هم د بنسټیزو او خپلواکو څېړنو ظرفیت نه دی پيدا کړی. د پلیجریزم ستونزه، د کره او دقیقو سرچینو نشتون، له میتودلوژۍ سره ناآشنايي، او د څېړنیز فرهنګ نشتون کېدلای شي بنسټیزې ستونزې یادې شي.
له دې مخې د افغانستان حکومت څنګه کولای شي له خپلواکو څېړنو څخه د ملاتړ په موخه او د څېړنیزو پایلو په بنسټ خپل ملي او پراختیایي پروګرام ډیزاین کړي او په همدې موخه ملي څېړنیزه پالیسي تدوین او عملي کړي.
د نویو ملي سیمه‌ییزو او نړیوالو چلینجونو او مسایلو په اړه د تازه څېړنو پر اهمیت تمرکز او تشخیص، د څېړنو ملي لومړیتوبونه، ګواښونه، فرصتونه او ستونزې څېړل او مطرح کول، پر پایلو متکي څېړنې، او پر څېړنیزو کارونو او فعالیتونو سرمایه‌ګزارۍ ته زمینه برابرول لا هم ورک او ناپیدا موردونه دي چې نه څېړونکي، نه حکومت او هم نه اړوند بنسټونه پرې پوهیږي.
«انسان» په افغانستان کې د آزادو او خپلواکو څېړنو څخه د ملاتړ په موخه د نورو څېړنیزو دولتي او غیر دولتي بنسټونو سره په ګډه د افغانستان د څېړونکو شبکه تاسیسوي. له خپلواکو څېړنو ملاتړ، د څېړنې ملي پالیسي رامنځته کول، په پوهنتونونو او دولتي بنسټونو کې د تحقیق د بنسټیز کېدو په موخه فعالیت، د څېړنو په برخه کې د نویو او تازه ظرفیتونو روزل، د افغانستان په اړه د څېړنو همغږي او په نړیوالو پوهنتونو، بنسټونو او ادارو کې د افغانستان او افغانانو په اړه د څېړنو د څرنګوالي په اړه پوهېدا او د هغوی د پایلو ارزونه د همدې شبکې په فعالیتونو کې حسابیږي.
د افغانستان څېړونکو شبکه به د خپل‌منځي تفاهم او همغږۍ له مخې د ګډ کار لپاره هم فرصت برابروي. د موازي څېړنو مخنیوی او د ارقامو او ډېټا د اشتراکي کارونې لپاره زمینې برابرول. همدا راز یاده شبکه به د تخصصي څېړنو په برخه که د خپل منځي ملاتړ میکانیزم هم کاروي.
د څېړونکو له حقونو څخه ملاتړ او د څېړنو د اهمیت لپاره کار او فعالیت بله مهمه ساحه ده چې یاده شبکه به پر هغه تمرکز کوي. همدا راز به د لویو څېړنیزو پروګرامونو او نوښتونو لپاره د تفاهم او همغږۍ او تطبیقي چارو کې د همکارۍ لپاره لارښود برابروي.

پورته لاړ شئ