زموږ په اړه

(انسان) د وېب‌پاڼې، مجلې، ویډیو او غږ ګډه نشراتي مجموعه ده. د جنګ، افراطیت، تشدد، خشونت او انسان ځورونې پر وړاندې د تفکر، فلسفې، انساني علومو، هنر او ساینس دا ګډه هڅه د انلاین، بحث، ډيالوګ، او چاپي خپرونو مشترک ماموریت دی.

هنر او خلاقیت، جګړه، هیومانیزم، ښځه، اخلاق او دې ته ورته موارد د انسان مجلې د تمرکز او شننې مهم موضوعات دي. موږ به د تفکر او بحث دې مجموعې ته په راتلونکي کې د یوې لویې شبکې د رامنځته کولو په موخه لا زیاته پراختیا ورکړو.

د سیمې، نړۍ او هېواد د ګڼو هویتونو  د انسانانو تر منځ د دې بحث او منطق روزل او پياوړي کول چې تاسو تر بل هر ارزښت مهم یاست. د خشونت، جګړې او وژنو د پر وړاندې دریځ، د انساني ارزښتونو او په خپله د انسان په اړه د جدي او سیستماتیکو بحثونو پیلول او د هر ډول جنسیتي، سمتي، نژادي، مذهبي، ژبنۍ او ایډیالوژیکې برترۍ پرته د یو انساني چاپیریال او تفاهم د رامنځته کېدو په موخه د مشخصو او کره باورونو او فلسفې روزل او رامنځته کول؛ د اساسي ماموریت برخه ده.

لیدلوری:

انسان تر هر څه مهم دی! د انسان د وقار، عزت، حرمت او د بشریت د سپېڅلې داعیې د ساتنې په موخه ټول لازم باورونه او انسانپالي پرنیسپونه مو د لیدلوري اساسات ټاکي. د انسان په ښېګڼې، ساتنې، پالنې او روزنې ولاړو ارزښتونو باور لرو او ټول انسانیت یو ډول ګڼو.

ماموریت:

د انسانانو تر منځ د دې بحث او منطق روزل او پياوړي کول چې تاسو تر بل هر ارزښت مهم یاست. د خشونت، جګړې او وژنو د مخنیوي په برخه کې هلې ځلې. د انساني ارزښتونو او په خپله د انسان په اړه د جدي او سیستماتیکو بحثونو پیلول او د هر ډول جنسیتي، سمتي، نژادي، مذهبي، ژبنۍ او ایډیالوژیکې برترۍ پرته د یو انساني چاپیریال او تفاهم د رامنځته کېدو په موخه د مشخصو او کره باورونو او فلسفې روزل او رامنځته کول.

موخې:

انسان مجله د یو شمیر خاصو موخو د تر لاسه کولو او ورته د کار کولو په اساس رامنځته شوه. دا موخې ټولیزي او عمومي دي ولې ځانګړې او د یادونې وړ یې دا دي:

  1. د انسان په اړه باید یو جدي او سیستماتیک بحث پیل شي.
  2. د انساني ارزښتونو د شناخت او باورمندۍ د پیاوړتیا لپاره کار کول.
  3. د انسان ساتنې او انسان ژغورنې د تضمین لپاره باید د جګړې د مخنیوي غږ وشي او دا غږ دوامداره وساتل شي.
  4. ټولنه او بشري نړۍ له یو خورا حساس پړاوه تېریږي. د تمدني برتریو پر سر وژنو او برتریت غوښتنې ستر زیانونه اړولي. مخه یې نیول او پر وړاندې یې درېدل زموږ ستر مرام او ماموریت دی.
  5. د حداقل لپاره د دې تفکر ژوندي ساتل چې انسان تر بل هر څه مهم دی.
  6. د انسان تر منځ د ایډیالوژۍ، مذهب، سمت، ژبې، نژاد او جنسیت پر سر د اختلاف او برتري غوښتنې پر وړاندې مبارزه.

ارزښتونه:

زموږ کار او د فعالیت ډول د یو شمیر مشخصو ارزښتونو له مخې ځانګړی او استثنايي دی. او همدا ځانګړي ارزښتونه دي چې موږ له بل هر ډول فلکري – علمي کوښښ څخه بېلوي. دا ارزښتونه داسې دي:

  • (انسان) د هېواد په کچه یوازینۍ تحقیقاتي، علمي او فلسفي مجله ده چې د یو شمیر ځانګړو انساني باورونو په اساس خپریږي.
  • (انسان مجله) د فکري – علمي کار هغه استثنايي چاره ده چې د انساني ژوند پر مهمو برخو کار کوي. د ساینس، انتروپولوژۍ، فلسفې او هنر ګڼې برخې مو د فکر اساسي محور ټاکي.
  • زموږ بل ځانګړی ارزښت په دې کې دی چې مجله مو د یو مشترک آرمان د احیاء لپاره رامنځته کړې ده.
  • د مجلې ټول غړي او مشترک فعالین د فکر له مخې هغه کدرونه دي چې د هېواد او انسانیت د ټولو مثبتو ارزښتونو تکیه پرې کېدای شي.
  • دا مجله د انلاین نشراتو یو ځانګړی ویب سایټ او د بحث یو ځانګړی پلاټ فارم لري.
  • انسان مجله یوازې مجله نه ده بلکه یو فکري بهیر دی.

بارورنه:

انسان مجله د یو شمیر خاصو او مشترکو انساني باورونو له مخې را منځته شوې ده. دا باورونه ټول منلي او عمومي مرجعیت لري او ټوله بشري کتله پرې د عمومي توافق نظر او مفاهمې شاهده ده.

موږ د دې اړتیا وینو چې د انسان لپاره د کار او ارزښت ورکولو منطق له همدې ځایه پیل کړو او ترې د یو لوی انساني باور په رامنځته کېدا کې ګټه واخلو.

  1. انسان تر بل هر څه مهم دی! هېڅ داسې ایډیالوژیک تمایل حق نه لري چې د انسان قرباني دې لازمه وګڼي.
  2. د انساني وقار ساتنه اوږده او نه ستړې کېدونکې مبارزه غواړي. دا مبارزه هغه څوک کولای شي چې پرې باور ولري.
  3. انسان چې هر ځای دی، انسان دی. هیڅ ډول ایډیالوژیک، مذهبي، سمتي، نژادي او ژبنۍ توپیر نشي کولای هغه امتیازات چې د انسان حق دی، ترې وسپموي.
  4. جګړه او د ایډیالوژیو لپاره د انسان قتلول تر ټول ستره انساني فاجعه او جفا ده. مخه نیول یې زموږ تر ټولو لوی مرام او باور دی.
  5. د انسان محورانه تفکر او پر انساني حرمت باور مو د فکر او عمل تر ټولو لوی اساس دی. هره ښېګڼه باید د انسان پر ښېګڼې پای ته ورسیږي.
  6. ښځه تر هر څه له مخه انسان دی. جنسي توپير او پرته له هر ډول ساینسي تجربې او تشخیص پرته یې په عقلي لحاظ ټېټه ګڼل، د انساني جمعیت له یوې لویې برخې سره ستره جفا ده. ښځه انسان دی او ټولې هغه وړتیاوې لري چې یو نر یې لري. د نر یو شمیر برترۍ د تاریخي جنجالونو او د طبیعت د برخورد زېږنده ده.
  7. ښه انسان جوړېدل د ښوونې او روزنې تر ټولو لوی ماموریت دی. د دې ماموریت کنټرول، څارل او هدف ته برابرول مو پر انساني باورونو متکي عنصر دی.
  8. کورنۍ چاپيریال، حکومتي پالیسۍ، رسنۍ، ښوونیز نصاب، مدني جوړښتونه او فعالیتونه، ساینسي –فکري بهیرونه او آزاد روشنفکران باید د دې موضوع تضمین وکړي چې د انسان ژوند او ښېګڼې ورته تر هر څه مهمې دي.
  9. د ښه او غیر مضر انسانیت اساسات په ښه ماشوم روزنه کې ترسره کېږي. کورنۍ او والدین د دې جدي او اساسي ماموریت مهمې ستنې دي. باور مو دا دی چې باید یې د یو سالم انساني چاپېریال د رامنځته کولو په موخه ښه روزنه او پالنه وکړو.