سلاکاره شورا

«انسان» د خپلو یو شمېر لویو پرېکړو پر مهال د سلا مشورو لپاره د مشورتي شورا جوړښت لري څو د «انسان» له اجراییوي مشرانو سره د بدلونونو، نوښتونو، تصمیمونو او موقفونو په څرنګوالي کې برخه واخلي. دا شورا د عمومي مشر له لوري د اړتیا په صورت کې راغوښتل کېږي.

یادښت

«انسان» ځانته د نسل بنسټ وايي چې موخه یې د نوي نسل، تېر نسل او راتلونکي نسل ترمنځ د اشتراک او ارزښتونو د پل جوړول دي. اجرايیوي مشرتابه، څېړنیز ټیم او متخصصین، علمي بورډ، د کورنۍ پالیسۍ ډلې، او سلاکاره شورا د «انسان» ټولیز جوړښت دی چې څانګه‌ییز مشران، متخصصین، څېړونکي او مېلمانه غړي یې برخه دي. د «انسان» په اړه لاندې لینک کېکاږئ او ولولئ

پورته لاړ شئ