د عامه افکارو لړ

د ژوند، خدماتو، حکومت، راتلونکي او ټولو هغه مسایلو په تړاو د عامه خلکو نظرونه او افکار څه دي؟ دا عامه افکار څنګه د افغانانو په شرایطو کې بدلون راوستلی شي. «انسان» د ولسواکۍ او د خلکو د خوښې او اړتیا وړ بدلونونو لپاره د عامه افکارو په لړ په نوم د سروې او ډېټا یو ستر پروګرام جوړوي.

یادښت

د عامه افکارو لړ یو ځانګړې برخه د انلاین سروې څانګه ده. زموږ په پوښتنپاڼو، نظرپوښتنو او انلاین سروې‌ګانو کې د برخې اخیستو په موخه لاندې لینک ته ورشئ او د پراختیا په موخه یې له نورو سره شریک کړئ.

په نوې دنیا کې د ښه خدماتو د وړاندې کولو، سټراټېژۍ جوړولو او پالیسۍ د تدوین لپاره د ټولنې د ډېرو وګړو د نظرونو پر منځپانګه او منځکرښې (میانګین) پوهېدل ضروري او مهم دي. د یوې ټولنې د جوړښت کمال ګڼل کېږي چې د عامه افکارو د سنجونې، ارزونې او څېړنې لپاره ځینې مهم بنسټونه ولري. د اهمیت بله خوا دا ده چې د ښې رهبرۍ او معقولو پرمختګونو لپاره هم د ټولنې د افکارو او نظریاتو تومنه باید مالومه شي. ځیرک مدیران، اوږدمهاله او د اړتیا وړ بدلنونه او له شرایطو او فرصتونو سره برابر ګامونه پورته کول د عامه افکارو د مالومېدنې پر مټ او بڼې سره درلودل کېږي. د ډېرو پروګرامونو او فعالیتونو د ناکامېدو او له منځه تلو یو علت کېدلی شي د عامه افکارو سره د هغو چارو د نه تړاو او یا مقابلې درک وي، چې له بده مرغه تکرار یې بیا هم ستونزې منځ ته راوړي.
د عامه افکارو لړ د «انسان» د لویو او اساسي پروګرامونو له منځه یو دی چې غواړي په مستقل، غیر سیاسي او غیر جانبدارانه ډول د خلکو نظریات او افکارو را ټول او نشر کړي. موږ غواړو د دې افکارو پر مټ دقیق پالیسي جوړونکي نظریات، مطالعات، ګواښونه، فرصتونه او وړاندیزونه د معقولو او د وخت پر بنسټ له ملي او نړیوالو ملاتړو سره شریک کړو او تر څنګ یې خلک وپوهوو چې دوی او د دوی تر څنګ مېشت انسانان څه غواړي او د څه په اړه فکر کوي.
ماموریت:
موږ د دې پروګرام له مخې غواړو چې حکومت د عامه افکارو پر بنسټ خپل پراختیايي او خدماتي کارونه تنظیم کړي. موږ د عامه افکارو د لړ په مرسته غواړو د هغه خلکو غږونه چې نه دي اورېدل شوي، په پالیسي جوړونکو او د حکومت په خدماتي ادارو باندې واوروو. دا به حکومت نور هم د اعتماد او عامه خلکو ته د لاسرسي وړ وګرځوي. د عامه افکارو د لړ دا پروګرام په دې هم اړین دی چې د خلکو په غوښتنو، اړتیاوو، باورونو او جریانونو پوه شو او له مخې یې راتلونکي ګواښونه او فرصتونه تشخیص او همغږي کړو. د عامه افکارو لړ به په لویه کې حکومت ته د لارې نقشې په ترسیمولو کې هم مرسته وکړي او دوی به وپوهیږي چې په پراختیايي کارونو کې کومو مواردو ته پام وکړي؛ جوماتونه، روغتونونه، ښوونځي، او که د ژوند نورې اړتیاوې.
موخې:
موږ باید د ډېټا د راټولولو پر میکانیزمونو له سره کتنه وکړو او له دې لارې وکولای شو هغه سیمو ته لاسرسۍ پیدا کړو چې لا هم له حکومت او خدماتو لرې پاتې دي. د عامه افکارو د لړ په دې پروګرام کې د کیفي او کمي څېړنو ګڼ متخصصین او ډيټا راټولوونکي په دې تمرکز لري څو د خلکو نظرونه او غوښتنې راټولې کړي، تحلیل یې کړي، کټګوري یې کړي، خپرې یې کړي او ویې ساتي. موږ به په دې لړ کې د بازار، صحت، تعلیم او تربیې، جګړې، ترافیک، ټولنیزو ارزښتونو، فساد، او فقر په اړه تر ټولو د اعتماد وړ ډېټا وړاندې کړو څو د منابعو پر تخصیص سربېره د حکومتولۍ او خدماتو په رسونه کې هم تر ټولو پراخ بدلونونه راشي.
نوي ارقام، تازه اطلاعات او تخصصي شننې هغه مهمې نشته دي چې د ټولنیز- فرهنګي - سیاسي کړکېچ په منځ ته راوړلو کې ونده لري. په اوسنۍ حکومتولی او اکاډمیک ډګر کې ډېری کارېدونکې ډېټا لا هم ډېره پخوانۍ او زړه ده، موږ به وهڅېږو څو د زړې او له بل ځایه څخه را اخیستونکو تحلیلونو پر ځای د ټولنې او خلکو له منځه دقیق او اساسي ارقام را ټول او خپاره کړو. له نورو را اخیستل شوې ډېټا او یا پخواني مقیاسونه هېڅکله هم نه شي کولی ګټورو حل¬لارو او چارو ته لاره سمه کړي. دا د ارقامو زړښت او پرديتوب پخپله له نسل سره د حکومت واټن زیاتوي.
موږ غواړو د خپلو خلکو په طبعیت پوه شو او د همدې پوهې له مخې هغه ګواښونو ته موثر ځواب ومومو چې د همدې خلکو ژوند ګواښي. هغه څه چې دوي یې هر کله خپل په ژوند کې تجربه کوي، او غواړي په هغه هکله خبرې وکړي. خپلې اړتیاوې ووايي او شته فرصتونو سره برابر شي.
لویه سروې
موږ د یوې لویې سروې په هکله فکر کوو چې دوامداره او ژوندۍ ډېټا پکې ځای په ځای وي، ډېر شمېر وګړي پکې برخه ولري او په ټولو تصمیمونو کې مهمه او جدي ونیول شي. د همداسې سروې¬ګانو نشتون زمینه دې ته برابروي چې اټکلي او یا د پخوانیو شمېرنو او شننو پر سر اړتیاوې وسنجول شي او رسمي نابرابرۍ ورسره منځ ته راشي.
موږ غواړو د راتلونکو سترو پروژو د تطبیق د امکان په اړه سروې وکړو او په دې پوه شو چې تطبیق یې څنګه کولای شي ستونزې هوارې کړي او ښې پایلې ولري. د عامه افکارو لړ به په دې وتوانیږي چې حکومتي مشران وپوهیږي د دوی د کار پایله د خلکو پر وړاندې څنګه ده. او دا به خلکو ته زمینه مساعده کړي چې د حکومتي کارونو پر وړاندې ځواب غوښتونکي شوي او ځان شامل وبولي.
تحقیقاتي برخې:
د عامه افکارو لړ به له لاندې برخو خپل مطالعات پیل کړي؛
1. د افغانستان سیاست او پالیسي
2. ژورنالیزم، رسنۍ او ټیکنالوژي
3. ساینس او ټولنه
4. دین او عامه ژوند
5. ټولنیز او ډیموګرافیک جریانونه
6. روغتیا او درملنه
7. عمومي رضایت او تفریحات
8. نسلي مسألې، ځوانان او مشران
9. قومي او هویتي شننې
معیارونه او اخلاق:
د عامه افکارو لړ داسې ډیزاین شوی چې د سروې کوونکو ترمنځ د اعتماد کلتور پیاوړی کړي. د کلونو جګړې له امله د خلکو او ټولنو ترمنځ ممکن وضعیت مالوم کړي، او یو له هغو چې ټولنیز اعتماد دی ورته صدمه رسېدلې، موږ به هڅه وکړو چې دا باور او اعتماد بېرته ژوندی او پياوړی کړو. موږ غواړو دا په ډاګه ووایو چې د خپل کار پر مهال به له تر ټولو لوړو مسلکي او اخلاقي کوډونو نه ګټه واخلو. موږ په دې ژور باور لرو چې له خلکو د دوی په اړه د مالوماتو د ترلاسه کولو په خاطر د دوی ټولې هغه پوښتنې ځواب کړو چې په دې پروګرام کې اهمیت ولري، او د هغه اعتماد په اړه ډاډ ورکړو چې د دې مالوماتو په اړه یې باید پیدا کړي. په افغانستان کې دا د خلکو یوه اړینه غوښتنه ده چې د هغه مالوماتو په اړه باور وکړي چې دوی یې د ډېر حساسو او د خپلو ځانونو په اړه وړاندې کوي.
میتود:
د عامه افکارو د راټولاوي په موخه څېړنیز او د عمومي سروې میتودونه کارول کېږي. زموږ ټیم به په بېلابېلو تخصصي دریځونو دا چارې پر مخ وړي. موږ په دې برخه کې د څېړنو لپاره کیفي، کمي، ګډ میتود، سروې، مرکې او عمومي ارزونې، کتنې او نظرپوښتنې ټول روشونه کاروو. د څېړنې ځایونو او شرایطو ته په کتو سره به د آنلاین سروې، ټلفوني مرکو، پیغامونو اړولو، او یو ځانګړي اپلکېشن له لارې چې په ټلفون کې ډانلود شي او د ډیټا د لېږد او منظمولو امکان ولري، دا چاره ترسره کېږي.

پورته لاړ شئ