د تېر کال د ډیمسبر په میاشت کې د چین په ووهان ښار کې د کرونا په نوم یو چټک¬خپرېدونکی او وژونکی وایروس خپور شو او په ډېر لنډ وخت کې يې په زرګونو انسانان په ځان اخته او یا هم له منځه یوړل. افغانستان د اپرېل میاشتې له پیلنیو د کرونا وایروس له لومړني تهدید سره مخ شو. په مارچ کې د دې تهدید کچه لوړه او د هرات ولایت د لومړنۍ سیمې په توګه چې ګڼ کسان له ایران څخه را اوښتل، په بېساري ډول خپور شو.
د عامه غونډو، بحثونو او لیکچرونو تعطیل
«انسان» د مارچ له لومړۍ نېټې راپدېخوا په بېړني ډول خپل ټول عامه مجلسونه او بحثونه بند کړل.
د انسان ټاکس د اونیزو مجلسونو او د یو مشخص عملیاتي پلان له مخې د پلان شویو غونډو بېړنی بندښت اعلان کړ. په دې تړاو
د انسان ټاکس ویبپاڼه وګورئ
د مارچ ۱۵مه د انلاین کار پرېکړه
د مارچ په ۱۵مه ۲۰۲۰ د «انسان» مشرتابه د یو ځانګړې ناستې په لړ کې پرېکړه وکړه چې ټول همکاران له دې وروسته د یوې میاشتې لپاره کورونو څخه کار وکړي او هغه همکاران چې عمرونه یې له پنځوسو پورته دي، کولای شي تر دوه اونیو په خپلو کورونو کې پاتې شي. دا چې «انسان» د افرادو د تعداد له مخې ستر بنسټ نه دی، نو هغه همکاران چې کولای شي ځانونه د خپل بهتره صحت په موخه وساتي کولای شي همدلته د قرنطین په توګه پاتې شي او له بهر سره ټولې اړیکې پرې کړي.
د انسان مېلمانه او غونډې
مشرتابه د یو ځانګړي کاري پروتوکول له مخې «انسان» ته احتمالي مېلمانه او افراد منع کړل او په رسمي ډول د عامو خلکو پر مخ د مجلسونو او بحثونو لپاره د یوې میاشتې په موخه بند شو.
ټول هغه مېلمانه چې د کاري ارتباط له مخې «انسان» ته رابلل کېږي، مکلف دي چې رسمي او دفتري ساحې تر ننوتو وړاندې له ټولو طبي او صحي طرزالعملونو څخه استفاده وکړي.
کاري مجلسونه او مشورې
کاري مجلسونه باید تر لسو نفرو کم او د دفتر په تر ټولو لویه خونه کې ترسره شي.
له همکارانو سره د غوره تفاهم او ښه صحت په موخه متواترې سلامشورې وشي.
خوراک او څښاک
د خوراک او څښاک لپاره کارېدونکي یو شمېر توکي چې تر دې وړاندې په نورمال ډول کارېدل، بند او د یو ځل کارېدونکو وسایلو څخه ګټه واخیستل شي.
سفرونه
«انسان» په ټولو همکارانو د باندې تګ او د رسمي سفر محدودیت وضع کوي او هېڅ یو غړي ته اجازه نه ورکوي چې د دفتري کار په موخه سفر وکړي.
همدا راز د افغانستان د دولت، عامې روغتیا وزارت او د روغتیا د نړیوال سازمان د لارښوونو په اساس ټول هغه ځایونه چې تجمعات لري، خلک را ټولیږي او عامه سیمې بلل کېږي، د ورتګ مخنیوی دې وشي.
له کرونا وروسته نظم؛ د «انسان» کاري سیاست
نېټه: د چنګاښ ۱۵مه ۱۳۹۹
«انسان» د نړیوالو روغتیايي لارښونو او د افغانستان د حکومت د پرېکړو پر اساس او د کورني سیاست په زمینه کې پورتني سیاستونه او اړوند لارښونې او پالیسۍ مطرح کړي او تطبیق کړي دي.
په تېره څه باندې یوه اونۍ کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د نویو ارزونو له مخې هغه څپه چې پراخه مړینه یې درلوده او ډېر شمېر انسانان یې تلف کړل، کمزورې شوې ده او د چنګاښ په ۱۴مه ۱۳۹۹ د لومړي مرستیال امرالله صالح پر وینا چې منحني کرښه ماته شوې ده، د «انسان» له لوري نوی کاري سیاست اعلانیږي.
«انسان» غواړي خپلې عامه غونډې د یو نوي نظم او د ټولو روغتیايي لارښونو ته په پام سره پيل کړي. په ټولو هغه غونډو کې چې تر دې وروسته به ترتیبیږي، یوازې تر وړاندې ټاکل شوی تعداد افراد به په کې برخه اخلي. دا تعداد د غونډو او بحثونو ځای او امکاناتو ته په کتو ټاکل کېږي او هڅه به کېږي څو د ډېرو وګړیو د ټولېدو مخه ونیول شي.
د دې لپاره به د «انسان» د ارتباطاتو او عامه اړیکو څانګه دنده ولري څو له ګډونوالو سره د مفاهمې او د دوی اشتراک څرنګوالی روښانه او د پوهېدو وړ کړي. په ورته وخت کې به زموږ د ټیکنالوژۍ او نوښتونو څانګه دنده ولري څو په انلاین بڼه هم د غونډې جریان منعکس کړي او همدا راز د ګډونوالو د اشتراک فرصت په انلاین توګه مهیا او د لاسرسي وړ وګرځوي.