Circle Image

د زلمیانو ډله

د افغانستان د نفوسو منځنۍ سني کچه ۱۸.۴ کاله ده او ۶۳.۷ سلنه وګړیو سن له ۲۵ کلونو ښکته اټکل شوی دی؛ همدا د افغانستان راتلونکی دی. افغانستان چې له جګړې، فقر، بې‌وزلۍ، تاوتریخوالي او بې سوادۍ سره مخ دی، په دومره ستره کچه ځوانېدونکې ټولنه هم یو لوی فرصت او یو هم پټ ګواښ ګڼل کېدای شي.


یادښت

«انسان» یوازې د یو تسهیلونکي په توګه د دې زلمیانو د بحثونو، خبرو اترو، تفکر او خپل‌منځي زده‌کړو ته زمینه برابروي. ټول افغان زلمیان کولای شي د دې جوړښت برخه شي او د یو مستقل راتلونکي لپاره مشترک فکر خلق او راتلونکی لیدلوری وټاکي.

د افغانستان د نفوسو منځنۍ سني کچه ۱۸.۴ کاله ده او ۶۳.۷ سلنه وګړیو سن له ۲۵ کلونو ښکته اټکل شوی دی؛ همدا د افغانستان راتلونکی دی. افغانستان چې له جګړې، فقر، بې‌وزلۍ، تاوتریخوالي او بې سوادۍ سره مخ دی، په دومره ستره کچه ځوانېدونکې ټولنه هم یو لوی فرصت او یو هم پټ ګواښ ګڼل کېدای شي. یو ځانګړی تشخیص دا دی چې افغانستان له یوې اوږدې تاریخي انقطاع ځوریږي. تاریخي رغېدلي زېربیناوې او جوړښتونه یا نشته او یا هم نه پېژندل کېږي. له تاریخه فهم ناسم دی، فرهنګ په داسې توګه چې د انساني چلند او تعامل سبب وګرځي، خنډونه پېښوي. یو داسې نسل چې د دې ظرفیت پیدا کړي تر څو تاریخي افغانستان او نړیوال ارزښتونه ژوندي وساتي، او پر خپلو پښو ولاړه ټولنه چې وکولای شي له ملتونو او تمدنونو سره نیکې اړیکې ولري، فرهنګي راکړه ورکړه وکړي او د یو بل لپاره د فهم او مینې سمبول و اوسي، تاسیس کړي
د افغانستان د ځوانانو لپاره له لرلید ډک راتلونکی ترسیمول، د یو داسې ارزښمن ماموریت برخه ده چې د زلمیانو دا ډله به یې ترسره کوي. له پوهنتونو، ښوونځیو او کارځایونو څخه د زلمیانو سره یوځای کېدل تر څو د خپلو موخو په اړه وغږیږي، له مشرانو او متخصصینو سره خبرې وکړې او له خپل تېر، اوس او راتلونکی سره د تعامل یو نوی فرهنګ رامنځته کړي.
«انسان» ځان د نسل بنسټ بولي؛ بنسټ د ټولنیز نهاد په نوم چې تر فزیکي جوړښت ماسېوا فکري او ماهوي اساس ولري. «انسان» تمه لري چې د دې ډلې د ملاتړ او هڅونې له لارې به دا غږ چې «انسان تر هر څه مهم دی!» په یو تلپاتې او د نوي افغانستان په یو پېژند بدل کړي، چېرې چې یوازې انساني ښېرازي، بشرپالنه، مرسته او ټیکاو د هرې هڅې بېخ و اوسي.
له شپاړلسو تر دوه‌ویشت کلونو د نویو ځوانانو دا ډله به د دې فرصت ولري چې انتقادي فکر وکړي، نوي او معاصر علوم ولولي، نورې ژبې زده کړي، او د کتابونو مبادله ترسره کړي. له بشري حقونو ملاتړ او د نورو د فکرونو زغمل، د ملي هویت احترام، د ټولنیز عدالت ساتنه، فعال سیاسي، ټولنیز، او اقتصادي حضور او د افغانستان د کلتوري میراثونو په ساتلو کې برخه اخیستل، د دې ځوانانو اصلي ارزښتونه دي.
راتلونکی، هیواد، او ښاریتوب
نژدې ۲۷ کاله وروسته د افغانستان د بنسټ اېښودنې ۳۰۰ کاله پوره کېږي، دا نسل چې «انسان» یې د راټولولو او تکامل تمه لري، په دې تاریخي زمانه کې به د افغانستان د خپلواکۍ، پر ځان بساینې او غرور اصلي مالکین وي. اوسنی ځوان نسل تر پخواني زاړه نسل، زیات غیر قومي او غیر مذهبي اړیکې لري، دوی د یو بل د قومي او مذهبي هویتونو د درلودلو سربېره ښه ملګري، ښه مفکرین او ښه ارزښتپالونکي دي.
د چارو د سمبالښت اوسنی نسل چې د تېرو مشرانو میراث ورسره دی، د افغانستان نوی روایت وړاندې کوي، مګر دا روایت هغه وخت سم او د بقاء وړ دی چې د متوسطې طبقي ماشومان او ځوانان په خپل مټ او د خپل فکر پر اساس وکولای شي د دې روایت برخه وګرځي. هغه نسل چې بشري حقونه، ولسواکي، کثرت‌ګرايي، مینه، انتقادي تفکر او زغم یې خپل تلپاتې ارزښتونه وي، لا هم نه دی رامنځته شوی. د دې زلمیانو لویه هڅه به دا وي چې د دې ارزښتونو مبلغین، د نوي روایت راویان او د مسوولیت لپاره تیارېدونکې انرژي و اوسي.
د ملګرو ملتونو د یوې مطالعې له مخې په ۲۰۵۰ کې به د افغانستان د نفوسو نیمه برخه یانې څه باندې ۲۵ میلیونه وګړي په ښارونو کې ژوند کوي. په سیمه‌ییزه کچه افغانستان په ښاري پراختیا کې تر ټولو چټک هېواد بلل کېږي. مګر یوه ستونزه چې لا هم پر ځای ده هغه په ښارونو کې د ښار د څرنګوالي او جوړښت مسله ده؛ آیا د افغانستان ښارونه د ژوند او ښاروندۍ د ټولو اړتیاؤ ځوابونه لري؟ هلته د خدماتو، حکومتولۍ، ژوند، روغتیا، ښوونې او روزنې او کار ټولې زمینې مساعدې دي؟ د ښاري تاوتریخوالي تر ټولو ډېر اغېز په ماشومانو او نویو ځوانانو دی؟ د افغانستان د ښارونو پر سر خبرې او مباحثه څنګه دا ستونزه هوارولی شي؟ د زلمیانو دا ډله به په ښارونو کې د ژوند پر څرنګوالي جدي تمرکز لري.
فقر او لوږه، صحت، تعلیم ته لاسرسۍ، مهاجرت، د خوړو امنیت او دې ته ورته لویې ستونزې تر ټولو ډېرې ماشومانو او نویو ځوانانو ته ور تر غاړې دي، له دې مخې «انسان» تمه لري چې د زلمیانو دا ډله به د یادو مسایلو په تړاو د فهم یوه نوې او پراخه دریڅه پرانیزي.
دوي ته به د راتلونکې ټولنې او ټولنیزو بهیرونو یو روښانه انځور او تخیل موجود وي. د ځانپوهېدنې، لوړې ځانباورۍ، او وړتیا په مټ به نړۍوالو ارزښتونو او بشري حقونو په فضا کې د خپل هویت پالي، رول به لري او لا به وده کوي.
نړیوالې باثباته پراختیایي موخو باندې پوهېدا له نړۍ او نورو انسانانو سره د پوهاوي یوه ډېره مناسبه او عالي دروازه ده. د افغانستان نوی نسل باید د نړیوال ثبات لپاره د پراختیا پر هغه اجنډا او موخو وپوهیږي چې نړۍ غواړي تر ۲۰۳۰ پورې ورته ورسیږي. په دې موخو او اجنډا متواترې خبرې، بحثونه او د هغوی په اړه جدي فهم د دې باعث ګرځېدای شي چې د انسانانو اړتیاوې او غوښتنې درک شي، نړیوال ګواښونه وپېژندل شي او هغه لارې چارې چې دې موخو ته رسېدا ممکنوي له نورو سره پرې خبرې وشي.
داسې ځانګړي مطالعات چې وښيي، څومره ځوانان د مناسبو زده‌کړو د نه ترلاسه کولو له امله د کار له مارکیټ څخه بهر پاتې دي، لا هم نشته؛ مګر ډېر په اسانه پوهېدای شئ چې ډېر داسې ځوانان چې د مارکیټ د اړتیاوو سره سم یې زده‌کړې کړې وائ، نشته چې ګڼ او پراخ علتونه لري. «انسان» تمه لري چې د زلمیانو دا ډله به د دې توان پیدا کړي تر څو د بازار د اړتیا وړ تفکر جذب کړي، پر هغه لارو چارو ولاړ شي چې په راتلونکي کې د کار، ژوند، زده‌کړو او لاسته‌راوړنو امکان اسانه کړي.
«انسان» هیله لري چې د لاندې اړخونو په اتکاء به د زلمیانو د دې ډلې ملاتړ وکړي؛
1. مشترک لرلید، ارزښتونه او فرهنګي تعامل
2. په راتلونکي کې متحرک مشرتابه، مدیریت او سازمان
3. پلان جوړونه، عمل او شفافیت
4. انتقادي ښوونیز او روزنیز رول
5. له سیمه‌ییزو او ځايي جوړښتونو سره اړیکې او خبرې

پورته لاړ شئ